کور / تازه خبرونه / په كونړ كې د ناټو يو سرتېر ى ووژل شو

په كونړ كې د ناټو يو سرتېر ى ووژل شو

په كونړ كې د  آيساف  يو سرتېر ى ووژل شو


خپلواك غورځنګ _ غزني


ناټو ځواکونو ديوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي دي چې دکونړ په ولايت کې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي .


 


دناټو درسنيو ددفتر له لوري دلړم په ٢يمه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه سرتېري دمخالفو جنګياليو سره په نښته کې مړه او ژوبل شوي دي .


 


په  خبر پاڼه كې ويل شوي دي چې نښته تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې د ناټو سرتېرو دمخالفينو پر يوه پټنځاى باندې بريد وكړ .


د يادونې وړ ده چې  په خبر پاڼه كې د مخالفو  جنګياليو  د زيان په اړه څه نه دي ويل شوي دغه راز دوژل شوي سرتېري هويت هم پټ ساتل شوى دى .