کور / کیسه / ويده خلګ (لنډه کيسه)

ويده خلګ (لنډه کيسه)

توره شپه ده درست جهان ويدۀ دى . د غلو يوه ډله راسي او يو كور ته واوړي . ” سرداره! دا نه وي چي د دغه كور خلك راويښ سي” يو غل داسي كرار و خپل مشر ته وايي . ” په بلا به ورسره اخته سو.” چرت يې مه وهه تورخان ويل چي د دغه كور خلك به په ډولونو هم نه سي راويښ.” د غلو سردار و خپل ملګري ته په غوږ كې و بوڼېدى . اوس غله و هغو خونو ته ننوځي چېري چي د دوى د معلوماتو مطابق د كور سامانونه پراته وي . دارنګه يو څو غله د كور ګېټ خلاص كړي . او دغه نور زر زر د كور سامان په هغې ګاډۍ كې په بارولو چي دوى د دې مقصد د پاره راوستلې وه .


په داسي حال كې غلو خورا دربى جوړ كړى وي، خو عجبه دا ده چي په دغه دربي يو څوك هم نه راويښېږي .


هغه كور چېري چي ډېر لوى او ښايسته وي هلته له خورا قېمتي سامانونو هم ډك وي، سرۀ زر، ګران بيه غمي ، او لعل و جواهر خو دلته بسياره وي ، د دغي ډېري دنيا په ليدلو غله خورا خوشحاله وي .


“د تورخان قربان سم ” يو غل ووايي .” په رښتيا چي د انعام وړ دى څومره ښه او ډك كور يې په لاس راكړى .


 ” ته يې قربانېږې ؟ زه خو وايم چي ګرسره يې په سرو زرو كې وتلم” د غلو د سردار خورا طبيعت برابر وي او سترګي يې بريشي.


“او بل سرداره ! داسي كول ضروري هم دي، ولي چي كه د انعام حرص نه واى نو تورخان چېري دا كور راښوى” ناڅاپه دلته اخېر پاى د غلو په دربي يو ځوان راويښ سي ، هغه چي د خپل كور برنډې اوپه   حوېلۍ كې غله وويني چي په خونو وځي ننوځي او مېله يې جوړه كړې ده نو حيران سي ، اول خو هغه خپلي سترګي وموږي چي خوب ويني خو بيا چي هره خبره رښتياورته و اېسي نو دغسي راورغورځي او و خپل څنګ ته پروت خپل عزيز وښوروي چي پورته سه غله دي خو عزيز يې نه سي راويښ ، هغه بېرته دغه سړى وښوروي.


” سترګي خلاصي كړه غلو كور راڅخه يووړى”


خو عزيز يې داسي وي لكه مړى چي هيڅ خبره اثر نه ورباندي كوي.


اوس هغه هلته پرتو و خپلو نورو عزيزانو ته ورنژدې سي او په هغوى باندي نارې كړي چي پورته سئ غله دي خو هغوى هم داسي پراته وي لكه بې هوشه.


پاى ځوان راولاړ سي دوى ته سوكان ورسره كړي ، چونډكۍ پر جګي كړي او سرونه يې و ښوروي خو يو هم نه راويښېږي .


داحال ځوان حيران و پرېښانه كړي ، هغه چي و غلو ته وګوري نو د ټولو ډېر بدرنګونه وي او خورا خطرناكي وسلې هم ورسره وي ، په دې ځوان وارخطا سي او دا خبره يې و زړه ته راسي چي كرار بېرته ويدۀ سه ، له داسي خلكو سره مقابله كول ستا د وس كار نه دى ، او نه دا پوهه ده خو دا خبره د هغه غېرت نه مني ځكه نو هغه په خپلو عزيزانو بېرته نارې كړې چي پورته سئ   كور مو خراب سه،خو ټول داسي بې سده پراته وي لكه مړي ، پاى چي ځوان و ويني چي دغه خلك په سمه نه راويښېږي نو اوبه ورباندي توى كړي خو هغوى بيا هم نه سي را پورته بلكه په پټو سترګو و هغه ته بد رد و وايي، او خورا يې سپك كړي .


اوس ځوان دڅنګ و دويمي خوني ته راسي خو د دغه دويمي خوني خلك هم نه سي راويښ او په دوى هم خپل خوب ګران وي ، دا خبره ځوان نور پرېښانه كړي ، اوس نو هغه و خپلو خپلوانوته وژاړي سر له مځكي مځكي ورته ووهي او زارۍ ورته وكړي چي ښايسته كور غلو راڅخه يووړى د خداى پاردى سترګي خلاصي كړئ ، خو هر څه بې فايدې وي ، مجبوراًهغه دريمي خوني ته رامنډه كړي چي دلته ويدۀ خلك به نو حنماً راكښېني خو دلته چي هم د هر چا سترګي خلاصېږي نو پرده منتونه كوي چي ته لېونى يې كه دي ماغذۀ خراب دي ، ولي مو په عذابوې ، ځه خپل كار دي كوه او ويدۀ سه ، پخپله خو خوب نه درځي زموږ خوب دي لا خراب كړى دى ، خداى دي خوار كړه ، نسته غله ، غله د كومه راغلل ، هسي دي يو خوب ليدلى دى.


اوس ځوان و هغوى ته په چيغو چيغو و وايي چي تاسي خو مازي سترګي روڼې كړئ ، پخپله به غله ووينئ هغه دي خو مخامخ په سراى كې ولاړ دي، خو يو څوك هم د هغه په خبره باك نه كوي او ټول داسي ډوب پراته وي ، لكه ډېر زيات شراب چي يې څښلي وي.


          اخېر چي د ډېرو هڅو باوجود ځوان د خپل كور وګړي نه كړي راويښ نو ښه ډېر وژاړي او فكر يې واخلي چي اوس څه وكړي . اوس له هغه سره بس يوه دغه لاره وي چي دى به په خپله په يكړه سر غله له كوره و باسي كه يې سر ځي كه هرڅه پروا نه لري ، اوس چي هغه په هغو درو سرو خونوكې شاوخواوګوري نو هلته بې له يو زاړه خنجر پرته بل هيڅ شى نه كړي پيدا.


          پاى هغه دغه خنجر راوارخلي ، د باندي راووځي او په غلو په نره ناره وكړي،” او بدبختانو! ستاسي څه خيال دى چي تاسو به زموږ د نيكه او بابا دولت وړئ او موږ به ويدۀ يو ، نه داسي نه ده ، زه به مو په وينو ولړم”


 له دې سره سم ځوان په غلو ورحمله كړي، خو يو بنده به د شلو كسانو ومخ ته څه وي ځكه غله په هغه راكوړه سي،هم يې ونيسي او هم خنجر ځني واخلي او هم يې دلته په يوې بلي خالي خوني كې وتړي چي و هغو نورو درو خونو ته مخامخ وي .


خودغه بنده هم خپل ځان مات نه كړي ، اوس هغه له هغه ځايه په خپلو خپلوانو نارې كړي .


         ” عزيزانو! د خداى پار دى راويښ سئ ، غله دي هغوى له موږه هغه زر او دنيا وړي چي خلكو به زموږ عزت ورباندي كاوى .


         خو د هغه ويدۀ عزيزان هغسي په خواږۀ خوب ويدۀ وي هغه بېرته نارې كړي.


         ” وروڼو!سترګي خلاصي كړئ غلو هغه قېمتي دنيا راڅخه لوټ كړه چي موږ به ورباندي نازېدلو” خو ويدۀ عالم بس ويدۀ وي . دغه حال ځوان نور وژړوي ، اوس هغه داسي په كريژو سي لكه زاره چاودى سوى چي وي.


         ” خپلوانو! ولي نه اورئ ، مړۀ ياست كه ژوندي ؟ يا چا غوږونه در كاڼۀ كړي دي دولت په ډېره ګرانه ګټل كېږي ، بيا دغه دولت موږ والله كه پيداكړو، د ځوان دا كريژي دومره زوروري وي چي تر ليري ليري يې ږغ رسي ، او د مودو مودو ويدۀ دېبان راويښوى سي، ځكه نو غله وار خطاسي ، بېرته و دغي خوني ته په منډه راسي او د ځوان په خله لاس ونيسي چي چپ سه ګني وژنو دي خو ځوان نه چپېږي بلكه لا په چيغو سي ، دهغه په دغه سرزورۍ غله يوار و خښمېږي ، ډېر سخت يې وډبوي او په وينو يې ولړي.


د غلو مشر خورا خښمېدلى وي .


” د تورخان دي كور خراب سي ده خو ويل چي هيڅوك به هم دلته نه راويښېږي ، دغه كور خرابى څرنګه راويښ سو؟” د تورخان د نوم په اورېدلو سره ځوان سترګي خلاصي كړي او حيرانه سي ولي چي تورخان خو د دوى خپل وي .


” له تورخانه ګيله نه ده په كار، كله كله د چا اندازې غلطي هم سي”


د غلو و سردار ته يو پوهه ملګرى و وايي


” زه به دغه سپېره مخى وژنم داسي نه چي په نارو يې خلك راويښ سي”


د غلو مشر و ځوان ته خپل كلاشينكوف برابر كړي


“سرداره! د دې څه ضرورت دى”


پوهه ملګرى بېرته مشر پوهه كړي . “خو په خپله يې وينو چي د دغه بدبخته پر نارو هيڅوك نه راويښېږي ، بس و موږ ته په كار دى چي خپل وخت نه كړو ضايع چي څومره سامان له دغه كوره ايستلى سو هغه به اوباسو”


اوس غله د ځوان لاسونه شاته وتړي او بېرته له خوني ووځي ، دا مال ځوان ډېره ستړى دى ، سترګي يې پټي دي، هم خوږ دى، هم يې ټپونه درد كوي ، او هم مايوس دى، هغه غواړي چي چُپ سي خو داهر څه د هغه ضمير نه مني ، ځكه نو هغه بېرته سترګي روڼي كړي ، خو څه ويني چي غلو له ډېري تازيلۍ د خوني دروازه نه وي تړلې، اوس ځوان په ډېري خاموشۍ اوهوشيارۍ له خوني راووځي او په ډېر چم چي غله يې نه وويني مخامخ خونو ته منډه كړي چېري چي ددۀ خپلوان ويدۀ وي ، دلته له راتلو سره سم هغه په لږ زور دخپلو لاسونو پوړي خلاص كړي،اوس هغه زر زر په خپلو عزيزانوكې هغه عزيز وښوروي چي د ده لږ ورباندي باور وي.


“پورته سه غله دي، ټول غمي او ياقوت يې راڅخه يووړل”


“زه نه سم پورته كېدى”    عزيز يې سترګي ورپوي.


“ولي؟”


“بس سېكه نسته په ما كې”


“څنګه سېكه نسته په تا كې ، كوښښ وكړه ګني بې دولته به موږ څرنګه ژوند تېروو”


“نه سي كېدى، هيڅ مي هم په وس كې نه دي”


” اخېر ولي تاسي خو هر وخت بيداره واست دا څه درباندي وسو؟”


“په نورو نه يم خبر خو په خپله زه ستا نارې له ډېره وخته اورم، ورباندي راويښ سم بيا ويده سم، خو بس لاچاره يم”


د ځوان عزيز چي سترګي يې پټي وي داسي ګايېږي لكه نشه چي وي


“بيا هم اخېر قيصه څه ده؟”


” بس بېګاه چي ته لا كورته نه وې راغلى نو تورخان راغى ، ويل يې له ډېري مودې ويښ ياست، ډېر به ستړي ستومانه ياست، په كار دى چي لږ ارام وكړئ ګني ناجوړه به سئ، موږ ورته وويل چي څرنګه ويدۀ سو خوب نه راځي نو يې د خوب دوا راكړه”


” ښه نو دا ټولي تماشې د تورخان دي تاسي يې هم ټول ويدۀ كړاست او غلو ته يې هم زموږ كور وروشووى، خېر زه به ورسره جوړ سم، تورخان بيا څه سو؟”


“دلته زموږ كره دى”


” ويل يې زه ستاسي د كونج په خونه كې شپه تېروم هلته يې وګوره”


” ګوره! ته خو دوا نشه كړى يې ، خو زه بيداره يم ، زه كور له غلو بچوى سم خووسله نسته راسره”


” زما سره توپنګچه سته زما تر بالښت لاندي ډكه پرته ده هغه راواخله “


ځوان چي څرنګه توپنګچه راواخلي او له خوني راووځي نو څه ګوري چي غلو ټول كور لوټ كړى دى او مخامخ د كور په لوى ګېټ كې په خپلي ګاډۍ كې ناست او په روانېدو دي، هغه دغسي توپنګچه و ډرايور ته برابره كړي او اوس به ټك ورباندي كوي چي ناڅاپه يې مخامخ د كونج و خوني ته پام سي چېري چي دروازه خلاصه پرته ده او دننه تورخان چي توري جامې يې په تن دي لګيا دى هلته و پرتو په زرهاوو كتابونو ته اور وركوي او په كتابونو سرې لمبې راګرځي .


د تورخان دغه چم ځوان حيران كړى د هغه له تورخانه زيات نفرت وسي او سخت ورته په خښم سي .


اوس ځوان په يو عجبه ازمايش كې ولوېږي چي څه وكړي په ډرايور ټك وكړي او خپل دولت له لوټېدو بچ كړي يا د تورخان په لور منډه كړي، د هغه ككرۍ وخوري او كتابونه له سوځېدو وساتي چي لمبې يې وار په وار زياتېږي. پاى ځوان و يوې فيصلې ته ورسېږي او مسكى غوندي سي .


هغه په ډرېور ټك نه وكړي بلكه د كونج د خوني په لوروزغلي .


                                                                                    


                                                                                                   پاى


 


قيوم مروت…. فاروق سرور پيدايشي فنكار دى ،زموږ دغه فنكار تر خپله وسه پوري كوښښ كړى دى چي د دې سرو اورونو او سرو سكروټو په منځ كې پراته په نشو او تماشو كې مست او بې خوده;ويدۀ خلك ;راويښ كړي .


 


عمر ګل عسكر ….د فاروق سرور د امن د راوستلو خواهش د علامت په زينه د تجريديت و اسمان ته ختلى ښكاري ،؛ ويدۀ خلك ؛ افسانه هم علامتي بڼه لري په يوه كور غله ډاكه اچوي ، د كور ټول غړي ويدۀ وي ، خو يو په كې بيداره وي چي په يواځي سر څه نه سي كولاى ، ځكه نور له خوبه راپاڅوي مګر هغوى نه راويښېږي


 


محمود اياز…. د فاروق سرور افسانوي فن او كمال دا دى چي هغه د ژوند د مثبت او منفي كردارونو افسانوي جاج اخيستل غواړي ، هغه د خپل ماحول او چاپېريال د منفي او مثبت رويو نفسياتي مطالعه كوي ، په دښمن افسانه كې جادوګر يو منفي كردار دى دغسي جګ اكا د يو منفي كردار په حيث په جګ اكا اقسانه كې خپل main role  لوبوي ، په” ويدۀ خلك” افسانه كې تورخان هم دغسي مكروهه رويه لري .


 


طاهر اپرېدى … د پښتو جديدي او علامتي افسانې هر هغه تذكره او بحث به نيمګړى وي چي د فاروق سرورد نوم او فن زكر ورسره شامل نه وي ، دا ځكه چي فاروق سرور پښتو افسانې ته يومقام او يو نوى رنګ وركړى دى


 


 حبيب الرحمٰن تاثير  لراوبر ډاټ كام كوټه …… h.taseer@gmail.com


 موبايل نمبر …………………… .. …………………00923003893850