کور / د ډيورنډ کرښه / نصيرالله بابر اود ډيورنډ كرښه

نصيرالله بابر اود ډيورنډ كرښه

 نصيرالله بابر چي د پاكستان د طالبانود پروژي د پلي كونكي په توګه پيژندل كيږي د پژواك دخبري اژانس سره په يوه مركه كي ويلي دي چي د ډيورنډ د كرښي لوظنامه موږ دخپل حكومت په مهال په ۱۹۷۶ كي له سردار داود خان سره تازه كړيده چي د هغه د لاسليك سره موجوده ده، په دي لوظنامه كي ويل شويدي چي د ډيورنډ لاين مسئله دي اوس لپاره همداسي پاتي وي څنګه چي اوس ده
 له كومي نيټي چي مشرف د ډيورنډ پركرښه د اغزن تارونو خبره كړي او بيا د سرحد ګورنر خليل الرحمن د ډيورنډ د كرښي په هكله د افغانستان حكومت سره د خبرو اترو غوښتنه كړي، د ا مسئله د مطبوعاتو په يو تاوده بحث اوښتي، لازمه نده اوس يو ځل بيا د ډيورنډ د كرښي په اړه دپاكستان د شومو نيتونو په هكله څه ووايم په دي موضوع د كرښي په دواړو خواوو افغاني مطبوعاتو كي ډيرڅه ليكل شوي او ويل شوي، نن يواځي غواړم د نصيرالله بابر د څرګندوني په هكله چي ويلي يي دي دا كرښه زموږ د حكومت په مهال د سردار داود خان سره تازه شويده يو څه ووايم.
 لومړي خودا چي د ټولو نړيوالو قوانينو په اساس يو تړون ترهغه قانوني حيثيت لري چي د تړون دواړي خواوي په تړون ولاړي وي او دواړي خواوي موجودي وي ، كله كه د تړون يوه خوا موجوده نه وي تړون پخپله خپل قانوني حيثيت له لاسه وركوي. د ډيورند تړون د افغانستان د دولت او دهند د برتانوي حكومت ترمنځ لاسليك شوي وو، نو په همدي اساس په ۱۹۴۷ كي كله چي د هند د برتانوي حكومت ټغر ټول شو او نور په نړي كي دهند د برتانوي حكومت په نوم كومه اداره وجود نلرله نو د ډيورنډ تړون هم پخپله خپل قانوني حيثيت له لاسه وركړ.
 د بلي خوا په ۱۹۴۹ كال كي د افغانستان لويي جرګي ټول هغه تړونونه چي برتانوي هند سره لاسليك كړي وو منسوخ اعلان كړل. چي په دي توګه هم د ډيورنډ كرښه خپل قانوني حيثيت له لاسه وركوي، همدا رنګه د سلو كالو په موده كي دا تړون نوي شوي ندي چي دا خبره يي هم قانوني حيثيت له منځه وړي، دا خبره پښتني وطنپال سياستوالو نه بلكي په پښتونخوا كي د پنجابي استعمار استازي ګورنر خليل الرحمن هم منلي ده، نو په دي توګه د ډيورنډ تړون يو مړ تړون دي او نور هيڅ قانوني حيثيت نلري، نه يواځي چي قانوني حيثيت نلري بلكي د كرښي دواړو خواوو افغانانو ته په هيخ توګه دمنلو وړ هم ندي.
 اوس به راشود بابر خبرو ته، دلته ښكاره او په ډاګه ويل شويدي چي د ډيورنډ لاين مسئله دي اوس لپاره همداسي پاتي وي څنګه چي اوس ده ، دا خبره په هيڅ توګه د افغانستان د دولت لخوا د كرښي د په رسميت پيژندلو يا د ډيورنډ دتړون د تازه كولو مانا نلري. دامسئله دي همداسي پاتي له څنګه چي ده ، په هغه وخت كي د ډيورنډ كرښه داسي وه چي ترهغه دمه د افغانستان هيڅ حكومت دا كرښه د افغانستان د سرحد په توګه نه وه منلي، په ۱۹۴۹ كي لويي جرګي د ډيورنډ تړون منسوخ اعلان كړي وو، او د افغانستان ټولو سياسي غورځنګونو د دي كرښي ړنګول غوښتل.نو د داود خان مطلب دا وو چي دكرښي په حالت كي كوم بدلون نه مني.
 البته شهيد سردار محمد داود خان، افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ورځ په ورځ زياتيدونكي نفوذ نه د ژغورلو په خاطر غوښتي وو چي پاكستان ته ووايي د ډيورنډ كرښه يو خوا پريږده، راځي د دواړو هيوادونو د اړيكو په نورو برخو سره خبري وكړو، د يادوني وړ ده چي د هندوستان دولت هم په څو څو ځل دا خبره پاكستان سره ياده كړي چي راځي د كشمير مسئله پرخپل ځاي پريږدو د اقتصادي او كلتوري اړيكو په هكله خبري وكړو لكله څنګه چي د اخبره په دي مانانده چي هند د كشمير نه لاس په سر شويدي همداسي د سردار محمد داود خان دا خبره هم په هيڅ توګه په دي مانا نه وه چي ګواكي هغه د ډيورنډ كرښه منلي وي او يا يي غوښتي وي د ډيورنډ تړون چي نژدي وو خپل طبعي عمر پوره كړي، بيا نوي كړي.
 د داود خان مطلب دا وو چي دا ټوله سيمه د شوروي اتحاد د پراختيا غوښتني د سياست د ګواښ سره مخ ده، راځي په ګډه ورسره مقابله وكړو او په همدي خاطر شهيد سردار د خپل حكومت په اخرني كلونو كي د ايران، پاكستان او عربي نړي سره د خپلو اړيكو د ښه كولو لپاره هڅي پيل كړي، خو سره ښامار ته نور نودا دمنلو وړ نه وه او د خپلو لاس پوڅو په ملګرتيا يي پر افغانستان بريد وكړ او په پايله كي پخپله هم ټوټي ټوټي شو.
 بابرصاحب ! يوه خبره درته وكړم كه ملاعمر په شان واكمن دي ته چمتو نشو چي د ډيورنډ كرښه په رسميت وپيژني نو ډاده اوسه د افغانستان هيڅ حكومت به دي كار ته ته غاړه كينږدي چي د اكرښه د افغانستان د سرحد په توګه په رسميت وپيژني، دي كرښي افغانان دوه نيمايي كړي نن دي كه صبا انګلسي استعمار سره جلا كړي د ا يو وجود به بيرته سره يوځاي كيږي، وايي ژمي تيريږي خو مخ تور والي سكرو ته پاتي كيږي.