کور / راپور / ( ‌B 52 ) د کابل يون ليک (دوهمه برخه )

( ‌B 52 ) د کابل يون ليک (دوهمه برخه )

د لومړۍ برخي په ادامه


ليکوال او ايکټر ښاغلی احمدشا بهاندB52


په منډوي کې د خلکو او د خټو په ډيروالي کې سره سيالې وه. د اختر مخه ده. څارندويان چې اوس يي ملي پوليس بولي، ډير دي. هري خواته گرځي او لوي کمال يې د تبنگ والاوو او لاس پلورونکو وهل او ځغلول دي. هر دوکان ته چې ودريږو، له ورايه مو پيژني او د هر توکي بيه يو په دوه راته وايي. خو ماته يې هم وروسته چل راغي، خپله به مې د بيې پوښتنه نه کوله. کابل ميشته ورور به مې ور مخې ته کړ.


له سورليو نه ټکسيان ډير دي. ټکسي چلونکي هم څوک لايسنس لري او څوک نه،يو ورځ مې له يو نه پوښتنه وکړه، چې لايسنس لري؟ ده وويل نه. ما ورته وويل، که دي پوليس ودروي او لايسنس در نه وغواړي، بيا څه کوي. په خاص غرور يې ځواب  راکړ. پوليس موږ نه دروي، هغوي په خپله له موږ نه ويريږي. ما يې د کمال پوښتنه وکړه، چې دا څنگه؟ ده په خپل موټر کې د مسعود عکسونو ته اشاره وکړه او وويل: دا د آمر صاحب له برکته، په دي عکسونو يې ډاروو.


د مريم ليسي له مارکيت نه تر افغان لوي پلورنځي پوري په يو بل ټکسي کې راغلو. همدا چې ټکسي ودريد، د يو چس غږ مو تر غوږو شو. گورو چې يو پوليس د بوت گنډلو په ستن د ټکسي ټير سوري کړ. پوښتنه نه مې وکړه، چې دا ولي؟ پوليس راته وويل، اينجا منغ توقف است. ما د نه دريدو د لوحې پوښتنه وکړه، ده وويل من خودم لوحه هستم. دوه متره اخوا يو بل ټکسي ولاړ و. توپير يې دا و، چې په هغه ټکسي باندې د مسعود عکسونه وو او  دا بل چې موږ په کې راغلو، کوم عکس نه درلود. نو بايد چې پنچر شوي وي.


د افغان لوي پلورنځي هغه پخوانې پاکې، نظم او ان شکل نه و پاتي. په بل ډول يې اړولي و. سړي په کي خپله لار ورکوي. د ويدو کستونو او موزيک دوکانونو ښه په جوش کي دئ، چې له هر يو نه د ايراني او هندي سندرو غږ اوريدل کيږي. شهزاده سراي ته څيرمه د کابل سيند په منځ کې د موټرونو پارکنيک جوړ شوي او په سلگونو موټر په کې ولاړ دي. په لږ بره خوا کې يې د ترکاري پلورونکو دوکانونه، چې ځيني خلک ورته تيتانيک بازار وايي،جوړ شوي دئ. د پل باغ عمومي پله ته نږدي، په کابل سيند کې مې يوې بلې په زړه پورې صحنې نظر يووړ. هغه دا چې يو سړي، چې چاي او کباب خرڅول يې کار دئ، هم په همدې سيند کې فعاليت کاوه. د دارلمان او د پوهنتون د بس په تمځايونو کې گڼه گوڼه ډيره ده. 


يو ترافيک هم هلته ولاړ دئ. خو لاسونه يې جيب ته کړي او موټرو ته يې شأ ده. د پښتني تجارتي بانک مخې ته د کتابونو ليدو ته ورغلم. د کتابونو ښه پريمانې ده، خو زموږ د ژبې کتابونه په کې د ګوتو په شمار دي. نور ټول ايراني کتابونه او يا په ايران کي چاپ شوي دي. د دي کتابونو په ليدو مې لطيف پدرام چې په افغانستان کې د فدراليزم تر شعار لاندې يې ځان  ولمشرۍ ته کانديد کړي و، سترگو ته ودريد. نوموړي څو کاله مخکې آزادي او يا هم بي بي سي راديو سره، په يوه مرکه کې ويلي و، چې ايران دولت، کولي شي افغانستان سره تر  نوروهر ډول مرستو، فرهنگي مرستې ډيرې کړي. لکه د پوهنتونونو جوړول، کتابونو ليږل … او داسي نور. اوس چې دغو کتابونو ته گورم، د هغې مصاحبې چې ما اوريدلې او لسگونو نورو مشورتې مرکو اغيز وينم.


په خپله ژبه مې يوازې د ښاغلي استاد سعدالدين شپون په نوي کتاب،[ و نه و يو شپون و]، سترگې خوږې شوې. کابل ولايت ته څيرمه مې د علامه حبيبي په کتاب پلورنځي سترگې ولگيدې او سمدلاسه ورغلم.  ښايسته ډير خلک وو. د کندهار يو څو ځوانانو په کې کار کاوه. اخوا دا خوا مې وکتل، خو دلته مې هم پښتو کتابونه تر سترگو نه شول. و مې پوښتل، پښتو کتابونه لري، يو وويل هلته لاړ شه. د کتاب پلورنځي په يوې تياره برخه کې يو څو کتابونه ايښي وو. د پيښې د څرنگوالي پوښتنه مې وکړه، کتاب پلورونکي ځواب راکړ،زموږ پښتانه په کتابونو پيسي نه ورکوي او نه يي هم لولي.



کورته په ستنيدو کې مې د سړکونو په سر راځوړندو لارښودو لوحو ته کتل، چې ټولې په پاړسي ژبه ليکل شوې دي. د کابل سړکونه او واټونويي چې د کومو خلکو په نامه کړي، بيله کيسه ده. خو د ډيرو لوحو او نومونو اړول له پښتو نه په پاړسو هغه هم ايراني اصطلاحات سړي ته د د ملي ژبې په هکله د لوې جرگې پريکړه ور په يادوي، چې پريکړه شوي وه ملي ترمينالوژي دې په پښتو وي، خو کله چې دغو لوحو ته  گورم دلويي جرګي غړو ته وايم چي پريکړه مو څه وه او کوي څه؟ . د وي  افغاني سرې مياشتې ته، پاړسي معادل نه دي موندلي، خو هغه يې هم په پښتو نه لوريږي او د عربي ژبې حلال احمر افغاني يې ور ته غوره ګڼلي. که افغاني سره مياشت، مهتاب سرخ افغاني کيدي، نو حلال احمر ته هم حاجت نه و. په تلويزونونو کې هم همدغه ډله ييزه ترمينالوژې پلې کيده.



د ملي ترمينالوژې  کوم درک نه و. ان زموږ د هيواد د بلې رسمې ژبې، يعني دري ژبي پروا هم چا نه لرله. هماغه  ايراني اصطلاحات وو، چې دوي شوخند پر واهه. د هندي او ايراني فلمونواو همدارنگه د پرديو هيوادونو د کلتور رواجوالو مبارکي خو مو زړه غواړي، چې د نوموړو هيوادونو خلکو ته ووايو. سره له دې چې د ميديا په نړۍ کې په لسگونو ايراني تلويزوني چينلونه شته، خو په افغانستان کې د ملي تلويزيون تر څنگ پنځه نور تلويزيوني چينلونه او په لسگونو راديوگانې د ايراني کلتور او ژبې د ودې له پاره په هاند او هڅه لگيا دي. د آينې په نامه تلويزيون، چې ويل کيږي، په مارشال  دئ او که جنرال دوستم پورې اړه لري، د ترکي او اوزبکي ژبو له پاره ځانگړي و. که به   نړۍ په بل مخ اوښتې هم وه، د آينې تلويزيون لومړي خبر به د دوستم د فعاليتونو په هکله و.



د اختر لومړۍ ورځ ده. د اختر د لمانځه د پر ځاي کولو له پاره، زموږ د کلي جامع جومات ته لاړو. په جومات کې د پښې ايښودلو ځاي نه و، او له ناچاري  بام ته وختو. وروسته له دې چې د مولوي صاحب مسلي خلاصې شوې، د کابل ښار د اوومې امنيتي حوزې د آمر د خبرو وار راورسيد. ده د ولسمشر پيغام زموږ  خلکو ته ورساوه او په خپلو خبرو کې يې د تروريزم غندنه وکړه.
له اختر نه څو ورځې وروسته زموږ د بيرته راستنيدو وخت په رانيژدي کيدو شو، زما د خسرخيلو او زموږ د کورنۍ د سوغاتونو راچلول پيل شول. هر يوه به، پرته له دې چې له موږ سره په دې اړه خوښه وکړي، تحفې راځغلولې. دې ته چا نه کتل، چې دا بوټونه او جامې زموږ په پيښو او ځان برابر دي او که نه؟ که ريښتيا ووايم، ټول سوغاتونه مو په څټ پريښودل او يوازې مو د دوي د مينې منت له ځانه سره راوړ.



خپل د الوتکې ټکتونه مې کنترول کړل. بايد سبا سهار په شپږو بجو هوايي ډگر ته لاړ شو. ټول وطن په  واورو سپين دئ. ديرش سانتي متره واوره پرته ده او موټر په ډير کړاو په کي  تلي شي. موټر ته د سپريدو په وخت کې خواشينې په ټولو سيوري غوړولي و. عجيبه سخت حالت و، اوس هم چې کله نا کله راياديږي، خواشيني شم.
هوايي ډگر نه لري د پوليسو يوه ډله ولاړه ده او هيڅ څوک هوايي ډگر ته نه ورپريږدي. موږ د پيښې پوښتنه وکړه. پوليسو په ځواب کې راته وويل، پرواز جرمني کنسل شد. موږ غوښتل د پرواز د کنسل خبر د آريانا افغان هوايي شرکت له کوم مسؤل نه واورو او پوليس نه مو هوايي ډگر ته د وړاندې تګ اجازه غوښته. په همدي جنجال اخته وو، چې د پوليس مخابره په چغيدا شوه او ورسره يې موږ هم وړاندې تګ ته پريښودو. په يو کانتينر کې يو سړي ولاړ او بکسونه لټوي. له دې لټون څخه چې خلاص شو، ترمينل نه لري يوې بلې دروازې سره ډير خلک ولاړ دي او هيڅ چا ته د ننوتلو اجازه نشته. همدا وايي، چې پرواز نيست. څه باندې دوه دري ساعته وروسته ترمينل ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوه.



د همهغو جواليانو هله گوله شوه، کوم چې په لومړۍ ورځ مو ليدلي وو. موږ سره مله خلک يې وړاندې نه پريښودل او موږ يې بيا د جواليانو مرستې ته اړ کړو. ورور، خوريي اود موټر چلونکي سره مو خداي په اماني وکړه او موږ ترمينل ته ور ننوتو. دا د سهار لس بجې وې. په ترمينل کې گڼه گوڼه ډيره ده. يو سړي په لاسي جارو د تر مينل غولي جارو کوي او ورسره يوه نيمه کنځل هم له خولې راوباسي. ورته ځير شوم، چې دا به ولي داسي په قار وي او چاته به  کنځل کوي. خو وروسته پوه شوم، چې د ده ټولې کنځلې هغو ته وي.


چې د نسوار اچولو ځاي ورته مالوم و، خو د توکولو هغه نه! ريښتيا هم ځاي -ځاي شنه- شنه داغونه وو.
د ډيرو سړو له امله مې لور هر شيبه تشناب تلو ته اړه شي. ترمينل ته په ننوتو سره سم يې تشناب ته د تګ غوښتنه وکړه. لاړم چې تشناب پيدا کړم، که گورم  چې ټول تشنابونه بې اندازې چټل دي. دا هم خير، خو له ټولو بده دا وه، چې کمودونه ډک وو. يو سړي مې په نظر مسؤل راغي، پوښتنه مې وکړه چې دلته کوم څوک شته، چې شکايت ورته وکړو. ده راته وويل، مه خودم آمر بګاژ هستم. اگر کدام مشکل داري بگو. د ارتباط به وضع صحي بايد بگويم، که مه مسؤل نيستم. از روزي که آمر امنيتي نو آمده، همين حال است. حيران شوم، چې د امنيتي آمر يې په تشنابونو څه!


د ماسپښين د دوه نيمو بجو  شأ و خوا کې غږ شو چي د جرمني  مسافرين دي ځانونه،  چک او کنترول ته چمتو کړي. هله گوله شوه، هر چا هڅه کوله، چې د قطار په سر کې ودريږي. د بکسونو د کنترول له پاره يې يو ماشين درولي و، خو هغه مسؤل سړي، د دې پر ځاي چې د کنترول د ماشين مونيتور ته وگوري، د مسافرينو په ننداره و. دوه ښځې په يوې څنډه کې ولاړې وي او د  ميرمنو د لاسي بکسونو لټون يې کاوه. ډيره په زړه پورې دا وه، دوي به چې د هر ي ميرمنې تلاشي اخيسته، د هغې عطر يا عطرونه به يې د کنترول په نامه، په خپل ټټر او گريوان کې وهل. د انتظار خونه کې مو لا يو ساعت تير نه و، چې د جرمني مسافرين دې راشي، اعلان وشو.  د الوتکې په لور وخوځيدو او په ډير ټمبه ټيل   وختو. هر چا يو بل ملامتاوه،خو اصلي ملامت نه و څرگند.


په الوتکه کې ناست يو، جرمني ته د افغاني زده کونکو يوه ډله چې ډول- ډول ډيجيتل کمرې ورسره دي او عکسونه اخلي، اخوا دا خوا گرځي. يو ساعت وروسته اعلان وشو، چې د تخنيکي ستونزو له امله الوتل د يو ساعت له پاره وځنډل او موږ ته يې د پراخې حوصلې غوښتنه وکړه. دوه ساعته وروسته يې ډوډۍراکړه.  له خوړو وروسته د الوتکې د نه الوتلو قطعي اعلان وشو او موږ يې سبا سهار ته په شپږو بجو راوغوښتلو. موږ داسي گڼله، چې له هوايي مقرراتو سره سم به د هوايي ډگر په هوټل کې ځاي راکړي، خو داسي کوم څه نه و. هر سړي پوه شه او کار يې.


 يو ښځه چې ببر تونې کړي ويښتان يې دي، مخابره په لاس په تر مينل کې دا خوا اخوا منډې وهي. منډې ترړې يې له چيغو سره ملې دي. دا لومړنې بې ټيکرې ښځه ده، چې ما په کابل کې وليده. ويل کيدل چې د آريانا  افغان هوايي شرکت مسؤله ده. بې له دې چې له مسافرينو بښنه وغواړي په ډير طمطراق يې مسافرينو ته وويل، چې شما دګه چه انتظار دارين. همين ملک جنگ زده و همين شرايط اش. اګه ميخواهيد سبا پرواز کنيد، بيايد اګه ني به مه غرض نيست. سبا سهار بيا په شپږو بجو راغلو او په يوه اوږده قطار کې د کنترول له پاره بيا ودريدو. د سړي په سر مو لس ډالره هوايي ډگر ته د ننوتلو د تکس؟ په نامه بيا ورکړل. ځينو مسافرينو به د تکس د ورکړې سره، خپله يو نيمه کنځله هم کوله.


په قطار کې يو محصل غږ وکړ، چې زموږ ټکټونه خو پرون چک شوي، په پاسپورتونو مو د وتلو ټاپه هم لگيدلې، دومره انتظار بيا د څه له پاره؟ په دې کې ببر سرې ښځې مخابره په لاس مخ زموږ خواته راواړاوه او په کنځلو سر شوه. سترگې يې نيغې موږ ته نيولې وي. فکر يې کاوه، چې دا غږ ما کړي. موږ ټول په قطار کې ولاړ خلک يې په خپلو سپکو ورکو ونازولو. ويل يي شما خوده چه فکر کدين. شما سگ چرانا، شما سگ شويا! امدين خانه هايتان را جور کده په قيمت هاي بلند به کرايه دادين، حال گپ اضافي تان را هم ميزنين . امتو که وطنه فروختين  و ايلايش دادين، حال هم حاجت آمدن تان نبود، کي گفته بود که بياين.


ما ځان سره ويل، دې سره چې وايي، گواکې ميخ په تيږه بيايي. نو ځکه مې هيڅ هم و نه ويل. خو زما مخې ته يو څه په عمر پوخ سړي باندې د ببر سرې خبرې ډيرې بدې ولگيدې، ده هم يو څو خبرې ورته وکړې ، خو د ادب په چوکاټ کې. د انتظار  خونې ته ننوتو، يو څو تنه دوبې ته تلونکي هم په څوکيو ناست دي. د يوه څنگ ته يې موږ هم کيناستو. له ناستې سره سم مو مرکه پيل شوه. پنځه کاله کيدل، چې په دوبې کې کار کوي. دري ماشومان او ميرمن يې په خوست کې دي. خو دي کال کې يو ځل خوست ته راځي. هيله لري، چې ډيرې پيسې د دوبي په مزدورې کې وگټي او خپل پلار حج ته وليږي. خو د خپلو دري ماشومانو ساتونکي او د ښې راتلونکې له پاره يې خداي (ج) مهربان وگاڼه.


په الوتکه کې ناست يو او دغه ټول سفر مې له سترگو تيريږي. په غازي لوبغالي کې مې د ستر احمدشاه بابا عکس ته مخامخ د يوه قاتل او د کابل ښار د ورانونکي، يانې مسعود عکس درول سترگو ته دريږي. قاتلانو ته د ښاغلي کرزي له خوا د ملي اتل او د مارشال د رتبو ورکول راياديږي. په همدې سوچونو کې ډوب يم، چې يوه درانه غږ له چورتونو راويستلم. دا هماغه سړي و، چې ببر سرې ته يې يو څو خبرې وکړي.


زما څنگ ته يې د ناستي غوښتنه وکړه او ورسره يې وپوښتل ده کدام چورت استي؟ ما هم ټول ريښتيا ورته وويل.  زما او د ده خواشينې څه نا څه يوه وه. موږ ويل چې داسي وخت هم و، چې د کابل فاتح ته يې د مارشال رتبه ورکوله. خو اوس يې د کابل ورانونکي ته د مارشال رتبه ورکړې. پخوا به  د هيواد ريښتينو بچو ته د ملي اتل لقب ورکول کيده، خو اوس د زرگونو افغانانو قاتل، د کابل ورانونکي او د افغانستان د پياوړي پوځ له منځه وړنکي ته د ملي اتل لقب وکړي او ميراث خواره يې پاس کينولي، پخوا به يې د افغان کلتور ته په چوپړ کې خلکو ته د علامه سيدجمال الدين افغان مډال ورکاوه، خو اوس دغه مډال د هغه وزير په ټټر ټومبل کيږي، چې  د افغان له کلمې سره دښمني کوي. مونږ ښه د زړه خواله وکړه. سپين ږيري وويل، ري نزن، اي کس هاي نيست که با مردم آمده باشند و با مردم بمانند، اينها را B 52 آورده و B 52بالا شانده. نه شنيدي که گفته اند .


من از روئيدن خار سر ديوار دانستم
که ناکس، کس نميگردد ز اين بالا نشستن ها