کور / شعر / د پیړېیو خوب پوره سو !

د پیړېیو خوب پوره سو !


پښتون  بیا  دی  نن  پر  غورځ  او  خروښ  راغلی
هم  ميرویس  او  هم  احمد  دی  خښمېدلی 
د فرنګ  پر  کور  یې  مرګ دی میلمه  کړی
شرنګ د توري دخوشال يې  اوريدلی


خال کامران
====================================
څه  و وایم
زه  د  زلفو  او  مسکا  شعرونه  څه  کړم
چي را اوري د بمونو بارانونه
لر او بر افغان په وينو کي لمبيږي
شاعران کړي د سرو شونډو صفتونه
د  ساقې  او  ميخانې خبري  پريږده
د اوربند او سولي جوړ که غزلونه
خال  کامران
====================================
حیران یم
څوک  دې  فردوس  ته  روان
څوک   جهنم  ته   روان 
پسه   و  شپانه  حیران 
سپۍ  او  لیوه  سول   یاران 
نه  په  ښارو   ،  نه  په  صحرا  کښی امان 
خوب  او  خیالونه ، په خپل  میانځ کښی سول وران 
کامران دې ، لمر  او  هم  سپوږمی  ته  حیران 
چه  په  خپل  میانځ کښي ولي نه سوله وران 
====================================
آ پښتنو !
مه  کړی مه کړی  غوڅول  د سرو 
وکړی  په   مینه  پوهول  د  سرو 
تر  څو  به  وژنئ  یو  او  بل  پښتنو 
خپلوان به نه کړې ، په جنګ خپل پښتنو 
ژبه مو  پرۍ  خالې کوګل  پښتنو 
د دښمن  مخ  کښې  ژړیدل  پښتنو 
وکړې پیژاند  د  خپل  دښمن  پښتنو 
واړه  سې  غونډ  مخ  پر  دښمن  پښتنو 
د  کامران  حق  دې  ژړیدل  پښتنو
 
====================================
پردۍ
دا ژوندون د بل وطن خو څه ژوند نه دی
که څه لوی که څه کوچنی
  دا اختر د بل وطن خو اختر نه دی
لمر خو یو دې  پر  جهان 
دغه  لمر  دبل وطن خو څه  لمر نه دی
که هر څونه ډیر سی غرونه
دغه غر دبل وطن  خو څه غر نه دی
که  هر  څونه  سی  خواږه 
دا  ثمر  دبل وطن خو  ثمر نه دی 
که هر څونه  کړی  را غونډ
دا لښکر دبل وطن خو لښکر نه دی
خال  کامران