کور / سياسي / القاعده او په قبايلي سيمو كې دپنټاګون نوې پروژې

القاعده او په قبايلي سيمو كې دپنټاګون نوې پروژې



په عراق كې د القاعدې شبكې پر وړاندې د سني ډلو ((د بيدارۍ اسلامي شورا)) ملاتړ او را پورته كولو، د القاعدې شبكې پر فعاليتونو ژوره اغيزه كړې ده. د عراق حكومت او امريكايي ځواكونو پر وړاندې د القاعدې تر ټولو ستره حربه د سني ډلو ملاتړ او استعمال و. يو شمېر سني مذهبه ګروپونو د سياسي بې برخېتوب او مذهبي رجحان او تعصب له مخې ډېرځله د امريكايي ځواكونو پرځاى شيعه اهداف په نښه كول. دغۀ كار په عراق، په ځانګړې توګه شيعه ميشتو سيمو كې د تاوتريخوالي كچه لوړه كړې وه.


د سياسي چارو كارپوهان په عراق كې د امريكا نوې ستراتيژۍ بريالۍ بولي او د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونكي ګوند يو تن كانديد ((رودي جيوليان)) او يو شمېر نور سناتوران په افغانستان كې هم دورته طرحې پليتابه غواړي. د پنټاګون دغه اعلان ،چې په پاكستان او افغانستان كې قومي اربكي يا لښكر د جنګياليو پر وړاندې ځواكمن او حمايه كړي، ددغې پروژې د پليتانه لپاره د شنه څراغ مانا وركوي.له ډيورنډ كرښې اخوا په قبايلي سيمو كې د 750 مليونه ډالرو بودجې اعلان او پيل چارې د پورتنۍ پروژې د پليتابه زمينه برابروي.


د پنټاګون د مالوماتو پر بنسټ، په قبايلي سيمو په ځانګړې توګه ((لوى وزيرستان)) كې القاعده د جهادي فعاليتونو پر سر هر زلمي ته د ورځې پنځه ډالره معاش وركوي او ددغو سيمو د بېكاره زلميانو شمېر تر 600 زرو اوړي. په ايډيالوژيكه توګه به ددغو زلميانو لپاره تر دې بل څه ښه وي، چې هم جهاد وكړي او هم پيسې وګټي: ثواب او خورمادواړه.


القاعده او طالبان سره يوكيږي!


په وزيرستان كې د طالبانو منظم كېدل او د ((بيت الله مسعود)) په څېر د يوه مذهبيقومي او با نفوذه مشر تر مشر تابه لاندې راتلل د پاكستان د حكومت، پوځ او په ځانګړې توګه د امريكا په اصطلاح ((ترهګرۍ ضد)) جګړې لپاره تر ټولو ستره ننګونه ده. د طالبانو دغه كار تر ډېره په سيمه كې د القاعدې او ازبك مشر قاري طاهر يولداش له منظمو روزنيزو فعاليتونو او جنګي نظام نه سرچينه اخلي. د پاكستان حكومت د بې نظير بوټو تر وژنې وروسته د لومړي ځل لپاره پر ((بيت الله مسعود)) تورو لګاوه، چې په پاكستان كې د القاعدې مشر دى. دغه نوى تور او د پاكستان د طالبانو تحريك جوړېدل ښايي په رېښه كې يو تر بله نږدې اړيكي ولري.


د القاعدې نوى تمركز:


په عراق كې د القاعدې شبكې پر وړاندې د سني مسلمانو ډلو را پورته كول او امريكايى ملاتړ، په سيمه كې د القاعدې فعاليتونه تر يوه بريده شنډ كړيدي. د بيدارۍ اسلامي شورا په مرسته په عراق كې د القاعدې يو شمېر مشران يا ووژل شول اويا د عراقي او امريكايي ځواكونو لاس ته ورغلل.


په عراق او سعودي كې د يادې شوې شبكې د فعاليتونو شنډ توب، د القاعدې د مشرتابه پاملرنه افغانستان او پاكستان يا ((سرحدي قبايلي سيمو)) ته اړولې ده. القاعده اړه ده، چې د خپلو پښو ټينګولو لپاره يوځاى وساتي او پاكستان په ځانګړې توګه ((دوديزې قبايلي پښتني سيمې)) د يادې شوې شبكې د ودې او نفوذ لپاره د نړۍ تر هرې بلې سيمې اغيزناكې دي.


څوكاله وړاندې د القاعدې شبكې هدف په افغانستان كې ميشت بهرني ځواكونه و،خو اوس د نړيوال فشار مخه د پاكستان د حكومت پر لور اوښتې او د پاكستان پوځ د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه د ملياردونو ډالرو مرستې ((كفارې اداكولو)) ته اړ وځي. د لويديز د سياسي چارو د شنونكو په وينا، القاعدې شبكې خپله سږنۍ تګلاره بدله كړې او لومړى هدف يې د پاكستان امنيتي ځواكونه او لېبرال سياستوال دي. القاعده ددغه هدف يا موخې د ترلاسه كولو لپاره خپل اصلي ځواك (( بهرني وګړي)) نه كاروي، بلكې غواړي د القاعدې شبكې نوي روزل شوي ((پاكستاني وګړي)) و كاروي. پاكستانيان د پاكستاني اهدافو په نښه كولو كې تر بهرنيو يا عرب او.. وګړو ښه كار وركوي. د پنټاګون مشر ((رابرټ ګيټس)) هم ديوې وينا په ترڅ كې ويلي و، چې القاعدې خپله مخه د پاكستان د حكومت پر لور اړولې او دغۀ كار په افغانستان كې د طالبانو او القاعدې شبكې پر فعاليتونو خورا بده اغيزه كړې ده.


قبايلي سيمې، د امريكا نوې پروژې:


امريكا په پاكستان ، په ځانګړې توګه قبايلي سيمو كې د خپلو رغاونيزو او بيا سياسيپوځي پروژو په پليتابه كې تر هر بل چا ډېره لېوالتيا ښيي. د پاكستان په چوكاټ كې اوسنۍ قبايلي سيمې د القاعدې اصلي مركزونه ګڼل كېږي او واشنګټن غواړي ددغې ډلې رېښې همدلته وچې كړي. دا، چې د پنټاګون د بيارغونې 750 ميليونه ډالر او د قبايلي لښكر جوړاوى، يا د پاكستان د مليشو سمبالښت به څومره اغېزناك ثابت شي، دا وروستۍ خبرې دي، خو يوڅه، چې ډېر روښانه دي، هغه د عراق او قبايلي سيمو ترمنځ په كولتوري او مذهبي توګه ژور توپيرونه دي. د قبايلي سيمو تاريخي ياغيتوب او مذهبي او قومي جوړښتونه او يووالى د واشنګټن د پروژو پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې دي. په افغانستان كې د سوله ساتو ځواكونو ستر قوماندان ډان مكنيل هم په دې باور دى، چې د لندن او واشنګټن دغه پروژه د هلمند په څېر سيمو كې ګټوره نه تماميږي. دده په اند هلمند په قومي لحاظ تر پكتيا، خوست او پكتيكا كمزورى شوى او دا د ګټې پرځاى زيان كوي.


په هرحال دلته د واشنګټن يا د پاكستان د حكومت په خوښه د قومي لښكر جوړاوى يا د امريكايي خصوصي شركتونو له خوا د بيارغوني او پراختيايي پروژو پلي كول، له امريكا او پاكستان نه زياته بيه غواړي. د واشنګټن او پاكستان اوسنيو دريځونو او متضادوغرضي سياستونو ته په پاملرنې سره دغه پلانونه لا سر د اوسه ناكام او نيمګړي برېښي.