کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ژباړه : د ملايانو د حکومت اخري کارنامه

ژباړه : د ملايانو د حکومت اخري کارنامه

ليکنه د: سليم صافي، ورځپاڼه مشرق اردو، پېښور …. محمد اسماعېل افغان mohammadismailafghan@yahoo.com


اقتدار ډېر ظالم شى دى. ښه ښه انسانان هم په دې بله واړوي. که اقتدار ته له رسېدو وروسته هم څوک بدل نشي نو بيا هغه انسان نه بلکې ستر انسان دى. د بېلګې په توګه به اکرم خان دراني صېب ياد کړو. Akram Khan Durani اقتدار ته له رسېدو وړاندې هغه زمونږ په څېر يو عام انسان و. د خپل شرافت او دوستۍ په وجه يې د سياستمدارانو په ډله کې ځانګړى مقام درلوده. ما هم خپل دوست ګڼلو خو چې د پښتونخوا ايالت مشر وزير شو او ږيره يې پرېښودله نو نه يواځې دا چې څېره يې بدله شوه بلکې خوى خواص يې هم بدل شول. اوس هغه د اکرم خان دراني په ځاى وزير اعلى اکرم خان دراني شو. په وړو وړو خبرو به خفه کېده او زمونږ په وړو وړو غلطيو به يې غټې غټې سزاګانې راکولې. 


دا په پښتونخوا کې د ملايانو (متحده مجلس عمل) د حکومت د لومړنيو شپو ورځو خبره ده. د شريعت د نافذولو شورى د شريعت او حسبه په نامه نوى قانون د تصويب لپاره تيار کړى و او وزيراعلى اکرم خان دراني په يوه خبري غونډه کې خلکو ته ورپېژندلو. د جماعت اسلامي د هغه وخت د ايالتي امير پروفېسور محمد ابراهيم او د هغه وخت د دويم وزير سراج الحق په موجودګۍ کې دغې خبري غونډې ته وزيراعلى په خپله وېنا کې اعلان وکړ چې په څو ورځو کې به په پښتونخوا کې د شريعت قانون نافذ شي. په دې خبره ما په ډېر ادب او احترام سره ورته وويل چې په شريعت کې بايد د حکمران ژوند د هغه د عامو رعايوو په څېر وي. ځکه چې د شريعت د راتلو سره عمر بن عبدالعزيز خپلې شخصي اسانتياوې هم له لاسه ورکړې وې. نو اوس چې تاسې دلته شريعت راولئ زما پوښتنه داده چې ايا تاسې (وزيراعلى) د سبا نه دغه عاليشانه دولتي ودانۍ (وزيراعلى هاوس) پرېږدئ او خپل عام کور ته به ځئ؟


زما په دې پوښتنه وزيراعلى خفه شو او دا خفګان تر دې حده لاړ چې زما پر ضد يې هر هغه اقدام وکړ کوم چې د يو ژورنالست پر ضد د وزيراعلى په وس کې و. 


د وزيراعلى له جوړېدو وروسته محمد اکرم خان دراني لومړنى کار دا وکړ چې بسونو کې يې په موسيقۍ بندېز ولګاوه. ما يې ددې اقدام سره اختلاف لاره. داسې نه ده چې ګوندې زه په بسونو کې د بې ډبه او بې خونده موسيقۍ د اورېدلو پلوي يم. اختلاف مې په دې لاره چې دا هسې د ځان ښودنې اقدامات وه. هغه وخت زه ورغلم او ورته مې وويل چې تاسې بايد په سيمه کې د امنيت او ثبات، روزګار، تعليم او روغتيا لپاره کارونه او اقدامات وکړئ خو هغه او سراج الحق په څېر ملګرو يې د دغه ډول کارونو په ځاى د ځان ښودنې کارونه ضروري ګڼل. نو همدغه لاره وه چې د دوى د حکومت دويم مهم کار د سېنماګانو د تختو څخه د ښځو عکسونه لرې کول وه. حال دا چې د سېنماګانو دننه هماغه څه کېدل کوم چې دلته زه نشم بيانولى. خو تماشه داده چې په اخري وخت کې د ملايانو حکومت په سېنماګانو دومره مهربان شو چې د جماعت اسلامي ايالتي وزير فضل رباني اډوکېټ د خپل وزارت اخري فرمان د سېنماګانو څخه د تفريحي ټېکس د ختمولو صادر کړ. 


ما دا فکر کاوه چې په پښتونخوا کې په سېنماګانو د تفريحي ټېکس ختمول به د ملايانو د حکومت اخري اقدام وي خو زما يو ملګري رپورټر زما دا خبره غلطه ثابته کړه او ماته يې وويل چې اخري فرمان دغه نه بلکې لدې وروسته يو بل فرمان هم صادر شوى دى چې پکې وزيراعلى د ځان لپاره د يو شمېر امتيازاتو او اسانتياو منظوري ورکړې ده. نو راځئ چې ددې اخري فرمان جزييات درته وړاندې کړم. 


دا خبر د اکتوبر ٢٠٠٧ په څليرويشتمه نېټه د ورځپاڼې “مشرق” په لومړني مخ خپور شوى دى. خبر کې راغلي چې د پښتونخوا پخواني وزيراعلى محمد اکرم خان دراني د ولايتي شورا (صوبائي اسمبلي) د تحليل کولو د مشورې نه وړاندې د خپل ځان لپاره د يو شمېر امتيازاتو فرمان صادر کړ چې له مخې به يې د پښتونخوا ټولو پخوانيو اعلى وزيرانو ته هم دغه ګټه رسېږي. د اکتوبر په دويمه نېټه د وزيراعلى په لارښودنه د پښتونخوا د مشر سکرتر (Chief Secretary) لخوا په جاري شوي حکم لمبر E&A (AD) 869-2007 کې راغلي چې ټول پخواني اعلى وزيران دوه ميله قانوني او يو ميل غېرقانوني وسله د ځان سره ساتلى شي. ددې ترڅنګ به دوى د ايالت ټول دولتي مېلمستونونه او په پښتونخوا او اسلام اباد کې د وزيراعلى دفترونه په خلاص مټ او ويړيا استعمالولى شي. کله چې دغو ځايونو ته ځي نو دوى ته به اجازه وي چې ددغو دفترونو عمله هم تر درېو ورځو استعمال کړي. همداراز د اسلام اباد او پېښور په هوايي ډګرونو به د دوى د وړلو راوړلو انتظام هم حکومت کوي. ددې سره سره به د ايالت پوليس هر پخواني وزيراعلى ته يو ساتونکى، يو موټرچلوونکى او يو افسر د سکرتر په توګه تر مرګه پورې ورکوي. 


د خبر له مخې دا فرمان ددې لپاره چې په سمدستي توګه پلي شي د پښتونخوا ايالت ټولو اداري سکرترانو، پوليس افسرانو، مستوفيانو (Account Generals)، د پروټوکول افسرانو او د وزيراعلى هاوس سمبالووونکو ته لېږل شوى دى. او نورو پخوانيو اعلى وزيرانو ته په دې اړه خطونه لېږل شوي دي. 


نو دا د هغو “دروېشانو”، “فقيرانو” او “مولاناګانو” د حکومت د سالار اخري فرمان و چې د وزارتِ اعلى د شاندارې ودانۍ څخه په وتلو وتلو کې يې د ځان لپاره صادر کړ. دا د هغو خلکو د حکومت اخري کارنامه ده چې ويل به يې د والي (ګورنر) او وزيراعلى د دفترونو نه به د ښځو پوهنتونونه جوړوي. چې ويل به يې که اقتدار ته ورسېدل دولتي موټرې به نه استعمالوي. چې ويل به يې د خلکو د ستونځو د حل کولو لپاره به په حکومتي دفترونو کې نه بلکې جوماتونو کې کېني. چې د ووټ د غوښتلو په وخت به يې خلکو د خلفاء راشدينو قصې په داسې احساساتي انداز کې کولې چې ټولو خلکو به ورسره ژړل. چې د ووټو اخستلو په وخت به يې قران شريف په دواړو لاسو کې نيولى و. چې پرون يې هم د اسلام دعوه کوله او نن هم په خورا سپين سترګۍ او بې شرمۍ همدا دعوه کوي. چې د پښتونخوا د معصومو خلکو په سترګو کې د ايرو اچولو لپاره يې د شريعت ډرامه جوړه کړې وه او د حسبه بل په نوم يې خلک دوکه کول.