کور / کیسه / پــــــــــــــرده

پــــــــــــــرده

لنډه كيسه


د غسل د تختې نه د پير صاحب مريدانو، عقيدتمندو څادرونه تاوكړل او ګېر چاپېر ترېنه داسي شان ودرېدل چي بهر مخې نه يې پرده راوستله _ او بيايې د پيرصاحب د مړ وجود نه قميص ويستو – او هاشم او دواړه مټي راونغاړلې او لاسونه يې تر خپړو پوري په دوهم ځل و مينځل – چا يو كس ورته ورياد هم كړل چي اوس خو دي اودس او چار اندام هم وكړو – خو هغه ورته وويل ” د پير صاحب مړى دى نو لږ احيتاط په كار دى”


او بيايې لاسونو ته د سپين كفن نه جوړې شوې سپينې كڅوړې واچولې ، او د كوهي نه راوړو پاكو او تازه اوبو ډكه لوټه يې راواخيسته او د پيرصاحب كړي ته د ښي اړخ نه ودرېدو – او چي د پيرصاحب په بربنډي سينې د ډډي لورته يې نظر پرېوتو نو د قدرتي جوړ شوي خال په لېدو هغه لږ ساوى غوندي شو- او چي تر څو پوري هغه په خپل پام بدلولو نو تر هغې پوري د اسمان د پړق غوندي راغلي خيال د هغه ذهن كې ځاى نيولى و – دا هسي يو خيال و ، كه د هغه وهم و، او كه هسي تش شيطاني شك و – خو دغي خيال ، دغي وهم، دغي شك ، د هاشم ذهن كې يو داسي درز وكړو چي د هغه په دې وهم خيال او شك داسي يقين راغلو لكه څرنګ يې نن د پيرصاحب په مړينه راغلى و-


د پيرصاحب د سينې دې اړخ ته قدرتي دې جوړ شوي دې خال هاشم ته ډېر څه وويل – د هغه لاسونه داسي ورپېدل او په هغه داسي شان مېرګي راغلل چي د اوبو ډكه لوټه يې د لاس نه اپوټه د پيرصاحب په بربنډه سينه د ګستاخۍ په اندازه كې ورپرېوتله – كه د پيرصاحب په ژوند د هغه نه دومره ګستاخي، بې ادبي شوې واى نو د پيرصاحب قهر و جلال به د هاشم سره ټوله خانقاه او حجره هم سوزولې وى _


د پيرصاحب د مړي نه چاپيره ولاړو پرده كونكو د خلو نه داسي چيغي و وتلې لكه هاشم چي څه ډېر نه بخښونكى كار كړى وي هغوى ټولو اول د پيرصاحب مړي ته او بيايې هاشم ته داسي نېغ نېغ وكتل لكه د هاشم په دې ګستاخ حركت به اوس پيرصاحب د تختې نه راپاڅېږي اود هاشم په تن بدن به اور پوري كړي – اور خو په رښتيا د هاشم په روح پوري شو – خو دغه اور مريدانو او عقدتمندو و نه ليدو – دغه اور د هاشم په زړه، ذهن او حواسو بلېدو چي د پيرصاحب مريدانو ته يې احساس ادراك نه و –


مريدانو هاشم د هغه ځاى نه بهر و يستو او د هغه د لاسونو نه يې كڅوړې ويستلې –


په هاشم چي كله الله تعلى د پيرصاحب په وسيله او دعا خپل فضل كړى و نو هغه د پيرصاحب دومره معتقد او د هغه د كراماتو دومره منونكى شوى و چي كه چا ورته ويلي وى چي نن پيرصاحب سپيني ورځي ته توره شپه او او توري شپې ته سپينه رڼا ورځ وويل نو هاشم به په پټو سترګو دغه ناشوني خبره منلې وه-


كه د خداى تعلى نه سېوا بل چاته سجده روا او جايز وى نو هاشم به خپل پيرته پينځه وخته سجدې كولې –


د موسم خان د پيدايښت دا پينځم كال پوره شوى و او په دې پينځه كاله كې به هاشم په دغه مقرره ورځ سحر وختي د خپل پير سلام ته خامخا حاضر و او د نغد نذر نياز سره به يې يو تور سېرلى هم د پيرصاحب په دربار كې پرېښودو –


كه د هاشم په وس كېدى نو هغه به د پيرصاحب د حجرې دېوالونه د سرو زرو په اوبو رنګ كړي وى –


دا خو د پيرصاحب كرمت او دعا وه چي د هاشم په ورانه خونه كې د ګل خوشبوخورې شوې وې-


رښتيا دي چي پير كامل وي نو مريدانو بېړۍ د ګرداب نه پوري اوځي –


د پيرصاحب د مرګ نه چي هاشم خبر شو نو داسي يې په چيغو چيغو و ژړل چي دومره يې د خپل پلار په مرګ هم نه ؤ ژړلي –


هغه ته ځان داسي ښكاره شو لكه يو ذهين او هوښيار ماشوم ته د خپلي يتيمۍ احساس شوى وي –


ښځي يې ورته د دې تورې شپې په ځاى د سحر وختي تللو وويل – خو لكه هغۀ چي د ښځي خبره هډو اورېدلې نه وي – او په تادۍ د كوره ووتلو، او په هغه توره شپه يې ځان د پير تر آستانې ورسولو-


د خپل پير بې ساهاو زېړي پښې يې په سترګو ښكل كړې او بيا تر سحر پوري د خپل پير د جنازې د كټ د بازو پوري ناست و- او چي د ماپښين د لمانځه نه پس د پيرصاحب مړي ته د غسل وركولو او په كفن كولو ته مريدان راغلل نو هاشم لږ په زوره او په كلكه اراده وويل چي ” پيرصاحب ته به هغه په خپله غسل وركوي، او هم په خپلو لاسونو به كفن هم وركوي” او بيا د پيرصاحب د غسل تختۍ او د هغه د مړي نه د څادرونو پرده چاپېره كړى شوه –


هاشم مټي ونغاړلې او د تازه اوبو ډكه پوټه په لاس د تختۍ سم اړخ ته ودرېدو – او چي د پيرصاحب د سينې ښي اړخ ته يې نظر شو نو په وجود يې يوه داسي زلزله راغله چي د پيرصاحب سره د مقدسي عقيدې لوړه مناره پړمخي راپرېوته –  د هغه په ذهن او زړه كې د پيرصاحب د احترام او عقيدت بت لكه چابت شكن په غټ ګرز وهلى وي، لكه د تېرو كلونو راسي پوخ او مضبوط د پېرۍ سحر چا د حقيقت په يو ” چف” مات كړى وي –


هاشم د لاسونو نه د كفن كڅوړي ويستې او نېغه يې د كور لاره ونيوله-


كلي ته په تلو كې هم د هغه كوښښ ؤ چي د غه خيال محض شك و سوسه وګڼي-


 خو د پيرد سينې تور خال په ليدو د هغه يقين يو داسي كاڼى جوړ شوى و، چي اوس د بې ځايه د ليلونه په پلكونه نه ماتېدو، د هغه په ذهن كې دي يقين داسي جلاغونه جرړي خوارې كړې وې ، چي اوس په دې مځكه د بل هيڅ دليل بوټي خپلي جرړې نه شوې خورولى-


” ته  راغلې دومره زر پير دي ښخ كړو”


د هاشم په داسي ژر راتلو د هغه ښځي د هغه نه بېخي په غير جزباتي او بې تاثره لهجه كې په يو ځاى په داسي انداز كې پوښتني وكړې، لكه د پوښتني تش رسم چي پوره كوي، لكه د هغې د پير د مرګ او د فن سره هيڅ كار تعلق نه وي-


هاشم د هغې د پوښتنو په ځواب كې د هغې په سترګو كې سترګې داسي ورښخي كړې چي د ځوابي پوښتني تېره غشي هغې په خپل روح محسوس كړل-


” موسم چېري دى” هاشم ترېنه په سكروټه لهجه كې پوښتنه وكړه “


” هغه ترور و خپل كورته بوتلى دى، ” ولي ؟ ” ښځي يې  په شكمنه لهجه كې وويل خوهاشم نه دوباره څه پوښتنه وكړه اونه يې د هغې د خبري ځواب وركړو-


هغه نه د قهر،غصې، انتقام، او د دې ناشوني جنګي لښكري راتاو شوې وې او د هغه په روح او احساس يې غشي ورول، د نېزو اوتورو ګزارونه يې پرې كول او هغه د دې چنګيزي ظالمو لښكرونو د تېښتي رو ګودر لټولو- خو هغه نه دې لښكرو سخته ګېره اچولې وه او د هغه په روح او احساس سره اورونه بلېدل- او چي كله موسم خان د ترور د غېرږي نه يو دوه د هغه غېږي ته راغلو نو دغه لمبې،دغه سكروټي،دغه اورونه، د ليږ ساعت د پاره نور تېز شول، او د هغه سترګې بې اختياره پاس په مږوي باندي ځوړند كلاشينكوف په لور اوچتې شولې او لاسونه يې و خارښتېدل- هغه موسم ته داسي ټيله غوندي وركړه لكه په خپله اراده بيخي عمل كوي- خو كچه ماشوم موسم خان بيا خپل كچه لاسونه د هغه له غاړي نه داسي تاو كړل لكه په دغه كچه لاسونو هغه د هغه د قهر، غضب او انتقام واګي راكاږي-


” بابا”


د دې كچه او معصوم لفظ په اورېدو هاشم داسي محسوس كړه لكه د هغه د سينې دننه بل شوى اور او سكروټو باندي د ميني ، محبت اوبه توى شوې وي ، لكه د انتقام چنګېزي لښكرو ناڅاپه ماتي خوړلې وي – هاشم د ګل غوندي ښايسته ماشوم مسوم خان راپورته كړو، د هغه د سينې نه يې قميص اوچت كړو او ښي اړخ ته جوړ شوى تور خال ته يې داسي ځېرځېر داسي وكتل لكه هغه په لومړي ځل دغه خال ويني،لكه د پير په سينه هم جوړ شوى خال سره يې موازنه كوي-


;هم دغه خال; هم دغه رنګه تور خال د هغه دوكه باز فريبي پير په سينه هم جوړ و” هاشم ښځي ته په داسي لهجه كې وويل چي د نظر زهر وركې ښه ډېر ګډ شوي وو- ښځي يې په هيبت سترګي ورپورته كړې او بيا يې ژرداسي ښكته ټيټي كړې چي هاشم د هغې فطري كمزورۍ او فطري مجبورۍ لكه تصويري شكل كې محسوس كړه-


“اوس دا وخت اوبه د ورخ نه اوړېدلې دي، اوس خپله پرده ساتل پكار ده-“هاشم د ځان سره د خودكلامۍ په انداز كې په نخيځلي او مړغېژن خو ډېر په كراره او رو ږغ كې وويل – خو د هغه ښځي تر غوږونو ټوله خبره ورسېده- او هغې يوه اوږده ساواخيسه –