کور / خبرتیا او پيغامونه / دپښتنو ټولنیز ولسو لیز ګوند د مبارکۍ پیغام

دپښتنو ټولنیز ولسو لیز ګوند د مبارکۍ پیغام

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Pashtoos Social Democratic Party پ ( PSDP)  وياړي چي د هيواد دننه او بهر په ولسي کچه د پښتنو ځوان کول د خپل ذهن او فيزيکي انرژۍ اوهمدا راز د خپلي شتمنۍ يوه درنه برخه د خپلې ژبې او کولتورد پرمختيا او خدمت لپاره بيله کړې ده، چې پدې لړکې  ځوان ، زړور او مبارز پښتو پال  ښاغلي عبدالله احسان د پښتو ژبې او پښتني کولتور د پرمختيا، لوړتيا ،بډايني او په نړيواله کچ د سيالۍ په لاره کې د انټرنټ پر مخ دلر او بر لوی افغانستان انټرنيټي ديرې بنسټ کيښود چې د پښتنو دبيا يووالي اونزدي والي لپاره اوچت ګام دی او د پوره قدرداني وړ دی  .


د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند ( PSDP) دلر او بر  افغانستان ويب پاڼه د ويشلي پښتون قام ديوالي او نزدي والي  لپاره يو نيک فال ګڼي او د ښاغلي عبدالله احسان او ددي ديري نورو ملګرو هلې ځلې او ګټور کار چې د پښتون/افغان قامي وحدت  او د پښتو ژبې او کولتور د بډايني لپاره يې کوي  ستايي ،مبارکي ورته وايي ، درناوي او ملاتړ يي کوي دپښتو پښتونولۍ په لار کي ددوی د لا برياو  په هيله.


په درناوي


عزيز سرشار
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند ( PSDP) دخپرونو چارو  مشر