کور / خبرتیا او پيغامونه / د هېواد د خپلواکۍ د ۹۰ يمي کليزي په وياړ د مبارکۍ پيغامونه !

د هېواد د خپلواکۍ د ۹۰ يمي کليزي په وياړ د مبارکۍ پيغامونه !

دتاريخي لوي يرغل په شتون کي دلاسه وتلي استقلال لمانځل

۱۹ ـــ ۸ ـــ ۲۰۰۹

 داولس به يـو ځاي کيــږي
 پــه يــو ږغ به راپـاڅـيــږي
 هر يرغل ته به سپر کيــږي
 غلــيمان بې محوه کيــږي
 دغه چيغه دافغان ده
 داوطن به آزاديږي
 داوطن به آزاديږي
 مور ماشوم به خــوشالـيـږي
 مــخ دواکمـنـو به تـــوريــږي
 شــوم پلانـونـه بې شـنډيږي
 شتـمني دغـلابې ملي کيږي
 دچا خوښه يا نا خوښه دابه کيږي
 داوطن به آزاديږي
 داوطن به آزاديږي

 دافغان يرغمل سوي ولس لاس پوڅي واکمنان دافغانستان د سپيڅلي استقلال ۹۰ يمه کاليزه په داسي وخت کي دافغان ولس

دتير وتلو له پاره په داخل اوهم په افغاني سفارتونو کښي په ډيرو لوړو شاندارو مراسيمو باندي لمانځي ۰ چه په وطن کښي دير غلګرو دحاکميتونو په مستقيمه لارښوونه او حمايه باندي يوه لويه سياسي لوبه دټولټاکنو تر نامه لاندي شروع سوي ، چه داسد پر ۲۹ مه نيټه به دالوبه وپاي ته ورسيږي ۰ چه په پايله کي به دامريکا تر رهبري لاندي غربي نړي خپل لاس پوڅي په اصطلاح نوي اداره دپينځو نورو کلونو له پاره انتصاب ا و پر افغان يرغمل سوي ولس باندي به يي دناټو دبي رحمه ځواک په زورتحميل کړي ۰ اوهم داډول امريکا او د غربي نړي واکمنان به داانتصاب او يرغلي بهير وخپلو ولسونو او نړيوالو ته په جمعي رسنيو کي يو دموکراتيک انتخاب او بهير وبولي ۰

دا ځکه دنړي په هر ګوټ کښي په ځانګړي توګه تر ساړه جنګ وروسته چه امريکا او غربي نړي پر مظلومو ولسونو باندي په سياسي ،اقتصادي او نظامي پلوه هرپټ او ښکاره تېري ، ظلمونه او ناخوالي چه دخپلوشومو اقتصادي مخو له پاره دخپلولاس پوڅوواکمنو او يا په مستقيمه توګه ددوي له خواه تر سره کيږي او يا سوي دي ، لکه پر افغان ولس باندي چه داتو کلونو راهيسي تيريږي ، دوي داټوله خپلي هلي ځلي يعني اقتصادي او بشري جنايات دډموکراسي دپولي کولو ، مخدره موادو له منځه تلو او دتروريزم پر ضد دمبارزي تر نامه لاندي په غربي جمعي رسنيو اوهم ددوي تر اشغال لاندي هيوادونوپه جمعي رسنيو کښي تبليغوي ۰

اوس نو داسي يو سوال پيداکيږي چه په داسي يوه هيواد کښي چه هغه د۴۲ هيوادونو له خواه څخه داتو کلونو راهيسي داسي تر يو لوي وحشيانه ير غل لاندي راغلي وي ،چه هره ورځ نه يواځي دا يرغلي ځواک بي ساري تاريخي بشري جنايات تر سره کوي ، بلکه وڅنګ ته يي د ولس د شتمنيولويي زيرمي ـــــ منقوله اوغيري منقوله ــــ خپل تر منځ ،اوهم دخپلو لاس پوڅو او لوي جنګ سالارانو تر منځ په سخاوتمندانه ډول تقسيموي ۰ نوپه داسي يوه وخت کښي

ايا يو تعداد افغاني روشنفکرانو ــــ مستقل سياسي کارپو هانو ، سياسي او اجتماعي سازمانونوــــ ته دا ښايي چه دلاس پوڅو واکمنانو سره يو ځاي دادافغانو دتاريخي وياړه ډکه ورځ دتل دوي استقلال تر سپيڅلي شعار لاندي ولمانځي ؟ په داسي حال کي چه زموږ پاکو اجدادو او نيکونو دستر ملي قهرمان غازي امان الله خان تر مشري لاندي دهغه سره استعماري انګريز څخه په لويه ا فغاني سر ښندنه او قرباني باندي خپل وطن آزاد او دغليمانو څخه يي پاک کړ ۰ چه دوطن دآزادي له پاره ددوي داسر ښندني دهر افغان لپاره په هر وخت او هر ځاي کي چه وي دقدر او وياړ خانګړي ځاي لري ۰ولي متاسفانه چه نن هغه انګريز دنورو يرغلګرو سره يو ځاي نه يواځي دارګ په ماڼي کي شپي او ورځي تيروي ، بلکه هره شپه او ورځ زموږ ډير افغاني ماشومان ، ښځي ، زاړه اوځوانان دمملکت په ګوټ ګوټ کښي دخپلو الوتکو په بمباردونو باندي په شهادت رسوي ، او ددوي دشومو سياسي او اقتصادي اهدافو قرباني کيږي ۰ اوبايد وويل سي چه دامريکا ولس مشر او با ما هم دافغانستان داستقلال د۹۰ يمي کاليزي په وياړ محترم حامد کرزي او افغان ولس ته مباره کي وويل ۰ په داسي حال کښي چه افغان ولس دامريکا تر رهبري لاندي د۴۲ هيوادونو تر مستقيم ير غل لاندي داتو کلونو راهيسي خپلي شپی او ورځي سبا کوي ۰ او ټوله خپلواکي يي دلاسه ورکړي ده ۰ اوهم بايد وويل سي چه او با ما تقريبأ دوي مياشتي مخکي دمصر دالا ظهر په پوهنتون کي ديوي مفصلي وينا په تر څ کښي داسي وويل :

امريکا ابرو مندانه از آزادي ملت ها ، واصولي قانون دفاع خواهد نمود ۰ وما با جوامع مسلمان که نيز مورد اين تهديد قرارګرفته اند ، ياری وهمکاری خواهيم نمود ۰

ولي دوينا په يوه بله برخه کي ددموکراسي په هکله يي بيا داسي ويلي دي :

هيچ سيستم دولتی نبايد بالای ملتی از سوی ملتی ديګر تحميل شود دامريکا يي واکمنانودپورتنيو څرګندونو څخه په ښکاره ډول معلوميږي چه دکاغذپر مخ يو څه او په عمل کښي نور څه تر سره کوي ۰ که دامريکا مشر تابه خپلو پورتنيو څرګندونو ته په ريښتينه توګه معتقد وي ، نو څنګه بيا ځان ته دا حق ورکوي او افغانانو ته ديوه داسي استقلال مباره کي وايي چه هغه استقلال داتو کلونوراهيسي دوي دجيټ اوب ۵۲ الوتکو دبمباردونو په زور په خپلو لاسونو کښي نيولي دي او په مملکت کښي هر څه ددوي دخوښي سره سم مخ ته ځي او افغانستان يي دجهان دلويو قدرتونو داستخباراتو په مرکز باندي تبديل کړي دي ۰

ځکه نو لازمه ده چه موږ افغانان ددغي لوي تاريخي ورځي دلمانځني په درشل کي بايد دبيا خپلواکي له پاره پر يوه داسي د سياسي حل پر ميکانيزم باندي خبري او تفاهم وکړو ، چه دهغه دعملي کيدو په نتيجه کښي دافغانستان اوسني لانجه دحل ريښتينه سياسي لاره پيدا کړي ۰

او داهغه وخت کيدلايسي چه افغان روشنفکران ژر تر ژره په داخل او بهر کښي خپل تر منځ يو تفاهم ته ورسيږي ۰ دا تفاهم کيدلايسي دافغانانو تر منځ دتليفوني اړيکو ، ايميلونو او جلساتو له لاري تر سره سي ۰ چه دسياسي حل دميکانيزم تر جوړيدو وروسته بايد داميکانيزم ديو ه با صلا حيته افغاني منتخب کميسون له لاري دامنيت شورا ته وسپارل سي ، چه په پلي کيدو سره به يي انشاالله دادڅولسيزو جګړي ته به دپاي ټکي کښيښوول سي .



ډالۍ  :

هغوی ته :
چې  (۹۰) کاله مخکې  یې آزادي له غلامۍ  بیله کړه…
اوهغوی ته :
چې  (۹۰ ) وروسته  غلامی  ته ډ آزادۍ رنګ ورکوي ..
رشید

*******

سلام مى وايه  !
« دغازي امان الله خان ديوې خاطرې په لمن كې كيسه »

خالق رشید

  لكه دپخوا په شان نن هم سهار وختي پورته شو. دهغه عادت و چې سهار به كله وختي پورته شو، دسالون په برنډه كې به يې ترډيرو په سپورت باندې ځان بوختاوه .دوې ورځې كيدې چې دچا خبره چرت يې برابرنه و، ځكه هغه بله ورځ چې هغې ميلمستياته تللى و ، هلته يې  ددوو وزيرانو دميرمنو دغه خبرې اوريدلې وې :
_ دغه ښاغلى چې زموږ په خوا كې ولاړدى پيژنې ؟




_ نه ، داښاغلى څوك دى ؟ ميرمن يې هم خورا ښكلي مالوميږي …
_ دا افغان واكمن امان الله دى … هغه يې ميرمن ده ، دهغې نوم ثريادى …
_ ومې پيژاند داخورا لوى انسان دى ،افغانستان همدغه لوى انسان له انګريزانو خپلواك كړ، خوافسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته …اوس دلته مساپردى اوپرديس …
دې خوا ده داخبرې ګردې يوه يوه واوريدې … ملكې ثرياهم واوريدې …
خودده په ذهن كې دغې خبرې چې :
_ افسو س چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته ، يوبل شان اوچت انځورويوست ، دوه ځلې ده هم له ځان سره داخبره په درد اوسوزسره تكراركړه :
_ هو، افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى نشته ، هو، افسوس …
نوريې د روم دښار دهغې ښكلې شپې ښكلا، سازونه اوښكلودنڅاوودنازونونرم اونازك شرنګهارته كتى نه شواونه يې اوريداى ځكه يې ملكې ته سترګې ور واړولې ، په ډكوسترګو سترګوكې يوه اوبل ته حيران حيران وكتل ، ثرياپه زړه زړوره وه سمدلاسه يي ورته وويل :
_ اگه پشت ايي گپا بگرديم ازي گبازياد ميشنويم …خې چاره چيس ؟
ده بياهم هرصبراوزغم پراوږو ورواچول هرڅه يې ليدل ، سازونه،ښكلاوې ، سره اوسپين …
خوده يوازې په رڼوسترګو ليدل اوبس ،دزړه پرسريې هم هغه يوه خبره وه اودهغې انګازه :
_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى …
همدغې خبرې په رښتياهم چرت ورخراب كړى و. په دغه ورځ هم چې كله له سپورت كولورابې غمه شو، مخامخ هغې كوټې ته ورننووت چې هغه به ده (وطن) بلله، هو، وطن ! ځكه ده په دغه خونه كې وطني شيان ، انځورونه ،كتابونه ، دوطن خواږه اوترخه يادګارونه ايښي وو. كله به چې دى دغې كوټې ته ورننووت نوساعتونه ساعتونه به يې په هغې كې يې دخپلوتيروشپوورځوخاطرې اومنظرې كتې اوپه هغه كې به داسې چې تا به وې نوې يې موندلې دي ډوب و.په هغوكې به يې وطن ، دوطن په سپينوواورو پټ غرونه، كابل اوښكلي كندهاراوپه هغه كې به يې (كندهارۍ  اروا ) چې دپاهۍ وروستۍ خاطرې يې دهغې دننګ په سترګوكې هره شيبه برمونه اوپرتمونه وې ترسترګوسترګوكيده …
اعلحضرت په دغه ورځ ترډيرو پورې په خپله خونه ياني وطن كې ناست و.نن يې هلته ترنورو ورځوزيات ځنډ وكړ،هلته هم چرت وړى و، بيايې د روم دوزيرانودميرمنوخبرې اترې اودهغوشرنګا په نري نري په ښځينه غږ كې ترغوږو كيده …
_ افسوس چې اوس يې هلته په هغه خپلواك وطن كې ځاى …
ده همدغه سوچ ترهمدغه ځايه بدرګه كړى و چې خدمتګار ور ورپرانيست :
_ اعلحضرت ! دانتطارپه خونه كې يوايرانى ليكوال غواړي تاسې وګوري …
سوچ يې همداسې په نمايي كې ترې پاتې شو.څوشيبې يې په مړاوو اوستومانه سترګوكې خدمتګارته وكتل ، بيايې ورته وويل :
_ بي بي ته دې غږ وكه …
شيبه لانه وه تيره چې ملكه راننوته ،هغې ته يې هم ستړي ستړې وكتل  خوهغه ورته موسكۍ شوه :
_ راځه چې كوم ايرانى ليكوال راغلى ، غواړي له تاسره وګوري …
اعلحضرت په داسې حال كې چې دتګ تلوسه ورسره پيداشوه ، داخبره يې هم ترخوله راووته :
_ ايرانيان عجب خلك دي ، داڅووم ايرانى دى چې دلته راځي ، نه پوهيږم چې دوى په ماكې څه ليدلي دي ؟
ملكي داعلحضرت دكتنې له پاره تيارى ونيو، خړه دريشي يې ظاهرآ په بدن كې بده نه ښكاريده، دواړه دسالون اوانتظارخونې په لور ور روان شول .خدمتګار ور پرانيست اودوى دميلمستون په لويه خونه ورننوتل .
اعلحضرت اوملكه په خپلوځايونوكې په عادي توګه كيناستل ، خوايران ليكوال چې ځان يې (نامدار) وروپيژند لاپه خپل ځاى ولاړو، اعلحضرت هيله وكړه :
_ مهرباني وكړئ كينۍ خوشاله يم چې تاسې وينم .
او احمد نامدار خبرې پيل كړې ، هغه په فارسي خبرې كولي ، ددوى له پاره په هغه رنګين روم كې داهم  دوى ته يوتسل و چې چا به له دوى سره د دوى په ژبو خبرې كولي .هوښې پرې لګيدې ، خوږې پرې لګيدې  ځكه يې دخبرو په وخت كې هم زيات وخت مخامخ لوري ته وركاوه .
احمد اعلحضرت په  ۱۳۰۷ كال كې په ايران كې ليدلى و، خواوس مخامخ هماغه چا ته ناست و اوهغه ته يې په ځيرځيركتل ، په سترګوكې يې دده هماغه دبدبه ، هماغه له پرتمه ډكه افغاني څيره ، دخپلواكۍ هنګامه اودنړۍ ديوه ستراوظالم ځواك په مقابل كې دده پاريدنه سره اوښتل او را اوښتل ، باوريې نه كيده چې ګواكي اوس دهغې لويي څيرې اوهغه لوى پرتم په وړاندې په دغه شيبه كې ناست دى .
په سالون كې آرامه آرامي وه ، هلته په مخامخ كنج كې يوګلدان ښكاريده چې يوه زيړګل يې دكتونكي پاملرنه په خورا بې پروايئ سره په خپله خوا وكښله .له لرې داسې ښكاريده چې ګواكي هغه يومصنوعي ګل دى ، په دې چې اوس دم ګرۍ يې دپاملرنې وړراښكون نه درلود .خودليكوال سترګې دهمدغه ګل په دنياكې ډوبې شوې وې چې خپلې خبرې يې پيل كړې :
_ اعلحضرته ! زما هغه ورځ كله هم له ياده نه وځي چې ته ايران ته راغلى وې ، ستاهم هغې لويي او زموږ دخلكو هغې مينې چې له تاسره يې تراوسه پورې لرې زه وهڅولم چې په دغه ښكلي روم كې ځان ستا په درګاه راپيښ كړم ، هو، ماته هماغه ورځ راياديږي اولكه دهماغې ورځي په شان ته اوس هم ماته يولوى انسان اودآزادۍ يولوى پرتم ښكاريږئ …
امان الله خان آرام ناست و ، دده خبرې يې اوريدې ، سريې كراركرار ورته خوځاوه ، داسې ښكاريده چې ددغو خبرو په ترڅ كې هم دى اوس دلته نه و. همداوجه وه چې كله كله به خوبه ملكې دده پرځاى نامدارته كتل اودده پرځاى به يې هغه ته ځواب وركاوه .
دغه خبرې لاپاى ته نه وې رسيدلې چې خدمتګار چاى راوړ، دوى لايوغړپ هم نه وترې كړې چې ليكوال له اعلحضرته په ځانګړو پوښتنو پيل وكړ:
_ ميلمستون موهم ډيرښكلى نه دى ؟
_ اعلحضرت (په موسكا)
_ څه ما اويازما خلكوخوماته نه دى جوړكړى نه دې دي اوريدلي چې :
( دربيابان كفش كهنه نعمت است )
نامدار ورته موسكى شو، داسې چې ګواكي داعلحضرت دخبرې په وړاندې يې نورڅه دويلونه درلودل .زريې بله پوښتنه ترې وكړه :
_ ولې ستړى معلوميږې خبره څه ده ؟
_ هو، ستړى يم ، په اروپاكې اوږمدتې استوګنې خورا ستړى كړى يم …
_ دختيززياتره لويان په لويديزكې ژوند دآرامئ اونيكمرغئ پيل بولي تاسې ولې ناخوښ ياست ؟
_ دزړګي سره ، هغوى چې داسې فكركوي ، هغوى ياناپوه دي اوياداچې دځان په باره كې فكرنه شي كولاى .زه رښتيادرته وايم  زه نه يوازې داچې دلته خوښ نه يم ،بلكه همدا ژوند مې دلته خورا زيات ځوروي هم ،هو روحآ …
احمددرنګ شيبه آرام و. داسې ښكاريده چې تابه ويل داعلحضرت دخبرې په باره كې فكركوي ، خوداسې نه وه ، زريې بيا پوښتنه ترې وكړه :
_ ستاسې په نظر ددې لامل څه دى چې تاسې دومره نارام شوي ياست ، خواوس كارتركارتيردى او اوبه هم ترورخ تيرې …
امان الله خان سوړ اوسيلى وكيښ ، په نرمه ژبه يې خپله خبره ورته راغبرګه كړه :
_ وطن ډيرګران وي ، زه نه پوهيږم چې كوم سحرپه منځ كې دى ، اوكوم ځواك دى چې دوطن خاوره كه څه چې زياته خواره وي اوډيره لرې وي  انسان بياهم خپل لوري ته وركاږي …
ليكوال به يوځل ده ته اويوځل به يې ملكي ثرياته  سترګې ور واړولي ، آرام به شو، يوازې  به يې اعلحضرت ته داترخوله راووتل : 
_ ته ډيرلوى انسان يې اوپه رښتياهم اوچت انساني صفات لرې …
داعلحضرت په سترګوكې د اوښكوغوټۍ پورته اوكښته كيدې ، دچاى پياله به يې په آرامئ سره پورته كړه ، خولې ته به يې نژدې كوله چې يوځل يې ناببره بيرته پرميزكيښوده اوخبروته يې ځان جوړكړ:
_ وطن  ، وطن دى ، زه چې كله له وطنه راووتم ، زمافكرته يوه پښتو لنډۍ راغله ، هغه مې دزړه له كومي ټولوته وويله چې :
دخداى پامان دې وې وطنه     كه زيړى ګل شوم مخ به نه دراړومه …
فكركوم چې هغه مې دزړه له كومي ويلي وه ، اوس دادى دهرې ورځې په تيريدو سره په دغه ښكلي روم كې زه زيړى ګل كيږم ، قسمت دښكلي روم په زړه كې ديره كړم .زه اوس هم كله كله دوستانوته وايم چې زه په افغانستان كې پنډيتوب په ايتاليا ، هو، په دغه ښكلي ايتالياكې ترپاچاهي اوچت بولم …
اواعلحضرت خپله پياله خپلې خولې ته داسې چې اوښكې يې په سترګوكې لاهمداسې سرګرداني سرګردانې كيدې ،لايې هم زړه ډك و، لايې دپرديسيودردونه په خوله وو، چې ليكوال يې هم دومره خواشينى كړى و ، چې نه پوهيده ددعه سترانسان د دردمند زړه اولوى پرتم په وړاندې څه چاره وكړي ؟ هيڅ  !
درو په ښكلي ښاركې ورځ په نيمايې ور اوښتې وه ، چې داعلحضرت اوملكې خوږې خودردمنې خبرې هم پاى ته ورسيده . هغه تردروازې پورې بدرګه كړ ، خداى پامانى يې ورسره وكړ .
اوداعلحضرت وروستۍ خبره ليكوال ته داوه :
_  سلام مې وايه !
ليكوال سره له دې چې ورته موسكى شو ژړا ورغله :
_ پرچا ؟
اواعلحضرت په غيږ كې كلك ونيو په نيولي آوازكې يې ورته وويل :
_ پرهغوى چې ژوند لري ،پرهغوى چې هيوادلري ،پرهغوى چې مينه لري اوپرهغوى چې خپلواكي يې مينه ده …
اواعلحضرت ليكوال په ډكو سترګو په خداى وسپاره ، درنګ شيبې يې په هغه پسې كتل اودهغه لنډقدمونه يې له هغه سره دمينې په نامه يويووڅاره . په هغه پسې يې كتل ، لايې له سترګوپناه شوى نه و چې له جيبه يې دسمال راويوست اوهغه يې سترګوته ونيو … ! ؟


 


دهیواد داستقلال دنویمي کلیزي په مناسبت
دافغانستان داسلامي امارت درهبري شوری دمبارکي پیغام

 
بسم الله الرحمن الرحیم


داسلامي امارت رهبري شوری، دافغانستان مؤمن ولس اوپه خاص ډول دانګریزانو( او دهغوۍ داستعماری انډیوالانو) دبیاشړلوپه مبارزه بوختوقهرمانومجاهدینوته دګران هیوادداستقلال دنویمي کلیزي په مناسبت دزړه له کومې مبارکې وایی .
 دافغانستان اسلامي امارت په داسي حال کي چي دخپلواسلافوپه تیروقهرمانیواودازادۍ په بیرته اخستلو باندي ویاړې ،په اوس وخت کي بیاافغانستان دهم هغومتجاوزینودځای ناستوله لوري اشغال شوی بولي اودبیاازادۍ په موخه ،مقدس جهاددټولوګډه فریضه ګڼې .ټول بایدپه ګډه سره، ددښمن هرډول دسیسي شنډي اوپه پوره عزم سره اوږدي مبارزي ته چمتو واوسی. داشغالګروداویناوي چي مونږبه دڅولسیزودپاره په افغانستا کي پاته کیږویاداچي وايي داجګړه داړتیاله مخي یوه اوږده جګړه ده. داټول هغه تبلیغات دي چي غواړي دنړې دولسونوذهنونه مغشوش اودځان په ګټه جوړکړي . دافغانستان شریف هیوادوال ترفشارلاندی راولي خو مونږباورلروچي انګریزان اودهغوی متحدین به یوځل بیادتیرپه څیر له شرمه ډکی ماتي سره مخامخ کيږي اودافغانستان باایمانه اومیړنی اولس به دخپلومټوپه زوردلوی خدای جل جلاله په نصرت سره، دهیواد اواسلام دی تاریخي دښمنانوته له عبرته ډګه ماته ورکوي چي دبری نښي یې اوس له ورایه ښکاری اوهغه ورځ لیری نه ده چي سرلوړی افغانان به په ازادافغانستان کې ،دیوه خپلواک اسلامي حکومت تر سیوری لاندی دازادۍ اوخوشحالی ژوندپیل کړی .
 وماذلک علی الله بعزیز
 داشغالګرانوددائمي ماتي اوداستقلال دبیاترلاسه کولوپه هیله
 
 دافغانستان داسلامي امارت رهبري شوری





د افغانستان د خپلواکي د بيرته اخيستلو د نوي يم تلين په وياړ


د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام


نيټه: ٢٨/٥/١٣٨٨ – ١٩/٨/٢٠٠٩


ګرانو هېوادوالو!


د زمري د مياشتي ٢٨ نيټه چي د افغانستان د خپلواکي اخيستلو سره سمون خوري چي نوي کاله پخوا د هېواد نوميالي اتل غازي امان الله خان (رح) په هلو ځلو او پياوړي لارښودني او د افغانستان د مظلومو مجاهدينو په ميړاني او زړورتوب ترلاسه سوه چي ټوله نړۍ ېي حيرانه کړه.


د افغانستان غازيان په ډېري ميړاني او شهامت سره ښکيلاکګرو ته ثابته کړه چي افغانان بي وزلي او مسکين قوم دي خو د چا مريتوب هيڅ کله نه مني.


افغان ملت د خپلواکي ترلاسه کولو لپاره د انګريزانو سره دري جګړي کړي چي په ټولو کې ېي بري موندلي دي.


افغان ولس هيڅ کله د هغو زړور افغانانو او سرتير اتلانو نومونه نه هېروي چي په وږي نس، لڅو پښو، څيري کاليو او تش لاسونو سره ېي د هېواد دفاع کړي او د نړۍ تر ټولو څخه لوي ښکيلاکګرو انګريزان او روسان ته ېي ماتي ورکړي دي.


ګرانو هېوادوالو!


اوس د دري لسيزو جګړو او ناخوالو څخه وروسته افغانان بيا د يوي لوي آزمويني سره مخامخ دي چي هغه په هېواد کې د ولس مشري ټولټاکنه ده نو راځي چي د خپلي راي په استعمالولو سره خپله ملي وجيبه ترسره کړو ترڅو د دي هېواد په وروستي جوړښت کې خپل برخه ليک شامل کړو.




ګرانو هېوادوالو!


د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني ټول غړي يو وار بيا د افغانستان د اتلو، شهيدانو، غازيانو يادونه کوو او هغوي ته د لوي څښتن تعالي د دربار څخه ښاد روح او و اوسني افغانستان ته يو ځل بيا سمسورتيا او ترقي غوښتونکي دي.


تل دي وي آزاد او سر لوړي افغانستان


د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر


الحاج غرزي خواخوږی





د هيواد د خپلواكۍ د نوييمې كليزې په مناسپت


 د پوهنې وزارت د مباركۍ پيغام


 د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت مشرتابه هیئت او منسوبين، د هيواد نوييمې كليزې د را رسيدو له امله، ولسمشر حامد كرزي، د كابينې غړو، په ملي شورا كې د خلكو استازو، د سترې محكمې محترمو اعضاوو او ددغه هيواد ټول آزادۍ غوښتونكي ولس ته مباركي وركوي.



 د پوهنې وزارت په داسې حال كې چي د آزادۍ د لارويانو او شهيدانو پاكو ارواحو ته درود استوي او له لوي خدايه ورته جنتونه غواړي، له خپل ټول ولس غوښتنه كوي چې داسلام د مقدس دين تر بيرغ لاندې د يوه آزاد، آباد، يوموټي او اسلامي افغانستان لپاره سره لاسونه وركړي، او په دې توګه د دغې خاورې د آزادۍ د لارويانو آرمانونه پوره، او له خپلو ملي نواميسو او خپلوكۍ حفاظت وكړاي شي.


په درناوي


فاروق وردك


د پـــــــوهنې وزير





د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د۹۰کلیزې له امله د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز د مبارکۍ پیغام
 قدرمنو هېوادوالو !


په ډنمارک کې د افغانستان د علمي او فرهنګي خدماتو مرکز ( خپلواکۍ ) ټول کارکوونکي تاسو ټولوپه هېواد کې دننه او له ګران افغانستان څخه د باندې په خپلواکۍ مینو هېوادوالو ته د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۰ مې کلیزې او یادونو له امله د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي .


۹۰ کاله مخکې د همدغو اوسنیو افغانانو زړورو او په خپلواکۍ مینو پلرونو او نیکونو د خپلو وینو په بیه او د هېواد د ملی مشر ارواښاد غازي امان الله خان په مشرئ وکولای شول د وخت ستر ښکېلاکګرانګریزي ځواک په ګونډو کړي ، او په دې توګه یو ځل بیا د افغان ستر کهول ته خپلواکي ډالۍ کړي ، یو ځل بیا مو ځکه وویل چې دا خاوره د پېړیو په اوږدو کې په وار وار د لرې او نږدې ناښادو او شرمېدلو ښکېلاکګرو هېوادو لخوا تر یرغل او تا لان لاندې راغلې او ښایي همدا وجهه وي چې دغو یرغلګرو هېڅکله هم ( اپګانان ) په کراره نه دي پرې ایښي او تل یې ددې خاورې د تر لاندې کولو او د تاریخي افغانستان د وګړو د مریي کولو هڅه کړې ، له همدې امله ده چې تر ننه افغانان تل د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره سترو قربانیو ته غاړه ایښې .


سږکال هم افغانان د انګلیسي ښکېلاک څخه د خپل ګران هېواد د خپلواکۍ ۹۰ کلیزه په داسې حال کې لمانځي چې لا هم افغانان خپلواک نه دي او د برخلیک ټولې چارې یې د بهرنیانو لخوا ټاکل کیږي او د بشر د حقوقو د نړېوالې اعلامیې د لومړۍ مادې له هغو ښېګڼو څخه بې برخې دي چې وایي (( د بشر ټول وګړي نړۍ ته خپلواکه راځي ، او د حیثیت او حقوقو له پلوه یو د بل سره یوشان دي …)).


موږ په دې هیله یو چې افغانان به ډېر ژر په دې بریالي شي چې د خپل برخلیک د ټاکلو دغه مهم اړخ ترلاسه کړي .موږ د افغانستان له راتلونکي زعامت څخه چې د روانو ټولټاکنو له لارې به د افغانستان دولت د ادارې صلاحیت ترلاسه کړي ، په کلکه غوښتنه کوو چې تر هر څه دمخه د یو خپلواک افغانستان او یو خپلواک افغان ملت پر مهمه اصل ټینګار وکړي او په دې توګه د خپل پلرني هېواد د ملي او نړېوال له ویاړه ډک آزاد هېواد نوم او اعتبار څرګند او روښانه کړي .نوی ولسمشر به په دغه کار سره د خپل تاریخي او مبارز ملت پر وړاندې خپل تاریخي او ملي رسالت په ښه شان ترسره کړي او ځان او ملت ته به تل پاتې ویاړ ور په برخه کړي .


آزادی تر پادشاهیه لا تېری کا چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي ( خوشال بابا )


تل دې وي خپلواک افغانستان


په درنښت


یوسف هېواددوست

تبصره نسته

  1. سلامونه او رحمتونه پر هغو غازیانو او شهیدانو ،کم چی يي د خپلواکی په مقدسه مبارزه کی خپلی سپیڅلی وینی قربانی کړی دی تل دی روح ښاد او نوم دی ژوندی وی ! تاسو ګرانو مسلمانانو افغانانو پښتنو ته دی د خپلواکی 90یمه کلیزه مبارکه او لوی چښتن (ج)دی یی در پوری نکمرغه کړی .سلام پر هغه مور کم چی اتل د زمانی (بیت نیکه )ځانکو یی په خپلو مبا رکو لاسونو ځنګولی ده .
    سلام پر هغه ميندواو خويندو کم چی د علم پروره (روښانيانو) ځانګو وی يي په خپلو مبارکو لاسونو ځنګولی دی.
    سلام پر هغه مور کم چی د ستر ټولواک (شیرشاه سوری )یی په خپله مبارکه غيږ کی روزلی دی .
    سلام پر هغه مورکم چی ستر ادیب ،فرهنګپال،مبارز (خوشال بابا)یی په مبارکه غیږ کښی روزلی دی .
    سلام پر هغه مور کم چی يي د افغان د ازادی بابا ادم (میرویس نیکه)یی په خپله غیږ کی روزلی دی .
    سلام پر هغه مور کم چی ستر ټولواک (احمدشاه بابا)دا فانی جهان ته راوړی دی .
    سلام پر هغه میندو کم چی يي (شاه اشرف،شاه حسین،ایوب خان،اکبرخان )په خپلو مبارکو غیږو کی روزلی او تربیه کړی دی .
    سلام پر هغه (ملالی) کم چی يي د حق په چیغه سره د انګریزانو امپراتوری د تل لپاره ړنګه سوله .
    سلام پر هغه میندو کم چی ي ستر مجاهد ملی قاید (محمد عمرحفظه الله)(حکمتیار) او سپیڅلی طالبان په خپلو مبارکو غیږو کی روزلی او تربیه کړی دی .
    سلام پر هغه وړونو خویندو او میندو کم چی د نړی وال کفر او ظالم یرغلګرو سره په نه ستړی کیدنکی مبارزه لګیادی .

  2. ۱۸ اګست ۲۰۰۹

    د انـګریـزي استعمار څخه د ګـران افغانستان د خـپلواکۍ د نـیویمې کلـیزې په ویـاړ

    آزادي پالو افغانانو!

    په دې وسیله زمونږد هیواد تاریخي افغانستان د ویاړمن تاریخ په بهیر کې، د یوې ارزشمندې ورځې او عظیمې پېښې ته په درنښت، تاسو هر یوه ته مبارکي وایم. دا ستره ورځ د ۱۲۹۸ هجري لمریز کال د زمري (اسد) د میاشتې ۲۸ د ۱۹۱۹ م کال د اګست ۱۸ نیټه ده. دا هغه یوه تاریخي او نه هیرېدوونکې نیټه ده، چې د افغانستان هیواد پال ملت په یوه اتفاق، د خپل محبوب لارښود اعلیحضرت غازي امان الله خان په مشرۍ، نه په عذر او زاریو بلکې د سراو خپلو وینو په ورکولو، یعنی د تودې جګړې په ترڅ کې د هغه وخت زورور نړیوال امپراتوري قدرت د میز تر شاه کیناوه او خپله بشپړه سیاسی خپلواکي یې رسما پرې لاسلیک کړه.

    د افغانستان آزادي پال ملت هر کال دا ویاړمنه ورځ ځکه په مینه او درنښت سره یادوي، چې دا ملت خصلتا حریت پال او ملي غرورلري ، له ځان څخه لوړ نه زغمي، نه سر ورته ټیټوي او نه یې مریتوب قبلوي. دلته ده چې استعمارد زورد استعمال څخه په مایوسي، بیا د توطعې تیوري ته مخه کړې او تر ډېره خپل مرام ته که څه هم په موقتي توګه، خو رسیدلۍ دئ. زمونږ یو تاریخی او مکار دښمن انګریزي استعمار لومړی ځل په کال ۱۸۳۹میلادی کې زمونږ په هیواد یرغل وکړ، چې د افغان ملت د مبارزې په نتیجه کې ناکام او په ۱۸۴۲ م کال له هیواده وشړل شو. دوهم یرغل یې د کال ۱۸۷۸م نه تر ۱۸۸۰ م پورې دوام وکړ، چې بیا هم د دې خپلواکی پال ملت د کلک سوک په ذریعه بیرته برتانوی هندوستان ته په شاه شو. اما د افغان او انګریز دریمه جګړه چې د استقلال په جنګ مشهوره ده، ځانګړتیا یې پدې کې ده چې دا عادلانه یرغل په غاصب دښمن باندې لومړی افغانانو د خپل یو ملی اتل اعلیحضرت امان الله خان په مشرتوب د خپلې سیاسی خپلواکۍ د بیرته اخستلو لپاره پیل کړ.

    د ۱۹۱۹ م کال د فبروری د میاشتې په ۲۳ نیټه کله چې شهزاده امان الله خان د خپل پلار امیر حبیب الله خان د وژل کیدو څخه پس رسما د افغانستان بادشاه شو، پنځه ورځې پس یعنې د فبروری په ۲۸ نیټه یې افغان ملت ته لاندې خطابه ورصادره کړه:

    اې د افغانستان معظم ملته! زه د خپل د پلار د شهادت په وخت په کابل کې د پادشاهۍ د مقام وکیل وم او اوس دغه دروند ملی امانت متوکلا او د الله پاک په نصرت په غاړه اخلم. کله چې زما ملت دغه شاهی تاج ماته راپه سر کړ، ژمنه مې وکړه، چې افغانستان لکه نور مستقل نړیوال قدرتونه یو مستقل او خپلواک هیواد اووسي. افغان ملت په د ننه او بهر بشپړه آزادي ولري، او سیوا د هر تیري څخه خلک باید یواځې د قانون متابعت وکړي. له دې شیبې اجباری کار او بیګار منع دي، زما حکومت هغه څه کوي، چې زمونږ ملت او هیواد وکړای شي، د نورو قوی دولتونو په کتار کې خپل مناسب موقعیت حاصل کړي.د ملت په چارو کې به مشوره کوم.

    پر ما ګران ملته! د خپل دین او دولت او هیواد په حفاظت کې هوښیار اووسۍ. زه له لوی الله څخه تاسو، اهل اسلام او ټول بشریت ته د خیر او سوکالۍ استدعا کوم. (غبار مخ۷۵۲)

    اعلیحضرت امان الله خان د ۱۹۱۹ م کال د مارچ په ۳ متجاوز انګریز ته د خپل هیواد د سیاسی خپلواکۍ د تضدیق لپاره لیک ولیږه. لیکن انګریز دا لیک ته اهمیت قایل نشو. رښتني آزادي غوښتونکي باچا د اپریل په میاشت کې پوځي سوقیات د جنوب په طرف پیل کړل. په دښمن باندې د تعرض لپاره درې استقامتونه لکه: خیبرد جنرال صالح محمد خان، چترال د جنرال عبدالوکیل خان او لوی خان میر زمان خان، پکتیا اوخوست د جنرال نادر خان او ورسره خان ببرک خان ځدران او قندهار د سردار عبدالقدوس خان د قوماندانیو سره تثبیت شول. افغانی قواء د می د میاشتې په دریمه نیټه د خیبر په مورچل کې د جنرال صالح محمد خان تر قیادت لاندې لومړنۍ یرغل په انګریزانو ورپیل کړ.دې نابرابرې جګړې په مجموع کې یو میاشت دوام وکړ، که څه هم سیواء د ټل د جبهې نه نورو جبهاتو د ټاکلي مرام سره پر مختګ ونکړ، خو چون دښمن د افغانانو سره د دوو تیرو جګړو څخه سخت ډار له ځانه سره لاره، نو یې اعلیحضرت امان الله خان ته د اوربند درخواست وکړ، پاچا د افغانانو د زیاتو وینو تویدو د مخنیوي او د د دیپلوماسۍ د پلان پر بنسټ انګریزي دولت سره اوربند ومانه او د جون د میاشتې په دریمه نیټه دا اوربند د فریقو تر منځ لاسلیک شو. نتیجه د جنګ د ګران افغانستان د مکمل سیاسي استقلال د حصول سبب شوه. اما د افغانستان متباقي غصب شوې خاوره یعنې د چترال څخه تر ګوادر پورې، پښتونستان او بلوچستان لا هم د برتانوي استعمارچیانو تر ولکې لاندې پاتې شوه. دلته داسې نظریات موجود دي، چې غازي اعلیحضرت امان الله خان او مشاورینو یې د وضعیت او خپل جنګي وس د ارزیابۍ څخه پس، پلان لاره چې په لومړي سر کې به موجوده افغاني جفرافیه له غلیم څخه آزادوي او په تعقیب به یې په بل پړاو کې د دیورند پورې غاړه افغانی خاوره باندې به په غالب ګمان د خبرو له لارې موضوع حل کوي. د دې حساسې مسلې په باب د مرحوم غازي امان الله خان یو وراره، جناب سردار کبیر الله خان سراج چې اوس هم حیات دۍ، لاندې توضیح لري:

    په کال ۱۹۵۱م کې زه ایټالیا ته د خپل کاکا اعلیحضرت امان الله خان د لیدو لپاره ورغلم، او ټول ۴۲ ورځې د هغه غازي سره په کور کې وم. غازي اعلیحضرت د افغاني غصب شوو خاورو په باب داسې وفرماییل: کله چې زه په ۱۹۲۸ م کال کې د خپل اروپایی سفر په ترڅ کې انګستان ته ورسیدم، ما د افغانستان د یوه غالب او مستقل بادشاه په توګه انګریزي دولتی مقاماتو سره په رسمي کتنو کې هغوی ته وویل: پښتونستان یعنې د دیورند د کرښې هغه خوا خاورې د افغانستان حدود دي او تاسو باید دا منطقې مونږ ته بیرته راتسلیم کړئ!!، انګریزي اړونده مقاماتو ماته وویل، چې مونږ دا موضوع منو او دا بهیر وخت غواړي. په دې اړه مو یو تحریري سند هم تبادله کړ او سند زما د دولت تر وروستۍ شیبې پورې په بهرنیو چارو وزارت کې موجود وه. په تعقیب جناب سراج وایي: زما د استوګنې پر وخت په روم کې، ما د غازي اعلیحضرت یو فوټو د پاچا محمد ظاهر سره ولید، چې ظاهرشاه د لاس په اشاره غازی امان الله ته څه وایی…! ما خپل کاکا نه وپوښتل، چې د دې فوټو په باب که تشریح ورکړي!، غازی امان الله خان وفرماییل: کله چې ظاهرشاه یو وخت روم ته په سفر راغلۍ وه او زما سره یې ملاقات لاره، په همدغه صحنه د فوټو کې ما هغه ته وویل، چې هغه د پښتونستان د مسلې اړوند سند چې ما د خپل اروپایی سفر پر وخت له انګریزانو څخه اخستۍ او په بهرنیو چارو وزارت کې قید وه، هغه اوس چیرته دۍ؟ ظاهرشاه د لاس په اشارې سره وویل: د څه شي سند؟ داسې سند په هغه وزارت کې نشته..!؟.(شفاهي توضیحات)

    په هرحال، له قراینو داسې تحلیل کیدلای شي، چې غازی امان الله خان د محکوم پښتونستان خاورو ته متوجه وه او زه عقیده لرم، که د هغه غازي خپلواک دولت سقوط نه وای کړۍ، غصب شوې خاورې به بیرته افغانستان تر لاسه کولې.که

    مونږ د هیواد نژدې تاریخ ته نظر واچوو، په ۱۹۱۹ م کال کې د اعلیحضرت امان الله خان غوندې یو ملی او ترقی پال شخصیت پاچا کیدل او بیا د افغانستان د سیاسی استقلال تر لاسه کول، دا پخپله یو عظیم او خورا مبارک پیل وه. په ۱۳۰۳هجری کال کې د هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اساسي قانون جوړ شو. څه د پاسه ۷۸ نظامنامې د افغانانو د ټولنیز ژوند د قانوني کولو او منظمولو لپاره تصویب شولې. په امانی دور کې د هیواد اقتصادی حالت هم سلامت او حتې قوی وه، کبیر الله سراج وایی: په امانی لس کلن دور کې هیواد په ځان بسیا او بهرنۍ مرستې بالکل افغانستان تر لاسه نه کړې، افغانستان په یوه نوبت کې ۱۳۰۰۰ ټنه غله د روسیې شوروي دولت ته د هغوی د احتیاج پر اساس د مرستې په نوم وړیا ورصادره کړله.(شفاهي توضیح)

    ملت د خپل ملی قهرمان تر قیادت لاندې د ترقی نوی پړاوونه ورپسې وهل. اما تاریخی دښمن انګریز یوه شیبه هم کرار نه وه او هر هغه څه یې چې له لاسه پوره کیدل د غازی امان الله خان د نابودۍ لپاره یې پکارول. لومړۍ یې په ۱۹۲۴م کال دوه اجنټان لکه ملا رشید او ملاعبدالله په پکتیا او بیا په ۱۹۲۸م کال کې د ننګرهار د شینوارو بغاوت او ورپسې په دسمبر او جنوری د ۱۹۲۸-۱۹۲۹ م کال د سقوي شورش، د همدغه تاریخی دښمن انګریز په ابلیسي لاسونو عملی شول.چې بالاخره امانی دولت چې د هیواد د بهترینو بچیانو د وینې په بیه رامنځ ته شوۍ وه، د ۱۹۲۹ م کال د جنوری په ۱۴ له سقوط سره مواجه او له منځه ولاړ.البته باید ووایم، چې انګریزی نړیوال استعمارد امانی دولت په لس کلن شتون کې هیڅ وخت جرعت ونکړ، چې مخامخ په غازی امان الله خان ورشي او له منځه یې لرې کړي، بلکه د توطعې د تیوري پر بنسټ یې هغه لوی وطنپال افغان زعیم د شاه له خوا په کاري تبر وواهه. د توطعې پلان داسې وه، چې لومړی به د هیواد په ختیځ کې مشکل جوړ کړي، شاه طبعا د پایتخت پوځي قواء شرق ته سوق کوي او مرکز په دفاعی لحاظ ضعیف کیږي. بیا به د خپل بل لاس پوڅي یعنی حبیب الله بچه سقو، په ذریعه د شمال له خوا په کابل یرغل کیږي،او امانی دولت به له منځه وړي. د سیاسي قدرت تشه یا خلا به ایجادوي، په دې عین کې به ملت په شوک کې لوېږي،او خصوصا د افغانستان لوی قوم (پښتانه) په هیڅ ډول دا حالت نه زغمي. تر څو په لوی مهارت سره خپل اصلي او دایمي اجنت جنرال نادر خان د جنوب (پکتیا) له لارې افغانستان ته ورداخل کړي، او د امان الله خان پر ځای یې نصب کړي، او د افغانستان له خوا د تل لپاره ځان بیغمه کړي. پس کله چې مونږ تاریخی بهیر ته ګورو، ماهر دښمن دا پلان کټ مټ قدم په قدم پلي کړ.

    له دې چې دلته ‌ذکر د دوو لویو ملی مجرمینو غله حبیب الله او نادر خان راغی، غواړم د سقوي حرکت په باب ووایم چې، دا پاڅون په هیڅ وجه د امانی دولت پر ضد د اسلامی اصولو د تخطی لپاره نه وه، بلکې دا کاملا یو قومی حرکت وه. افغان لیکوال فضل غنی (مجددی)، په خپل کتاب (افغانستان در عهد اعلیحضرت امان الله خان) په۲۸۲-۲۸۳ مخونو کې داسې لیکي: کله چې غازی امان الله خان د بادشاهی مقام د ۱۹۲۹ م کال د جنورۍ په ۱۴ نیټه خپل ورور عنایت الله خان ته ورتسلیم کړ، نوي بادشاه یو هئیت د حضرت صادق مجددی او سردار عثمان خان په مشرۍ د مذاکرولپاره حبیب الله ته د کابل د باغ بالا سیمې ته ورواستاوه. د هئیت مشرصادق مجددي لیکي: ،،باغ بالا ته نژدې مې د امان الله خان یو ورورامیر عمر جان ولید، ومې پوښتل، چیرته تلي واست؟ هغه وویل: دامیر صاحب؟ حبیب الله د بعیت لپاره تللی وم، پداسی حال کی چې د سقو زوی لا رسما شاه نه وه اعلان شوی؟؟.دا حضرت مخکې لیکي: د باغ بالا د قصر د دروازې ته په رسیدو مې د انګستان د سفارت شرقي سکرتر ښاغلۍ محبوب علي خان ولید، چې د قصر څخه د وتلو په حال کې وه…؟!.ډېر پریشان شوم. د قصر دننه ولاړم، حبیب الله بچه سقو زما د درنښت لپاره له ځایه پورته شو، او وې پوښتل: حضرت صاحب! پدې خطرناک وخت کې دلته څنګه راغلې؟ ما وویل، چې امان الله خان استعفاء کړې او ورور یې عنایت الله خان پاچا شوۍ دۍ. حبیب الله ساکت وه، حضرت عبدالحلیم جان مجددی چې د بچه سقو مرشد کیده، وویل: د محمد زایانو کورنۍ سل؟ کاله حکومت وکړ، اوس د غیر پشتون قومونو وار دۍ، چې حکومت وکړي، آیا نور نوبت نلري، چې په افغانستان کې حکومت وکړي…؟!.،،

    پس دلته په واضح توګه ګورو، چې مسله د غازی امان الله خان د کفري اصلاحاتو؟ پر سر نه بلکې د قومي نوبت؟ د توطعې پر بنا انګریزانو د داخلي خاینانو سره مطرح کړې وه.

    د نادر شاه د افغان دښمنه شخصیت په باب زما پلار د افغان پوځ پخوانۍ لیوامشر مرحوم نورالله خان خوستي خپله یوه خاطره داسې بیانوله: ؛؛دا ۱۳۱۱ هجری شمسي کال وه، زه ۱۵ کلن او د کابل د حربیې مکتب مقیم د (شهر آراء) محصل وم. یوه ورځ د وخت بادشاه نادر خان د معاینې او کنترول لپاره زمونږ ښوونځي ته تشریف راووړاو مستقیما زمونږ ټولګي ته را داخل شو. هغه پوځي یاورانو بدرقه کاوه. مغرور او ناآرامه معلومیده. له قسمته په صنف کې یې ماته ګوته ونیوه. زه تیارسی شوم او پس له ځان ورپیږندلو… د پکتیا د ولایت څخه طلابه امر ته حاضر یم…! بادشاه وپوښتل، البته په دری ژبه: مونږپنځه ډ بیه غوړي لرو، چه هر ډبۍ پنځه پاوه غوړي لري، ټول مونږ څومره غوړي لرو؟ ما د پنځو ضرب زبانی تیره کړه او ومې ویل: صاحب مونږ ټول۲۵ پاوه غوړي لرو!!، نادر شاه په تمسخر سره خپلو یـاورانو ته مخ کړ او وې ویل: ایرا ببي، دیروز از کوه (پکتیا) تا شده، آلې باز ضرب زبانی را هم یاد ګرفته… او ورپسې له ټولګي څخه خارج شو.؛؛ (شفاهي توضیح)

    دا پداسې حال کې چې د همدې وحشي (د اعلیحضرت نادر خان په قضاوت)، د پکتیا خلکو د خپلو بچو په قربانولو، دې نا خلفه پادشاه ته تاج او تخت تقدیم کړي ول. په هر حال،

    په دې صورت د افغانستان باتورملت مفت او وړیا خپل یو لوی قهرمان او سیاسي زعیم غازي امان الله خان د تاریخي دښمن انګریز او د افغانی ملی خیانت ګرو په مستقیم ګډون د تل لپاره له لاسه ورکړ، او نتیجه یې تر نن پورې هر وطنپال او خاین افغان د سر پهّ سترګو ویني.

    زما په تحلیل افغانستان د ۲۰ پېړۍ څخه تر نن پورې یواځې لس کاله یو خپلواک او د خپل ملی حاکمیت خاوند وه، چې غازی اعلیحضرت امان الله خان یې بادشاه وو. د امانی دولت د سقوط نه پس، انګریزانو د ریشخند حبیب الله بچه سقو، نادر خان او ظاهر شاه په وجود کې، ورپسې روسي سوسیال امپریالیزم د سردار داوود خان، نور محمد تره کي، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او نجیب الله په ذریعه، په تعقیب یې، بیا تاریخي دښمن انګلیس دا وار شریک د امریکا او روسي امپریالیستانو سره، د صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني، محمد عمر آخند او حامد کرزي په وجود کې پر مونږ افغانانو حکومت چلولۍ دئ.

    درنو افغانانو! د ګران افغانستان جاري مصیبت د پورتني تاریخي پسمنظر قانونمنده نتیجه ده. دا له تصوره وتلې کرغیړنه ورځ بـاید په افغانستان راغلی وای، تعجب مه کوۍ!!. د دې جاري لویې بربادئ د راتګ لپاره تیارۍ، د امانی مستقل دولت د سقوط له شیبې څخه د غوایي د کمونیستي پوځي کودتا پورې نیول کیده، چې لومړنۍ مسوول یې حبیب الله بچه سقو او په دوام یې اساسي زمینه جوړونکي د نادري کور، چې پخپله نادر شاه ، زوی یې ظاهر شاه، هاشم خان، شاه محمود خان، داوود خان او نعیم خان په دې بهیر کې لوی مجرمین ګڼل کیږي. البته انګریزی استعمار ګرو هغوی پوی کړي ول، چې افغان ملت تاسو باید وږی او ډیر جاهل وساتی، که دا آزادی دوست ملت په نس موړ او سیاسی پوهه یې تر لاسه کړه، ستاسو څخه هرومرو خپل لوی غازي، امیر امان الله خان غواړي…!؟. نادري کور ۴۹ کاله یعنی نیمه پېړی په مونږ افغانانو حکومت وکړ. همدا د خلق او پرچم ملت پلوروونکي او افغان وژونکي او د جهادي؟ تنظیمونو اسلامي شیاطین د همدې خایینې او افغان دښمنه کورنۍ له نس نه د نیمې پېړي په بهیر کې راوزیږېدل. بالاخره د هیواد سیاسی حالات د استعمار او افغاني قاتلانو په ذریعه په پلانیزه ډول داسې وضعیت ته ورداخل شول، چې د امریکې د متحده ایالاتو امپریالیستانو او تاریخي دشمن انګریز، د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر د میاشتې په ۷ نیټه د تروریزم سره د مبارزې تر بهانه لاندې په کاملا غیر قانوني ډول، بیا زمونږ په هیواد او ملت باندې پوځي یرغل ورووړ او بیا یوه بله لویه غمیزه په حاد شکل کې پیل او تر نن پورې دوام لري. ورپسې شړل شوۍ د هیواد وروستئ بادشاه محمد ظاهر د ۲۰۰۲ کال د اپریل په میاشت کې د استعمار په مستقیمه رهبري د ایټالیا د هیواد څخه افغانستان ته انتقال او ورپسې یې له دې چې زمونږ حقیقي ملی اتلان لکه: میرویس خان، احمد خان، اکبر خان او امان الله خان توهین کړي وي، محمد ظاهر شاه ته یې په یوه غیر ملی لویه جرګه کې د ملت د بابا؟؟ لقب ورکړ. د یوه افغان سیاسی شخصیت او خبریال الحاج محمد داوود د رپوټ پر اساس پخواني ټولواک او داړې یې افغانستان ته په رسیدو ګویا د خپلو غیر منقولو جایدادونو او ځمکو؟ په خرڅولو پیل وکړ او ټول ټال یې د ۱۵۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزش ځمکې او کورونه په پایتخت کابل او شاه او خوا کې خرڅ او پیسې یې بهرنیو بانکونو ته انتقال کړلې …؟!. زه وایم ظاهر شاه به د بابا ملت په هیڅ صورت، (د ملت حقیقي بابا غازی امان الله خان دئ)، خو یو ملی قهرمان وای، چې د خپل پلار نادر خان د وژلو نه وروسته یې د عبرت په اخستلو، توبه باسلې وای او غازي اعلیحضرت امان الله خان یې په پوره عزت او درنښت بیرته هیواد ته رابللی وای او شاهي مقام یې ورته تسلیم کړي وای.همداء راز د دې کورنی یو بل مجرم، سردار داوود خان به هغه وخت یو ملی اتل ګڼل شوی وای، چې د خپل دولتي صلاحیت څخه په استفاده یې لوی غازی امان الله خان بیرته هیواد ته رادعوت او د بادشاهي مقام یې ورته تسلیم کړئ وای. لکه څنګه چې یو افغان لیکوال پوهندوی ښاغلۍ عبدالروف خپلواک، چې محمد داوود خان ته نژدې پاتې شوې، پخپلو خاطراتو کې لیکي، چې په کال ۱۹۴۲ م کې کوم وخت چې سردار داوود خان د کابل د مرکزي قول اردو قوماندان وه، ورته وړاندیز شوی وو، چې د یوه پوځی حرکت په ذریعه، ظاهر شاه له قدرته لرې او اعلیحضرت امان الله خان بیرته له ایټالیا څخه هیواد ته رادعوت کړي، اما هغه دا اقدام نه وه منلۍ…!؟. (لیکلې توضیح)

    د غازي اعلیحضرت امان الله خان لویتوب او حقانیت ته همدومره کفایت کوي، چې نن د هغه عظیم انسان مخالیفین او موافقین دواړه په افسوس سره وایي، چې که هغه ترقي پال او نیک فطرته زعیم له منځه نه وای تللۍ، نن به دا حال په افغانستان نه راتللی…؟!.

    محترمو حاضرینو! نن زمونږ ګران افغانستان د استعمار له خوا د اویاوو زرو عسکرو په موجودیت، اشغال او مونږ افغانان خپل ملی حاکمیت نلرو. زمونږ په بی ګناه ملت باندې قصابی روانه ده، او نژدې علت یې هم هغه د جرمنی د بن بی منطقه او متجاوزه غونډه وه، چې د ۲۰۰۱ م کال د دسمبر په ۲۲ دایره شوله. امریکایی او انګریزي استعمار ګرو په عمدي او پلانیزه ډول د افغانستان د نیولو اوهلته د نظامي هډو لپاره د امکان د حاصلولو لپاره په قهری ذریعه د طالبانو مسلط حکومت له منځه یووړ، او له دوو مجرمواو بد نامو افغاني ډلو یعنی د شمال اتحاد جنګیالیو او د ظاهرشاه د داړې څخه یې د افغان ملت په غیاب کې، یو ضدو نقیض دولتي تشکیل جوړ او درې سیاسی قوتونه یعنی د طالبانو د حکومت سیاسی رهبران، د حکمتیار ګوند او جلال الدین حقاني یې په افغانستان کې د خپل پوځي شتون د دوام لپاره، په قصدي توګه له دې پروسې څخه محروم کړل، چې نتیجه یې نن تاسو د سر په سترګو ګورئ. پس نن دا هر څه چې په افغانستان باندې تیرېږي، لومړی درجه مسوولین او مجریان یې بهرني یرغلګر او په تیره امریکا یي او انګریزي استعمارګر دي. تر څو چې په هیواد کې وسله واله جګړه روانه وي، د هیڅ مثبت بدلون انتظار باید ونکړو. موجوده افغان حکومتي تشکیل، چې نشي کولای د خپلو وګړوامنیت تامین کړي، پس سیاسي مشروعیت هم نلري. نن یو ګروپ افغانان د دې دولت پر ضد وسله واله مبارزه کوي. تر څو چې دا حکومت د افغان وسله والو مخالیفینو سره ، چې مشري یې محمد عمر آ خند کوي، رښتني سولې ته غاړه کشې ندي، افغان ملت به فقط وینې ورکوي او بس…؟!. زه دلته خپله وینا رالنډوم، یوازې ستاسو پاملرنه زما دوو وړاندیزونو ته رااړوم.

    د ګران افغانستان د اوسني لویې غمېزې د بنسټیز پای لپاره ما د ۴ کالو راپدې خوا افغانانو سره په تماس او خپلو لیکنو کې مشروطه شاهي سیستم غوره ګڼلۍ. د تخنیکي اړخ لپاره یې ما وړاندیز کړئ چې یوه ملي افغاني لویه جرګه دې د هیواد په دننه کې راوبلل شي،پدې لویه جرګه کې باید افغاني معلوم الحاله خاینان او هیواد پلوروونکو ته د ګډون امکان ورنکړل شي، په دې ملي مجلس کې دې د مرحوم اعلیحضرت غازي امان الله خان زوی عالي جناب ډاکټر احسان الله خان (د افغانستان)،هم ګډون وال او د جرګې افتخاري مشروي. د دې تاریخي لویې جرګې د فیصلې پر اساس دې، والاحضرت ډاکټر احسان الله خان د افغانستان د شاهي مشروطه دولت د بادشاه په حیث وټاکل شي. یو موقت حکومت او صدراعظم دې د یوه مناسب وخت لپاره چارې سمبال کړي. پدې ترتیب به نوی دولت د بهرنیو پوځونو د وتلو لپاره محل ويش تنظیم کړي او افغان ملت به د تل لپاره د سیاسی قدرت د تشې له بلا څخه خلاص شي.

    که څوک وایی، چې دا یو واهي اوغیرعملي وړاندیز دئ، زه وایم، نه!! دې سپیڅلی ارمان ته رسیدل د بهرنیو قواوو په موجودیت کې لا آسان دي، دلته شرط دغه دئ، چې بهرنیان باید صادقانه دې ملی اقدام ته زمینه جوړه کړي او د جرګې په بهیر کې لاس وهنه ونه کړي.

    دوهم وړاندیزمې رښتینو آزادي پالوونکو افغانانو ته دا دئ، چې اوس هم لا ډېره ناوخته نه ده، راځی د داسې یوه اماني سیاسي ګوند په جوړښت پیل وکړو، چې بنسټ اېښودوونکۍ اوعمومي مشر یې د غازی اعلیحضرت امان الله خان د اولادونو څخه چې اوس هم ژوندي دي، وي. زه دا د افغانستان د خپلواکي پال ملت د اوسني او راتلوونکو نسلوونو لپاره یو اساسي او ډېر ارزښتناکه اقدام بولم.

    مونږ د افغانستان ناکام او ملت ته ملامت ړوند اندي او روشنفکران که نورهیڅ نشو کولای، حد اقل باید د هیواد د ژغورنې لپاره، یو سوچه اماني ګوند خو تاسیس کړو…!!.

    په پای کې وایم:

    درود او درنښــــت د امــــــــاني اســــــــــتقلال د شـــــــهید او غــــــازي ســــپیڅلو روحــــــونـو تـه،

    مــــــــړه او مــحکوم دې وي، پــخواني او اوسني مــلي خــاینان او افغانســـــتان پلـــــــــوروونکـي،

    د مــــــــــستــقـل او خـپــــــــــــلواک افغانـستــــــــان په لـــــــــــور…

    نـــا هــــیلي مــــه اووســـــــئ……!!

  3. دګران هېواد دخپلواکۍ ، د٩٠ نوييمې نېکمرغه کليزي په وياړ په هېواد کې دننه او دنړۍ په ګوټ ،ګوټ کې تېت پرک افغانانوته ددې سپېڅلې او نېکمرغه ورځې د رارسېدو له کبله د زړه له تله مبارکې وايم ٠ خو نن له بده مرغه دخپلواکۍ دګټونکي ښاغلي غازي امان الله خان په اړه دايران تالۍ څټی پدرام له اخلاقو نه پرېوتي ژبه دغه په خپلواکۍ مين شخص ته سپکې سپوري وايې ، اوس دې ستررب موږ ته توفيق راکړي چې دغه دازادۍ امانت وساتو ،او غلېمانو ته يې خوله ماتوونکی ځواب ورکړو ٠ په پای کې دملنګ جان دشعر دغه يو بند درته ليکم ، دازادۍ په مينه چې جېلخانې ته ځينه٠ ملنګ جان دغسې خانان خوښوي

    ستاسو پردېس هېوادوال

    اختر

  4. د هیواد د استقلال ۹۰ یمه کلیزه خپلو ټولو هیواد والو ته مبارک وایم . د یو آباد سرلوړی ، باامنه او متحد افغانستان په هیله.
    محمد کریم صالح مزار شریف

  5. ګرانو وطنوالو! د هيواد د خپلواکۍ۹۰يمه کليزه مو مبارک..!
    پر دې موقعه سوچ پکار دی، چي استقلال څوک چا ته په تالي کي نه ورکوي بلکې ددې په شا د لويو قربانيو شاليد پروت وي. پکار ده چي نن د ازادۍ د اتل غازي امان الله خان د ټولنيزو اصلاحي پروګرامونو د بشپړاوي هوډ وکړو، په زور د بېلې شوې سيمې د بېرته حصول لپاره مبارزه وکړو او په وطن کي د جنګونو لړۍ ته د پاي ټکی کښېږدو.
    افغانستان د لوی تاريخ څښتن او د لوي نامه هيواد دی. دا د نړۍ هغه مهذبه خاوره ده، چرته چي ورورولي، مينه او وقار راټوکیدلی دی، دا د جنګ خاوره ده خو جنګ پسندو هر وخت په جنګونو کي ښکېل ساتلې ده خو دې خاورې بيا هم په ډېره مېړانه د خپل استقلال دفاع کړې ده.
    چا پرې بلوسه ونه کړه او چا پکي سر ونه خوړ
    څومره بې وسي ده څومره زور دی په دې خاوره کي
    دا بېله خبره ده چي هيچا هم غونچک نه کړ
    فکر د سپرلي هسې سمسور دی په دې خاوره کي
    يو وار مو بيا استقلال مبارک

  6. زه هم په خپل وار سره دهیواد 90 یمه کلیزه تولو افغانانوته مبارکی وایمه دیوه ارمه سرلوری اوآزاد افغانستان په هیله
    مننه
    ستاسو کشر ورور محمد هارون (رحیمی)

  7. زه ټولوهيوادوالوته دزړه له کومي دخپلواکۍدبېرته ګټلودنويمي (٩٠)کليزي مبارکي وړاندي کوم . ډېرخوښ يوچي يوځل بيالوى څښتن (ج)دغه بختوره ورځ پرموږباندي راوسته خوافسوس چي داورځ په رښتياسره هم په همهغه برم اوخوشحالي راغلې واى نوبه تردغه لاښه کارواى !
    اوس چي موږدغه ورځ لمانځونورلاڅه چي دهيوادپه پلازمېنه کي ارګ ماڼۍته نيژدې جګړه روانه ده ،دهيوادپه د وهم لوى ولايت کندهارکي سهاروختي زه وګرځيدم هيڅ داسي دجشن نښه نه ترسترګوکيږي داچي ولي ؟؟
    ترشاډيرعوامل لري چي فکرکوم دهربااحساس افغان سرترهرچاښه په خلاصيږي خوددغه ولي ځواب يوازي دافغانانوپه يوالي حل کېداى سي اوکله چي يووالى راسي بيانوفکرنه کوم چي کومه ستونزدي راته پېښه سي .
    تاسو وګورئ په هغه وخت کي چي افغانانوهيڅ نه درلودل خوپه يوازي کلک يوولي يې دخپل وخت دزبرځواک (انګريز)غاښونه ورټوکر،ټوکرکړل . نوپه دې هيله چي بل کال دغه ورځ دپخوانيووختونوپه ډول په ښه امنيت،سوکالۍ،يووالي،ورورولۍاوکامرانۍپه فضاءکي ولمانځو.
    ددغسي يوې ورځي دراتلوپه هيله چي بياګرسره دټوپک ږغ وانه ورو،يوازي دښوونځي دزنګ ږغ وي اوبس…….
    په درنښت
    محمدابراهيم (سپېڅلى )
    په کندهارکي دوړانګي راډيوعمومي مسؤل اود(هڅه )اونيزي مسؤل مدير

  8. ګرانو طنوالو سلام!
    زموږ پلرو او نيکه ګانو خو موږ ته استقلال را ګټلی وو
    خو نن موږ و يوه او بل ته د هغه خپلواکۍ مبارکي وايو چي اوس يې نه لرو ،
    وطن مو سم دم اشغال او موږ په هر لياذ د امريکا او انګريزانو يوه مشترکه مستعمرې يا کالنوي په حيث يو . معاشونه او ډوډۍ انګرېزان او امريکا راکوي چي د هغوی د پاره و نڅيږو .
    کرزيه همدغه خپلواکي دي ستا او ستا و وړونو او نورو جنايات کارانو او وطنفروشانو ته مبارک شي چي د انګرېزانو نه مو ګټلی تخت را چپه او تاسو بې ننګه يې پر کښېنولاست .

  9. ده سلامونه په وړاندی کولو سره خپل ټولو هیوادوالوته د ګران هیواد ده خپلواګی د ۹۰ کلیزه مبارکی ووایمه.دهیواد د آزادی دشهیدانوروح ته په دعا سره له پاک خدای غواړمه چی نور دی ده ملت کړاو ته په خپل الهی رحمت سره ده پای ټکی کیژدی که نه ده هیواد له تیرو دریو لسیزو راپه دخوا ده مشرتاب دعضیم کړکیچ په پابله کی وران تباه اوبربادشوو. لعنت دی وی ده افغانستان او افغانانو په دښمنانو او تل دی وی زموژریښتنی ملت. او لعنت دی وی په لطیف پدرام چی په تیر کال کی د خپلواک ستر سپهسالار غازی امان الله خان ته توهین کړی وو.

    د بدنام جګړه مار عبدالرشید دوستم هیواد ته دبیرته راستنیدو خواشینونکی خبری می په لر او بر کی ولوسته ده ډیر خپګان ځای خو دلته دی چی نوموړی قاتل دجنوب یا دپښتونو په لسګونه زره بچیانی په کانتینرو کی ووژل، خو بیا هم دکرزی په څیر یومعامله ګر نه پښتون ورته ده بیرته راتګ لاره خلاص کړچی د کرزی بیا وکړی شی له دغه نامعقوله لاره خپل قدرت ته دوام ورکړی.
    څو ورځی دمخه دکرزی ډنډوره چیان په قندهارکی دهغه بل توپک سالار عبدالله عبدالله پسی تبلیغ کوو چی د زموژ په زرګونه بچیان په کانتینرونو کی راوژلی او اووس غواړی چی زموژ مشر شی، خو له بد مرغه نن دکانتینری وژونه اصلی عامل خایین دوستم بیرته هیواد ته راستون کی.
    ټولو سوله پالو هیواد والو او په خاصه توګه د جنوب پشتونه ته می دا عرض دی چی هغه چا ته رایه ورنه کی چی ستاسو قاتلین لکه فهیم محقق او ناوړه دوستم یی په خپل څنګ کی نیولی چی تر سو وکړی شی چی د ۵ نورکالونه له پاره خپل نارواع اقتدارته دوام ورکی او د پښتنو هغه پاتی هستی هم بربادکړی.

  10. د۱۳۸۸کال دزمري ۲۸تمه

    ګرانو هیوادوالو!

    دګران افغانستان دازادي دنوییمې۹۰کلیزې په ویاړ دنړۍ په ګوټ ګوټ کې تاسومظلومواومحکومو خویندو او وروڼو ته دجرمني دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه دزړه په مینه مباره کي وايي .

    تېر کال موږ د مونشن په ښارکې دابختوره ورځ دلاریون او مټینګ په جوړلو سره په داسې حال کې ونمانځله چې دسولې لپاره مو خپله طرحه هم دنړیوالو ترغوږو اوسترګو پورې ورسوله .

    سږ کال مو بیاپه یوبل ډول سره ونمانځله چې تفصیل به یې تاسوته دراروانې یکشنبې په ورځ هغه وخت وړاندي شي کله چې زموږ دکولتوري ټولنې غړي په خپله فوق العاده غونډه کې په متن مصلحت وکړي خو داوس لپاره به په لنډ ډول دومره تاسو ته ووایو چې نن دکولتوري ټولنې په استازیتوب محمدامین بسمل په خپلو پښتني جامو کې دمونشن په لویو واټونو اوګڼه ګوڼو کې په داسې حال کې دافغان ولس په تېره بیا دپښتون بې ګناه قام د دردونو او کړاونو تمثیل وکړ چې تور ځینځیرونه یې له تن او له لاسونو څخه چارپېر وو مانا افغانستان یې یو اشغال شوی هیواد ښود، داجریان به په مصویر ډول او دامکان په صورت کې به یې ویدیويي برخې هم زموږ د غونډې له مشورې څخه وروسته تاسو ته خپرې شي .

    موږ نن یو ځل بیا له تاسو څخه هیله کوو چې د تور ښامار سرغوڅ کړﺉ مانا دا سبا ته را وانې تحمیلي او ناروا ټولټاکنې(ټولوژنې) تحریم کړﺉ .

    په دې پته http://larawbar.com/peace تاسوکولای شﺉ چې په پښتون مېشتوسیموکې په مصویر ډول د دیموکراسي دعالمبردارو ټول وژنه ووینﺉ البته د(ټولټاکنې نه دي ټول وژني دي ځکه خو بایدتحریم شي) تر سرلیک لاندې یې موندلای شﺉ .

  11. Salmoona
    ma kho dagha dawlikani kha pa ghawr wolosti yaw ada tooryali wror aw bala da M ayaz noori.
    Noori saib za na poohigam chi la kom zaye na darta pail wokam grana da pa khpla likan ki domra gram raghali ye chi da darna her di chi pa hujara ki nast yee ka pa net ki sa liki Dawo0od khan da hayen wayl khapl qazaqwat woka.
    Tooryalie worro da Mulah omer aw Hekmatayr pa sa ataln boli che da dawra di zamong da mili atalno pa list ki rawasti ta pohigi che da dawra sire laka da noor gogyanoo pa ser (rabani, siaf, dostam……) da trekh toori aw badnami serri di Afgahn wyerli tarekh da hekmatyar aw mulah omar pa nom sharmigi
    khudaye tase ghundi bisar aw napohoo khalko da hedyat wokire chi ghulamn mo latar ossa wonapijandal

  12. Lar aw Bar azad aw mahkoom Afghan milat ta di da loi Afghanistan da azadai 90ma kaliza mubarak wi. pa day hila chi per watan mo amniat ting aw sokali rasi. tolo watanpalo ta ziarai chi pa koza pashtoonkhwa ki hum da khpal gran watan Afghanistan sera mina lia ziata saway da. dalil ya da dai chi ma per khpal mobile pa salguna sms ter lasa kal chi mubaraki ya wayala. tal di wi Afghan watan tal di wi berbad dushman.
    pa pashtana mina aw wrorwali
    Boriwal Kakar Janobi Pashtoon khwa Borai (Loralai).

  13. د نړۍ په كونج- كونج كې مېشتو افغانانو!
    تاسې ټولو ته د زړه له تله د ګران افغانستان د خپلواكۍ د ۹۰مې كاليزې مباركي وايم. خداى دي زموږ او ستاسې په لوى كور كې تلپاتې سوله او خوشالي راولي چي د نړۍ د نورو ملتونو غوندې د افغانستان د ملي خپلواكۍ دا لويه ورځ په سترو جشنونو او اتڼونو سره ولمانځو.
    زما په مينه او وينه را شريكو وروڼو! تاسې پوهېږئ زموږ د ګران هېواد د وجود يوه لويه برخه اوس هم د پرې لاس غوندې له خپل وجوده بېله ده او د همدې پرې لاس د بيرته رغېدو له ډاره زموږ دوښمانو له تېرو دېرشو كلونو راهيسې زموږ او ستاسې په لر او بر وطن كې د جګړې اور بل ساتلى دى، خو د افغانستان د پاكې او مېړنۍ خاورې ډېر داسې پر خاوره مين افغانان لا هم ژوندي دي چي د افغانستان د ملي خپلواكۍ ساتنه كوي او كه خداى كول ګران افغانستان به تل تر تله سرلوړى او خپلواك هېواد وي او افغانان به د نړۍ له پتمنو، سپېڅليو او پر انسانيت مينو خلكو څخه ګڼل كېږي.
    يو ځل بيا ټولو پښتنو افغانانو ته د ګران افغانستان د خپلواكۍ د ۹۰مې كاليزې مباركي وايم.

  14. افغانانو ته دي دپرنګي دشرمېدلي ماتي مبارک وي. افغانان تل خپلواک ول خو پرنګيانو د دوی خپلواکي تهديد کړه او افغانان ورسره وجنګېدل. اوس بايد ځيني تعليم يافته پښتانه دسرټمبګۍ څخه لاس واخلي او دا واقعيت ومني چي د افغانستان پرمختګ او خپلواکي هغه کسان ګټلای ساتلای سي چي د پښتنو دمقدساتو پالنه او درناوی پېژني.

  15. سلامونه او رحمتونه د لوی چښتن دی وی پر هغه سپیڅلو مسلمانانو،مجاهیدینو ،مشرانو ،مخکښانو،طالبانو ،ژورنالستانو،شاعرانو، لیکوالانو کم چی شپه او ورځ د لعنتی بی غیرته ،بی رحمه ،امریکایی یرغلګرو سر ه په نه ستړی کیدونکی مبارزه اخته دی .(جانانه) سر پری کیدل می قبول دی خو په الله قسم اخلم چی ټیټ به يي نه کړم ، مننه چی تا موږ دووا کړی ده

  16. دتاريخي لوي يرغل په شتون کي
    دلاسه وتلي استقلال لمانځل

    ۱۹ ـــ ۸ ـــ ۲۰۰۹

    داولس به يـو ځاي کيــږي
    پــه يــو ږغ به راپـاڅـيــږي
    هر يرغل ته به سپر کيــږي
    غلــيمان بې محوه کيــږي
    دغه چيغه دافغان ده
    داوطن به آزاديږي
    داوطن به آزاديږي
    مور ماشوم به خــوشالـيـږي
    مــخ دواکمـنـو به تـــوريــږي
    شــوم پلانـونـه بې شـنډيږي
    شتـمني دغـلابې ملي کيږي
    دچا خوښه يا نا خوښه دابه کيږي
    داوطن به آزاديږي
    داوطن به آزاديږي

    دافغان يرغمل سوي ولس لاس پوڅي واکمنان دافغانستان د سپيڅلي استقلال ۹۰ يمه کاليزه په داسي وخت کي دافغان ولس

    دتير وتلو له پاره په داخل اوهم په افغاني سفارتونو کښي په ډيرو لوړو شاندارو مراسيمو باندي لمانځي ۰ چه په وطن کښي دير غلګرو دحاکميتونو په مستقيمه لارښوونه او حمايه باندي يوه لويه سياسي لوبه دټولټاکنو تر نامه لاندي شروع سوي ، چه داسد پر ۲۹ مه نيټه به دالوبه وپاي ته ورسيږي ۰ چه په پايله کي به دامريکا تر رهبري لاندي غربي نړي خپل لاس پوڅي په اصطلاح نوي اداره دپينځو نورو کلونو له پاره انتصاب ا و پر افغان يرغمل سوي ولس باندي به يي دناټو دبي رحمه ځواک په زورتحميل کړي ۰ اوهم داډول امريکا او د غربي نړي واکمنان به داانتصاب او يرغلي بهير وخپلو ولسونو او نړيوالو ته په جمعي رسنيو کي يو دموکراتيک انتخاب او بهير وبولي ۰

    دا ځکه دنړي په هر ګوټ کښي په ځانګړي توګه تر ساړه جنګ وروسته چه امريکا او غربي نړي پر مظلومو ولسونو باندي په سياسي ،اقتصادي او نظامي پلوه هرپټ او ښکاره تېري ، ظلمونه او ناخوالي چه دخپلوشومو اقتصادي مخو له پاره دخپلولاس پوڅوواکمنو او يا په مستقيمه توګه ددوي له خواه تر سره کيږي او يا سوي دي ، لکه پر افغان ولس باندي چه داتو کلونو راهيسي تيريږي ، دوي داټوله خپلي هلي ځلي يعني اقتصادي او بشري جنايات دډموکراسي دپولي کولو ، مخدره موادو له منځه تلو او دتروريزم پر ضد دمبارزي تر نامه لاندي په غربي جمعي رسنيو اوهم ددوي تر اشغال لاندي هيوادونوپه جمعي رسنيو کښي تبليغوي ۰

    اوس نو داسي يو سوال پيداکيږي چه په داسي يوه هيواد کښي چه هغه د۴۲ هيوادونو له خواه څخه داتو کلونو راهيسي داسي تر يو لوي وحشيانه ير غل لاندي راغلي وي ،چه هره ورځ نه يواځي دا يرغلي ځواک بي ساري تاريخي بشري جنايات تر سره کوي ، بلکه وڅنګ ته يي د ولس د شتمنيولويي زيرمي ـــــ منقوله اوغيري منقوله ــــ خپل تر منځ ،اوهم دخپلو لاس پوڅو او لوي جنګ سالارانو تر منځ په سخاوتمندانه ډول تقسيموي ۰ نوپه داسي يوه وخت کښي

    ايا يو تعداد افغاني روشنفکرانو ــــ مستقل سياسي کارپو هانو ، سياسي او اجتماعي سازمانونوــــ ته دا ښايي چه دلاس پوڅو واکمنانو سره يو ځاي دادافغانو دتاريخي وياړه ډکه ورځ دتل دوي استقلال تر سپيڅلي شعار لاندي ولمانځي ؟ په داسي حال کي چه زموږ پاکو اجدادو او نيکونو دستر ملي قهرمان غازي امان الله خان تر مشري لاندي دهغه سره استعماري انګريز څخه په لويه ا فغاني سر ښندنه او قرباني باندي خپل وطن آزاد او دغليمانو څخه يي پاک کړ ۰ چه دوطن دآزادي له پاره ددوي داسر ښندني دهر افغان لپاره په هر وخت او هر ځاي کي چه وي دقدر او وياړ خانګړي ځاي لري ۰ولي متاسفانه چه نن هغه انګريز دنورو يرغلګرو سره يو ځاي نه يواځي دارګ په ماڼي کي شپي او ورځي تيروي ، بلکه هره شپه او ورځ زموږ ډير افغاني ماشومان ، ښځي ، زاړه اوځوانان دمملکت په ګوټ ګوټ کښي دخپلو الوتکو په بمباردونو باندي په شهادت رسوي ، او ددوي دشومو سياسي او اقتصادي اهدافو قرباني کيږي ۰ اوبايد وويل سي چه دامريکا ولس مشر او با ما هم دافغانستان داستقلال د۹۰ يمي کاليزي په وياړ محترم حامد کرزي او افغان ولس ته مباره کي وويل ۰ په داسي حال کښي چه افغان ولس دامريکا تر رهبري لاندي د۴۲ هيوادونو تر مستقيم ير غل لاندي داتو کلونو راهيسي خپلي شپی او ورځي سبا کوي ۰ او ټوله خپلواکي يي دلاسه ورکړي ده ۰ اوهم بايد وويل سي چه او با ما تقريبأ دوي مياشتي مخکي دمصر دالا ظهر په پوهنتون کي ديوي مفصلي وينا په تر څ کښي داسي وويل :

    امريکا ابرو مندانه از آزادي ملت ها ، واصولي قانون دفاع خواهد نمود ۰ وما با جوامع مسلمان که نيز مورد اين تهديد قرارګرفته اند ، ياری وهمکاری خواهيم نمود ۰

    ولي دوينا په يوه بله برخه کي ددموکراسي په هکله يي بيا داسي ويلي دي :

    هيچ سيستم دولتی نبايد بالای ملتی از سوی ملتی ديګر تحميل شود دامريکا يي واکمنانودپورتنيو څرګندونو څخه په ښکاره ډول معلوميږي چه دکاغذپر مخ يو څه او په عمل کښي نور څه تر سره کوي ۰ که دامريکا مشر تابه خپلو پورتنيو څرګندونو ته په ريښتينه توګه معتقد وي ، نو څنګه بيا ځان ته دا حق ورکوي او افغانانو ته ديوه داسي استقلال مباره کي وايي چه هغه استقلال داتو کلونوراهيسي دوي دجيټ اوب ۵۲ الوتکو دبمباردونو په زور په خپلو لاسونو کښي نيولي دي او په مملکت کښي هر څه ددوي دخوښي سره سم مخ ته ځي او افغانستان يي دجهان دلويو قدرتونو داستخباراتو په مرکز باندي تبديل کړي دي ۰

    ځکه نو لازمه ده چه موږ افغانان ددغي لوي تاريخي ورځي دلمانځني په درشل کي بايد دبيا خپلواکي له پاره پر يوه داسي د سياسي حل پر ميکانيزم باندي خبري او تفاهم وکړو ، چه دهغه دعملي کيدو په نتيجه کښي دافغانستان اوسني لانجه دحل ريښتينه سياسي لاره پيدا کړي ۰

    او داهغه وخت کيدلايسي چه افغان روشنفکران ژر تر ژره په داخل او بهر کښي خپل تر منځ يو تفاهم ته ورسيږي ۰ دا تفاهم کيدلايسي دافغانانو تر منځ دتليفوني اړيکو ، ايميلونو او جلساتو له لاري تر سره سي ۰ چه دسياسي حل دميکانيزم تر جوړيدو وروسته بايد داميکانيزم ديو ه با صلا حيته افغاني منتخب کميسون له لاري دامنيت شورا ته وسپارل سي ، چه په پلي کيدو سره به يي انشاالله دادڅولسيزو جګړي ته به دپاي ټکي کښيښوول سي .