کور / تازه خبرونه / افغان کرکټ : د ۴/۱ ورځي سيالۍ د هالنډ په ګټه پای ته ورسېدې

افغان کرکټ : د ۴/۱ ورځي سيالۍ د هالنډ په ګټه پای ته ورسېدې

د کرکټ ټول ژوندي انځورونه د لراوبر د عکسونو په برخه کښي  کتلائ سئ !


View as Slideshow


د افغان کرکټ د اولي ورځي د لوبو ژوندی حال :

د افغانستان او هالنډ تر منځ څلور ورځنۍ لوبي د هالنډ په وخت سهار يوولس بجې پيل سوې ، دا لوبي د هالنډ د امستلفېن په ښار کي رواني دي .

لراوبر د لوبي له ميدانه د لوبي ژوندي انځورونه او شېبه په شېبه خبرونه خپروي . دا مهال د لوبي په ميدان کي د لراوبر ويبپاڼي همکاران عبدالله احسان او سميع احمدزی حاضر دی .


لوبه په ۱۱ بجو پيل سوه ، پچه د هالنډ کپټان په ګټه وخته .

  ۱۱:۲۰

شپږ اوره ، نهه منډي ، اول بيټس مين سيفر او دوهم پنځه منډي کړي د ي ،د هالنډ د لوبډلي دوهم کس په پنځه منډو کي د شاپور ځدراڼ لخوا  اوټ سو .


 ۱۱:۴۳  په یوولسو منډو کي ۲دوهم کس هم  د شاپور ځدراڼ په بالينګ کي سميع شينواري په کاف باندي اوټ سو . تر دې مهاله لس اوره سوي دي .


۱۲:۰۰


پنځلس اوره وروسته تر لنډي تفريح وروسته دوه تنه سوځيدلي ، شل منډي سوي دي .


د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله په لومړي ځل هالنډ ته راځي او له هالنډيانو سره لوبه کوي ،دې لوبي ته يو شمير هالنډ ميشتي افغانان هم راغلي دي خو شمير يې ډير زيات نه دی ، زما همکار سميع وايي چي اوس چي څلور ورځنۍ لوبي دي نو زيات کسان  ورته نه راځي ، يوورځنۍ لوبو ته به دا لوبغاړئ له سيلانيانو ډک وي .


۱۲:۱۴


د حميد حسن په باولينګ کي د هالنډ لوبډلي لوبغاړی ( توم ده خروت ) وسوځيده . تر دې مهاله شپاړس اوره سويدي ، ۲۱ منډي سوي دي او د هالنډ د لوبډلي ۳ لوبغاړي سوځيدلي دي .



يو بل افغان سيلانی چي ذبيح نوميږي د سيلانيانو د شمير د لږوالي پړه د افغانستان پر رسنيو خصوصآ ملي تلويزيون او اريانا تلويزيون ور اچوي  او وايي کله چي د افغانستان ملي لوبډله په نړيواله کچه سيالۍ ته وزي دملي تلويزيون او رسنيو دنده ده چي افغانان له مخکي ورته خبر کړ ي او په دې اړه خبرتياوي خپري کړي .


زما همکار سميع احمدزی وایي چي لوبه د افغانستان په ګټه روانه ده ، په دې څلور ورځنۍ لوبه کي دومره ژر د نفرو سوځيدل هالنډ ته نقص کوي خو د افغانستان په ګټه ده .


شاپور ځدراڼ تر اوسه ډير ښه ځليدلی دی ، نوموړي د شپيته دقيقو په دننه کي دوه کسان سوځولي دي ، حميد حسن هم د سيالي ډلي يو تن وسوځاوه .


 ۱۲:۵۵


تر دې مهاله ۶۳ منډي سوي ، ۳ تنه سوځيدلي او اول بېټس مين ۲۳  او د پنځم بيټس مين ۲۴ منډي کړي دي .


 ۱۳:۰۰


 په سيمه ايز وخت د ماپښين يوه بجه د يو ساعت لپاره تفريح ده ، لوبغاړي دمه کوي ، پر ۱۴:۰۰ بجې به بيا لوبه پيليږي .


دافغانستان د لوبډلي منيجر ښاغلی نظري دا وخت زما څنګته ولاړ دی ، نوموړی وایي دا څلور ورځنۍ لوبي دي او تر اوسه پوري په لومړي سيشن کي افغانستان د خپل مقابل لوري دري تنه سوځولي دي ، دا د افغانستان پّ ګټه روانه ده .


دا چي افغان لوبډله د ګټلو څومره چانس لري هغه وويل :


هالنډي کرکيټ لوبډله شل کلنه تجربه لري ، خو د افغانستان د لوبغاړو طبعي استعداد او تر اوسه ځليدو ته په کتو سره ويلای سم چي دا لوبي به هم وګټي ، افغانستان د زيمبابوې څخه وروسته په دوهمه څلور ورځنيو لوبو کي برخه اخلي .ښاغلی نظري له ټولو هيوادوالو ددعا هيله کوي .


ريس احمدزي هم له لوبي ستړی راغی ، په مخ يي خولې راغلي ، خو خوښ ښکاري ، هغه خاندي او وايي چي لوبه په مزه روانه ده ، نوموړی وايي چي د هالنډ لوبډله د سپينبالرانو په لوبولو کي کمزوري دي .


۰۰ : ۱۴


ریس احمدزي کیچ ونيوی چي په نتیجه کښي يې ۴م هالنډی لوبغاړی وسوځول سو.


 بازي دافغانستان ملي لوبډلي په ګټه روانه ده .


 ۱۴:۲۰


په ۱۲۲ منډو د نبي په بالنګ سره د هالنډ ۵ لوبغاړي وسوځیدل .


 


۱۴:۳۰


د نبي په بالنګ په ۱۲۷ منډو د هالنډ ۶ لوبغاړی وسوځیدل .


 ۱۴:۳۸


د نبي په بالنګ په ۱۳۵ منډو د هالنډ ۷  اووه لوبغاړي سوځیدلي .


 ۱۴:۵۱


د حمید حسن په بالنګ سره په ۱۴۹ منډو  ۸م هالنډی لوبغاړی وسوځول سو.


۱۵:۰۴


د حميد حسن له خوا بیس مين بورډ کړل سو . په ۱۶۸ منډو سره ۹ نهم هالنډی لوبغاړی وسوځیدل سو . د هالنډ يو لوبغاړی لا پاته دی، چي تر سوځیدلو وروسته به يی بازي پای ته ورسيږي .


 ۱۵:۲۰


د بازي دوهمه برخه پای ته ورسیدل، په ۱۸۱ منډو د هالنډ ۱۰ لوبغاړي وسوځیدل .اوس تفريح ده، ۱۵ دقيقی وروسته افغان ملي ټيم بيټينګ کوي .


 ۱۵:۴۰


تر تفریح وروسته افغانستان بیټنګ کوي، لوبي ته راغلي افغانان د کرګټ ملي لوبډله د ډول او چکچکو بدرګه کوي .


۱۵:۴۷


نور علي زدران د هالنډي لوبغاړي له خوا اوټ سو .


۱۵:۵۰


احمدشاه د هالنډي لوبغاړي له خوا اوټ سو . ۲ټول ۲ افغان لوبغاړي سوځيدلي دي .


 ۱۶:۰۵


دريم افغان لوبغاړی شیرزاد اوټ سو.


 ۱۶:۱۵


څلورم افغان لوبغاړی اصغر ستانګزی اوټ سو، په ميدان کي ريس احمدزی او نوروز منګل په ميدان کي ولاړ دي .


 ۱۶:۴۳


افغانستان ۲۷ منډي کړي دي، تر اوسه ۴ افغان لوبغاړي سوځیدلي دي .


۱۷:۰۵


ريس احمدزی اوټ سو، ټول پنځه افغان لوبغاړي سوځيدلي، افغانستان ۶۰ منډي کړي دي .


 ۱۷:۲۰


۶ افغان لوبغاړي سوځيدلي، افغانستان ۸۳ منډي کړي دي .


 ۱۷:۴۰


ټول ۷ افغان لوبغاړي اوټ سوه، ۹۶ منډي سوي دي په ۳۱ اورونو کښي ،


 ۱۷:۵۰


نوروز منګل اوټ سو، ټول ۸ افغان لوبغاړي سوځيدلي، افغانستان ۹۹ منډي کړي دي په ۳۵ اورنو کښي د نن ورځي د بازۍ پايان ته ۵ دقيقي پاته دي .


۱۸:۰۰


د افغانستان په ۱۰۷ منډو کي ۱۰ سره لوبغاړي،په ۳۶ اورونو کي  وسوځيدل  او د هالنډ هم ۱۰ سره لوبغاړي په ۵۷ اورونو ګي سوځيدلي ول، ټول ټال هالينډ ۱۸۱ او افغانستان ۱۰۷ منډې ترسره کړې چي پدي سره بازي د هالنډ په ګټه د هالنډ پر وخت ماځيګر ۶ بجي پای ته ورسيدل .


پای



د کرکټ ټول ژوندي انځورونه د لراوبر د عکسونو په برخه کښي  کتلائ سئ !


View as Slideshow





اروپا مېشتي او هالنډ ميشتي افغانان کولائ سي چي په ډيري اسانۍ سره په امستردام کي د افغا ن ملي لوبډلي د کرکټ پدې سياليو کښي برخه واخلي او د افغان کرکټ ملي لوبډلي روحيه لا پياوړې کړي !




د افغانستان دكركټ ملي لوبډله د روان كال د اګست پر۱۳ مه نيټه دپنجشنبي په ورځ د زمبابوي دهيواد دهراري ښار ته سفر وكړ چي هلته خپل لومړني څلور ورځنۍ لوبه ترسره كوي او تر هغه وروسته مخ پر امستردام حرکت کوي .


دكركټ ملي لوبډله د خپل سفر په  اول پړاوکي د زمبابوي  په هيواد کښي د روان كال د اګست دمياشتي د۱۶ مي څخه بيا تر۱۹ مي نيټي پوري او په دوهم پړاو کي د هالنډ په مرکز امستردام کښي د اګست د ۲۴ نېټې څخه تر ۲۷ مي نېټې پوري لوبي ترسره کوي .


افغان لوبډلي لپاره به دا لومړى ځل وي چي د انټركانټينيټل جام په څلور ورځني او دوه يوه ورځني لوبي چي هالينډ هيواد سره د اګست پر۳۰ او د سپتمبر پر ۱ نيټه د ۲۰۰۹ ز كال ترسره كوي .


افغان لوبغاړي وايي: كه څه هم دا لومړى ځل دي چي دوى څلور ورځني لوبو كي برخه اخلي او مقابل لوري يي د ډيره وخت راپديخوا دداسي لوبو سره عادي دي خو دوى ډاډه دي چي افغان لوبغاړي به زيار وباسي چي ښه وځليږي او بريا ترلاسه كړي .


ديادوني وړده چي دغه لوبي د لوبغاړو د تجربو د زياتوالي او راتلونكو سياليو لپاره د تياري په موخه ترسره كيږي .



اود هالنډ د کرکټ ملي لوبډلي نور اړوند معلومات :


Huis van de Sport
Wattbaan 31-49
3439ML NIEUWEGEIN
The Netherlands
Telefoon: +31 (030) 7513100


route : http://cricket.nl/site/index.php?option=com_content&view=article&id=95&Itemid=115
Koninklijke Nederlandse Cricket Bond
Telefoon: +31 (0)30 7513780
Fax: +31 (0)30 7513781
Email : cricket@kncb.nl
http://cricket.nl/site