کور / کتابتون - هنر او ادبيات / څلورم نفر (پوليسي ناول) د جبار فراز اثر پر لیکه او تازه چاپ سو

څلورم نفر (پوليسي ناول) د جبار فراز اثر پر لیکه او تازه چاپ سو

 

 

څلورم نفر

 

د کتاب پېژندنه :

 

 

 

څلورم نفر  

 

ژباړن :

 

 

عبدالجبار فراز

د كتاب نوم : څلورم نفر (پوليسي ناول)
 

 

ليكوال:

 

 

امير عشيري

 

 

انلاين چاري :

 

 

لراوبر – کتابتون

 

 

خپرندوى :

 

 

دانش خپرندويه ټولنه

 

 

چاپشمېر:

 

 

1000 ټوكه

 

 

چاپكال:

 

 

1388ل 2009ز

 

 

 

  1.  

     

  2.  

     

  3.  

     

  4.  

     

  5.  

     

  6.  

     

  7.  

     

  8.  

     

  9.  

     

  10.  

     

  11.  

     

  12.  

     

  13.  

     

  14.  

     

  15.  

     

  16.  

     

  17.  

     

  18.  

     

  19.  

     

  20.  

     

    دوهم ټوك، شلمه برخه  او وروستۍ برخه – لاندي لوستلائ سئ :

 

 

ليكوال: امير عشيري
ژباړن: عبدالجبار فراز/كندهار
jabar.faraz@gmail.com

 

 

سوکانم ته مې وويل: ورته ووايه چې شارپ راولي!
هغه وپوښتل: د پاسپورټ پوښتنه ځنې کوې؟
ومې ويل: هو، خپله دى يې بايد ځواب راکړي.
سوکانم د زندان رييس ته يو يادښت واستاوه چې شارپ يې دفتر ته راولېږي، پر ټليفون هم ورسره وږغېد…
ليندن وويل:
زما په نظر شارپ ډېر ټيټ پوړى سړى هم نه دى له دې پاسپورټه يې ښکاري چې په هانګ کانګ  يې خورا مهم ماموريت تر سره کړى دى او که يې زموږ دا پوښتنه راځواب کړه قضيه روښانېږي او د ډېرو مسئلو سر په لاس راکوي.
ومې ويل: په دې کې چې په هانګ کانګ کې يې له خورا ځانګړي سړي سره ليدلي، شک نه شته او هغه سړى بايد هماغه څلورم نفر وي، البته دا زما نظر دى، هغه ښايي کوم بل ماموريت لرلى وي، په هر حال خپله يې بايد روښانه کړي.
سوکانم وويل:
فکر نه کوم شارپ دا پوښتنه ځواب کړي، ما سګرېټ ته اور ورته کړ او ومې ويل:
خو زه باوري يم چې هغه هر څه چې وي، وايي يې، ځکه فکر کوي رښتيا ويل يې د سزا له کمېدو سره  مرسته کوي.
ليندن وويل:
د پر خبرو راوستو لپاره يې ډېرې لارې شته شکنجه، بې خوبي او ډېر نور شيان چې د سوکانم په واک کې دي.
ومې ويل: دا کار هم زما پر غاړه راواچوئ هڅه کوم پر خبرو يې راولم.
څو دقيقې وروسته شارپ د دوو وسلوالو په منځ کې خونې ته راننوت… يوه مامور ته مې د هغه له لاس څخه د اوسپنيز ولچک د خلاصېدو وويل.
شارپ راڅخه وپوښتل: نور څه کار راسره لرئ؟ ما خو خپل ټول حال ته ووايه.
له لاس سره نژدې څوکۍ مې ور وړاندې کړه او ومې ويل: راشه کښېنه، يو دوې پوښتنې پاتې دي چې بايد ځواب يې کړې، کښېناست او ويې ويل: او که يې ځواب نه کړم؟!
لاس مې پر اوږه ورکښېښود او ومې ويل: ته پوهېږې چې که مو پوښتنې راځواب کړې د سزا پر کمېدو دې څومره اغېز کوي او پوهېږم چې راتلونکو پوښتنو ته به مو هم ځواب ووايې.
– ښه، وپوښتئ!
– لومړى دا ووايه چې له دې ځاى او وسايلو څخه راضي يې؟
شارپ پوزخند وواهه او ويې ويل: ستا د مهربانۍ په زور بد نه دي، تر کور ډېر ښه دى!
ادينا په خندا وويل:
يوازې د نڅا او سندرو پروګرام نه لري. شارپ ورو سر وښوراوه او ويې ويل: هو، همدا دوه کم دي.
سګرېټ مې ورکړ او په داسې حال کې چې د اورلګيت د خاشي لمبه مې د سګرېټ سر ته نژدې کړې وه، ومې ويل:
له هربرټ څخه د ګروېږنې پر مهال هغه وويل چې ته يې د يوه مهم ماموريت لپاره هانګ کانګ ته لېږلى وې.
شارپ له سګرېټه دودکش کړ او ويې ويل: دروغ يې ويلي!
ومې ويل: خامخا دې هورې له يو چا سره ليدلي!
– ومې ويل چې دا رښتيا نه دي!
– يعنې وايې چې هربرټ له بانکوک څخه دباندې په کوم ماموريت پسې نه يې لېږلى؟
– هو، همداسې ده!
– خو تا د رښتيا ويلو ژمنه کړې ده، ښه، د هغه سړي نوم دې زده دى چې په هانګ کانګ کې دې ورسره وليدل؟
شارپ د سګرېټ ايرې د خونې پر ځمکه ورژولې او ويې ويل:
ښاغلې رامينه تاسې له يوې داسې موضوع څخه ږغېږئ، چې بېخې بې بنسټه او دروغ ده، ما تر اوسه په هانګ کانګ کې پښه نه ده ايښې، ډېر مې زړه ورغواړي، آيا هلته مې د بېولو تصميم لرئ؟
زه پوهېدم چې شارپ دروغ وايي او په هانګ کانګ کې د خپل ماموريت په اړه معلومات نه راکوي، هغه سره له دې چې په آرامۍ سره د ځواب ويلو هڅه يې کوله، بيا هم پر خپلو خبرو د شک او ناباورۍ بوى ځنې پورته کېدى.
د هغه له دې حالته د راايستلو لپاره، ظاهري آرامۍ ته اړتيا وه، د بل ډول پوښتنې او پاسپورټ را ايستلو وخت لا نه و رارسېدلى، هغه مې اخير ته پرې ايښى و، ځکه پاسپورټ د برياليتوب هغه پاڼه وه چې کله مې د شارپ مخې ته له ځمکې ويشتله، نو د انکار امکان نه پاتېدى، سوکانم ځنې وپوښتل: په دې يوه دوو ورځو کې له بانکوکه وتلى يې که نه؟
شارپ په هماغه ساختګي آرامۍ، چې د ده په فکر پر موږ اغېزناکه وه، ځواب ورکړ:
-نه، شاغلې رييسه، يوه دوې ورځې خو څه چې نژدې په دا دوې مياشتې مې له بانکوکه پښه نه ده ايستلې.
ومې ويل: ګوره شارپه، د دروغو ويلو هڅه مه کوه!
ويې ويل: تر اوسه چې مې څه وويل، بېخې رښتيا وو.
– ښه، اوس مې يوې پوښتنې ته ځواب راکړه!
– مهرباني وکړي، آيا دا هم د هغې بلې په شان ده؟
– د هغې له کتاره ده!
سګرېټ يې پاى ته رسېدلى و، د سګرېټو کوتۍ مې پرانيسته او مخې ته مې ورته ونيوله، ويې ويل:
مننه، خبره مو وکړئ!
شارپ د زندان په دې يوه ساعت کې پوره اوښتى و. ډېر ټينګ او تند ځواب يې وايه. په ښکاره يې هڅه کوله، ځان ځواکمن وښيي، ځکه اوبه يې تر سر اوښتې ليدلې. د سګرېټو کوتۍ مې وتړله او پر مېز مې کښېښوده او ومې ويل:
زموږ يوه مامور له هانګ کانګه خبر راکړى چې ته هورې وې، آن له يوه داسې چا سره يې پر خبرو ليدلى يې چې هويت يې تر اوسه موږ ته نه دى څرګند شوى، په دې کې څه وايې؟ آيا زموږ د مامور ګزارش هم بې بنسټه بولې، خو د هغه دا خبر مو څو دقيقې وړاندې تر لاسه کړ.
شارپ وخندل او په داسې حال کې چې سر يې د خندا له امله ښوراوه ويې ويل:
نه، بې بنسټه نه دى، خو تر ټوکې لا ټوکه ده، ستاسې مامور له هانګ کانګه ګزارش درکړى چې څه؟ چې زه يې له يوه نفر سره ليدلى يم؟ نو زه ډېر مهم سړى يم او په ځان خبر نه يم آن تر بوريس هم مهم، ځکه ستا ماموران مې پېژني، ښه چې له ډېره وخته مو پېژندلم، نو ولې اوس راپسې راغلئ؟
ومې ويل: همداسې يوې ورځې ته مې پرې ايښى وې چي ټوله يو ځاى سره ونيسم.
– بد فکر دې نه و کړى!
– ښه اوس بايد رښتيا ووايې، په هانګ کانګ کې دې څه کول؟ زه د هغه شخص نوم او پته غواړم.
– ښاغلې رامينه! تاسې خبر ياست چې ما په (ک.پ.آ) کې دومره اهميت نه درلود، باور وکړئ چې له هغوى او خپل کړي کاره مې هم کرکه کېږي، څنګه درته ووايم ته و خداى که به مې آرام نه پرېږدې…
ومې ويل: نو رښتيا نه وايې؟
نارام يې وخندل او ويې ويل:
– داسې رښتيا نه شته چې ويې نه وايم!
سگګرېټ مې ورته ونيو… په ګوتو کې خاموش شوى سګرېټ يې پر ځمکه وغورځاوه او زما هغه يې واخيست. خاشه مې ورته ووهله… تر يوه دود کشولو وروسته يې په يوه واړه ورنژدې ټکي کې سترګې وګنډلې.. . ټول په چوپتيا کې ډوب وو، ما ورو پر اوږه وټپاوه او ومې ويل:
رښتيا هېر مې و، زموږ مامور له هانګ کانګه له رالېږلي راپور سره يو عکس هم رااستولى دى.
شارپ مې د خبرو منځ ته رامنډه کړه او ويې ويل:
آيا غواړې ووايې هغه زما عکس دى؟ په عکس کې لاسوهنه نن سبا يو ساده کار دى، واقعاً ډېره خندنۍ ده، زه په هانګ کانګ کې وم او ستا مامور هم تصوير راڅخه اخيستى دى؟!
ومې ويل:
په هغه عکس کې يوازې نه يې، ښايي داسې مهال اخيستل شوى وي، چې ته له موټره کوز شوى او له دروازې سره يې ولاړ يې او هغه سړى، چې مخ يې لږ تت راغلى، له موټره د راکښته کېدو په حال کې دى، البته دا زموږ د مامور نيمګړتيا ده، ځکه يو څه ليري درڅخه ولاړ و، خو چاره يې هم نه درلوده.
– هغه عکس چيرې دى؟ ليدلاى يې شم؟
– ولې نه، څو دقيقې وروسته يې درښيم!
شارپ خپله ښکاره آرامي ساتلې وه، لکه ډېر چې پر ځان ډاډمن وي، زما خبرو يو کوچنى بدلون هم په کې رانه ووست، لاس مې د سوکانم پر مېز د پراته پاسپورټ خوا ته لاړ، ځکه ليدل مې چې وخت يې رارسېدلى او نور بايد دا پاڼه د شارپ مخې ته له ځمکې ووهم.
په هماغه شېبه کې شارپ مخاطب کړم او ويې ويل:
دا پاڼې نورې هم شته که خلاصي شوې؟ رښتيا-رښتيا تاسې دا خيال کوئ چې له يوه ماشوم سره مخامخ ياست او په دې تشو خبرو به يې تېر باسئ؟! هانګ کانګ، د مامور ګزارش، له يوه بل نفر سره زما عکس، لنډه دا هر څه چې دې له وسه پوره  و ودې کړل، خو له بده مرغه هېڅ يوه يې نښه ونه ويشته، پرېږدئ چې خپله وروستۍ خبره مې وکړم: زه له څه نه يم خبر…
ليندن يې له کوره راوړې دستګاه وروښوده او ويې ويل: دا پېژنې؟ ستا له کوره مو راوړې!
شارپ سپک غوندې وموسل او ويې ويل:
زه هم پوهېږم، د (ک.پ.آ) له ملګرتيا مې هم انکار نه دى کړى او آن ومې ويل چې هر څه هغوى راباندې وکړل اواوس مې له ټولو نفرت کېږي.
د پاسپورټ تر ورته اېښودو وړاندې مې ځنې وپوښتل:
نو ته هانګ کانګ ته نه وې تللى؟
هغه ځواب راکړ: نه، نه وم تللى، بله خبره نه لرې؟
معناداره موسکا مې وکړه او ومې ويل: ولې نه، ښاغلې شارپه، يوه بله داسې پوښتنه پاتې ده چې زما په فکر ځواب به يې راکړاى شې…
وروسته مې پاسپورټ له مېزه واخيست، سترګو ته مې ورته ونيو او ومې ويل: د دې په اړه بيا څه وايې؟
د پاسپورټ په ليدو د شارپ د څېرې رنګ واوښت، ساختګي آرامي يې له لاسه ورکړه… پر مخ يې د نارانۍ نښې راڅرګندې شوې او ګنګوړه يې وويل:
هو، دا زما پاسپورټ دى!
سوکانم په غوسه وويل: احمقه، که دې د دې فکر هم کړى واى داسې بې عقلي خبرې دې نه کولې، ځواب راکړه، په هانګ کانګ کې دې څه کول؟
شارپ چوپ شو… بېله ځنډه مې يوه ټينګه څپېړه پر مخ وواهه او ومې ويل:
وادې نه ورېدل؟ اوس رښتيا ووايه، په هانګ کانګ کې دې څه ماموريت درلود؟ بايد له يو چا سره دې ليدلي وي.
هغه په داسې حال کې چې زما د څپېړې پر ځاى يې لاس نيولى و، وويل:
هو، ماموريت مې درلود!
پر مخ مې دويمه څپېړه وواهه، پر خبرو راغى او ويې ويل: ماته يې هورې له يوه نفره سره د ليدو ماموريت راکړى و.
ومې پوښتل: څه نومېدى؟ ځواب يې راکړ:
نه دى رامعلوم، ما يوازې ورسره وليدل!
سوک مې تر زنه ورلاندې کړ او کښې مې کښى، سر يې لوړ کړ، ترې ومې پوښتل: په دې ليدنه کې موڅه سره وويل، کوم پيغام-ميغام دې وروړى و؟
شارپ په ټيټ ږغ وويل: زه د ويلو څه نه لرم!
ناببره مې يې لاس د زنې له لاندنۍ برخې څخه راايسته کړ او همدا چې سر يې وځړېد، ټينګه څپېړه مې پر څټ وواهه او ومې ويل: نو ليدو ته يې ورغلى وې؟
شارپ ځان پر څوکۍ ټينګ کړ او ويې ويل: هغه يو ليک راکړ!
ومې پوښتل: هغه ليک چيرې دى؟
– هربرټ ته مې وسپارئ!
– هغه د هربرټ لپاره کوم پيغام هم درکړ؟
– نه، زموږ ليدنه يوازې يوه دوې دقيقې وغځېده.
هغه ليک مې-چې د هربرټ له جېبه يې راکښلى و-له خپله جېبه راوکيښ، شارپ ته مې ورښود او ومې پوښتل:
دا ليک پېژنې؟
هغه پاکټ ته وکتل او ويې ويل: هو، همدغه دى!
ومې پوښتل: د هغه سړي نښې راته ويلاى شې؟
شارپ په نارامۍ سره وويل: مخ مې يې ونه ليد، خونه تياره وه، هغه پر مېز د پراته څراغ رڼا زما پر مخ اچولې وه.
– چيرې دې وليد؟
– د ماندارين هوټل په ١١٥مه شمېره خونه کې!
– ١١٥مه شمېره خونه د چا پر نامه وه؟
– نه يم خبر، زه نه يم خبر!
د کرتۍ تر غاړه مې ونيو، له څوکۍ مې راولاړ کړ او پر سينه مې په سوک وواهه، پر شا-شا لاړ، ځان يې سره سمبال کړ، ور وړاندې شوم، سترګو ته مې يې وکتل او ومې ويل: راته ووايه، د هغه سړي خونه دې څنګه وموندله؟
شارپ په داسې حال کې چې سا يي شړله، وويل: زه يو بل چا وروستم!
– هغه دې پېژندى؟
– هربرټ يې نښې راکړي وې، يوه ښځه وه او د هانګ کانګ په هوايي ډګر کې راته منتظره وه.
– اوس د هغې ښځې نښې راته ووايه!
کله چې شارپ د هغې ښځې نښې راته ويلې، ما  ليندن ته وکتل او ځنې ومې پوښتل:
ودې پېژنده؟
ليندن ورو سر وښوراوه او ويې ويل: هو، د دې نښو څښتنه هماغه ګاربو ده!
ومې ويل: نو له ياده يې مه باسه!
وروسته مې شارپ ته مخ کړ او ومې پوښتل:
هغه ښځه دې مخکې هم ليدلې وه؟ يعنې دلته په بانکوک کې؟
ځواب يې راکړ:
نه، لومړى وار و چې ليدله مې، هغې په ټيکسي کې د ماندارين هوټل ١١٥مې خونې ته بوتلم… د خونې څراغ خاموش و، يوازې پر مېز پروت ګروپ لګېدى، هغه سړى، چې په تياره کې مې يې يوازې بدنه ليدله، د ګروپ تر شا ناست و، له ګروپه هم لږ ليري راته ايسېدى، آن نوم يې هم راڅخه ونه پوښت، پاکټ يې راکړ او رخصت يې کړم.
سوکانم يې د خبرو منځ ته ورمنډه کړه او ويې ويل:
دروغ وايې!
شارپ مخ ور واړاوه او ويې ويل:
دروغ نور بې ګټې دي! ما ځنې وپوښتل: هغې ښځې د هربرټ لپاره کوم پيغام در نه کړ؟
شارپ چوپ شو، له څېرې څخه يې داسې ښکارېده چې د يوې مهمې موضوع د پټولو نيت لري، سوکانم اشاره راته وکړه چې وخت ور نه کړم، ور وړاندې شوم او ومې پوښتل: تا ويل هغه ښځه څه نومېده؟
شارپ په ترخه موسکا وويل: خو ماته د هغې نوم نه دى معلوم، خپله يې هم ځان را معرفي نه کړ، يوازې مې لارښوونکې وه، نښې يې هربرټ راکړي وې.
ورو مې سر وښوراوه او ومې ويل:
نو ته هربرټ په دې ماموريت ولېږلې او د هغې ښځې نښې هم هغه درکړې؟ ښه، له دې ښاغلي هربرټ سره دې چيرې ليدلي و؟
– همدلته، زما په کور کې!
– مګر دوه ساعته مخکې دې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې هربرټ نه پېژنې!
– ما داسې ونه ويل!
سوکانم ته مې وويل: د شارپ د تحقيقاتو نوار چالان کړه چې دا بې عقل د خپلو پوښتنو ځوابونه واوري.
لږ وروسته نوار ولګېد، زما ږغ واورېدل لو چې له شارپه مې وپوښتل:
هربرټ پېژنې؟ او شارپ ځواب راکړ: دا نوم مې له غوږ سره آشنا نه دى!
سوکانم دستګاه بنده کړه، ما له شارپه وپوښتل: خپل ږغ خو دې واورېد؟
– هو، وبخښئ ښاغلې رامينه، زه په يوه غير عادي حالت کې وم، اوس هم يم، اصلاً نه پوهېږم څه اورم او څه وايم…
– اخير ودې نه ويل چې تا او هغې ښځې څه سره وويل؟
– هېڅ، باور وکړئ!
– داسې خو نه ده، ځکه هغه ښځه زه پېژنم چې څومره خطرناکه ده!
کله چې مې وليدل شارپ  له ځواب ورکولو ځان کاږي، يوه ټينګه څپېړه مې پر مخ وواهه، په وارخطايۍ سره يې وويل:
کوم پيغام يې رانه کړ، خو…
ومې پوښتل:
خو، څه؟ِ
يو دوه ګامه راڅخه ليري شو او ويې ويل:
کله چې زه او هغه له ماندارين هوټله راووتو، هوايي ډګر ته پر لار يې يو مهم ماموريت راوسپارى چې که يې ترسره کړم، پنځوس زره باته به راکړي.
– دا کوم مهم ماموريت و چې پنځوس زره باته ارزښت يې درلود؟
– ستا وژنه!
ټولو وخندل، زه هم خندا واخيستم او ومې ويل:
نو ته چې له هانګ کانګه بانکوک ته راننوتې، زما د وژلوماموريت دې درلود، ښه، نو ولې دې تر سره نه کړ، آيا پنځوس زره باته لږ درته وايسېدل او که دې د هغې ښځې پر ژمنه باوري نه وې؟
ليندن وويل: خامخا يې وخت نه دى پيدا کړى.
ادينا په داسې حال کې چې خندل يې ويې ويل: هم يې ښايي په کاپيټل هوټل کې زما د پيغام درکولو پر مهال ستا له منځه وړل غوښتل!
شارپ وويل:
همداسې ده، ما آن دا موضوع له هربرټ سره هم شريکه کړه، چې رښتيا شي ځنې وېرېدم ما ويل هسې نه د دې خبرې د نه شريکولو په پړه مې ووژني. هغه راسره ومنله، د رامين د وژلو په نيت کاپيټل هوټل ته لاړم، نېکمرغه و چې په خپله خونه کې نه و، که نه هورې مې کار ورختماوه، آن که له ده سره په خونه کې ښاغلى ليندن هم واى، دواړه مې وژل.
سوکانم وخندل او ويې ويل:
دواړه ډېر نېکمرغه ياست چې په خونه کې نه وئ.
ليندن وويل: څه معلومه ده چې د شارپ مرمۍ به خامخا خپله نښه ويشتله؟
شارپ په ليندن پورې سترګې وګنډلې او ويې ويل:
زه په نښه ويشتنه کې ډېر تکړه يم! هغه ته مې وويل:
پام دې زما خوا ته راواړاوه له هانګ کانګه دې  بانکوک ته د راتلو پر  مهال زما د مړينې خبر واورېد، که نه؟
شارپ وويل:
هو، ستا د مړينې خبر مې له هربرټ سره تر ليدو وړاندې واورېد، خو هغه راته وويل چې رامين ژوندى دى او د انتوني په مستعار نامه په کاپيټل هوټل کې اوسېږي.
سوکانم ته مې وويل: شارپ مې نور نه دى په کار، ورته ووايه چې بويې زي.
هغه هغو دوو وسلوالو مامورانو ته امر وکړ چې شارپ زندان ته بوزي، يوه يې د شارپ لاسونه ولچک کړل او لکه څنګه چې يې راوستلى و، هماغسې يې له خونې څخه وايست، دا شېبه نو د نوي ورځې رڼا د اسمان پر زړه خپره شوې وه، موږ ټول ستړي وو، کرۍ شپه د هغه او دغه په توقيف او تحقيق بوخت وو، ټول بايد ستړي شوي واى.
سوکانم راته وويل:
د نن شپې کار مې د خپل رياست په ټوله موده کې نه و کړى، ستا ماموريت هم نژدې پر تمامېدو دى!
ومې ويل: د (ک.پ.آ) د پاشلو په معنا يې منم، خو ماموريت مې لا پاى ته نه دى رسېدلى، زما موخه بل څه ده.
ليندن وويل: دا  بايد ومنې چې له خپل اصل هدف څخه چندان ليري نه يې.
ومې  ويل: همداسې ده، اوس پاڅه چې ځو، سوکانم تر موږ ډېر ستړى دى.
له سوکانمه مې خداى پاماني واخيسته او له خونې څخه يې راووتم، د پوليسو د ادارې له دروازې څخه چې راووتو ليندن راڅخه وپوښتل: ته بېرته خپل هوټل ته ځې؟
تر لږ فکر وروسته مې وويل:
درې سره ستا کور ته ځو! فردريک شټرينګ ته کښېناست او موږ درې شا ته، د ليندن کور ته لاړو.
هلته مې تر هر څه لومړى هغه ليک ليندن ته ورکړ او ومې ويل:
ويې لوله چې څه يې ليکلي دي، ډېر بايد مهم وي.
ليندن ليک ته وکتل، لږ وروسته خندا واخيست. ومې پوښتل: کومه خندنۍ خبره يې ليکلې؟
ويې ويل: البته، دا يو شفر دى او بايد موږ سر په خلاص کړو، اوس غوږ شه چې څه يې ليکلي…
هغه ليک داسې وژباړى:
کله چې سپين نسترن يوازې وي يوه د خړو او ژړو وزرونو لرونکې الوتونکې يې له تنهايۍ څخه راايستلاى شي. د سپين نسترن پر ښاخونو د يوې وحشي الوتکې له کښېناستو او سندرې ويلو سره سم هغه له يوازيتوبه راوزي. سپين نسترنن تل سترګې پر لار دى.
ليک مې د ليندن له لاسه واخيست… تر وروستۍ کرښې وروسته مې (٩٢-٧٥) پام وراړاوه، له ليندنه مې وپوښتل:
ددغې شمېرې په اړه څه وايې؟
په داسې حال کې چې سترګې يې په ليک کې وې، ويې ويل:
دا نو هغه شفر دى چې کيلي يې له هغوى سره ده، اصلي ليک همدغه دى.
ومې ويل: له ژړ او خړ وزري الوتونکي څخه دې څه واخيستل؟
ليندن اوږې پورته واچولې او ويې ويل:
زما په نظر د يوې ليدنې ژمنه ده چې (وحشي الوتونکې) بايد له (سپين نسترن) سره تماس ونيسي، اوس بايد وليدل شي چې د ژړو او خړو وزرونو لرونکې وحشي الوتونکې څوک ده؟
ومې ويل:
ته خو يې بايد تر ما ژر وپېژنې، دا وحشي الوتونکې هم ډېره ښکلې او په زړه پوري ده او له ډېر وخت راهيسې کار درسره کوي، زما ډېر زړه غوښت چې يوه شپه ماښامنۍ ورسره وخورم.
ليندن په شکمن انداز وپوښتل: ژرترود يادوې؟!
ومې ويل:
هو، ما او تا خو پېژندلې وه، د تيلور تر له منځه تلو وروسته (ک.پ.آ) په دې ليک سره-چې په ښکاره يوه ادبي ټوټه ده-د هغه ماموريت ژرترود ته سپارلى دى…
ادينا وويل: (ک.پ.آ) دغه ماموريت د يوه ټلګرام په مرسته خپله ژرترود ته هم مخابره کولاى شواى!
ليک مې وتاړه او ومې ويل:
هغوى فکر کړى چې که راډيويي څپې وکاروي، ښايي (سي.اس.آى) خبره شي، دا چې د دې خبر د لېږلو وسيله يې شارپ ګرځولى، نو هره خوا يې سنجولې ده، او بل دا چې تل خو راډيويي څپې نه شي کاريدلاى، د شارپ غوندې پټ استازي تر مخابروي دستګاوو ډېر ډاډمن دي.
سپين نسترن، چې هماغه ساختګي څلورم نفر دى، هم له همدې امله د (سي.اس.آى) محرم اسناد او مدرکونه د سړيو په لاس (ک.پ.آ) ته استوي… او اوس د ښکلې پېغلې ژرترود شتوالى د يوه پټ استازي په توګه کارول غواړي، سپين نسترن او پېغله ژرترود خامخا سره پېژني او د ليک د پاى څلور شمېرې د هغوى د ليدنې ځاى او مهال دى چې زموږ لپاره اوس مبهم دى.
ليندن وويل: ستونزه دلته ده چې ژرترود دا ليک نه دى تر لاسه کړى او له خپلې دندې ناخبره ده.
ومې ويل:
د ليک ور رسول خو ډېر ساده کار دى، دغه کوچنى ماموريت همدا اوس فردريک تر سره کوي او ليک د دروازې له کښتنۍ برخې څخه د ژرترود کور ته ننباسي.
ما سملاسي فردريک، چې له خونې څخه دباندي  ناست و، خونې ته راوست او ليک مې په پاکټ کې کښېښوده، ومې تاړه، ور مې کړ او ورته ومې ويل چې د دروازې له سر يا لاندې څخه يې د ژرترود کور ته وغورځوي.
فردريک د ماموريت د تر سره کولو په نيت د ليندن کور پرېښود…
ادينا وپوښتل: وروسته دې څه په نيت کې دي؟
ومې ويل: ته د خداى روى ته وګوره پاڅه او د ليندن پر چپرکټ يو دوه ساعته ويده شه، ځکه رنګ دې الوتى او ډېره ستړې معلومېږې. تر لاس مې ونيوله او د ليندن د خوپ خونې ته مې بوتله… ادينا وپوښتل: ته چيرې وېدېږې؟
ومې ويل: زما په فکر کې مه اوسه، يو ځاى به ويده شم.
هغې جامې وکښلې… يو آسماني رنګه د خوب کميس يې اغوستى و، پر چپرکټ د پرېوتو پر مهال رانژدې شوه، په ستړيو سترګو کې مې يې ولوستل چې څه غواړي… پر بربنډو اوږو مې يې لاسونه ورکښېښودل او سينې ته مې راجوخته کړه، رنګ الوتي شونډې مې يې ښکل کړې…
ماته هم بې مزې نه وه چې تر هومره ډېر کار او فعاليت وروسته ادينا غوندې ښځه په غېږ کې ونيسم، هغه مې نوره او په لا لېوالتيا سينې ته راجوخته او لوڅې اوږې مې يې ښکل کړې.
يو مهال مې احساس کړه چې د ادنيا له هيجانه ډکو او تودو مچکو ستړيا راڅخه اخيستې ده، هغه همداسې وړاندې تله، ځان يې نور هم په غېږ کې راځايوى… ومې ويل: ياد دې وي چې ليندن په هغه بله خونه کې ناست او راته منتظر دى.
ادينا وخندل او ويې ويل: هو، رښتيا وايي!
ومې ويل: هغه شپه، چې د يوه دوه نفري جشن جوړولو ژمنه مو سره کړې، رانژدې کېدونکې ده.
د ليندن ږغ له هغې خونې څخه پورته شو چې ويې ويل: په څه لګيا يې رامينه؟
په خندا او لوړ ږغ مې وويل: په يوه شپه مهالي ماموريت…
ادينا ورو پر مخ وټپولم او ويې ويل:
– هو، يو شپه مهالى ماموريت… نور ورځه.
د خوب له خونې څخه راووتم او بېرته ليندن ته راغلم، هغه وويل:
– له ادينا سره دې څه ويل؟
– هېڅ، هغه د خپلې دندې په اړه ږغېده.
ليندن لږ وخندل او ويې ويل: بل وخت هم و.
ومې ويل: هو، پوهېږم، خو…
خبره مې بشپړه نه کړه، غوښتل مې خپله وپوهېږي، هغه په داسې حال کې چې سترګې يې په ما کې وې، په يوه معناداره موسکا يې وويل: د ستړيا د ليري کولو لپاره ضروري و.
– همداسې ده!
– خو ستا ستړيا ډېر ژر ليري شوه!
– آيا تحقيق راڅخه کوې؟
– اوه، وبخښئ ښاغلې رامينه،کومه موخه مې نه درلوده.
ومې پوښتل: بله خبره نه لرې؟
ويې ويل: ولې نه، غوښتل مې وپوښتم چې له ژرترود سره بايد څه وکړو؟
ومې ويل:
يعنې داسې ښيې چې ګواکي سر دې نه په خلاصېږي؟ ډېره ساده ده، تر څارنې لاندې يې نيسو او هر ځاى چې ځي تعقيبوو يې، تر څو مو اصلي موخې ته ورسوي. زه ډاډه يم چې وحشي الوتونکې له هغې پرته بل څوک نه دى، د ليک په لاندنۍ شمېره هم يوازې هغه پوهېږي، په دې حساب نو په همدې يوه دوو ورځو کې له سپين نسترن سره ويني، هغه څه چې په دې مسئله کې راڅخه پټ دي، د هغوى د ليدنې دقيق وخت، ورځ او ځاى دى، دا هم د ژرترود له څارنې روښانېږي.
ليندن وويل:
که وحشي الوتونکې د ژرترود مستعار نوم وي، نو د هغې او سپين نسترن ليدنه له شک پرته په بانکوک يا د ښار په شاوخوا کې تر سره کېږي…
د خبرو منځ ته مې ورمنډه کړه او ومې ويل:
– د هغوى ليدنه خامخا د ښار دننه او په يوه له خلکو ډک او رش ځاى کې تر سره کېږي.
– خو پر دې ډاډمن نه يم چې ژرترود دې په بانکوک کې د ( ک.پ.آ) وروستۍ ماموره وي.
– ته فکر کوې هغوى بايد په بانکوک کې يو لښکر ماموران ولري؟ دا راته ووايه چې ستا خپله څو ماموران په لاس کې دي؟
– ته ښايي سم وايې، خو احتياط بايد وشي.
ومې ويل:
فرض کړه چې ژرترود يوازې نه وي، کوم څه خو مو نه دې بايللي، اصلي کسان په زندان کې دي او يوازې پېغله ژرترود پاتې ده، کله چې هغه د خپل کور د دروازې تر شا شفري ليک وويني، ځان په پوهوي او سملاسي لاس په کار کېږي. نو دوه حالته دي: يا شفر خپله د دې په اړه دى او يا هم د کوم بل چا… په هر حال موږ خپله دا څارو، چې قضيه روښانه شي.
ليندن وپوښتل: د هغې د څارنې لپاره دې څوک په نظر کې نيولى؟
ځواب مې ورکړ: زه، ته يا هم ښايي فردريک، په هر حال درې سره په ګډه کار کوو.
– نو څېره بايد واړوو؟
– خامخا… د ښاغلي انتوني هغه ږيره او برېتونه دې چيرې ايښي؟
– د ادينا په کور کې بايد وي.
ومې ويل:
پروا نه لري، ته ځان په يو سپين سري بوډا واړوه، همدارنګه يوه جوړه نمره يي عينکې هم پر سترګو کړه، هڅه وکړه د عينکو نمره دې ټيټه وي چې په عذاب دې نه کړي…
ويې پوښتل: ته څه کوې؟
سګرېټ ته مې اور ورته کړ او ومې ويل:
زما په کيسه کې مه کېږه، زه يا د هماغه انتوني ږيره او برېتونه کاروم او يا يوه بله څېره خپلوم، زما داسې خوښه ده چې د ژرترود د ټليفون پر مهال ته د خپل مېز تر شا ناست واوسې.
ليندن په حيرانۍ وپوښتل: له دې خبرې څخه دې اخير موخه څه ده؟
ومې ويل: اخير نن يا سبا، ژرترود پر يوه ټاکلي وخت له سپين نسترن سره د ليدنې ژمنه لري. د کتنې مهال-که نن وي يا سبا-خو هغه بايد د ناروغۍ له امله شرکت ته رانه شي او له دې موضوع څخه به دې پر ټليفون خبروي.
ليندن وخندل او ويې ويل: پوهېږم چې د قضيې کوم-کوم ځايونه سنجوې او په نظر کې يې نيسې.
له سګرېټه مې يو دود کش کړ او ومې ويل:
له دې پرته بل څه نه شي کېداى، موږ بايد يوازې دا هڅه وکړو چې ژرترود راڅخه ورکه نه شي، ځکه که مو دا له لاسه ورکړه، ټول زحمتونه مو اوبه وړي او دا خطرناکه لوبه بايد بېرته له هماغه سره راپيل کړو.
–  دا ماموريت پر تا دى، خپله پوهېږې چې څه بايد وکړې.
– نو ته څه کاره يې؟
– زه اوس ستا مرستيال يم!
– مګر اوس خو وروستۍ کرښې ته ور رسېدونکي يو ته بايد زما سره يې.
هغه له لاستوري څوکۍ څخه پاڅېد، لاړ او پر اوږده کوچ وغځېد او ويې ويل:
اوس اجازه راکړه چې يو دوه ساعته ويده شم.
ومې ويل: پروا نه لري، زه د فردريک تر راتلو ويښ پاتېږم…
ليندن ويده شو، نه يوازې هغه، بلکې زه هم نور ستړى شوى وم، د آرام لپاره مې ډېر وخت هم نه درلود، ځکه له لمر څرک سره مو کار پيلېدى او هغه د پېغلې ژرترود څارنه وه، که زما انګېرنې سمې واى، تقريباً وروستۍ کرښې ته نژدې شوي وو. هوا تازه روښانه شوې چې فردريک راورسېد.
ورڅخه ومې پوښتل: بريالى شوې؟
ځواب يې راکړ: د ودانۍ دروازه پرانيستې وه، په زينو کې پورته شوم او پاکټ مې د دروازې له خولې څخه کور ته وغورځاوه.
ليندن وويل: اوس بايد وليدل شي چې څه کېږي.
وورڅخه ومې پوښتل: ته ويده نه وې؟
– ولې نه، د دروازې د خلاصېدو ږغ راويښ کړم.
– خواشينى کېږه مه، همداسې مخ پر وړاندې ځو، د کرښې په پاى کې سپين نسترن وبخښئ ساختګي څلورم نفر ته رسېږو، البته دا پېغله ژرترود ده چې د دې ماجرا پاى ته مو نژدې کوي، اوس ته ويده شه، وخت چې يې راورسېد راويښوم دې…
ليندن وويل: خداى دې وکړي چې ستا  ټولې وړاندوينې رښتياوي…
ومې ويل:
هڅه وکړه يو دوه ساعته ويده شې. هغه نور څه ونه ويل. فردريک ته مې وويل:
پوهېږم چې ډېر ستړى يې او آرام ته اړتيا لرې، خو چاره نه شته، کولاى شې تر لمر څرکه همدلته استراحت وکړې او وروسته په خپل ماموريت پسې لاړ شې.
ويې پوښتل: موخه مو د ژرترود څارنه ده؟
-هو، سم وپوهېدې!
– نو، بيا استراحت کومه معنا نه لري، له همدا اوسه يې پيلوم.
– نو پوهېږې چې څه بايد وکړې؟
– تقريباً، خو ستاسې له خولې يې اورېدل غواړم!
ومې ويل:
په همدې شاوخوا کې دې سهارنۍ خورې، وروسته په موټر کې ځې او د ژرترود له کور سره نژدې درېږې او هغه ځاى تر څارنې لاندې نيسې، کله چې هغه له خپل کوره راوزي، په پسې کېږې او د موټر په بېسم دستګاه زما سره تماس نيسې.  کوښښ وکړه چې ماته دې د معلوماتو د راکولو ډول د پوليسو له دوديز هغه سره توپير ولري، چې که يې د پوليسو دستګاوې کشف کړي، په ونه پوهېږي او د يوې شخصي مکالمې ګومان پر وکړي.
تر يوې لنډې چوپتيا وروسته مې وويل: زه نوري خبرې نه لرم، که پوښتنه لرې ويې کړه.
– ضروري لارښوونې مو ټولې راته وکړې!
– نو اوس تلاى شې!
فردريک خداى پاماني واخيسته او لاړ… زه پر هماغه لاستوره څرخي څوکۍ هماغسې په ناسته خوب يووړم…
يو مهال مې حس کړه چې يو چا مې پر مخ، مخ را ايښى او ورو-ورو مې ښکلوي، د سترګو له پرانيستلو سره مې ادينا په خوا کې وليده، تر لاسي مې ونيوله او ځان ته مې راکش کړه. هغې ځان سره سم کړى و.
باڼه مې يې په خپلو شونډو وروتړل او پر سترګو مې ښکل کړه، د عطرو يو نشه کوونکى بوى يې له وېښتانو څخه راولاړېدى، د دغه بوى د لا بويولو لپاره مې يې په وېښتانو مخ ور ننه ايست، هغې مې پر اوږه سر ايښى او لاسونه يې تر غاړه راتاو کړي وو…
– دا هم د شپه مهالي ماموريت يوه برخه ده؟
دا له خو به د تازه راويښ شوي ليندن ږغ و، ادينا راڅخه بېله شوه هماغسې زما پر ځنګنو ناسته يې ليندن ته مخ کړ او پر شونډو له پرتې موسکا سره يې وويل:
هو، اوس يې خبر مخابره کولاى شې!
ليندن راپاڅېد او کښېناست او ويې ويل:
له بده مرغه له ډېر مهال راهيسې رامين د خبر د مخابره کولو اجازه نه راکوي. ادينا مې له ځنګنو څخه د پاڅېدو پر مهال وويل:
خو اوس يې درکوي، ځکه دا يو يې له خپل ژوند سره تړاو لري. زه په کوچ کې ننوتم او ومې ويل:
تر اوسه چې هره پېښه شوې، زما له ژوند سره يې تړاو لرلى.
ليندن وپوښتل: د سهارنۍ حال نه دى معلوم شوى؟
ومې ويل: ما خو خوړلې!
ليندن ارږمۍ وکښله او ويې ويل: که سهارنۍ هغه بولې چې ادينا درکړه، نو غرمنۍ ته دې هم زړه نه کېږې؟!
ادينا د ليندن خوا ته ورغله او ورته ويې ويل: نن کوربه ته يې او د سهارنۍ غم بايد ته وخورې.
ما ساعت ته وکتل، د سهار اتو بجو ته څو دقيقې پاتې وې، له ځايه وغورځېدم او ومي ويل: تر څو چې تاسې سهارنۍ تياروئ بېرته زه راځم.
ليندن وپوښتل:  چيرې څې؟
په داسې حال کې چې د خونې له دروازې وتلم ومې ويل: همدلته په موټر کې يم!
ځان مې د ليندن د کور تر مخ ولاړ موټر ته ورساوه، د موټر بېسيم دستګاه مې ولګوله او پر فردريک مې ږغ وکړ:
– فردريکه- فردريکه!
څو شېبې وروسته مې يې له دستګاه څخه ږغ واورېد:
– الو زه دلته يم، د خپلې لور راوتو ته منتظر يم!
– ډېر ښه فردريکه، همداسې سم دى، زه د سهارنۍ خوړلو ته ځم!
دستګاه مې وتړله او بېرته ليندن او ادينا ته راغلم… ادينا وپوښتل: څه خبره وه؟
ومې ويل: ژرترود له کوره نه ده راوتلې او فردريک هورې ورته څارو دى.
ليندن وويل: معمولاً ژرترود بايد پر نهه بجې د خپل مېز شاته ناسته وي.
کښېناستم او ومې ويل: له سپين نسترن سره نن د هغې پر نه ليدنه لکه چې ډاډه يې!
اوږې يې پورته واچولې او ويې ويل: زه ډاډه نه يم، مطلب مې د هغې د کار د پيل مهال و.
ادينا وويل: څو دقيقې وروسته سهارنۍ تيارېږي، يو څه وچه ډوډۍ او يو ګيلاس قهوه!
په خندا مې وويل:
نو د ليندن په کور کې دې د څو چرګانو د سره کېدو تمه لرله، دا يو څه چه ډوډۍ او ګيلاس قهوه هم ډېره ده.
ليندن په داسې حال کې چې جامې يې اغوستلې وويل: اوس چې هر څه وايې، ويې وايه زما وار هم راځي.
څو دقيقې وروسته ادينا درې ګيلاسه قهوه له يو څه ډوډۍ سره پر مېز کښېښوده او درې سره يې پر خوړلو بوخت شوو.
ادينا ته مې وويل: ته به ژر خپل کور ته لاړه شې، له هغه ځايه به د انتوني مصنوعي ږيره او برېتونه، چې ليندن ايښي دي، واخلې او تروکادرو هوټل ته به يې يوسې.
ويې پوښتل: ستا خونې ته؟
ومې ويل: نه، ښه دا ده چې ځان ته يوه خونه ونيسې او ماته منتظره شې.
ليندن وويل: ولې تېروتنه کوئ؟
ومې پوښتل: ولې، کوم نوي شي دې فکر ته لار وکړه؟
په موسکو شونډو يې وويل: هغه ږيره او برېتونه ما د ادينا په کور کې نه دي ايښي، بلکې هربرټ راڅخه ايسته او هورې يې د دې په خونه کې وغورځول.
ومې ويل: ما چې ويل د کومې نوي موضوع په اړه ږغېږې! اوس يا تا ايښي يا دې هربرټ له مخه ايسته کړي، خو ږيره او برېتونه همالته دي.
پاتې قهوه مې له يو څه ډوډۍ سره وڅښله او پاڅېدم، ليندن وپوښتل: په فردريک پسې ته ځې؟
د سهارنۍ تر خوړلو وروسته مې لومړي سګرېټ ته اور ورته کړ او ومې ويل:
هغه بايد يوازې پرېږدو، موږ اوس داسې يوه ځاى ته رارسېدلي يو، چې آن يوه شېبه لا هم بايد له لاسه ور نه کړو، تاسې دوو ته خو به خپل کارونه معلوم وي؟
ليندن تش ګيلاس پر مېز  کښېښود او ويې ويل: هو، اوس به ته لارښوونه راته وکړې، ښه وروسته بايد څه وکړو؟
ومې ويل: زما خبر ته بايد منتظر شئ، اوس خداى پامان!
ادينا راپسې ږغ کړل، کله چې ودرېدم او ومې پوښتل څه مې کوې، ويې ويل:
دومره دې تلوار دى چې آن مخ دې هم نه دى اصلاح کړى، روان شوم او ومې ويل:
وي دې کوم بل وخت ته، اوس د ږيرې خريلو وخت نه شته.
د ليندن له کوره راووتم او د پوليسو په راسپارلي موټر کې د ژرترود د کور خوا ته وخوځېدم، پر لارې مې له فردريک سره تماس ونيو او ومې پوښتل: د لور حال دې معلوم شو؟
ويې ويل: خبر نه يم،څرګنده نه ده چيرې ځي، لکه چې پلى تګ يې خوښېږي.
– څنګه ده؟
– ظاهراً مظطربه ښکاري، له څېرې څخه يې معلومېږي چې پر حال نه ده.
– ډېر ښه، هڅه وکړه درڅخه ورکه نه شي!
– ډاډه اوسه!
د فردريک د خبر لېږدونې ډول ډېر عالي پيل شوى و، هغه پر ژرترود د (خپلې لور) نوم ايښى و او دا هماغه څه و چې ما يې تمه لرله، د ژرترود په اړه د فردريک له معلوماتو څخه داسې ايسېده لکه اوږه پر اوږه چې ورسره روان وي. ډاډه وم چې د هغه د خبر ورکونې او زما د لارښوونو ډولونو له يوې راډيويي مکالمې سره ډېر ورتوالى درلود، د پوليسو د ورپام کېدو امکان نه و.
د موټر د بېسيم دستګاه مې چالانه پرې ايښې وه او زه هره شېبه د دې وروستي خبر د اورېدو په تمه وم چې ژرترود چيرې تللې ده. خپل تګلورى مې بدل نه کړ، موخه مې د ژرترود کور و، غوښتل مې يو سر ورښکاره کړم، له موخې سره نژدې د بېسيم له لوډسپېکره د فردريک ږغ پورته شو:
– الو، د لور په تګ مې اوس هم سر نه خلاصېږي، صبر وکړئ چې ټيکسي ته يې ورږغ کړل.
-ورته پام دې وي، فردريکه!
– لور مې له خداى پاماني پرته، ټيکسي ته وخته او لاړه.
– ښه، وګوره چيرې لاړه؟
وروسه مې وخندل، فردريک هم په خندا شو… څو شېبې چوپتيا خپره شوه. هغه د دستګاه چوپتيا ماته کړه او ويې ويل چې د لور د ټيکسي له جهت څخه داسې ښکاري لکه خپل د کار خوا ته چې ځي.
ومې ويل: هڅه وکړه تګلورى يې درڅخه خطا نه شي.
لږ وروسته فردريک وويل:
غوږ ونيسئ، زما په خيال لور مې له يوازيتوبه تنګه شوې او غواړي خپلې وظيفې ته لاړه شي.
– ته ډاډه يې؟
– هو، زه همدا اوس ورسره يم او يوه دوې دقيقې وروسته د کار ځاى ته رسېږي، البته که تګلورى وانه ړوي.
بيا چوپتيا شوه. د فردريک بل خبر دا و چې لور يې د خپل کار د ځاى مخې ته له ټيکسي کښته شوې او ودانۍ ته ننوتې ده.
کله چې مې دا خبر واورېد، له ځان سره مې وويل: نو له سپين نسترن سره د ژرترود د ليدو ژمنه نن نه ده.
فردريک ته مې وويل: ورته پام دې وي، ښايي له دفتره راووزي.
هغه مهال زه د ژرترود له کوره لږ ليري وم، کله چې يې د کور مخې ته ورسېدم، موټر مې لږ لاندې ودراوه، پلى شوم او ودانۍ ته ننوتم، دروازه مې يې ډېر ژر پرانيسته له دې سره چې د هغې پر نشتوالي ډاډه وم، بيا مې هم احتياط له لاسه ور نه کړ، خونه مې يې په ځير سره تلاښي کړه، خو څه مې په کې ترلاسه نه کړل، وروسته د جامو هماغې المارۍته ننوتم چې شاته يې زينې وې، او په زينو کې پورته شوم، مخابراتي دستګاه پر مېز پرته وه، شاوخوا يې شى نه تر سترګو کېدى، هلته مې د تللو موخه د هغې د مخابراتي دستګاه خبرابول و. د دستګاه شا مې پرانيسته څو راډيويي لمپونه مې سره واړول او يو نرى سيم مې غوڅ کړ، په دې مې د ژرترود د کور بېسيم دستګاه له کاره واچوله، ډاډه وم چې نه يې ورته پام کېږي، که په پوه هم شي، پر جوړولو يې بايد ډېر وخت تېر کړي، هدف مې دا و چې هغه نوره له (ک.پ.آ) سره راډيويي تماس ونه شي نيولاى.
د ژرترود له کوره راووتم او د پوليسو ادارې ته لاړم، سوکانم په خپل دفتر کې نه و، همالته کښېناستم… يو دوې دقيقې وروسته راغى، راته ويې کتل او ويې ويل: دا پر څه حال شوى يې، ناخريلې ږيره، خيرنې جامې، څه خبره ده؟
ومې ويل:
اوس د دې خبرو وخت نه دى د(ک.پ.آ) له کارکوونکو څخه يو تن-چې په حقيقت کې په دويم کتار کې راځي-لا پاتې دى، چې لرنا نومېږي. نوموړې د شپې له خوا د راما هوټل په بار کې دنده تر سره کوي او اوس بايد په خپل کور کې وي، دوه ماموره پسې واستوه چې ګرفتاره يې کړي. هغه هم بايد له ځينو شيانو خبره وي، زه لاړم چې ډېر کارونه لرم. ډېر نازک پړاو ته رسېدلى يم.
سوکانم وويل: زما په نظر د زندان کيلي بايد تاته دروسپارم.
ومې ويل:  وروسته سره ږغېږو، اوس د خداى پامان!
د پوليسو له ادارې څخه چې راووتم، موټر مې وخوځاوه او له فردريک سره په تماس کې شوم، څرګنده شوه چې ژرترود لا له خپل دفتره نه ده راوتلې او پخوا غوندې پر کار بوخته ده.
پرېکړه مې کړې وه چې ټوله ورځ په موټر کې واوسم، آن که لازمه وي شپه هم په کې روڼه کړم. سيده تروکادرو هوټل ته لاړم ادينا راته منتظره وه…  هغه مې له هوټله راوايسته. ادينا وپوښتل: د ژرترود حال نه شو معلوم؟
ومې ويل: ولې نه، هغه د خپل مېز تر شا ناسته ده او کار کوي.
– نو له سپين نسترن سره نن نه ويني؟
– څرګنده نه ده، فردريک ورته څارو دى.
–  ستونزمن کار دى!
ومې ويل: له همدې امله درپسې راغلى يم.
ويې ويل: څومره ښه!
دواړه له هوټله راووتو، زه شټريګ او ادينا مې اړخ ته کښېناسته او وخوځېدو، موخه مو د فردريک د څارځاى شاوخوا وه.
ټوله ورځ او آن شپه زه او ادينا په يوه موټر او فردريک په بل کې د ژرترود په څار وو، د شپې په لومړيو کې فردريک خپل ځاى ليندن ته پرېښود او د استراحت لپاره د هغه کور ته لاړ. ژرترود چې به هر ځاى تله، څارله مو ډېر کوچنى حرکت يې زموږ له سترګو پټ نه پاتېدى. د شپې پر نهه بجې بېرته خپل کور ته لاړه. زموږ څارنه نوره هم کلکه او شديده شوه، ځکه ممکن نيمه شپه مهال له کوره ووزي.
دوې ورځې او دوې شپې مو په همدې حال  تېري کړې او په وار سره مو آرام کاوه، د درېيمي ورځې پر سهار فردريک-چې د هغې ورځې لومړى نوکريوال و-د خپل موټر په بېسيم خبر راکړ چې ژرترود له خپل کوره راوتلې او د نورو ورځو په شان پلې روانه ده.
له سپين نسترن سره د هغې د ليدنې ورځ مې هماغه وبلله، ځکه د نورو ورځو پر خلاف نن پر نهه نيمي بجې له کوره راووته، څرګنده وه چې نن کار ته د تلو نيت نه لري.
د فردريک له خوا د دې خبر د رارسېدو پر مهال زه د ليندن د دفتر په شوخوا کې وم، په چټکۍ له هغه ځايه وخوځېدم د فردريک تګلوري ته مې ځان ورساوه او په پسې شوم، هغه سهار ادينا نه وه راسره نوموړې د ليندن په کور کې راته سترګې پر لار وه، خو هلته د ورتګ او هغې د راوستو وخت مې نه درلود، اړتيا يې هم نه وه، هغه مې له خپرونې څخه اړخ ته کړې وه، يوازې د ليندن شتوالى ضروري و.
فردريک ته مې د ليدن د راوستو لارښوونه وکړه او ورته ومې ويل چې ورته ووايي څېره اړول يې هېر نه شي.
فردريک وخوځېد، ځاى يې ما ونيو، ژرترود مې په څو قدمۍ کې پر  پياده رو روانه وه، په دې درېيو ورځو کې مې څېرې بشپړ بدلون کړى و، ږيره مې غټه شوې وه، يو خړ يخنکاک او پتلون مې اغوستي وو، پايڅې مې هم کښته کړي وې، بېخې لوفرانو غوندې ښکارېدم او بڼې مې له هغه موټر سره هېڅ سر نه خوړ چې ژرترود مې په څلورو سترګو په کې څارله.
هغه د ټليفون يوې غرفې ته ننوته، لکه تر هغه ځايه چې يې کوم ټليفون نه وي موندلى.
تقريباً په سل قدمۍ کې مې يې موټر ودراوه ژرترود يو ځاى زنګ وواهه، ومې انګېرله چې بايد ليندن ته يې کړى وي، لږ وروسته له غرفې څخه راووته، څو ګامه چې لاړه ټيکسي ته و ختله، هغه څه چې زما پام يې وراړولى و، دا و چې ژرترود له يوه ډېر کوچني دسکول پرته بل څه نه لرل، آن خپل همېشنى ښځينه دسکول هم ورسره نه و.
په بېسيم دستګاه کې مې پر فردريک ږغ وکړ، هغه ځواب راکړ چې يوه دقيقه وروسته له ليندن سره درخوځم، خپل تګلورى مې وروښود او د ژرترود ټيکسي مې تر څار لاندي ونيو.
ټيکسي د مکنګ سيند پر پل تېره شوه. له ځان سره مې وويل:
د ليدنې ځاى خامخا د سيند پر هغه غاړه دى، دومره له هيجان او تلوسې ډکې دقيقې د ټول ماموريت په اوږدو کې راباندې راغلي نه وې.
ښکار پر خپلو پښو د لومې خوا ته راون و، يوې شېبې غفلت مې ټول تېر فعاليتونه او نقشې له منځه وړلې… د ليندن ږغ د بېسيم دستګاه له لوډسپېکره اوچت شو، د هغوى موټر مې وليد چې تر شا راپسې و، ليندن وپوښتل:
د ژرترود ټيکسي وينې؟
ومې ويل: ته که هم لږ ځير شې ليدلاى يې شې!
ويې پوښتل: ستا په فکر چيرې روانه ده؟
ځواب مې ورکړ:
څرګنده نه ده، خو فکر کوم ښايي له سپين نسترن سره يې د ليدنې ځاى په ژوبڼ کې وي، ځکه له هغه ځاى پرته د ليدنې لپاره بل کوم وړ ځاى نه شته.
د ژرترود ټيکسي د تايلنډ د لرغونو سلطنتي ماڼيو شاته وګرځېده او د ژوبڼ له دروازې سره ودرېده.
ما خپل موټر ودراوه، سترګې مې په ټيکسي کې وې، ومې ليدل چې ژرترود له ټيکسي څخه کښته او په ګړنديو ګامونو د ژوبڼ د دروازې خوا ته لاړه. له موټره کښته شوم، زما شاته د فردريک او ليندن موټر ودرېد، لنيدن يوه ږيره ايښې او سپينه ګردۍ خولۍ يې پر سر وه. هغه ته مې په سر اشاره وکړه او خپله په ژرترود پسې وخوځېدم. هڅه مې کوله چې واټن مې ورسره کم کړم، ځکه د ورکولو وېره يې وه، هغې يو ټکټ رانيو او ژوبڼ ته ننوته، ما هم همدا کار وکړ او پسې ننوتم. د شنو بېزوګانو د قفس تر مخ پورې مې لا ليدله، ناببره له قفسونو سره په تېريدونکو خلکو کې راڅخه ورکه او پر خاورو د توى شويو اوبو په شان غيبه شوه. د هغې ورکېدنه زما لپاره پر سر د چکش د ګوزار په شان و، څو ګامه لاړم، کله چې يې له موندلو نهيلى شوم، بېله ځنډه پر راغلې لار بېرته د ژوبن د دروازې پر لوري وخوځېدم. په مخامخ راروانو خلکو کې مې په ډېره سختۍ لار ايستله. پر لار له ليندن سره مخ شوم، ورو مې ورته وويل:
هغه راڅخه  ورکه شوه، بېرته د دروازې خولې ته درځه!
ځان مې د ژوبڼ دروازې ته ورساوه فردريک له دروازې سره نژدې دېوال ته شا ګرځولې او ولاړ و، ورته ومې ويل:
ښکار ورک شو، خو همدلته په لومه بندېږي، دروازې ته دې پام وي!
وروسته لاړم  د دروازې پر مخامخ پر دوو ګوتو کښېناستم، سترګې مې د ژوبن په دروازه  او ځنې راوتونکو وګړو پورې وګنډلې، ليندن راووت او د دروازې په خوله کې ودرېد، ډاډه و چې څوک يې نه پېژنې، ما  لا تر اوسه ژرترود د تل لپاره نه وه ورکه کړې.
يوازنۍ خواشيني مې له دې امله وه چې هغه ولې په ژوبڼ کې راڅخه ورکه شي او ولې يې موخه-چې له شک پرته هماغه سپين نسترن دى-پر وخت ونه پېژنم. نژدې پنځلس دقيقې وروسته ژرترود د ژوبڼ له دروازې راووته، يو سور ښځينه دسکول يې په لاس کې و. ښکاره وه چې د (سي.اس.آى) مهم اسناد په کې پراته او سپين نسترن ورسپارلى دى.
فردريک سره وښورېد، زه پاڅېدم،سترګې مې په ژرترود کې وې، د تګ له ډول څخه يې څرګنده وه چې نارامه ده او ښار ته د تلو تلوار يې دى، غټې تورې عينکې يې پر سترګو وې د ټيکسيانو د تمځاى خوا ته لاړه، په پسې شوم، هڅه مې کوله واټن ورسره کم کړم، دومره چې کله لومړۍ ټيکسي ته ورسېده زه دوه درې ګامه ځنې ليري وم. يو ځل مې شا ته وکتل، ليندن هم راپسې و.
ژرترود ټيکسي ته وخته او همدا چې دروازه يې وتړله ما د ټيکسي کيڼه دروازه پرانيسته او ځان مې پر څوکۍ وغورځاوه، د توپنچې خوله مې ورته ونيوله او ومې ويل:
سلام پېغلې ژرترود!
ژرترود په وېره شاته وڅکېده، هماغه آن يې د ښى خوا دروازه خلاصه شوه او ليندن راپورته شو، ژرترود يې راپورې وهله او اړخ ته يې کښېناست.
د ټيکسي چلوونکي شاته مخ راواړاوه او ويې پوښتل: ښاغلو په دې مېرمنه څه کار لرئ؟
ما د توپنچې خوله د هغه پر شا کښېښوده او ومې ويل:
درځه، په تا اړه نه لري!
چلوونکي ټيکسي وخوځوله د شا له خوا فردريک په خپل موټر کې راپسې شو.
ما د ژرترود له لاسه دسکول وکيښ او ومې ويل: ډېر دروند دى، رښتيا پېغلې، ژوبڼ ته د ننوتو پر مهال نه و درسره؟
ژرترود عينکې ايسته کړې، وېرې او ډار يې په سترګو کې څپې وهلې، زما د تصور خلاف يې ډېر ژر ځان وبايلى، د مخ رنګ يې الوتى و، ښکاره وه چې د خپلو فکرونو د منظمولو توان نه لري، ليندن وويل:
ووايه ژرترود په ژوبڼ کې دې له چا سره وليدل؟
ما پوزخند وواهه او ومې ويل:
ښه معلوم دى، پېغلې له سپين نسترن سره د ليدنې ژمنه درلوده او دا دسکول هم هغه ورکړى، اوس بايد وليدل شي چې پېغله خپله څه وايي!
ژرترود په لړزېدلې لهجه چې ژوره نارامي په کې احساسېده وويل: تاسې څوک ياست، زما څخه څه غواړئ؟
ما په خندا وويل: رښتيا وايې پېغلې؟ زه رامين يم، ستا زوړ ملګرى او دا ښاغلى مو هم رييس دى: ښاغلى ليندن، ډېره بده شوه چې پېغلې موږ دوه ونه پېژندو.
ليندن وويل: ښه دا وه چې لومړى مولا ځان ورپېژندلى واى.
ومې ويل:
پر پېغلې ژرترود فرق نه لري، اخير يې وپېژندو، ښه ښکلې پېغلې! يو څو کليمې هم د ځان او اوسنۍ ليدنې په اړه وږغېږئ، موږ غوږ درته نيسو.
ژرترود چې سترګې يې په ما کې وې وويل: زه له  هېڅ شي نه يمه خبره!
ليندن په غوسه وويل: ووايه، سپين نسترن څوک دى؟
ژرترود په وېره ځواب ورکړ: زه په دې نامه څوک نه پېژنمه!
ما لنډ وخندل او ومې ويل: کار مه په لره ليندنه، پېغله خپله پوهېږي چې زموږ ځواب بايد راکړي.
ژرترود وويل: زه په شي نه يمه خبره!
يوه ټينګه څپېړه مې پر مخ ووهله او ومې ويل: اوس څنګه؟
ليندن راته وويل: دسکول پرانيزه چې څه دي په کې؟
ومې ويل: څه به وي، د (سي.اس.آى) د محرمو اسنادو فوټوکاپۍ چې ټاکلې ده پېغله يې په خپله خونه کې د پرتې مخابرې په مرسته (ک.پ.آ) ته مخابره کړي، خو پېغله په دې نه ده خبره چې هغه له کاره لوېدلې او نور شى نه شي استولاى.
ژرترود په نارمۍ وويل: تاسې…؟
ومې ويل: هو زه، پاتې برخه يې ووايه، رښتيا پېغلې، کله چې دې هغه د شفري ليک پاکټ د خپل کور د دروازې تر شا وليد، خوشحاله شوې که نه؟ چې رښتيا شي هغه اصلاً موږ ستاسې د ملګري ښاغلي هربرټ د کورتۍ له جېبه راوکيښ او چې بې معنا راته وبرېښېد، نو د دروازې تر چولې مو کور ته دروغورځاوه .
ژرترود ناببره په ژړا شوه… ومې ويل: ولې ژاړې؟
ليندن وويل: زموږ زړه سوى راپارول غواړي!
ومې خندل او ومې ويل: دا د ښځو خوى دى چې داسې وختونه ژړا ته ملا تړي.
ژرترود د ژړا په حال کې وويل: هربرټ چيرې دى؟
ومې ويل: اوس هوښياره شوې، هغه په زندان کې دى! ملګري يې هم ورسره دي خو ستا جرم تر هغوى دروند دى ځکه د يوه پټ سازمان د محرمو اسنادو فوټوکاپۍ دې لېږدولې، اوس که له زندۍ څخه ځان ژغورل غواړې، د سپين نسترن په تړا چې له هر څه خبره يې راته ويې وايه.
چلوونکي وپوښتل: ښاغلو، چيرې بايد لاړ شم؟
د ليندن د کور پته مې ورکړه… ليندن وويل: هغه ځاى خطرناک دى!
ومې ويل: ته کار مه لره، د څاښت يوولس بجې مهال ټيکسي د ليندن د کور مخې ته ودرېده، ژرترود مو پلې کړه، فردريک هم راپسې راورسېد.
ليندن ته مې وويل: ته ژرترود کور ته بوزه، چې زه د ټيکسي کرايه ورکړم.
هغه ژرترود کور ته بوتله ما د ټيکسي چلوونکي ته وويل: راکښته شه!
چلوونکي-چې ډېر ډارېدلى و-ورو دروازه پرانيسته او له ټيکسي څخه راکوز شو، ورته ومې ويل: که دې خوښه وي غواړم پر يو ګيلاس قهوه دې مېلمه کړم.
چلوونکي وويل: نه ښاغلې، د تلو اجازه راکړئ!
ومې ويل: ډېرې خبرې مه کوه، کيلي راکړه او در روان شه، فردريک مې اړخ ته ولاړ و، کيلي مي له چلوونکي څخه واخيسته، فردريک ته مې ورکړه او ومې ويل:
ټيکسي بوزه او همدلته نژدې په يوه تمځاى کې يې ودروه چې ښاغلى چلوونکى خپله يو ګيلاس قهوه وڅښي.
چلوونکى پر زاريو شو او ويې ويل: ښاغلې په ژمنه درته وايم چې ما نه څه اورېدلي او نه مې څوک ليدلي دي!
په خندا مې وويل: وېرېږه مه، په تا کار نه لرو، يوازې دې پر يو ګيلاس قهوه مېلمه کوم.
فردريک د ټيکسي شټرينګ ته کښېناست او وخوځېد، ما چلوونکى د ليندن کور ته ننه ايست… ليندن د ټيکسي د چلوونکي په ليدو حيران شو او ويې پوښتل: دا دې بيا ولې راوست؟
ومې ويل: احتياط بايد له لاسه ور نه کړو، ښاغلى چلوونکى مو يو دوه ساعته مېلمه دى او وروسته يې د څو برابره کرايې په ورکولو سره رخصتوو.
چلوونکى مې ادينا ته وسپارى او زه د ژرترود خوا ته لاړم.
له ليندنه مې وپوښتل: پېغلې څه ونه ويل؟
ويې ويل: نه، خو مجبوره ده ده اخير يو څه ووايي.
ومې ويل: پېغلې! په ټيکسي کې خو پر خبرو راغلې وې، ښه سپين نسترن څوک دى؟ وايې که يې پيل کړو.
ژرترود مضطربانه راوکتل او ويې ويل: نه يې پېژنمه!
دويمه څپېړه مې پر مخ ووهله او ومې ويل: بدچلندۍ ته مې مه اړ باسه!
وروسته مې پر يوه لاستوره څوکۍ کښېنوله او ومې ويل:
اوس وايه، پوهېږم وخت ځکه تېروې چې ستا په اند سپين نسترن به له بانکوکه ووزي، دا چوپتيا ستا پر زيان ده، ځکه په يوه سرپينه گولۍ دې کوپړۍ درپه هوا کوم.
ژرترود له ډاره وويل: نه، ما مه وژنئ، له هر څه چې خبره يمه، درته وايم يې!
ليندن وويل: نو ولې ګورې؟
ژرترود تر يوې شېبې چوپتيا وروسته وويل: نيو پلازا هوټل ٤٢مه خونه زه يوازې همدومره خبره يمه.
په دې له کومه خبره شوې؟
ويې ويل:
خپله هغه د هوټل پته او د خونې شمېره راکړه ټاکلې ده زه او هغه دواړه نن شپه په الوتکه کې له بانکوکه والوزو.
ليندن وويل: نو موږ پر وخت راورسېدو!
ومې ويل: وخت بايد ونه بايلو، ته همدلته اوسه چې نيو پلازا هوټل ته سر ورښکاره کړم.
ليندن وويل: ودرېږه دواړه لاړ شو!
ومې ويل: ته دوه مېلمانه لرې، د ادينا يوازې پرېښودل ښه نه دي، زه له فردريک سره ځم، هغه بايد اوس راغلى وي!
د ليندن له کوره ووتم، فردريک په خپل موټر کې ناست و، اړخ ته يې کښېناستم او ومې ويل: درځه!
هغه موټر وخوځاوه، او ويې پوښتل: چيرې بايد لاړ شو؟
– نيو  پلازا هوټل ته!
– کاميابه شوئ؟
-لا معلومه نه ده!
څو دقيقې وروسته زه او فردريک نيو پلازا هوټل ته ننوتو، د هوټل څوکيدار مو مخې ته ورېد، ځکه زما د هغه مهال څېرې داسې ښوده چې هورې بايد کوم کار ونه لرم.
سملاسي مې د پوليسۍ کارټ ورښکاره کړ او ومې ويل: اوس نو تلاى شم؟
څوکيدار پر شا شو او ويې ويل: وبخښئ ښاغلې، مخکې مې ونه پېژندئ.
هوټل ته ننوتم، د هوټل مدير دويم تن و چې زما مخه يې ونيوله، هغه ته مې هم ځان وروپېژاند.
فردريک وويل: ستاسې څېره او حالت مناسب نه دى!
ومې ويل: مهمه نه ده!
ناببره مې يو فکر ذهن ته راولوېد، بېرته د هوټل مدير ته لاړم او ورته ومې ويل: کېدلاى شي چې تاسې هم راسره لاړ شئ؟
مدير حيران شو او ويې ويل: ما څه کوئ؟
ومې ويل: يو کوچنى کار دى! مه وېرېږئ، راځئ چې ځو، تاسې خو وپېژندم چې څه کاره يم!
مدير راسره وخوځېد، په ليفټ کې وختلو، پر لار مې مدير ته وويل چې څه بايد وکړي… د ٤٢مې خونې مخې ته ورسېدو، دروازه مې وټکوله،څو شېبې وروسته د دروازې له شا څخه د يوه سړي ږغ پورته شو چې ويې پوښتل: څوک ياست؟
مدير ډېر آرام ځواب ورکړ: زه يم ګرانه، ستاسې په نوم يو پاکټ راسره دى.
هغه سړې-چې معلومېده حيران شوى-وپوښتل: زما په نامه؟!
مدير وويل: هو ګرانه…
وروسته د دروازې په کولپ کې د کيلۍ د څرخېدو ږغ اوچت شو، زه او فردريک د دروازې دواړو خواوو ته ولاړ وو، همدا چې دروازه پرانيستل شوه، ما ټينګه اوږه ووهله، د خونې په منځ کې ودرېدم او توپنچه مې د هغه سړي پر خوا سيخه کړه چې زما د تېلې او دروازې د زور له امله يې تعادل له لاسه ورکړى و. هغه سړى ډېر شناخته و، په وارو-وارو مې ليدلى او لارښوونې مې يې تر سره کړي وې او هېڅ مې زړه ته نه لوېده چې هغه دې هماغه نسترن يا په بله ژبه څلورم نفر وي، هغه سړى ښاغلى مندل و!
– ورځ په خير ښاغلې مندله!
– ته څوک يې؟
– زه… زه رامين، ستاسې مامور يم!
هغه وچ ودرېد دې ګرفتارۍ يې په خپل کار کې له ټول پوخوالي او برلاسۍ سره-سره حال وربل کړ.
فردريک ته مې وويل: د ښاغلي مندل توپنچه واخله، ځکه نوره اړتيا نه ورته لري.
وروسته مې مندل ته وويل: د بې عقلۍ هڅه ونه کړئ، زما ګوته پر ماشه ده!
فردريک د مندل توپنچه-چې تر کورتۍ لاندې يې تړلې وه-له پوښه راوايسته.
مندل،حيران-حيران راکتل.
ځنې ومې پوښتل: د ويلو څه نه لرئ؟
ورو يې سر وښوراوه او ويې ويل: دا بې خونده ټوکه مې دې نه خوښېږي!!
پوزخند مې وواهه او ومې ويل: دا بې خونده ټوکه بې عقلې ژرترود پيل کړه!
فردريک ته مې مخ کړ او ومې ويل:
ګوره مه، خپل او د ښاغلي مندل لاسونه په هټکرۍ  سره وتړه، ځکه تر دې يې زيات پر پښو نه شو درولاى.
مندل په غوسه وويل: رامينه! ته پوهېږې چې څه کوې؟
ومې ويل: ستاسې خوښه ده ښاغلې مندله، سمه ده چې له لومړى سره پر غلطه لار راغلى وم، خو دا ومنئ چې دې لارې ته تاسې راکش کړم!
فردريک د مندل ښى لاس په ولچک کې د ايښودو لپاره ونيو، خو هغه ځان شاته ځنې کش کړ، غوښتل يې چم وکړي، فردريک پرېښود او پر بغل يې په سوک وواهه، مندل يو بغله پر شا-شا لاړ او پر ځمکه ولوېد، لږ وروسته يې ښى لاس د فردريک له کيڼ هغه سره په ولچک کې ولوېد… فردريک ته مې وويل: در روان شه!
هغه وويل: ښاغلى مندل بايد يوه بسته هم ولري.
ومې ويل: بې غمه اوسه، ښاغلى مندل بسته نه لري، هغه يوازې ژرترود ته د اسنادو د فوټو کاپۍ د سپارلو لپاره راغلى و.
مندل مو له ٤٢مې خونې څخه را وايست او په ليفټ کې کښته شوو… د هوټل مدير-چې هماغه لومړۍ شېبه په خپل کار پسې تللى و-زموږ په ليدو حيران راوکتل.
هغه ته مې وويل: د دې ښاغلي د خونې کرايه مو ياد وي.
هغه څه ونه ويل:
مندل مو له هوټله راوايست، هغه او فردريک د موټر په شاتني سيټ او زه شټرينګ ته کښېناستم، سيده د ليندن کور ته لاړو…
د ليندن چې څنګه پر مندل سترګې ولګېدې وچ ودرېد، راوړاندې شو، د هغه مخ ته يې وکتل او وروسته يې زما څخه وپوښتل: رامينه! سپين  نسترن مندل دى؟
ومې پوښتل: ژرترود چيرې ده؟
ويې ويل: د خوب په خونه کې!
ومې ويل: ورشه دلته يې راوله!
ليندن لاړ او ژرترود يې د خوب له خونې څخه راوايسته ادينا هم ورسره راغله… ژرترود د مندل پر هغه حال ليدلو يوه لنډه چيغه-چې ډېر ژر يې په ستوني کې ورکه شوه-وکړه او ويې ويل: اخير…
خو خبره  يې بشپړه نه کړه.
ومې ويل:
هو، پېغلې! ساختګي څلورم نفر چې (ک.پ.آ) د سپين نسترن په مستعار نامه پېژندى اخير په لومه بند شو.
مندل ماته مخ کړ ورو يې سر وښوراوه او ويې ويل: ته اخير بريالى شوې!
ومې ويل: ولې، په دې کې دې شک درلود؟
هغه څه ونه ويل… فردريک ته مې وويل: ټيکسي چلوونکى خوشي کړه او کيلۍ يې هم وروسپاره. هغه د تلو په نيت وخوځېد، ومې ويل:
ګوره، سل باته ه زما له خوا کرايه ورکړه!
ليندن په حيرانۍ کې ډوب و او يخې پاتې سترګې يې په مندل کې ګنډلي وې، ادينا وويل: ښاغلى مندل بايد سملاسي (سي.اس.آى) ته وسپارئ!
مندل مخ ورواړاوه او ويې ويل: ته هم د دوى ملګرې وې؟
ادينا وويل: زه بېرته خپلې پخوانۍ دندې ته ځمه!
ليندن ته مې وويل: څه ته ګورې، لندن ته د لومړۍ تلونکي الوتکې پنځه ټکټان واخله، موږ بايد همدا نن له بانکوکه ووزو…
ليندن سملاسي پر ټليفون د الوتکو له يوه شرکت سره تماس ونيو، څرګنده شوه چې د لندن په موخه لومړۍ الوتکه د هماغې ورځې د مازيګر پر شپږ نيمي بجې الوزي.
زموږ د الوتنې مقدمات تيار شول، د بانکوک د پوليسو د رييس سوکانم په مرسته له بانکوک څخه د ادينا او ژرترود د وتلو پاسپورټونه ډېر ژر آماده شول. د هغه دا مرسته زموږ لپاره ډېره ارزښتناکه وخته. وټاکل شوه چې فردريک په بانکوک کې پاتې شي. د مازيګر پر شپږ بجې د بانکوک هوايي ډګر ته ننوتو.
سوکانم د ګمرک په سالون کې راته منتظر و، دا چې موږ ټول په يوه بل حالت کې وو، د پوليسو د رييس شتوالي زموږ له الوتنې سره ډېره مرسته کوله. د خداى پامانۍ پر مهال مې ورته وويل: اوس مې ماموريت درته روښانه شو؟
ويې ويل: هو، بيا ليدو ته دې ډېر هيله من يم!
ومې ويل: که بل ځل بانکوک ته راتلم، هڅه کوم يو نړيوال پوليس واوسم. رښتيا، يو تن ولېږه چې د ژوبڼ مخې د پوليسو ولاړ موټر بوزي، هېر دې نه شي.
ويې خندل او ويې ويل: له دې سره چې ماته دې ستونزې وزېږولې، بيا مې هم زړه درسره غواړي، ډېر پوخ اوهوښيار سړى يې!
لاس مې يې ورکښېکښى او په خپلو ملګرو پسې د الوتکې په زينو کې پورته شوم… پر شپږ نيمي بجې مو الوتکه د بانکوک له هوايي کرښې څخه د لندن په موخه والوته.
                
لندن ته تر رسېدو وړاندې مې له الوتکې څخه د (سي.اس.آى) په نوم يو شفري ټلګرام مخابره کړ.
د دويمې ورځې د سهار پر شپږ بجې مو الوتکه د لندن پر هوايي کرښه کښېناسته ورو مې ليندن ته-چې شاته مې ناست و- وويل: په دې برياليتوب کې ته هم ستره ونډه لرې.
مندل چې زما له لاس سره يې لاس په ولچک کې و، وويل: تاسې ټول ونډه په کې لرئ!
الوتکه څو دقيقې وروسته پر خپل ځانګړي ځاى ودرېده، ټول مسافران کوز شول،يوازې موږ پنځه تنه پاتې وو، زه د (سي.اس.آى) هغو مامورانو ته منتظر وم چې ټاکلې وه الوتکې ته راشي، لږ وروسته درې تنه ملکي کسان الوتکې ته راننوتل هغوى مې نه پېژندل، د مندل په ليدو حيران شول. افسر ليندن هغه درې تنه پېژندل، زه يې ورمعرفي کړم….
يوه-يوه ته مې لاس ورکړ او ومې ويل:
هيله کوم، ښاغلى مندل راڅخه تسليم کړئ ځکه فکر کوم زما ماموريت نور پاى ته رسېدلى دى. له هغوى څخه يوه-چې تر نورو زوړ ايسېدى-وويل:
موږ د ښاغلي مندل د بېولو لپاره راغلي يو که مو اجازه وي ولچک په موټر کې پرانيزو.
ومې ويل: سمه ده!
ټول له الوتکې راکوز شوو، د الوتکې له زينو سره دوه موټرونه تر سترګو کېدل، زه، مندل، افسر ليندن او يو له هغو درېيو تنو څخه په يوه موټر او نور په دويم هغه کې کښېناستل، لږ وروسته مو د هوايي ډګر غولى تر شا پرېښود.
په موټرونو کې يې ولچک خلاص نه کړل، له دې سره چې کيلۍ زما سره وې، خو د هغوى له خوښۍ پرته مې دا کار نه شواى کولاى.
نژدې تر يوساعته مزل وروسته د لندن له ښاره بهر د يوې لرغونې دوه پوړيزې ودانۍ مخې ته له موټره پلي شوو او هغې ودانۍ ته ننوتو په يوه لويه خونه کې يې ولچک پرانيست. مندل، ژرترود او د دسکول دنننۍ فوټوکاپۍ مې وسپارلې، د آرامۍ سا مې واخيسته، سګرېټ ته مې اور ورته کړ او ومې ويل:
نېکمرغه يم چې خپل ماموريت مې په برياليتوب سره پاى ته ورساوه.
ليندن هغو درېيو نفرو ته وويل:
رامين د نړيوالو پوليسو يوډېر تکړه غړى دى،که د ده هڅې نه واى د مندل د خيانت مخه نه نيول کېده.
ومې ويل: که مو اجازه وي، زه غواړم چې په لومړۍ الوتنه کې ځان پاريس ته ورسوم.
يوه له هغو درېيو تنو څخه وويل: ستاسې ماموريت لا پاى ته نه دى رسېدلى، ډګروال درته منتظر دى!
ومې ويل: ښه، سمه ده له هغوى څخه مې هم خداى پاماني واخيسته.
هغه سړي وويل: مهرباني وکړئ چي د ډګروال خونه در وښيم!
له هغه سره له هغې کوټې څخه راووتم، د داليز پاى ته يې بوتلم، د يوې خونې د دروازې مخې ته ودرېد او ويې ټکوله.
له خونې څخه د يوه سړي لوړ ږغ پورته شو چې ويې ويل:
مهرباني وکړئ!
سړي دروازه پرانيسته او ماته يې د لومړي ننوتو بلنه راکړه.
زه  ننوتم…
-راځه رامينه!
ږغ مې پر غوږ آشنا و، ور وړاندې شوم، ناببره له حيرانۍ څخه پر خپل ځاى وچ ودرېدم، ځکه هغه سړى، چې د ډګروالۍ جامې يې اغوستي او له يوې لويې نقشې سره ولاړ و، له براډلي پرته بل څوک نه و.
په خندا شوم، ورايسته شوم، لاس مې يې ورکښېکښى او ومې ويل: نو تاسې يو ډګروال واست او ما نه پېژندئ؟
ويې ويل: نه پوهېږم څنګه مبارکي درکړم، زه هر ځاى درپسې وم، که رښتيا ووايم، هېڅ مې زړه ته نه لوېده چې په دې ماموريت کې بريالى شې.
ومې پوښتل: زه مو څنګه انتخاب کړم؟
ويې ويل:
دا خپله د مندل وړانديز و، اوس مې سر خلاصېږي چې هغه د کلوترپک په لټولو کې له نړيوالو پوليسو ولې مرسته وغوښته. نوموړي غوښتل تر يوه ناڅرګند مهاله (سي.اس.آى) شبکه تېر باسي او د محرمو اسنادو غلا ته ملا وتړي. زه له هماغه لومړيو څخه له دې طرحې سره مخالف وم، خو کله چې مې د هغه ټينګار وليد، ومې منله، اخير يو ډېر مهم غړى و، مندل له کلوترپک سره د يو ميليون ډالرو ورکېدنه له نړيوالو پوليسو څخه د مرستې غوښتلو پلمه نيولې وه. ما هېڅ فکر نه کاوه چې ته په دې خطرناک او مهم ماموريت کې بريالى شې، مبارک دې شه،  ته يو ډېر ځيرک او ډاډمن مامور يې.
ومې ويل: مننه!
براډلي وويل: ياد دې دي چې يو موټر په تا او لرنا پسې و او ناببره وچاود؟
ومې ويل: هو، ياد مې دى، او اوس مې سر خلاص شو چې تاسې يې کار ورکړى و.
– هو، همداسې ده!
– يوه پوښتنه لرم!
– ويې کړه!
ومې ويل:
ښايي لازمه نه وي چې ويې کړم، خو د پلټنې حس مې پر آرامه نه پرېږدي، غوښتل مې د څلورم نفر له رازه خبر شم… ډاکټر کلوترپک ولې په دې نامه مشهور و؟
براډلي وويل:
کلوترپک له هغو څلورو نفرو څخه يو و چې په دويمه نړيواله جګړه کې د المان پر خاوره کښته شول، درې ملګري يې ووژل شول، خو دى ژوندى پاتې شو، تر هغې پېښې راوروسته په څلورم نفر مشهور شو، البته په دې يوازې زه او دى خبر وو.
– زه مو نور نه يم په کار؟
– که دې خوښه وي، ما يو بل ماموريت هم په نظر کې درته نيولى دى!
– مننه، اوس آرام ته ډېره اړتيا لرم!
– په هر حال، فکر په کې وکړه، که دې خوښه وه، زه له نړيوالو پوليسو سره ږغېږم.
ومې ويل: تر استراحت وروسته به يې ګورو.. د دې ماموريت په اړه کومه توضېح نه راڅخه غواړئ؟
ويې ويل: نه، زه هر ځاى درپسې وم!
په خندا مې وويل:
نو هغه د هيجاني پوليسي داستان، وروستى څپرکى اوس پاى ته ورسوه…
براډلي په لوړ اواز وخندل او ويې ويل: دا خبره دې بېخې پر وخت وکړه!
ومې ويل: يوازنۍ غوښتنه مې د ادينا د کار په اړه ده!
ويې ويل: دا ناز دې زه خامخا اخلم، ډاډه اوسه!
له براډلي څخه مې خداى پاماني واخيسته او له دفتره يې راووتم.
هغې خونې ته لاړم چې مندل او ژرترود يې وروستلي وو. افسر ليندن او ادينا مې هم هورې وليدل، ادينا ته مې وويل:
ته سر له همدې شېبې د (سي.اس.آى) يوه ماموره يې، مبارک دې شه.
له خوښۍ څخه يې په غېږ کې ونيولم او ښکل يې کړم… ليندن وپوښتل: اوس دې څه په نيت کې دي؟
ومې ويل: استراحت کوم، يوازې استراحت! وروسته به ګورم چې څه کېږي.
د هغې ورځې غرمنۍ مو په ګډه د لندن په يوه رستوران کې وخوړه. نژدې د ماپښين څلور بجې مهال له ليندن او ادينا سره د لندن د هوايي ډګر خوا ته وخوځېدم.
ادينا نارامه ايسېده، زه هم د هغوى بېلتون ځورولم خو څه مې له وسه پوره وه، ماموريت مې پاى ته رسېدلى و او اوس بايد بېرته خپلې خوا ته لاړ تلاى.
تر الوتنې وړاندې ليندن وويل: رښتيا رامينه، هېر مې و ګاربو هم ونيول شوه؟
ومې ويل: نور کوم څوک نه دى پاتې، کله چې بېرته بانکوک ته لاړې د هغو درېيو تنو حال راته وليکه، البته که دې اجازه درلوده.
د خداى پامانۍ وخت راورسېد، د ليندن لاس مې کښېکښى ادينا ته ورنژدې شوم هغې مې پر غاړه لاسونه راتاو کړل، مخ يې پر مخ راکښېښود… شېبه وروسته مې لوندوالى حس کړ، ادينا ژړل…
اننګي مې يې ښکل کړل او د وروستي ځل لپاره مې يې پر ښکلو شونډو شونډې ورکښېښودې او په ګرمۍ مې ښکل کړې. د زړه په ژورو کې مې له هغې سره يوه څپانده مينه حس کړه، په ډېره چټکۍ مې خپله بسته واخيسته او د الوتکې په زينو کې وختلم، آن نور مې تر شا هم ونه کتل، ځکه زه هم نارامه وم.
د مانش سمندر له پاسه د الوتکې د تېرېدو پر مهال، لمر يوه خاموشه سندره زمزمه کوله… سرې رڼا يې د آسمان پر لمنه خپرې وريځې ځلولې، سترګې مې د هسک او وريځو پر پراخۍ وګنډل شوې، هغه مهال مې د ادينا له ژړا ډکې سترګې ليدلې چې د اوښکو څاڅکي يې پر اننګيو لغړېدل… د شونډو خوند مې يې لا پر ژبه و او د مينې تودوخې مې يې په وجود کې منډې وهلې….

 

 

پاى
دويمه ناحيه, کندهار

 

 

 ١٣٨٣/وږى/٢٣