کور / کیسه / انځورګر

انځورګر

 انځور ګر
 
دا كيسه مي له يو درسي كتاب څخه ژباړلې ده
[كرګر]


 
يهوداسكاريوت د عيسٰى له كلكو مريدانو څخه و، چې له عيسٰى سره يې مخالفت پيداكړ، نو د يهوديانو له راهبينو سره يو ځاى شو . عيسٰى يې يهوديانو ته تسليم كړ، او په دار يې و ځړاوۀ.
    سلګونه كاله په خوايو ډېر لوى او مشهور انځورګر ته دا دنده ور وسپارل شوه، چي د يوې كليسا د پاره د عيسٰى د ژوند يو څو انځورونه رسم كړي ، دې انځورګر خپل نور ټول كار سرته رسولى و، يوازي دومره پاتي و چي د عيسٰى د ماشومتوب يو انځور او د اسكاريوت يوه څېره اوباسي.
يوه ورځ دا انځورګر د چكر د پاره بهرته ووت، د ښار په يوه زړه برخه كې يې څو ماشومان وليدل چي د سړك پرغاړه يې لوبي كولې. د دغو  ماشومانو په منځ كې يو دولس كلن هلك هم و چي څېره يې لكه د پرښتو په څېر ځلېدله، او په سترګو كې يې يو ځلنده نور برېښېدۀ . انځور ګر دا ماشوم له ځان سره كورته بوت . ماشوم په ډېرې اوسيلې سره تر هغې كېناسته چي انځورګر د عيسٰى د ماشومتوب د څېرې انځور د دۀ له مخي پاى ته ورساوۀ. اوس نو د دې انځورګر داسي يوه څېره په كار وه چي يهودا اسكاريوت سره ولګېږي . يوه زښته بدرنګه څېره .
    انځورګر ډېر كلونه په دې څېرې پسې وګرځېدو خو پيدا يې نه كړه، كلونه وروسته يوه ورځ پس له ماسپښينه په يو ځاى كې ناست و، يو ډېر بدرنګه سړى چي ډېري خيرنې جامې يې اغوستې وې كوټې ته راننوت، په ژړغونې غږ يې له انځورګر نه خيرات وغوښت انځورګر په ژور نظر سړي ته كتل، د هغه مخ ورته داسي ښكاره شو چي په څېره كې يې د هرې بشري ګناه ليكې له ورايه ښكارې دې .
انځورګر پرېكړه وكړه چي د يهوداسكاريوت د څېرې و انځورته د دۀ څېره ښه ورته ده.
نو دا سړى يې راو غوښت او هغه ته يې وويل چي كه ته له ماسره ولاړ شې نو زه به ستا يو انځور و كاږم او په بدل كې به يې زه تاته ډوډۍ، جامې، او روپۍ، دركړم، سړي په ډېري خوشحالۍ ومنله او له انځورګر سره روان شو.
انځورګر ډېري شپې او ورځي د دې سړې و څېرې ته وكتل او هڅه يې كوله چې د يهوداسكاريوت د څېرې انځور د همدې بدرنګ سړي له مخې پاى ته ورسوي .
يوه ورځ چي د اسكاريوت د څېرې د رسمولو د پاره يې خوښ كړى و پوښتنه ترې وكړه.
په رښتيا ستا په ياد نه يم؟
انځورګر په حيرانتيا ورته وويل :نه ته څوك يې زما بېخي نه يې په ياد!
سړي په ځواب كې ورته وويل : ډېر كلونه پخوا كله چي زه ماشوم وم تا دلته راوستى وم چي د عيسٰى د ماشومتوب څېره زما له مخې رسم كړې