کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانانو سره دکلتوري مرستو دټولني پيغام

د افغانانو سره دکلتوري مرستو دټولني پيغام

په اطريش  کی د افغانانو  سره دکلتوري مرستو  د ټولنۍ پيغام


په  ډيره خوښۍ  سره مو د انترنيټ  له  طريقه  خبر تر لاسه کړ چي  په  افغانستان  مینو  او زړه سوانده کلتور پالو  د انترنيټ  په  نړي  کي   د لر  او بر لوی افغانستان  په  نوم  انترنيټی پا نه پرانستې  ده . مونږ    ددې  پاڼي  خپريدل  د  ډيورند د منحوسي  او افغان دښمنه کرښي د دواړو خوا و افغانانو ته  د شريک  سياسي ، ټولنيز او  کلتوري  پوهاوي  د يو  مهم  ا صل  په  سترګه  ګورو  او  په دې  هيله  يو  چي   ددې  پاڼي  له  طريقه  به  د ګډ  پلار  او نيکه بچيان  چي د انګريز  د خائنانه  سياست  په  نتيجه  کي  موقتا جدا پراته  دي  را  ويښ   او د خپل  لوی  افغانستان  شمله  جګه  و ساتي .


د لر او بر  افغانستان  انترنيټي پانه  دي  ټولو  افغانانو ته مبارک  وي. او په  خاص  ډول  ځوان  کلتورپال  عبدالله   احسان ته  چي پدې  لاره  کي  ئې  نه  ستړي  کيدونکي  هلي  ځلي  کړ ي  لوی خدای  دي په  ځواني ورته  برکت  وکړي  . 
 


په  درنښت
په  اطريش   کي د افغانانو  سره د کلتوري  مرستو د ټولني لخوا