کور / شعر / راوچــت کړه پښـــــتانه لـــه لــــــــر او بــــــــره

راوچــت کړه پښـــــتانه لـــه لــــــــر او بــــــــره


طـــــــوفــــانــــــي انـــــرژي


راځلیـږه توده   لمره    توده لمره
راوچت کړه   پښتانه  له لر او بره


د نفاق او ځانځانۍ تخمونه وچ کړه
ګرموه   دا ساړه زړونه ژر تر ژره


افغاني جذبې تودې کړه پخپل وړانګو
د  یوالي مزی ټینګ کړه  یو تربله


د خوشحال ټبر رګونه په جوش راوړه
چي کړی لري ځنځیرونه له  خیبره


دظلمت پردې کړه څیري په  شغلو دي
د افغان وحدت را ټینګ کړه بیا له سره


زما  مغزو  ته  طوفاني انرژي راکړه
چي راویښ (مل) کړم په سندره



جولای کال دوه زره څلور (جرمني )