له ډاكټر صبوري سره د خوګي انفلونزا په اړه مركه

د خوګي انفلونزا په اړه مركه

 شمشاد سالارزى

" /> له ډاكټر صبوري سره د خوګي انفلونزا په اړه مركه

د خوګي انفلونزا په اړه مركه

 شمشاد سالارزى

" /> له ډاكټر صبوري سره د خوګي انفلونزا په اړه مركه

د خوګي انفلونزا په اړه مركه

 شمشاد سالارزى

" /> له ډاكټر صبوري سره د خوګي انفلونزا په اړه مركه

د خوګي انفلونزا په اړه مركه

 شمشاد سالارزى

" /> د خوګي انفلونزا په اړه مركه  شمشاد سالارزى – لراوبر ویب پاڼه
کور / مرکه /
له ډاكټر صبوري سره د خوګي انفلونزا په اړه مركه

د خوګي انفلونزا په اړه مركه

 شمشاد سالارزى

له ډاكټر صبوري سره د خوګي انفلونزا په اړه مركه

د خوګي انفلونزا په اړه مركه

 شمشاد سالارزى

 درنولوستونكوناروغه مشۍ ، دا ځل مو دډاكټرانو او صحي كاركوونكوداتحادئې دبهرنيواړيكوله مرستيال ډاكټر عبدالباقي صبوري سره دخوګي انفلونزا په اړه مركه كړې دى .


شمشاد : ډاكټر صيب كه له لوستونكوسره پېژندګلوي وكړۍ ؟


صبوري : مننه تر هر څه مخكې زما سلامونه او نيكې هيلې ومنۍ،ډاكټر عبد الباقي صبوري يم د ډاكټرانواوصحي كاركوونكو داتحادئې دبهرنيواړيكوله مرستيال يم.


شمشاد : ډاكټرصيب،دخوګ انفلونزا (سركوزي والګي)د تاريخچې په اړه لنډمالومات راكړۍ؟


صبوري : د لومړى ځل لپاره په كال ۱۹۱۸ او ۱۹۱۹ كې گزارش وركړل شو په داسې حال كې چې نړى په لومړي جهاني جنګ كې بوخته وه.د لومړي ځل لپاره شكمن كسان په هسپانيه كې وليدل شو چې وروسته امريكا هم ددې ناروغي په وايروس باندې ككړه شوه چې په نتيجه كې يې ۵۰۰ تنه خپل ژوند له لاسه وركړل.خوګي انفلونزا د خوګانو تنفسي ناروغي ده چې د N1H1  وايروس په واسطه توليديږي.


شمشاد : ډاكټر صيب ،دخوګي انفلونزانښې اونښانې كومې دي ؟


صبوري : خوك انفلونزا په انسانانو كې د فصلي انفلونزا ته ورته نښي لري.ناڅاپه حمله د دي ناروغي د تبي ،بى حالۍ،بى اشتهائي او ټوخى لامل گرځي.


همدارنګه گڼ شميرناروغان سردرد،زكام،ستوني درد،د عضلاتواوبندونودرد،پرنچي كول،تنفسى ناراحتي،د ستوني سور والى او د پوزې نه اوبه تلل (د پوزي بهيدل)په كې ليدل كيږي.په ځينو ناروغانو كې كانگي او اسهال هم ليدل كيږي.


شمشاد : ډاكټر صيب، د ناروغۍ د خپريدو لارى كومى دې تر څو ټول خلك په دي وپوهيږي؟


صبوري : خوګي انفلونزا د خولى او پوزي له لاري خپريږي،او كيداى شي په مخامخ ډول د خوك څخه انسان ته سرايت وكړي.په هغو انسانانو كي چې د خوك په ساتن ځايونو كې كار كوي زيات ليدل كيږي. دا ناروغۍ له ناروغ انسان څخه انسان ته خپريدل يي د مخامخ پرنجي يا ټوخي كولو په واسطه انتقاليږي،هغه خلك چې په لومړي،وايروس باندي ككړو توكو ته لاس وروړى او بيا لاس په خولى كې ووهي كيداى شي په لومړي ناروغي اخته شي.


شمشاد : ډاكټر صيب،د دې ناروغي،د تشخيص او پژندني لارى كومي دي ؟


صبوري : خوګي انفلونزا د پيژندني او تشخيص لپاره د ناروغي نښي نښاني ليدل كيږي او وروسته د هغه نه د ديني د آموزيني په واسطه تشخيصيږي.مگر په دى ناروغۍ ككړ شخص په لومړنى ۴-۳ ورځو كې هيڅ كومه نښه د ځان نه نه ښي (په دى ورځو كې هيڅ اعراض او علائيم نه ليدل كيږي).


شمشاد : ددغې ناروغۍ دمخنيوي لپاره كوم لومړني تدبيرونه لازم دي ؟


صبوري : لاسونه،گوتي،دگوتو منځ ځايونه دنوكانو لاندې ځاى بايد په سمه توګه ووينځل شي ځكه د پرنجي او ټوخي په وخت كې لاسونه خولى ته نيول كيږي.چلوث (ككړ)ذرات لاسونو ته انتقاليږي او د لاسونو څخه محيط او د محيط څخه هغه شيانو ته چې ورځني استفاده كيږي انتقاليږي بالاخره د همدغو شيانو څخه نور خلك استفاده كوي كيداى شي چې د سالم اشخاص د محيط څخه دغه ذرات تنفس كړى او په دى ناروغۍ اخته شي.


۱ : د لاسونو وينځل په سمه توگه د ورځى څو وارې.


۲ : د پرنجى او ټوخى په وخت كې بايد خوله او پوزه وپوښل شي كه دستمال شتون ونلري د بازو په واسطه خوله او پوزه بايد وپوښل شي.


۳ : كله چي تاسى په زكام اخته كيږي او يا هم د ناروغي نښي نښاني موجودى وي په كور كې استراحت وكړي.


۴ : مهربانى وكړۍ خپل مخونه مه لمسوۍ په ځانګړې توګه مخاطې غشاگانې (سترگه،خوله،پوزه) ځكه چې د همدې لارې وايروس بدن ته داخليږي.


۵ : دناروغانوڅخه (دمشكوكوكسانونه) واټن غوره كړي.


۶ : دنړيوال صحي سازمان توصيه ده چې دناروغۍ په وخت كې په كوركې پاتې شي،په پراخه كچه استراحت وكړي،داوبواومعايعاتوپه پراخه توگه كارول،دلاسونووينځل داوبوسره،دخپلې ناروغۍ څخه دكورنۍ غړي خبرول اودهغوي څخه جدا كيدل او نژدې صحي مركز ته مراجعه كولو څخه عبارت دي.


شمشاد : په افغانستان غوندې وروسته پاتې ټولنه كې چارواكي ددغې ناروغۍ دمخنيوى لپاره كوم پروگرامونه بايد په كار واچوي ؟


صبوري : دهرڅه نه مخكې چارواكي بالخصوص دعامې روغتيا وزارت بايد هغه كسان چې په دې ناروغۍ اخته شوي دي او يا مشكوك كسان چې د دي ناروغۍ نښې اونښانې په هغوى كې ليدل كيږي جداكړي اوپه يومخصوص ځاى كې د هغوي درملنه وكړي.


۲ : د عامه پوهاوي پروگرامونه خصوصاً په هغو ځايونو كې چې ناروغان موندل شوي دي په كار واچوي.


۳ : عامه خكولپاره دعامه پوهاوى پروگرامونه (د ناروغۍ نښې نښانې اولومړۍ) تدبيرونه بايددپوستراود مطبوعاتوله لارې خپاره كړي .


۴ : دناروغۍ داحتمالى پراخه خپريدوپه صورت كې (د حد اقل ۵۰۰۰۰) كسانو عاجلى درملنى آماده گى ولرى چې له نيكه مرغه د عامى روغتيا وزارت دغه آماده گى لرى .


۵ : د ټولنو او كنفراسونو ،غونډو كموالى دى.


شمشاد : ډاكټر صيب،څه وړانديزكوى،چې د دغى ناروغۍ خطر به تر كومه وى ؟


صبوري : كه چيرې ناروغان او يا هغه كسان چې ددې ناروغۍ ددرملنې مسؤليت لري،احتياط دې ډېروكړي، درملنه يې په صحيح توگۀ صورت ونه مومي اوياداچې ناروغان دسالمواشخاصوسره ډيرپه تماس كې وي.ناروغان خپله خوله او پوزه د پرنجي اوټوخي په وخت كې بنده نه كړي نوددې ناروغۍ خطر ډيرزيات دى چې نورو ته خپاره كړي هغه كسان چې په دى ناروغۍ اخته شي كه چېرې استراحت ونكړى.اوخپلې وظيفې ته لاړشي هغه خلك چې په دفتركې ددوي سره ارتباط لري.دخپريدوډيرامكان لري،دناروغۍ دمخنيوى لپاره عامه پوهاوى په هره ممكنه لاره باندې ډير داهميت وړ دي  (د مطبوعاتو له لارې،دپوسترونوتريننگونواودملاامامانو د لارېې) كولى شي دعامه پوهاوي كچه لوړه چه په نتيجه كې يې د ناروغۍ خطر كميږي.


د دى لپاره چې د ناروغ لپاره د مرض خطر كم شي خپله دوا بايد په منظمه توگه استفاده وكړي،كله چې اعراض او علايم په خپل ځان كې وينۍ زر بايد ډاكټر ته لاړ شۍ (تشخيص مقدم او تداوي مقدم)د ناروغۍ د خطر د كموالى سبب گرځي كه چيرې ناروغۍ ډير ناوخته تشخيص او تداوي شي د مرگ خطر په دې مريضانو كې زياتيږي او نورو ته يې انتقال سلنه زياتېږي.


د يادونې وړ ده چې د عامې روغتيا وزارت تقريبا د ۵۰۰۰۰ پنځوس زره كسانو د درملنې آماده گي لري،په هغو ځايونو كې چې دناروغۍ عاملين (ناروغان)پيداشوي دي ناروغان يې دسالمواشخاصوڅخه جدااودرملنې لاندې نيولي دي اودعامه پوهاوي پروگرامونه يې په مختلفولاروپيل شوي دي .اوډاكټران اوصحي كاركوونكي په مختلفو شفاخانو كې په پوره آماده گۍ سره د دې ناروغانو درملنې ته حاضر دي .


شمشاد : ډاكټر صيب ، كه په اخر كې څه ويل غواړۍ نو مهربانۍ وكړۍ ؟


صبوري : بس نور نو څه نه وايم همدومره ويل غواړم چې كومې خبرې چې ما وكړي په هغى لږعمل وكړۍ . تر څو د دې مرض مخنيوى وشي.


شمشاد : ډاكټر صيب ،مننه چې موږ ته مو وخت راكړ تر څو له دې مرض په اړه مولوستونكوسره زړه خواله وكړه.


صبوري : له تاسوڅخه هم مننه چې موږمو يادكړو.