کور / طنز / اداري فساد

اداري فساد

په جاري کال کي چه کومه سروي دنړيوالي معتبري منبع لخوا ترسره سوه وښودله چه افغانستان په نړي كي داداري فساد له پلوه دوهم مقام ګټلى دى . دافغانستان رشوت خورو ډيره خواشيني ښکاره کړه چه په دغه سروي کي حتما درغلي سويدي ،موږ افغاني رشوت خورو ټولي هلي ځلي يي په اوبو لاهوکړي ،موږ دومره په رشوت اخيستلو اواداري فساد ملوث يو چه په کيسو يي ټول ولس خبر دی ،موږ دومره کړني ترسره کړيدي چه حتي هغه حيا اوشرم چه پخوا درشوت په اخيستلو کي موجود وه هغه موله منځه يوړه . خوبدبختانه کومه سروي چه سويده دافغانستان درشوت کچه ډیره لږه ښودلي ده که نه واقعا افغانستان به لومړى مقام ګټلي واي ، خوبيا هم موږرشوت خواره خپل ولس ته دا وعده ورکوو چه موږبه خپلو هلوځلو ته په ډيرجرآت سره دوام ورکړو اوهرومرو به افغانستان د اتلولۍ ومقام ته رسوو او ددي هدف درسيدو لپاره درشوت خورانوکاري ګروپ لاندي لايحه دنوي معيارونو په درلودلو سره تصويب کړه:
۱-څرنګه چه نن سبا په ګران افغانستان کي دازاد بازار پاليسي پياده سويده او هرڅوک ددي پاليسي دارزښتونو څخه ګټه اخلي نو موږ هم فيصله وکړه چه درشوت په ډګرکي دنوموړي پاليسي لپاره زمينه ترهروخت زياته مساعده ده په لږ تعد يل سره داسي پريکړه کوو چه هرښاغلي رشوت خور دازاد بازار دپاليسۍ په رڼاکي صلاحيت لري چه درشوت نرخ دخپل زړه په غوښتنه وتاکي .
۲- پريکړه وسوه چه رشوت په نقدي او غير نقدي ډول په مناسب وخت کي تادیه سي :
الف: نقدي رشوت بايد په ډالر اويا يورو باندي وي ،په افغانۍ رشوت ورکول سخت منع دي ،سل ډالري نوی نوټونو ته ترجيح ورکول کيږي ، بانکي چکونه اوکريډت کارټونه دمنلو وړنه دي.
ب-غيرنقدي رشوت دسروزرو زیورات ،تيزرفتاره دلوړمودل موتران ،کومه نمره مځکه ،لويه قالينچه او دکورلپاره فرنيچر . په اطرافو کي مواشي لکه پسه ،غوايي ،چرګان اوفيل مرغان درشوت دوسيلي په ډول استعماليږي ،ددي دپاره چه داعنعنوي اوزوړډول درشوت وساتل سي نو د رشوت دخيرات په فصل کي په دوومادوکي تصويب او داجرا وړدي .
ج- تحفي اوسوغاتونه : اوس هم ليدل کيږي چه تحفي اوسوغاتونه په رشوت کي شميرل کیږي ،خودنوي لايحي او ازاد بازاردپاليسي په رڼاکي تحفي اوسوغاتونه ځاتنه بيله لايحه اومقرره لري ،همدارنګه ليدل سویدي چه ډير خلګ په دوه کريټه انګورواويا انارو ځان خلاصوي ،حال داچه داډول عمل دسوغاتونو اوتحايفو دمقرري سخت خلاف دی او هغوی ته دقانون له مخي جزا ورکول کيږي . تحفي اوسوغاتونه دلايحي د دوهمي مادی په دريم بند کي په دي ډول په نښه سويدي : دموبايل سيټ چه کمره ولري ، راډو يا رولکس ساعت ، دقيمتي ډبري تصبيح ، نوی موډل رنګه ۳۰يا ۴۰ انچه تلويزيون دلندنۍ کشميري ددريشي تکه او ليپ ټاپ کمپيوټر .
۳-درشوت خورانو کاري ګروپ لګيا دي چه په خارجي بانکونو کي دمشترکينو لپاره حسابونه خلاص کړي ،البته نوموړي حسابونه به دهرډول خطرڅخه محفوظ وي او کاملا به پټ اوسری وساتل سي .
0- کاري ګروپ به دکښته رتبه مامورينو لپاره دخوردوبورد فرعي مقرره به ډیرژر تصویب کړي ، څرنګه چه واړه مامورين دډير خطرسره مواجه دي ،او دهرچا زور په رسيږي او بعضي وخت لوي رشوت خواره دغه واړه مامورین دسپر په حيث استعمالوي او دبلا په خوله يي ورکوي ،ددي وړو مامورينو دخوردوبورد فرعي مقرره به ډيري اسانتياوي ولري ،همدارنګه رشوت په هكله دظرفيتونو دلوړولو لپاره به تربيوي پروګرامونه موجودوي ،ځکه چه همدا کسان دسبا کدرونه دي .
1- نوموړي ګروپ توصيه وکړه چه په افغانستان کي درشوت ويب سايت اویوه ورځپاڼه په نژدي راتلونکي کي پرانيزي ترڅو درشوت په هکله نړيوالو احصايو او ستراتيژيو څخه دګران افغانستان رشوت اخيستونکي خبرسي . اوډير ژربه دافغانستان درشوت خورو ټيم دنړيوالو سياليو لپاره نايجريا اوسوماليا هيوادونو ته واستول سي . زيات امکان سته چه دکال موفق رشوت خور دافغانستان څخه وټاکل سي .