کور / طنز / ددرواغوله بركته وزيريم

ددرواغوله بركته وزيريم

د ليکوال يادونه :
زه نه غواړم چي نوم مي خپورسي اونوم مي احمد هم نه دى ايميل ادرس مي هم دغه نه دى داچي طنزيه مركه ده اودده وعدي په كي په طنزيه شكل راوړل سوي دي هيله خپره يي كړۍ دوعدوپلاراتمرسره يوه لنډه طنزيه مركه 


 
په پښتنوكې يومتل دى وايې پلانۍ ډيربلاكوي خلك تږي تراوبوپري باسي له دغسي بلاووڅخه يوهم دكورنيوچارواوسنٰٰٰٰٰٰٰى اودپوهني وزارت پخوانى وزرصاحب محمدحنيف اتمردى نوموړى دغه متل په دغه مركه كې چې ستاسو مخ ته يې ږدو ښه تره ثابته وي

پ :   ښاغلى اتمرصاحب لومړى يوڅوشخصي  پوښتنې درڅخه كوم ورپسي به دي دچاروپه اوړند سره وږغيږولومړۍ پوښتنه مي داده چې ته يې لغمانى اوخبري لهجه دي كندهارى ده ولي ؟
ځ :    داځكه مورمې دكندهار دمعروف ولسوالۍ ده دهمدي اوډيرودرواغو.ويلو له بركته وزيريم

پ .:   دزدكړوكچه دي څومره ده ؟
ځ  :     اسنادخوراډيرلرم يادول يې ډيروخت ته اړتيالري .

پ : دعمرپه اړه دي څه راته ونه ويل ؟
ځ :    تراوسه لاځوان يم ګټه وټه كولاى سم اوښه سمه دمه خواري كښلاى سم

پ  :   دڅه شي سره زياته مينه لري ؟
ځ :     له ډالرو سره اوپه دوهم قدم كې له اوفغانيو سره هم مينه لرم ځكه هروخت اوهرځاى يې لټوم

پ .   كله چې دپوهني وزيروي كوم كارونه دي ترسره كړل .؟
ځ  :    دڅوكلونوپه اوږدوكې مي نه پوهيږم څونوي ښوونيز نصابونه رامنځه كړه داډول كارپه ګرده نړۍ كې چانه دى ترسره كړى اونه به يې هم ترسره كړي  بل داچې ښوونكو ته مي دومره وركشاپونه جوړكړل چې په ګرده نړۍ كي دومره بي فايدي وركشاپونه نه دي جوړسوي شاګردانوبه يې په ټولګۍ كې ساعت تيرى كاوه دوى به وركشاپونه ويل .

پ :    دښوونكوسره دي دمعاشاتودلوړولوخوراتودي ژمني وكړي ويل كيږي چې چنداني پكي بريالى نه ښكاري سرراپورته كه شرميږى دي ولي كيږي داخوتاته ادي خبره ده  ؟
ځ :     نه ماخوورته مشخصه ورځ يامشخص ساعت نه وو ويلى چي په دغه نيټه يې دركوم يوه خبره ، بل داچې مابايد داخبره نه واى ورته كړى يوځل مي له ماليې وزير سره په دي اړه څه ويلې واى ځكه هغه زه په دي وعدوكي خړپړ كړم ، اوښوونكي دي مايوسه كيږي نه وايې زماپوردي په كارګه وي دكارګه مرګى دي نه وي اوس هم ورته ژمنه وركوم چې په ډالروبه يووخت معاش اخلي ،

پ :   وزير صاحب اقتصادي ژوند دي څنګه دى اوپه داخپل معاش دي ګزاره كيږي ؟
ځ  :    شكره ښه دى په دې دنيا خومي كوم ارمان نه دى پاته چي زړه مي غوښتل هغه مي وكړه شكر شكر.

پ :  وزيرصاحب ستاپه ځاى زه لاشرميږم څوځله مي ستاله خولي اوريدلي دي چې ښوونكوته مځكي وركوم داسي به دي ويل چي په دي لنډوڅوورځوكې ، اوښوونكي خووايې درواغ يې ويل نه يې دي راكړي آياوردي كړې ؟
ځ :    هوداخوزه په هسكه غاړه وايم چې په  شمالي ولايتونوكې وركړه څه چې زه خبريدلم ښوونكوخپلي مځكي اخستي دي يوازي په پښتني سيموكې معلمين پاته دي چې تراوسه يې مځكي نه دي ترلاسه كړي ، كه ژوندى وم اومعلمينوكلك كاربنديزاعلان كړى زده كوونكې يې دزده كړي له نعمت څخه بې برخي كړل نومجبوريو وربه يې كړو اوهغه مهال به له دوى سره خپله ژمنه عملي كړم اوداچي درواغ مي ويلي دي وعده مي له پښتنو ښوونكوسره نه ده عملي كړې حقيقت دى اودازمامجبوري ده دوى دي خوانه راڅخه بدوي ځكه له همدي درواغوويلو له امله وزيريم

پ :   وزيرصاحب تاسوپه وارووارودښوونكوسره دكوپون ياخوراكي مواددمرستي يادونه هم كړيده داسي يادوه چي دوى فكركاوه چي ورودي رسول معلمين وايې چې څه دي په وسه نه  وه نودي ويلي په تمه كښينول په دې وعده كي ولي وعده خلافه سوې ؟
ځ :    كوپون څه شي دى هوهوښه ښه  دمعلمينوخواس ښه سمه ګزاره كيږي ښه خوندورژونديې دى ملاصاحبان وايې چې اصراف ښه نه دى اواسلام اسراف نه خوښوي .

پ :     غوړي ولي يوازي نحونوته وركوى ؟
ځ :       په دي اړه وخت راكه بيابه زه يوه بله ورځ درته ووايم ځكه زه هم دي عمل ته هك پك يم

پ :   وزيرصاحب داښوونځۍ دپښتنوپه سيمه كې څوك سوځي ؟
ځ :     دطالبانومشرانوراته وويل چې موږ دمعارف دښمنان نه يو هغوى خوويل چې موږ يې نه سوځوونورنوخداى ج خبر دى .

پ :    وزيرصاحب اسبق  شرميږه مه داراته ووايه چې داپه پښتني سيموكې چې كومي
ښوونځۍ دي كتابونه اوقرطاسيه باب په وخت سره نه وررسيږي پداسي حال كې چي لابراتوارونه پيژنې هم نه ولې ؟
ځ :    ولي مي په زخمونومالګي دوړوې كاشكي په ماكي دومره جرائت واى چې سپينه خبره مې په دې اړه درته كړې واى خودومره ويلاى سم چې هم مې معاوينانوهم مي رئسانواوهم مي نورومامورينوته ويلي دي چي دغه پښتانه خوران موولي له ياده وتلي دي يوڅه شيان ورليږى خودوى نه پوهيږم چي ولي نه دي وراستولي هغه ماته به يې ويل چې يوڅه مووراستولي دي  داناكامي به فكركوم دپوهني وزارت دمامورينووي نه زما
پ :    هغه لږ څه چي وررسيدلي هغه هم دكال په وروستيوكي ورغلي دي سرناخلاس صاحب  په داسي حال كې چي په بازارونوكې خرڅيږي ؟
ځ  :     ولاپه دي اړه خوداهم نسم درته ويلاى چي پيسي نلرو ياموكوم بل مشكل دي راغلو دوستانوټوله پاملرنه ومعارف ته په شفاهي ډول كړي ده اوپه ملياردونو ډالريې په واك كي راكړي دي اوپه دې هم سترګي نه پټيږي چي په بازارونوكي دزده كوونكو كتابونه نه خرڅيږي اوداهم زه درته وايم چي په مكاتبوكي هم كتابونه نسته  ززززاوس څه درته ووايم آځه درواغ خوپه پېسو نه دي زه به خيردى زده كوونكوته داوسني وزيرودرګ په ځاى وعده وړكړم ژمنه ورسره كوم چي په راتلونكي كي به بياداسي نه ناكامه كيږو ستاسو حق دركوو.

پ .    وزيرصاحب څومره ډاډه يې چي لابه هم دوزارت پرچوكۍ ناست يې ؟
ځ :     ماخوتراوسه دوستانواوهغه نورودوستانوپه كاركارنه دى درلودلى هرڅه چې يې ويلي دي اويايې كړي دي ماهيڅ هم نه دي ورته ويلي حتي په رمز مي هم نه دي پوه سوي اونه به هم داسي څه وكړم اوياووايم چي دوي په خفه كيږي چې ددوي خواورباندي بديږي ولو كه ملت ته ضرر وي خومااوياران دي خوشحاله يو دي اعمالوته په كتوسره پوره باوري يم چي يم وزارت به يې اوزه به يم

پ :   خداى دي نه كړي كه يوځل بيادپوهني وزارت وزيرسوې كوم كارونه به ترسره كړې ؟
 ځ  :   كه بخت ياري كوله اودوزارت پرچوكۍ ناست وم نو نوي نوي نورتعليمي نصابونه  به راوباسم جديد عصري نصابونه داسي نصابونه چې بل ملك نه وي عملي كړي هوولايادانوى نسل درزهن اويازهن كوټه كړم ـ كه خلك اوس زماپه خبره اووعده لاهم باوركوي نوښوونكوته معاشات ډيروم ، مځكي وركوم ، په مځكويې پاخه كورونه جوړم كوپونونه به ښوونكوته وركوم ،يوه وعده به زه معلمينوته وركړم هغه كه داځل وزيرسوم نو ټول رسمي معلمين به تقاعدكړم ځكه ايكسپېرسوي دي وخت يې دتقاعدي دى دوى حق ددي نه لري چي نوردي وظيفه اجراكړي موږ ورته په درنه سترګه نه ګوروكه موكتلاي اوس به مو يې هيلي ورپوره كړي واي  اويوه واده چي داځل يې ورسره كوم معلمين دي ښه واوري اوزماپه خبره دي باوروكړي په دې خاطر چي معلم معنوي پلار دى يويو ښائسته موټرهم هريوه معلم ته وركوم اوداوعده كه پښيمانه نه سوم عملي كوم يې
اوهيرمي نه سي چي زه په يوه به وعده كي هم وعده خلافه ختلى يم هغه داچې يوه ورځ مي دكندهار اولس ته دكندهار ولايتي شوري په انګړكې ويناكول ماويل چي په كندهار اوجنوب لويديځه حوزه كي ټولي تړلې ښوونځۍ پرانيزم په هرقيمت په هرصورت اوهرډول چي وي زه اوس زوروريم اواوس دنيكه مرغه بډاي يم كاناډاپه مليارډونو ډالر دمعارف لپاره راكړي دي زه اوس هغه پخوانى وزيرنه يم هم زور لرم هم زر نوچي رشتياسي مورمې كندهارى ده ددوى سره مي په كندهارى لهجه وعده وكړه خو نه وسره ناكامه سو م اوس بياوعده كوم چي ولا يادغه پاته ښوونځۍ هم دروتړم اوياولا هغه درپرانيزم هو په شرط ددې كه هغه نورو راسره ومنل كه نه نو كه تاسو خپل كارونه پخپله وكړۍ ښه به وي زموږ په وعدومه خطاوزۍ

پ :  څه فكركوي ملت ته دي څومره ګټه رسيدلې ده ؟
ځ  :   هاهاهاهاا ويل سپين ږيري ته مه وايه چې څنګه يې وايه كوم ځاى دي خوږيږي  هيله كوم داسي پوښتني راڅخه كوه چې زه وكولاى سم په زغرده ځواب دركړم داخوټولوته څرګنده ده چې هغه اش هغه كاسه هوخودبه څه نووښتونه رامنځته سوي وي نن زه رشتياخبري درسره كوم

پ :   وزيرصاحب اوس به دي داوسنۍ دندي په اړه يو څو پوښتني وكړم اجازه ده ؟
ځ  :   ته خو ښي پوښتني كوي خوحقيقت ويل ترخه دي ………..داوس لپاره همدومره بس ده هغه دمعارف په اړه خو مي دي ډيري پوښتني ځواب كړي خوددي اوسنۍ دندي او سياست په اړه به پوښتني نه راڅخه كوي ځكه اوس خوپه سياست اوروانو چاروباندي موچي هم ښه پوهيږي يوځل بيادرته وايم چي ته خوښه پوښتني كوي خوزه درته وايم چي حقيقت ويل ترخه دي ولو كه يې زه هم ووايم كه څه هم وزيري داخله يم
وخت كم دى وروره په مخه دي ښه زه دي دخپلي خوارۍ څخه وايستم موږ بايد له دي باريك وخت څخه په گټه اخستني دخپلو لمسيانو اوراروان شلم پښت لپاره څه برابركړو.


د لراوبر يادونه :


په لراوبر کي دداسي انتقادي طنزونو د خپريدو په اړه ستاسو نظر څه دی ، هيله ده په يوه يا دوه کرښو کي خپل نظر وليکی .

تبصره نسته

  1. داسي طنزونه چي په هغوي كښي داشخاصونومونه او موقيفونه معرفي شي ګټورندي دلراوبرويب پاڼه ډير لوستونكي لري بايدافغانان ملي يوالي ته راوبولواو يودبل ډيراحترام وساتو