کور / کره کتنه / نيوکه طنز نه دئ

نيوکه طنز نه دئ

۲

سوییفت په خپلو شعرونو کې وایي: “زما په اثرونو کې نیتونه او نیوکې ویجاړونکي نه دي موخه یې سمون ده”.
هغه په خپله مرثیه کې وایي:
«اخلاقی عقاید مي مطرح کړي دي
چې انساني شرارتونه سم کړي
زما نیت چې اوس د مړینې په حال کې یم
دبېړاګانو پیژندل او د بدکارو رټنه وه
مګر موخه مې بد غوښتنه نه وه
ما بدۍ وغندلې خو د بدو خلکو نوم مې وانه خیست
هیڅ څوک نه شوای کولی زما څخه خپه شي
ځکه زما موخه زرګونه انسانان وه
زما طنز هیڅ عیب ته ګوته نه نیسي
بلکې هغه شي ته نغوته کوي، چې ټول فاني انسانان کولي شي هغه سم کړي».
سوییفت یو بل ځاي لیکي: «د طنز لیکونکو موخې د توان تر حده د نړۍ ټولنیز سمون دی .که څه هم هغوی د انسانانو په کامله اصلاح باور نه لري او پوهیږي د ا ټول فسادونه نه اصلاح کیږي خو هڅه کوي هغه لږ کړي».
الکساندر پوپ وایي :«اومید لرم که طنز کمۍ اصلاح نه کړي لاقل د هغه مخنیوی وکړي. له هغه بد ګمانۍ څخه چې په ډیرو طنزي اثرونو کې لیدل کیږي داسې ښکاري چې دا باطل خیالونه نه دي، هغوی کولي شي په خپلو هڅو له مځکې نه جنت جوړ کړي. که څه هم طنز باید تل اصلاح کوونکی وي خو دا نشوای تضمینوالی . ولې موږ یوازې کولی شو نقصونه او دومخۍ وښیوو او د هغو عیبونه بیان کړو».
باید وویل شي، چې ټول طنزونه اصلاح کونکي نه دي ځینې وخت طنزونه په هغه انسانې نقصونو باندې نیوکې کوي، چې د تغیر وړ نه دي یا لږ کیداشي بدل شي لکه حسادت ،غرور اوداسې نور…
دا چې طنز لیکونکي د خلکو د تقوا دهڅونې لپاره اخلاقې ټکي نه لیکي، هغه یوازې په عیبونو او کمیو باندې نیوکې کوي نو ځکه دطنز دنیا ښه نه ده ځکه نړۍ د پستو ، ساده او ژرباورو خلکو ډکه ده؛ هغوی دا نیوکې نه مني یا نه پرې پوهیږي. ځکه ناتارګر(بدکړونکي ) ادعا کوي هغوی حق دي نو هغوی تقوا رد وي اواورلګاوی (شرارت) ته تقوا وایي.
ډاکټر جانسون وایي: «خلک تر ښوونې ډیر یادونې ته اړتیا لري».
کله چې نړۍ د بدیو په سیندکې لاهو شي بیا طنز ته ځای نه پاته کیږي خو د نیکه مرغه زموږ په دوران کې چې په یوه برخه کې ناورین یا غمیزه پیدا شي نو د طنز لیکل لازمي دي».
طنز یوازې نشوای کولي بد کړه بدل کړي خو د هغه کوونکی تر پېژندولو وروسته تر برید لاندې نیسي او هغه اړ باسي ځان اصلاح کړي.
په حقیقت کې د طنز نیوکه یو ټولنیز فشار دی خو که طنز لیکونکی د پراخ ټولنیزجهل او ناپوهي سره مخامخ وي نو هغه وخت ټولنیز دباو ګټه نه لري ځکه کله چې ټول خلک په بدو کړو وړو اخته وي نو دهغو اصلاح کول ناممکن دي.د هغو د اصلاح لپاره باید په یو یا دوو تنو باندې نیوکه وشي نه پر ټولو باندې.
ډاكټر آربوت نات وایي: “زما په اندطنز د ټولنیز ناتار اوفساد په مقابل کې هیڅ واک نه لري ،چې ډیر خلک په جرم کې شریک وي بیا هغه جرم شرم نه لري نو هغه باید په یو یا دو و بیلګو په توګه ټولنې ته وښیو».
ځکه که ټول ژوند دناتارګرو، غلو او فاسیدو خلکو سره مبارزه وکړئ آیا کومه اغیزه به وکړي؟
آیا هغوی به لږ شي ؟
که یو شمیرجانیان او وژونکي په دار وځړیږي نورو ته به عبرت شي چې دا بد کړه ونه کړي چې داد سم دولت کار دی مګر طنز لیکونکی هم په دې خپل لږ واک هېله مند دی که ناتار اصلاح کولی نه شي لاقل د هغه د رسوا او خنډ لامل کیدای شي».
طنزي نیوکې هغه څوک کولي شي، چې په هیواد مین او دهیواد وده او پر مختګ يې تر ټولو لوړه هېله وي.
هغه چې ضعیف مدیریت نه شوای زغملای او زړه له اخلاصه د هغه ضعیفو ټکو ته ګوته نیسي طنزی نیوکې باندې کوي او هغه غندي او په هیڅ وجه په ځانګړي توګه یو شخص نه تخریبوي .
په طنز کې که د یو چا یا شي نيمګړتيا ته ګوته نيول کيږي، دا ګوتنيوى د سمون لپاره وي نه د سپکاوي لپاره ؛نو د طنز نیوکې اصلاحي موخې لري او ډیري اغیزمني دي. طنز په ټولنیز ډول په سرچپه یا پایله کې د سمون لاره ښیي چې عام خلک هغه مني.
که چيرې يو څوک په خپل توان یو کا ر پر مخ بیايي هغه بیا د نیوکې زغم نه لري او ځینې بیاله غروره دا زغم نه لري . هغوی باید دنیمګرتیاوو د پوهیدو په پار په ورين تندي د طنزې نيوکو زغم پيدا کړې ځکه طنزی نیوکي دکارونودلاښو کولو لامل ګرځي.
هغې نیوکې، چې کرکې او ځانګړې دوښمنۍ بیانوي هغه هجویه نیوکې دي، چې شخصي غرض لري .
طنزي نیوکې د لمسون او دچا نه دکرکې اورټنې لپاره ځای نه لري . طنزی نیوکې د غلطۍ د اصلاح لپاره غوره لاره ده، له بده مرغه خالي نيوکې د کار درغولو پر ځای کارونه لا نور هم ویجاړوي او حساسيت راپاروي.