کور / طنز / خدای شرمولۍ

خدای شرمولۍ

 ولسمشر د شورا غونډې ته د کابینې د پيژندګلوی  لپاره   ورغلی هلته يې د نوی وزیرانو د پيژندګلوی وروسته   خپل مرستیال ته وویل دعا وکړه:
 هغه ورته وویل:
کومه دعا؟
ولسمشر ورته وویل:
 هغه دعا چې ما د کابینې د لیست  جوړولو وروسته وکړه
 هغه ویل :
 هو په یاد می شوه
چرت مه وهه مارشاله   نور د ولس ووټ ته اړتیا نه لرم  هغه ددرمن د سر وعدې وې  اوس یې کیسه   مفته ده 
ولسمشر  په رنګ الوتی  بڼه ورته وویل:
بس بس
مرستیال زیاته کړه : هو
بس  نور د ولس خبری مه کوه هغه څه په درد خوری هغوی زما په  چمونوبو ی نه وړی  زه هغوی په خپلو ګوتو نڅوم زه د  همدې  توپکیانو په  مټو ځان ساتم
ته مي لیر ي کړې له رايي وروسته  می بیا له هغه لا  لوړ کړې  ؛ تورن اسمعیل مې لیری کړی  له ووټ وروسته  مې بیا هغه وزیر کړ، مخدوم شورا په چکچکو ویستی  بیا يي راولم دغه دی زور
ولس مشر په خړتوب وویل :ته څه وایي؟ چپ چپ
مرستیال زیاته کړه :
هو رښتیا
چپ چپ چا ته مه وایه! دا د شور اډسکی وېشتونکی او ځان من من کونکی ډیر وکیلان می  د بیا ټاکلوپه وعدو له مخکې  رانیولی دی چورت مه وهه
ولسمشر پوه شو خبره نوره هم غړکه کیږی
ناری يې کړه :
امین امین
 ټولو چکچکی په وکړی
ولسمشر په خندا خندا  وکیلانو ته  ویل: مرستیال صایب  ډیر ټوکي دي
مرستیال يې ورو له ځان سره وویل :: تا ته د لاس شا ته صیب