کور / راپور / بلجيم :له سرمحقق بختاني خدمتګار سره يو ماښام

بلجيم :له سرمحقق بختاني خدمتګار سره يو ماښام

 ( علمي برخه  – مشاعره او  ټنګ ټکور )


دافغان ادبي بهير او سلام فرهنګي ټولني په زيار په بلجيم کښي  د 2007 کال داکټوبر دمياشتي پر  اووه ويشتمه نېټه چي د ۱۳۸۶ لمريز کال د لړم دمياشتي دپنځمي نېټې سره سمون خور ي د شنبې  دورځي  دماښام پر اووه بجې د نوميالي شخصيت سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار  په وياړ درنه وياړ غونډه جوړه سوه .


په غونډه کښي دافغانستان، انګلستان او د اروپا دبېلابېلو هيوادونو څخه زيات شمېر پوهانو، څېړونکو،  ليکوالانو، شاعرانو او پر قلم مينو ځوانانو ګډون کړی وو .
غونډه چي دښاغلي حاجي امين باوري لخوا پر مخ بېول کېده، دنورالحق صاحب لخوا دقرآن عظيم الشان دڅو مبارکو آیتونو  په تلاوت  سره پېل سوه .


 وروسته ښاغلي امين باوري د ښاغلي سرمحقق بختاني خدمتګار، ښاغلي حبيب الله رفيع او دغونډي ټولو درنو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ دښاغلي سرمحقق بختاني خدمتګار  دشخصيت او دهغه دآثارو په اړه رڼا واچوله  او د هغو ټولنو او اشخاصو نومونه يې واوروله کومو  چي دې غونډي ته ليکلي او ټيلفوني پيغامونه راليږلي وه،  نوموړي زياته کړه چي  افغان ادبي بهير به يادي سوي مقالې او پيغامونه د يوه غونډ په بڼه چاپ کړي.


دغونډي په شروع کښي په اروپا کي د افغاني کلتوي ټولنو د ګډي جرګې پيغام دنوموړې جرګې منشي ښاغلي عاشق الله غريب واوراوه.
ورپسې دجرمني په منشن ګلادبخ کښي دافغانانو دکلتوري ټولني پيغام دنوموړي ټولني مسئول احمدشاه امين ولوست . 
او وروسته  په هالنډ کښي دافغاني کلتوري ټولني پيغام دنوموړي ټولنی دمشر ډاکټر سيد نصير احمد له خوا واورول سو .


 ښاغلي نظيف الله تکل ته بلنه ورکړل سوه چی په لندن کي يې دافغان فرهنګيانو او ليکوالو ټولني  او ښاغلي عتيق جان باوري په هالنډ کښي دسلام فرهنګي ټولنی پیغام ولوست ، ورپسې عبدالله احسان  دبېنوافرهنګي ټولني، ښکلا مجلې، لراوبر ويبپاڼي، بېنوا ويبپاڼي او ټول افغان ويبپاڼي په استازيتوب خپله وينا واوراوله . نوموړي دخپلو خبرو په ترڅ کي  له مشرانو هيله وکړه چي د لر او بر افغان ولس د يووالي او په لويديځ کي د خپل افغاني کلتور سره د واټن راکمولو په موخه خپل ځوانان په دغسي غونډو کي ګډون او کلتوري فعاليتونو ته وهڅوي .


ورپسې ښاغلی ډاکټر شېرولي شېر دريځ ته راوبلل سو چي دسرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار صاحب پراخ ژوندليک يې واوراوه چي په ترڅ کښي يې ويل: “ سرمحقق بختانی صاحب تر سلو زيات آثار او تر زرو زياتي مقالې او مرکې ليکلي چې په رسنيو کښي خپرې سوي. له ليکل سويو آثارو څخه يې اووه شپېته ناچاپه دي چي چاپ ته آماده دي. “
ورپسې له افغانستان څخه راغلي مېلمه ليکوال ، څېړونکي او علمي شخصيت ښاغلي حبيب الله رفيع  ته بلنه ورکړل سوه چي (دبختاني صاحب ځينو څېړنيزو آثارو ته لنډه کتنه ) تر سرليک لاندي يې خپله علمي، څېړنيزه او هراړخيزه مقاله واوروله . او په ترڅ کښي يې دبختاني صاحب دآثارو ستايل دقلم، ليکني او مقالې تر وسه تېر وبلل .


وروسته د ښاغلي محبوب احمدزاده وار راورسېد چي بختاني صاحب ته يې یو(پارسي) شعر  خطاب کړ او ترڅنګ يې دسرمحقق بختاني صاحب ځيني شعرونه برخه والو ته واورول .
 له ده نه وروسته ویاند ښاغلي امين باوري دنوموړي څېړنغونډي ټولو برخه والو ته زېری ورکړ؛ چي د ۲۰۰۷ کال په راتلونکې نومبر په مياشت کښي دافغان ادبي بهير دارواښاد ملنګ جان يوولسم تلين لمانځي او همدارنګه به په همدغه ورځ  نوموړی تلين په جلال آباد او ننګرهار کښي هم ولمانځل سي .


وروسته ښاغلي  ډاکټر طارق رشاد  برخه والو ته ( دبختاني صاحب دشعر په اړه څو ټکي) تر عنوان لاندي هر اړخيزه، پراخه، علمي او څېړنيزه مقاله واوروله .
دعلمي غونډي په دې برخه کښي په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر ليکوال او  کره کتونکي ښاغلي محمدزرين انځور برخه والو ته داستاد دهنري داستاني نثر په باب خپله ژوره مقاله واوروله .
ورپسې له لندن څخه راغلي مېلمه افغانپوه ښاغلي اکبر کرګر (د بختاني صاحب دليد ديوې زاويې له مخي) تر عنوان لاندي  ( درې برخي يې لرلې)  مقاله واوروله .


دعلمي غونډي په وروستيو شېبو کښي دکابل پوهنتون پخواني استاد پوهنوال رسول باوري (دتاريخي جغرافيې په يوه لنډ بحث کښي سرمحقق خدمتګار او پروفيسور نيکولاس سمس ويلم) تر عنوان لاندي خپله هراړخيزه علمي مقاله واوروله .
ورپسې دمشاعرې برخه پېل سوه ، دا برخه د آغلي ميني غريب لخوا پر مخ بېول کېده .
دمشاعرې په پېل کښي سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار صاحب  دريځ ته راوبلل سو چي خپل  يو نوی شعر يې برخه والو ته واوراوه او دبرخه الو لخوا يې تود هرکلی وسو .


همدارنګه په مشاعره کښي ښاغليو : نظيف الله تکل، ميني غريب، وږۍ غريب، کبير کمال، عاشق الله غريب، روښان احمدزی (دنورو شاعرانو دشعرونو ديکلمه)، ډاکټر طارق رشاد، وحيدالله وحيد، رحمت ګل ځواکمن، حبيب الله رفيع او عزيز احمد خوارمل خپل شعرونه واوروله چي دبرخه والو لخوا يې  تود هرکلی کېدی .


په پای کښي سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار صاحب دخپلي درنې او خوږې وينا په ترڅ کښي دافغان ادبي بهير او سلام فرهنګي ټولني څخه ډيره زياته مننه وکړه او دلوی خدای له لويه درباره څخه يې ورته دلا برياوو دعا وغوښته . او همدارنګه يې په جرمني کښي د افغان کلتوري ټولني ځان پوروړی وبلئ، چي دی په کابل کي اوسيږي او دوی يې ورته د (خوشحال خان او يوڅو نور فرهنګيالي خټک) په نوم اثر خپور کړی  او دنجيب احمدزي څخه يې ډيره زياته مننه وکړه چي ورته يې نوموړی خپور سوی اثر  ددوی وه کور ته وروړ، د بختاني صاحب په وينا چي : ‘’کله چي نجيب احمدزی صاحب کتاب راوړه نو دومره خوشحاله وو چي  زه نه پوهېدم چي دا سړي اوس پيسې پیدا کړي، کومه رتبه او مقام يې ترلاسه کړی او که … چي دومره خوښ دی .’’  همدارنګه يې زياته کړه چي’’ زه له تاسو ټولو ډيره مننه کوم ، زه مو تر هغه ډېر وستايلم  کوم چي ما خپلي ژبي، اولس او وطن ته  وړاندي کړي ، ما دومره څه نه دي وړاندي کړي لکه  څومره چي می بايد وړاندي کړي وای . ‘’’


ورپسې آغلي ميني غريب داستاد او ټولو برخه والو سره ژمنه وکړه چي دا به پخپل لګښت داستاد يو اثر چاپوي . وروسته ښاغلي پوهنوال رسول باوري وه ښاغلي سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار صاحب ته،  نجيب احمدزي  وه  ښاغلي حبيب الله رفيع  او پوهنوال رسول باوري و آغلي مينه غريب ته دګلانو ګېډۍ ورکړې .
تر دې وروسته په يو ساعته تفرېح کي  د غونډي ټولو ګډونوالو د افغان ادبي بهير له خوا په جوړه سوې ماښامنۍ مېلمستيا کي ګډون وکړ .


دوياړ غونډي درېېمه برخه چي دټنګ ټکور برخه وه پېل سوه . د موسيقۍ په برخه کښي ښاغلي امين باوري له ډنمارک څخه ښاغلي تکړه سندرغاړي استاد عبدالرحمن رحماني د خپلو هنرمندانو ښاغليو فرهاد طاهري، فاروق خوشحال او داودجان نصرت جاويد چي په غونډه کښي يې ګډون کړی وو دريځ ته راوبلل . دټنګ ټکور برخي چي دبرخه والو په خورا مستو چکچکو سره يې جريان درلود دځوانانو په ملي اتڼ سره لا ښکلې سوه .
ورپسې ښاغلي فاروق خوشحال دشپېلۍ په وسيله څو خوندوري نغمې ګډونوالو ته واورولې .


دوياړ غونډي په پای کښي يو ځل بيا ښاغلي سرمحقق عبدالله بختاني صاحب خپله وينا واوروله او وه رحماني صاحب ته يې خپل دژوند ليک کتاب او بيا يې رحماني صاحب او فاروق خوشحال ته دګلانو ګېډۍ ورکړه. دنوموړيو ګېډيو په ډالۍ کولو سره سم نوموړې درنه وياړ غونډه هم پر سيمه ايز وخت دشپې پر څلور نيمي بجې پای ته ورسېده .


….


ښاغلي نورالحق د غونډي په پيل کي د قرآن کريم د مبارکو ايتونو تلاوت وکړ



ليکوال او شاعر ښاغلي حاجي امين باوري د مېلمنو هر کلی وکړ او پرانستونکې وينا يې واوروله 



دا غونډه د ماځيګر پر شپږ بجې پيل او د سهار پر څلونيمو بجو پای ته ورسيده



د غونډي د پيغامونو او مقالو برخه حاجي امين باوري پر مخ بېوله



دا غونډه په هالنډ کي سلام فرهنګي ټولني  او بلجيم کي د افغان ادبي بهير په نوښت جوړه سوې وه



ښاغلي ډاکټر سيد نصير په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني پيغام ولوست



عبدالله احسان پر مشرانو ږغ وکړ چي ځوانان هم په دغسي غونډو کي ګډون او کلتوري فعاليت ته راوبولي



د نورو تر څنګ ښاغلي :  ډاکټر طارق رشاد له هالنډه ، عاشق الله غريب له جرمني او نجيب احمد زی له انګليستانه راغلي وو



د افغانستان د کلتوري ودي ټولني منشي د نوموړي ټولني پيغام ولوست



عتيق جان باوري په هالنډ کي د سلام فرهنګي ټولني پيغام ولوست



د جرمني د مونشن ګلاد بخ د افغانانو کلتوري ټولني پيغام د هغې ټولني مشر ښاغلي احمدشا امين  ولوست



ښاغلي ډاکټر شېرولي شېر د ښاغلي استاد سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار ژوندليک ولوست 



دروند استاد بختانی صاحب ! لکه چي کابل ته د رسيدو سره د اروپا ددې سفر  يونليک ليکئ چي دا په پرله پسې ډول نوټونه اخلئ که څنګه ؟



نه ، استاد ويده نه دی ، څکه د هر ويناوال وينا ته ډېر په دقت سره ځير و ، او کله کله به يې مخ ته پر پرتو پاڼو يادښتونه اخيستل



استاد او څېړونکی ښاغلی استاد حبيب الله رفيع له د خپلي مقالې ځيني برخي ولوستې ، ټاکل سوې ده چي دا مقالې ډير ژر خپرې سي



د افغانستان د تاريخي ، کلتوري ، علمي او ټولنيزو چارو پوه ښاغلی استاد حبيب الله رفيع



له نېکه بخته د افغانستان د پوهانو، عالمانو په وياړ غونډو ، او نورو کلتوري چارو کي د ځوانانو شمېر ورځ په ورځ په ډيريدو دی



حاجي امين باوري غونډي ته د وينا پر مهال



ښاغلي اکبر کرګر له لندن څخه په دې غونډه کي برخه اخستې وه



 ښاغلي زرين انځور د استاد بختاني خدمتګار پر هنري داستانی نثر خپله مقاله واوروله





ډاکټر طارق رشاد د استاد بختاني د شعر په اړه خپله مقاله واوروله






حاجي محبوب احمدزاده  د مشاعرې په بهير کي ( پارسي ) شعر ولوست







پوهنوال رسول باوري د استاد بختانی او پوفيسور نيکولاس سمس ويلم د تاريخي جغرافيې په اړه لنډ بحث وکړ


 








په بلجيم کي افغان ادبي بهير به د استاد رسول باوري او نورو ليکوالو مقالې د يوه غونډ په بڼه چاپ او خپري کړي







د غونډي علمي برخه حاجي امين باوري پر مخ بېوله



له خدمتګار سره يو ماښام – دوهمه برخه : مشاعره  – چلوونکې : اغلې مينه غريب



اغلي وږۍ غريب وويل چي په لومړي ځل خپل لومړی شعر اوروي



مينه غريب د سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار د يو ناچاپ اثر د چاپيدو ژمنه وکړه



د افغانستان د کلتوري ودي ټولني منشي ښاغلي عاشق الله غريب د ( يوه اوښکه ) تر سرليک لاندي شعر ولوست ، د برخه والو د تاوده هرکلي سره مخامخ سو ( جرمنی کيږمه ، المانی کيږمه زه ) دا شعر د ښکلا مجلې په نهه ويشتمه ګڼه کي چاپ سوی دی



تکړه شعر ډيکلمه کوونکي ښاغلي روښان احمدزی د نوميالي شاعر عبدالباري جهاني غزل او يو حماسي شعر ډيکلمه کړ



سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار د ( الهي ) تر سرليک مناجات ولوست



ښاغلي استاد بختاني خدمتګار ته ددرناوي په دود د غونډي ټول برخه وال پر خپلو ځايونو دريدل



استاد بختانی د مشاعرې تياری نيسي



ښاغلي عزيزاحمد خوارمل خپل خواږه شعرونه په ډير احساساتي ډول ولوستل .



غونډي ته د بلجيم برسېره د انګيستان ، هالنډ او جرمني څخه پوهانو، ليکوالو او د کلتوري ټولنو استازو برخه اخستې وه



ښاغلی حاجی امين باوري په مشاعره کي خپل نوبت دروند استاد ښاغلي خدمتګار صاحب ته ورکړ



ښاغلي استاد له په بلجيم کي د افغان ادبي بهير څخه ډيره خوښي څرګنده کړه



استاد بختاني خدمتګار تر سلو ډير بېلابېل اثار ليکلي دي چي د تر پنځوس  په شاوخوا کي اوس هم ناچاپ پراته دي



خدمتګار: زه اوس بوخت يم چي خپلي بې شمېره مقالې راغونډي او په دوسيو کي يې منظم کړم



 ، استاد بختانی : دا خدمت وکړ چي ومي ليکل ، له نورو دوستانو مي هيله داده چي دغه ليکل سوی اثار چاپ کړي تر څو د افغان ولس د پوهي کچه په لوړه سي



ښاغلی کبير کمال په مشاعره کي په زړه پوري شعرونه ولوستل



ځوان شاعر وحيد الله وحيدي هم په مشاعره کي ګډون کړی و



ځيني شاعران خواږه شعرونه وايي  مګر چاپي خپرونو او ويبپاڼو ته يې نه ليږي يو له هغو ښاغلی نظيف تکل دئ



د کابل پوهنتون د لرغونپوهني د څانګي پخواني استاد ښاغلي پوهنوال رسول باوري د مشاعرې چلوونکي درنې پښتنې اغلي مينه غريب ته په منني سره د ګلونو ګېډۍ ډالۍ کړه،



نوميالی سندرغاړی او د موسيقي د هنر او مقام استاد


 ښاغلی استاد رحماني