کور / کره کتنه / … مبارزه په حقه ده؟ په ځواب کي!

… مبارزه په حقه ده؟ په ځواب کي!

ایا د طالبانو مبارزه په حقه ده تر سرلیک لاندي مي دمحب الله زهیرلیکنه ولوستله په تأسف سره چي دډیروواقعیتونوپه پټولوسره یې دافغان ولس په سترګوکي دخاورووراچولو هڅه کړې ده . ښاغلی زهیردیرغلګروپرضددافغانانو(طالبانو)روانه مبارزه دپرمختګ خنډګڼي، ولي برعکس بیاداشغالګروموجودیت دپرمختګ اوبیارغوني موکه اوغټه لاسته راوړنه بولي . زهیرلیکي چي :افغانانوته چی پس له اوږدو جګړو د خپل هیواد د پرمختګ موکه په لاس ورغلی ده نو که داموکه مونږ بیاهم د جګړو ، وژلو او ورانولو په دوام سره له لاسه ورکوو او دا ټولی لاسته راوړنی په اوبو لاهو کوو نو باید منطقاْ داسی وګڼو چی دا جګړه ډیره اړینه ده او وروستی لاچاری ده . اوس پوښتنه دا راپیدا کیږی چی د موجوده نظام مخالفین ( چی اصلی لوری یی طالبان دی ) د کومی اړتیا او لاچاری له مخی جګړی ته بډی وهلی دی ؟ آیا دوی د پاکستان د ISI او پوځی کړیو او د هغه هیواد د مذهبی بنسټ پالو ډلو او القاعده په لومو کی ښکیل دی چی د هغوی په لمسون په افغانستان کی د جګړو په دوام سره د پرمختګ مخه ډب کړی؟ که څه هم دا خبره تر ډیره حده پرځای ده او د شرم اوننګ نه ډکه ده خو که بیا هم پر دی موضوع ستر ګی پټی کړو نو دمسئلی ځواب به په نوروپوښتنو کی راوسپړو :

1 – آیا دطالبانو جګړه په افغانستان کی د ً اسلامی نظام او اسلامی شریعت ً دنفاذ لپاره ده ؟

۲-آیا د دوی هدف یوازی سیاسی قدرت ته رسیدل دی ؟

که دطالبانودظهورلاملونو،دواکمنۍ پرمهال یې کړنواودسقوط عواملوته یې وکتل سي نودورایه پکښي څرګندیږي چي دطالبانوترټولومهم مقصدداسلامي نظام اوشریعت نفاذ اودټوپکسالارانواودکمونستي رژیم له بقایاوو«ګیلم جمي اوستمي ملیشو»دانارشۍ څخه داسي انارشي اوبربریت چي دژوندیوانسانانوپه سرونوکي دمیخونوټکوهلو ،دمړونڅولو اوآن دپاک لمنومیرمنودسینوپریکولو اوپرعفت یې دتیري کولوڅخه دافغان کړیدلي ملت خلاصون ‌اودسرتاسري امنیت تآمین ؤچي ترډېره حده په همدې مقصدکي بریالي هم وواو له امله یې اوس هم افغان مظلوم خوپردین اوخپلواکۍ مین ولس په واکمنۍ پسي ارمان کوي اودهمدې ارمان دتحقق په موخه دطالبانوسره اوږه پراوږه دیرغلګروپه وړاندي په روان جهادکي په مستقیمه توګه برخه وال دي چي جوتي بېلګې یې دافغانستان پر«اویا»سنله خاوره دطالبانوحاکمیت دی چي په وړاندي یې دنیواکګرواولاسپوڅي رژیم لخوا ترپرله پسې هوایې اومځکنیوبریدونوسره سره بیاهم په یاده سوې ساحه کي خپل حضورساتلی دی .

که دطالبانوهدف دسیاسي قدرت ترلاسه کول وای اویا وي ،نوایابهتره نه وه چي دواکمنۍ پرمهال یې دغربیانومخصوصاامریکایانوڅودګوتوپه شمارغوښتني منلي وای چي په نتیجه کي به یې قدرت لاډېرپیاوړی اودوامداره سوی وای . ولي ثابته ده چي ،دطالبانوآرموخه دقدرت ترلاسه کول نه ،بلکي دګران هیوادافغانستان خپلواکي ،ترقي اودسوچه اسلامي نظام قایمول ‌ؤاودي .هوداسمه ده چي طالبان هم معصوم نه دي غلطۍ به یې ترسره کړي وي ؛خوداهم بایدومنوچي طالبانوپه نوي یمه لسیزه کي دبې رحمه قصابانودتېروچړوڅخه افغانستان ته چي دحتمي تجزیې پرڅلورلاري دکوماپه حالت کي پروت ؤدخپلووینوپه ندرانه کولوسره نوې ساه او نجات ورکړاو دنړۍ په نقشه کي یې دیومستقیل هیوادپه توګه وځلاوه .

محب زهیردکمونیزم دتباکونکي خوشوړیدلي ایډیالوژۍ په پیروي مذهب دافیموپه توګه راپیژني اولیکي چی :« طالبان په حکومت کی څه شی اسلامی کول غواړی ؟مثلاْ د زراعتی اصلاح شوو تخمونو اویا د زراعتی آفاتو ضد در ملو په برخه کی کومه نوی اختراع لری چی هغی ته اسلامی ووایو ؟آیاپه اقتصادی چاروکی دوی کولای شی داسی کومی پیسی چاپ کړی چی مونږ ووایو زمونږ نوټونه او فلزی سکی اسلامی دی اود نور هیوادو پیسی غیر اسلامی دی » . ښاغلی زهیرپه اسلامي اوسیاسي – حقوقي چاروکي دکمي مطالعې له امله فکرکوي چي په اسلامي سیاسي نظام کي دتخمونو،درملو،پرزواونوټونوسره هم داسلامي کلیمه تړل کیږي اونه هم اسلامي نظام دې ته وایې چي دتخمونواونوټونوسره داسلام کلیمه مرکب سي . د اسلام په جامع اوتل پاته دین کي دنصرانیت ،یهودیت او ….. پرخلاف نه یوازي داچي مکاني اوزماني محدودیت نسته ،بلکي اسلام یوازینۍ کامل اوشامل دین دی چي پخپله پراخه اوښایسته غیږکي یې دبشردژوندانه وټولوچاروته ځای ورکړی دی . هغه که سیاسي دي که اقتصادي ،فرهنګي دي که تخنیکي ،فردي دي اوکه ټولنیزي اودومره روښانه تګلاره لري چي «څوارلس سوه کاله » وروسته یې هم هیڅ نظام اوایډیالوژي په هیڅ یوه برخه کي هم سیالي نسي کولای .هواسلام هم دین دی اوهم تمدن اولیري نه ده چي داشتراکیت په څیرپانګوال نظام هم له مځکي ووهي .
او که خبره دطالبانوامارت ته رالنډه کړو وینوچي طالبانودخپلي واکمنۍ پرمهال نه تنهامثالي عدالت اومنیت تآمین کړی ؤ،بلکي دبیارغوني په ډګريې هم دملګروملتونودیوطرفه بندیزونواوکمزوري اقتصادي وضعیت سربېره دکابل – کندهاردلویې لاري دقیرکولودکارجریان چي ترغزني رسیدلی واودکجکي دبرېښنافعالیت اوترکندهاریې راوستل اوپه مخابراتي برخه کي یې دافغان بیسم اونوري پیبردکمپنیوسره پروتوکول چي په اول قدم کي یې دهیوادپه څوارلس ولایتونوکي دهمدې پروژودکارپیل اوفعالیت شامل ویادولای سواودپام وړیې لاداچي په افغانستان کي همدااوسني مروجه نوټونه( سکه) هم دطالبانولخوادجرمني په تخنیکي مرسته سره ډیزاین اوچاپ سوي دي .

زهیرلیکي :«دا چی نن د ۴۳ هیوادونو پوځونه په افغانستان کی شتون لری ، دا دملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړی له مخی دلته میشت دی ، بله موضوع دا چی آیا د دی ځواکونو شته والی د افغانستان په ګټه دی که په تاوان ؟ دا ښکاره خبره ده چی د دی ځواکونو د موجودیت له برکته په افغانستان کی تر ډیره حده د پاکستان ، ایران او نورو مغرضو هیوادونو د مداخلی مخه نیول شویده ، دلته دیو نوی سیاسی نظام بنسټونه کیښودل شول ، د کودتا ګانو دور ته د پای ټکی کیښودل شو او سیاسی قدرت ته درسیدو لاری مشخصی شوی چی هغه عام انتخابات دی ، دلته د نړیوالو له خوا په ملیاردونو ډالر مرستی کیږی چی د بیا رغونی بهیر پیل شوی او خلک راتلونکی ته امید واره شویدی » . متأسفانه چي زهیردپاکستان اوایران دمداخلې دمخنیوي په خاطر دنورو۴۳هیوادونودپوځونوحضوراودهیوادپه سیاسي اوپوځي چاروکي یې بشپړواک اوپرافغان ولس یې دبمونوناتار تایدوي .حال داچي مداخله که دهرچااوهرملک وي دغندلووړده اود ملګروملتونوسازمان دافغانستان دوست او یوبېطرفه ارګان ګڼي په داسي حا ل کي چي همدې په اصطلاح بېطرفه سازمان دطالبانودحکومت پرمهال دافغانستان پرکړیدلي غریب ولس اقتصادي اوسیاسي یوطرفه بندیزونه ولګول چي، له امله یې افغانستان دخوراکي توکواونوروداړتیاوړموادود بېساري کمښت سره مخامخ سو اوبالاخره یې صلیبي امپریالیستي ښکېلاک ته پرافغانستان دوسلوال تیري اجازه ورکړه چي په پایله کي یې په لسهاووزره افغانان شهیدان اوټپیان سول ،کلي اوکورونه بمبارسول . هغه ټوپکسالاران یې چي طالبانوشړلي وویوځل بیاپرافغان ملت وتپل ،دمخدره موادوکراوقاچاق یوواربیارواج سواوهیوادوال دداسي ناخوالوسره لاس اوګریوان سول چي پخوایې نوم هم نه اوریدلی لکه :دایډزوژنکې ناروغي اودمنسوخ عیسویت تبلیغ او….. اودشرم وړیې لاداچي دملیاردونوډالروبسپنوسره سره آن دکابل ښاریان هم دبرېښنااوصحي اوبودنعمت څخه بې برخي دي په ولایتونوکي خوخلګ دیوې ګولې ډوډوۍ پیداکولوپه خاطرخپل اولادونه پلوري اوپه دولت پوري دمربوطووسلوالوله لوري په روڼاورځ دخلګوکورونه اودوکانونه لوټیږي ،ماشومان یې تښتول کیږي اودملګروملتونودپرېکړي په اساس دراغلومیلمنو!! لخوابیاهره ورځ دهیوادوالودکورونودپلټنو،وژنو،نیونواوپه سپیویې دداړلورپوټونه خپریږي .نه پوهیږم چي ښاغلی زهیردکومي اړتیاله مخي داشغالګرواودهغوی دلاسپوڅي رژیم پورته یادوسووجنایاتوته دبیارغوني اوپرمختګ نوم ورکوي .

محب الله زهیردلیکني په پای کي لیکي چي :« نتیجه دا چی د روانی جګړی لپاره هیڅ ډ ول روا انګیزه وجود نلری او دخدای (ج) څخه استدعا کوو هغه کسان چی دخلکو دپاکو دینی احساساتو څخه ناوړه استفاده کوی،نیکی لاری ته هدایت کړی تر څو نور دا بی وزلی مسلمان ولس د پردیو په لمسون ونه کړوی ».خودهیوادنامتومؤرخین ،پوهان اوروڼ اندي لکه :قدرت الله حدادفرهاد،ډاکټرروستارترکی اونوربیاپه افغانستان کي مېشت خارجیان یرغلګران بولي اوپه وړاندي یې روانه جګړه ملي مبارزه ګڼي دغه رازمرحوم علامه رشادباباهم دملګروملتونوپه پرېکړه راغلي بهرنیان سوله ساتي نه ،بلکي صلیبي یرغلګربولي اوپه یوشعرکي چي دتودووینوحمام افغانستان سوکتاب کي یې چاپ سوی دی داسي وایې

تروريزم د اســــــــــــــــــــــــــــــــــلام په ضد پلمه ده

دا پلمه د صليبي جنګ پيــــــــــــــــــــــــــــــــــــلامه ده

دا ټکي ده، دا برګي ده، دا نــــــــــــــــــــيرنګ دي

په وينا د مستر بوش صــــــــــــــــــــــــليبي جنګ دي

د سپين برج اهريمــــــــــــــــنان د شر خدايي کا

د يزدان د پيروانو سر کــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوبي کا

ايل شارون دي مقــــــــــــــــتدي جارج بوش امام

غواړي ونغـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاړي کمبله د اسلام

توني بلير ددغه چرچ سياڼه کشـــــــــــــــــيش دي

د يهودو دترسا د ګــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتوويش دي

سيناګوګ او کلــــــــــــــــــيسا دي لاس يو کړي

خداى ومه کا مســـــــــــــــــــــــــــــــــــــجد به کاږي زړى

نيت لري کښيږدي کعــــــــــــــــــــبي ته اټوم بم

ګړوبوي زموږ د مکي ښار چــــــــــــــــــــــــــــــــم په چم

مدعي د انسانانو د حـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــقونو

ريښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي کاږي د بشر د ژوند ونونو

دا عجــــــــــــــــــــيبه د بشر،بشر دوستي ده

دا دوستي د بشر نه ده شر دوســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتي ده

خلاصه داچي په هیوادکي دمیشتوبهرنیوقواووپرضددطالبانو روانه مبارزه ځکه پرحق ده چي خارجیان افغانستان ته دافغان ولس په خوښه او غوښتنه نه ،بلکي دڅوشړل سووټوپکسالانواودامریکاکړۍ په غوږغلامانوپه هڅونه دبې ۵۲ډوله الوتکو،کروزتوغندیواوکیماوي موادود کارولوپه زورراداخل اوافغانستان یې اشغال کړ چي ؛پرضدیې داسلام دثابتونصوصواوملي افغاني عنعناتوله مخي مقابله (جهاد)ایماني فریضه اووجداني وجیبه ده چي ؛ترسره کونکي ته یې دملي -اسلامي ارزښتونوڅخه دفاع کونکی اتل اوغازي ویل کیږي اوپه همدې لارکي قرباني سوي دشهیدپه ویاړلي نوم سره نومول کیږي لکه چي سترڅښتن ج داشغالګرواوکافرانوپه باره کي مسلمانانوته فرمایې چي : « وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ » [البقره ٢ : ١٩٠] ژباړه : او تاسي د لوى څښتن په لار کي د هغو کسانو سره وجنګېږئ چي ستاسي سره جنګيږي او تېرى مه کوئ ځکه چي لوى څښتن تېرى کوونکي نه خوښوي.

دغه رازفذمایې چي :«وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ » [البقرة ٢: ١٩١] ژباړه : د هغو سره وجنګېږئ، هر چيري چي ورسره مخامخ سئ هغوى له کومه ځايه چي تاسي ايستلي ياست وباسئ. ځکه که وژل هر څونه بد عمل دى، خو فتنه تر هغه ډېره بده ده.

دغه راز د آيت السيف په نامه مشهور سوى آيت دى:
« وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ »[ التوبة ٩ : ٣٦ ] ژباړه : او د مشرکانو سره ټول يوموټۍ وجنګېږئ، لکه څنګه چي دوى ټول يوځاى ستاسي سره جنګيږي او وپوهېږئ چي لوى څښتن د پرهېزګارانو ملګرى دى .

دغه راز فرمايي: «انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ.» [التوبة ٩ :٤١ ] ژباړه : که د سپک بار خاوندان ياست که د درانه ووزئ او د الله په لار کي په خپلو مالونو، او په خپلو سرونو سره جهاد وکړئ. دا ستاسي لپاره خير دى که تاسي پوهېږئ .

تبصره نسته

  1. آیا دطالبانو جګړه په حقه ده؟؟؟ – په ویبپاڼو کې مې تر دې سرلیک لاندې دښاغلي زهیر لیکنه ولوسته او ورپسې مې دښاغلي یوسف او میوند سادات ځوابیه لیکنې ولوستې .زه به هم ددوی په اجازه خپل نظر ولیکم ځکه چې زه ددوی په منځ کې بې طرفه یم نه خو داوسنی رژیم دحل لاره بولم او نه هم نورې . بلکې زه له خپل وطن سره او خپل اسلام سره تر هرچا ډیره مینه لرم.
    زما نظر دادی چې امریکا زموږ له غمه او زموږ لپاره نه ده راغلې څو ورځې وړاندې داوباما معاون جو بایډن وویل : موږ نه افغانستان نیسو او نه یې ابادوو))
    دوی نه له دومره غرونو او بحرونو دا خوا زموږ دا خوار وطن نیسي او نه یې دابادیدو کومه پروا لري لکه څنګه چې زموږ ځینو ساده زړو دموکراسي پلوه ځوانانو ورته تمه ده. امریکا دخپل امنیت لپاره دلته عسکر رالیږلي ترڅو بیا پرې په نیویارک او واشنګټن کې برید پرې ونه سي . دلته که پرموږ بریدونه کیږي که مو مکتب ورانیږي که مو ملا شهید کیږي که مو معلم او بل عادي وګړی ددوی یې پروا نسته وایي هوښیار هغه څوک دی چې جنګ له خپل وطنه بل وطنه ته بوزي.کفار ،صلیبیان او هر هر څه دا هوښیاري لري خو موږ یې نه لرو.موږ له دا څو کلنو روسي تجاوز بیا دجهادي تنظیمونو له جګړو بیا دطالبانو له جګړو وروسته اوس هم نه پوهیږي چې څه باید وکړو ؟؟؟
    تنظیمونو ۱۴ کاله جهاد وکړ چې راغلل څه یې وکړل؟ پښتنو تاسې ته څه په لاس درغلل؟ رباني محقق، خلیلي ،دوستم او نور جنایتکاران اوس هم دجهاد امتیاز اخلي خو پښتون لالا اوس هم له غره نه را کوزیږي دهغوی سیمې ابادیږي خو دپښتانه کور ورانیږي وژل کیږي بې پته کیږي ؟ دافغانستان نور قومونه هم مسلمانان دي
    هغوی ولې داسې غلي ناست دي او که دا مشرکین یوازې پښتانه دي چې دخدای پاک برحقه دین دوی وساتي خدای پاک دخپل برحقه دین دساتني وعده په قرآنعظیم الشان کې ورکړې ده . را ځې لږ نورو قومونو او هیوادونو ته هم وګورو ترڅو به موږ داسې په وینو کې لمبیږو له روسانو سره وجنګیدو ۲ ملیونه شهیدان وړه خبره نه ده تاسی یوځل هغه مور چې ځوان زوی یی شهید سوی مجسم کړﺉ ۲ ملیونه عادي خبره نه ده ،۵ ملیونه مهاجر مکتبونه وران،لارې خرابې ،خلک له تعلیمه،تجارته او ژونده لیرې … موږ نو څه فایده وکړه؟؟؟
    موږ باید بیا فکر وکړو طالبان وروڼه دې هم داجنګ پاکستان فلسطین او کشمیر ته یوسي موږ دې نور نه ځوروي زموږ وطن دې نور نه خرابوي امریکا ته ځکه نه وایم چې هغه خو افغانان نه دي موږ باید خپله چاره پخپله وکړو وطن جوړ کړو اردو جوړه کړو مکتب ولرو په اقتصادي لحاظ پخپلو پښو ودریږو که نه تل به یا روس یا امریکا ته یا چین ته یا ایران یا پاکستان ته احتیاج یو هغوی به هم راځي یا به مو بربادوي او خپلې ګټې به کوي له ډیرو خبرو به تیر سو راځی خپله فکر وکړو
    نور جنګ بس دی نور باید خپل وطن پخپله وران نه کړو.

  2. جاوید

    10.01.2010 19:32
    ښاغلی میوندسادات خدای ج موتل تانداوهڅاندلره واقعاچي په زړه پوري اوپروقعیتونوبنالیکنه موکړې ده .په خواشینۍ سره چي ځیني قلموال هم دیرغلګروپه تشوشعارونوغولیدلي دي اودادښځواوماشومانودبې رحمه وژنکوڅخه دازادۍ اوبیارغوني هیلي لري .دلته نواړینه ګڼم چي دښکېلاک په جوپړکي بوختوته دشرق دنابغه سیدجمال الدین افغاني هغه دهوش اوازدۍ جمله وریاده کړم چي پیړۍ وړاندي یې داستعمارترتسلط لاندي دمحکوموولسونوپه نوم اورولې ده چي :«ازادي ورکول کیږي نه ،بلکي اخیستل کیږي »!.
    په درناوي دګران هیواددخپلواکي اوآبادۍ په هیله
    جاوید-لندن