کور / نوميالي / د عبدالکريم خُرم ژوندليک

د عبدالکريم خُرم ژوندليک

عبدالکريم خُرم دوردګو دسيداباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې په ١٣٤٢کال  په کابل کې زيږېدلى دى ده خپلې لومړنۍ زده کړې درابيا په ښوونځي کې تر سره کړې او بيا يې ثانوي زده کړې په استقلال لېسه کې سرته ورسولې . په کال ١٣٦٠ کې له دغې لېسې څخه فارغ شو او د کانکور له ازموينې نه وروسته د کابل پولې تخنيک انستېتيوت دمهندسۍ په پوهنځي کې په زده کړه بوخت شو . دلوړو زده کړو د لومړي کال په جريان کې د١٣٦١ کال دسنبلې په مياشت کې د درېيم ځل لپاره د کمونيستي نظام ضد فعاليتونو درلودلو په تور د هغه وخت دجاسوسې شبکې (خاد) له خوا په نيمه شپه کې له خپله کوره ونيول شو او بنديخانې ته ولېږدول شو


.
کله چې دى د لېسې د نهم کال زده کوونکى وً کمونيستانو د يوې  کودتا له لارې قدرت ونيو .له همغې شېبې ده درک کړه چې د نوي حاکمه قدرت سره يې لاره بېله ده ، لکه د نورو ځوانانو په شان ،عبدالکريم خُرم په دې لټه کې شو چې کمونيستي کندې ته د هېواد د لوېدلو علت پيدا کړي . په همدې لټه کې يې د نړۍ د سياسي مفکرينو د آثارو لوستل پيل کړل . ددې تر څنګ عبدالکريم خُرم عملاً د مجاهدينو سره په کابل ښار کې د کمونستي نظام پر ضد فعاليت کولو او د متعلمينو او محصلينو د فرهنګي چارو تر لوړو مسووليتونو پورې يې دندې په غاړه درلودلې چې په همدې علت دوه ځله د کمو ورځو لپاره او درېيم ځل د دريو کالونو لپاره بندي او جېل ته واچول شو .



له بنديخانې وروسته نږدې يو کال د مجاهدينو سره د دوى تر کنترول لاندې سيمو کې په جهاد بوخت وً ،او په کال ١٣٦٥ کې له مجاهدينو سره يو ځاى د پېښور په لور روان شو او له اتو ورځو ميزل وروسته پېښورته ورسېد .په پېښور کې د مجاهدينو په غنډونو کې له کم وخت تېرولو وروسته په ښارکې مېشت شو او په فرهنګي برخه کې يې فعاليت پيل کړ.



دکتاب پلورلو په څنګ څنګ کې يې  د زيات شمير خپرونو سره همکاري کوله او د ځينو د تحرير د هئيات غړى هم وً


.
په فرهنګي برخو کې تر فعاليتونو وروسته چې په هغو کې د مجاهدينو له خوا د لومړني هنري فلم جوړول هم شامل دي ، په کال ١٩٩١ کې د يو تحصيلي بورس په تر لاسه کولو سره د فرانسې هېواد ته روان شو .
په فرانسه کې يې په پاريس کې د بين المللي روابطو د مطالعاتو په انستېتيوت کې په بين المللي اړيکو او ديپلوماسۍ کې د ماسټرۍ سند او وروسته د(( رنه دکارت )) پوهنتون کې د صادراتو په حقوقو کې د  مافوق ماسترۍ سند تر لاسه کړ ، په همدې جريان کې عبدالکريم خُرم دپاريس د شرقي ژبو او مدنيتونو په انستېتيوت INALCOکې يوکال د قراردادي استاد په توګه تدريس وکړ


.
د لوړو زده کړو د تر سره کولو په جريان کې عبدالکريم خُرم تل له مطبوعاتو سره خپله رابطه ساتله او په پېښور او پاريس کې يې مقالې په مختلفو خپرونو کې چاپيدلې  . برسېره پر دې ده دوه کتابونه له فرانسوي څخه دري ته ژباړلي چې يو يې د(( شکست اسلام سياسي )) په نامه دى چې په کال ١٩٩٥ کې په پېښور کې چاپ شوى او بل يې د(( قدرتهاى بزرګ در تلاش بې قدرتي )) د پاسکال بونيفاس ليکنه ده چې په کال ١٩٩٦ کې په پېښور کې چاپ شو. عبدالکريم خُرم خپله يوه رساله دeco سازمان په هکله ليکلې او دغه علمي اثر چې په فرانسوي ليکل شوى د افغانستان د داخلي جګړې په اوج کې دا نظريه وړاندې کوي چې زموږ سيمه او منطقه د رقابتونو او جنګونو پرځاى دeco سازمان د پياوړي کولو او فعالولو په واسطه دغربي اروپا د ګډ بازار په شان د مثبتو اړيکو د ټينګولو په واسطه سوله افغانستان او ټولې منځنۍ او جنوب لوېديځې آسيا ته را وستلى شي


.
د١٩٩٧ کال په اخر کې عبدالکريم خُرم له پاريس څخه پېښورته راستون شو او هلته په سياسي او فرهنګي چارو بوخت شو . په فرهنګي برخه کې يې د سلهاوو مقالو ليکل ، په بېلابېلو کنفرانسونو کې اشتراک يا دولى شو . په سياسي برخه کې د افغانستان  د سولې او ملي وحدت  د ټولنې د اجرائيه کمېټې غړى وو کومه چې د پير سيداحمد ګيلاني په مشرۍ جوړه شوې وه ، عبدالکريم خُرم پېښور ته په راتلو سره د پېښور په افغان پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې د استاد دنده هم ترسره کړه .
په کال ٢٠٠١ کې د سپتمبر له پېښې وروسته د بن په کنفرانس کې عبدالکريم خُرم د پېښور د ګروپ دغړي په توګه برخه درلودله


.
دموقتې او انتقالي ادارو په تشکيل سره عبدالکريم خُرم په کابل کې مېشت شو ، او دلته يې لومړى د متخصصو افغانانو د راستنولو مشاوريت وزارت کې د اروپا او مرکزي اسيا د سيمو مسووليت په غاړه درلود او بيا يې  د(( حقوقي مرستې_ افغانستان )) د دفتر په جوړولو سره ددغې موسسې مشري په غاړه واخېسته . دغه دفتر هغو بې وزلو افغانانو ته چې د بېلابېلو جرايمو د ارتکاب په تور بنديان شوي   وو د مجاني وکالت مدافع د برابرولو دنده تر سره کوي.



د ١٣٨٥ کال په لومړيو کې ښاغلى خُرم د جمهوري رياست د تحليلګر او له کمې مودې وروسته د جمهوري رياست د مطبوعاتي سلاکار په توګه وټاکل شو. چې دوه مياشتې وروسته  د ١٣٨٥ کال د زمري د مياشتې په اتلسمه نېټه د جمهور رئيس له خوا ولسي جرګې ته د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه د باور رايې لپاره وپېژندل شو ،چې د باور رايې تر اخېستو وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه ومنل شو او اوس اوس نوموړې دنده پر مخ بيايي .