کور / شعر / پښتو لنډيو ته لنډه کتنه

پښتو لنډيو ته لنډه کتنه

لنډۍ په ټولېز ډول زموږ د پښتني ولس د شفاهي رنگین ادب یوه ځلانده هینداره ده چې په هغې کې هر پښتون او هره پښتنه خپله څیره لیدلای شي. لنډۍ په خپل جوړښت کې د ولس د ټولنیز ژوند د بیلابیلو اړخونو یو شعري انځور دی اوپه خپل لنډ بیان کې ژورې معنی ته غبرگون ورکوي. په لنډ بیان کې د ژورې معنی ویل په خپله د ولس د فرهنگ او د ژبنۍ پیاوړتیا یوه ښکلې نغوته ده چې ساری یې د جاپانې له هایکوگانو پرته په نورو ژبو کې نه لیدل کیږي. ویل کیږي چې له زرگونو کلونو راهیسې لنډۍ د پښتنو د ولسي ژوند یو پوخ انځور دی. له لرغونو وختونو را په دیخوا د پیر او مهال ادلونونو او بدلونونو ، جگړو ، کډوالیو ، پر هیواد او ټاټوبي د پردیو او سترو زبرواکیو بریدونو ، ټولو د لرغونو افغانانو مادي شتمني او معنوي ارزښتونه له سترو ننگونو سره مخامخ کړي دي ، خو ولس له خپلو ټولو سرښندنو او مقاومتونو سره سره خپل لرغونی دود او انساني ارزښتونه په خپله خټه او تومنه کې ژوندي ساتلي او هغو ته ېې لا وده ورکړې ده. هماغسې چې پوځي – فرهنگي تیریو او ناخړیو ددغه ټاټوبې مادي شتمني لوټ او تالا کړې ښايي زموږ د سترې ژبنۍ پانگې لیکنیزه بڼه هم له خاورو سره یو شوې وي . خو هغه څه چې د ولس په ژبه او ټټر پاتې دي بیلگې ېې موږ د ولس په شفاهي ادب کې لیدلای شو.

سپوږمیه کړنگ وهه راخېږه           یار مې د گلو لــَو کوي گوتې ریبینه

 اوسنیو څیړنو د لرغون پیژندنې د لرغونو لاسوندو او سایسني څېړنو پربنسټ په زباد رسولې چې لرغونو آریایانو د زرتشت [سپیتمان] له دینه مخکې ، په بله وینا له میلاد څخه څه دباندې شپږسوه کاله مخکې د سوما په نامه یو ډول شراب جوړول. سوما یو ډول گل وو چې ښايي په د [رات کې راڼي] [ د شپې ناوَکۍ] ته ورته یو گل وو چې په دوبي کې د سپوږمۍ د رڼا له څرک سره سم به رغیده ؛ کټ مټ لکه د [ لمر گل / گل آفتاب پرست] په شان چې د لمر د رڼا له څرک سره سم مخ تاووې او غوړیږي. دود داسې وو چې یوازې پیغلوټو نجونو کولای شوای دغه گلان په نیمايي شپه کې له دښتو اوغرونو راټول کړي. پورتنۍ لنډۍ کټ مټ له دغه دود سره سمون خوري.

د لنډیو د لرغونتوب د زباد لپاره موږ ډیرو پیاوړو او ژورو څېړنو ته اړتیا لرو. د لنډیو د راټولولو هڅې په تیرو شپیتو اویا کالو کې گړندۍ شوې دي. د لرو برو پښتنو یو شمیر پښتني ټولنو دغه هڅې په پیاوړي هود کړي دي او د راټولو بنسټ ېې هماغه وخت کښیښود. موږ په پښتنو سندرو او د ټنگ ټکور په دیرو کې د موسیقي له ژوند بخښونکي ترنگ او شور سره یوځای د لنډیو څپانده بهیرونه وینو چې د سندرغاړي په سندرو کې یو په بل پسې لکه د مرغلرو امیل را روانې دي.

موږ د پښتو لنډیو راټولولو ته کلکه اړتیا لرو او دغه لړۍ باید پیاوړې شي. ددغه گام د اوچتولو لپاره ما ډېره هڅه وکړه چې د لنډیو په اړه کتابونه ټول په یوه چورلیځ راټول کړم او لوستونکو ته ېې ډالۍ کړم. دا یوه لویه هڅه ده او په یوازې سر ېې نه شم سرته رسولای. دا چې ولې ما انځوریزه بڼه خوښه کړه څو لاملونه لري. لومړی دا چې د انترنت ډ نړیوالې ځالگۍ پر مخ دا یوه لویه تشه وه او باید ډکه شوې وای. جاپانیانو دغه تشه لا پخوا ډکه کړې او ډېرې لنډۍ ېې په انځوریزې بڼه بیرته لیکلي دي. بل دا چې لنډۍ کټ مټ لکه متلونه د ولس د ژوندانه یوه پیاوړې برخه ده او باید ژوندۍ و ستاتل شي. دریم په یو شمیر پښتني ویب پاڼو کې زموږ پښتنو هڅاندو خویندو او وروڼو تر ما مخکې دغه هڅې کړي دي خو یوازې ېې په لیکنیزه بڼه په ویب پاڼو کې اچولي دي. یو شمیر نورې هڅې هم شوي چې پښتو لنډۍ په انځوریزې بڼې جوړې کړې ؛ دا ټولې هڅې د ستاینې وړ دي. له دغو هڅو څخه په الهام ما هم مټې را بډ وهلې چې دغې لړۍ ته پراختیا ورکړم او د یوې ځانگړې پاڼې له لارې دغه تشه ډکه کړم.

تخنیکي ستونزې :

تر هرڅه لومړی باید دغه ټکي ته په ټینگار نغوته وکړم چې ښايي جوړ شوي انځورونه یا راټول شوي انځورونه د لنډۍ له کره مانا سره پوخ تړاو ونه لري خو هڅه مې کړې چې د لنډۍ مانا ته نېږدې یو انځور خوښ کړم. ساعتونه ساعتونه وخت په کار دی چې یوازې د یوې لنډۍ لپاره په سلگونو ویب پاڼې و پلټم. په انځور کې د پښتنو د فرهنگ اړخونه وساتم ، دغه کار ماته چورلټ ناشونی وو ځکه که څوک هره افغان ویبپاڼه و پلټي نو په هغې کې به داسې انځور ونه موندل شي چې د رښتونې پښتني فرهنگ انځور په کې ښودل شوی وي ، د پښتنو د جامو ، د پښتني ښځمنو او نارینه وو مخونه ، په انځور کې د ناستې ډول او نور ټولې هغه ستونزې وي او دي چې زه ور سره مخامخ یم. که کله ناکله کوم انځور وموندل شي نو دهغه [ کوالیټي] به دومره ټیټه وي چې په فوټو شاپ کې ورڅخه سم کار نه شي اخیستل کیدای. د انځوریزو لنډېو د جوړولو په لړ کې مې د یو شمیر پوهانو لید لوری وغوښت لکه ډاکټر صاحب عبدالخالق رشید ، ښاغلی حبیب الله غمخور ، ښاغلی عبدالله احسان ، ښاغلی خالد هادي حیدري ، ښاغلی اسد دانش ساپی ، ښاغلی معصوم هوتک ، ښاغلي غوث جانباز ، ښاغلي مسعود فاراني ، ښاغلي ډاکټر حمید سیماب ، ښاغلي ډاکټر صبورالله سیاه سنگ او یو شمیر نور. په دغو دوستانو کې د ښاغلي ډاکتر ع. رشید خبره راته د بریښنالیک له لارې په زړه پورې وه چې ما ور سره د انځورونو د نشتوالي په اړه گډه کړې وه ، نوموړي په ټوکو راته وویل چې ؛” د هندي فیلمونو پوستکارډونه ورڅخه جوړ نه شي.”د ډاکټر صاحب دغه ټوکه ماته د لارې د مشال په توگه وواو ورڅخه مننه کوم. ښاغلي عبدالله احسان ډیره ستره مرسته را سره وکړه او د هغې مینې پر بنسټ ېې چې له خپل قام او ژبې سره لري د لنډیو لپاره ېې جلا ویب بلاگ جوړ کړ، پښتو فانټونه ېې راولیږل ، له هغه څخه د کور ودانۍ په ویلو د زړه له کومې منندوی یم. همدرانگه د ویب پاڼې په تخنیکي برخه کې له ښاغلي مختار احسان څخه د زړه له کومې مننه کوم. د ښاغلو حبیب الله غمخور او ښاغلي معصوم هوتک له هڅونو او زړه سواندۍ څخه مننه. له ښاغلي اسد دانش ساپي څخه مننه چې د ارواښاد عبدالروؤف بینوا صاحب غوره لنډۍ ېې راته د بریښنالیک له لارې راولیږه ، نوموړی کتاب د پوهاند ډاکټر صاحب مجاوراحمد زیار په هڅې یو ځل بیا د دانش د خپرندوېې ټولنې له خوا چاپ شو. ښاغلي خالد هادي په ورین تندي را سره یو شمیر تخنیکي مرستې وکړې.

په یو شمیر پښتو ویب پاڼو کې یو شمیر لنډۍ لیکل شوې دي. ما د خپل کار پیل له همدغو ویب پاڼو څخه وکړ. تاسو په هرې لنډۍ کې د ویب پاڼو پتې گورﺉ لکه : د دانش خپرندویه ټولنه ، بینوا ، هیواد ،ټول افغان، گران وطن ، خوست او نور. دا ددې څرگندویه ده چې نوموړې لنډۍ له همدغو ځایونو څخه په اخځ اخیستل شوي دي. ښايي په یو شمیر لنډیو کې یو شمیر لیکنیزې تیر وتنې شوې وي چې ډیره لږ برخه ېې ما د پښتو د لنډیو د وزن او غږ له مخې بیرته سمه کړې ده او په داسې بڼه مې بیرته لیکلي چې لوستونکي ته په آسانۍ د مانا او لوستلو وړ وي. کله چې هره انځوریزه لنډۍ په ویب پاڼه کې ایښودل کیدله نو هماغه لیکنیزه بڼه ېې بیا لیکل شوې ده. د پیچلو لغاتونو ماناوې بیرته د پښتو – پښتو تشریحي قاموس پر بنسټ لیکل شوي دي. په لومړېو کې ما د فوټو شاپ له پروگرام سره ستونزه درلودله ، په دې مانا چې په هغه وخت کې ما په فوټو شاپ کې پښتو نه شوای لیکلای ، دلیکلو لپاره اړ وم چې لنډۍ په مایکروسافټ ورډ کې په انځوریزه بڼه ولیکم او په فوټو شاپ کې د انځوریزې لیکنې سپینه ځمکه بیرته ور پاکه کړم او بیا ېې پر انځور ور سریښ کړم، په دې توگه ما ته ډیره گرانه وه چې داسې پروگرام ومومم چې پښتو په فوټوشاپ کې ولیکم. دغې لړۍ ډیر وخت ته اړتیا درلودله او ماته هم گرانه وه چې دغې لړۍ ته دوام ورکړم. په دې ورستیو کې مې د فوټو شاپ نوی پروگرام و پیرود او اوس په هغه کې لیکلای شم.

بله ستونزه لکه چې پورته مې ورته گوته و نیوله د انځورونو وه. دا ډیره لویه تشه وه او ده. په ځانگړې توگه د افغاني جامو تشه. له دې امله زه له ټولو لوستونکو او مینه والو څخه په ټیټه غاړه بخښنه غواړم چې دغه ستونزه په پام کې ونیسي  او دا گوت نیونه ونه کړي چې ولې ما غیر پښتني څېرې په لنډیو کې راوستي دي ، ما بله چاره نه درلودله ، هغه ښاغلي چې دغه گوت نیونه لري د لورینې او پیرزوینې له مخې دي له ما سره ددغې تشې په ډکولو کې مرسته وکړي ترڅو د ټولو په خوښه پاتې په زرگونو لنډۍ په همدې بڼه جوړې کړم او یا دې په خپله دغه گام ته ملا وتړي او دغه تشه دې ډکه کړي. بل داې چې زما په کار کې د امانت ساتنه زما د کار خټه او تومنه جوړوي. زه نه شم کولای د هرچا انځورونه په انځوریزو لنډېو کې د هغوی له اجازې او ډاډ پرته راولم ، زه څه پوهیږم چې څوک به د شوخۍ او یا دښمنۍ له مخې د بل چا انځور ماته را ولیږي؟ د نټ په نړۍ کې هرڅه کیدای شي.

بشپړ ډاډ لرم چې لوستونکي به دغه تشه ماته د لورینې او پیرزوینې له مخې را وبخښي. هیله لرم چې دغه گام د یوه پیلنیز گام په توگه د لوړو گامونو د اوچتولو په موخه یوه کوشنۍ مرستندویه پیلنیزه جوگه شي او د لوستونکو خوښ شي. هیله لرم چې له دغې لارې به وکولای شو د لنډیو ستره تولگه را ډگر ته کړو او څیړونکو ته د څیړنې ستره آسانتیا رامنځته کړو.

انځوريزې لنډۍ له دې پته وګورئ او خپلو دوستانو ته يې ولېږئ .

www.Larawbar.com/Landey

په ټولې پښتنې مېنې