کور / خبرتیا او پيغامونه / په کابل کې د ارواښاد عبدالله عصمتی فاتحه

په کابل کې د ارواښاد عبدالله عصمتی فاتحه

 


د افغانستان د وتلی  حقوقپوه ارواښاد عبدالله عصمتی  دفاتحې مراسم د اروښاد د ورور او د اریانا  افغان هوایی شرکت د مشر  ذبیح الله عصمتی ، د هغه د خوریی یما وردګ او نورو خپلوانو له لوری


د سه شنبې په ورځ د کابل ښار په عید ګاه جومات کې دغرمې له  یوې بجې او ۳۰ دقیقو  څخه تر  ۳  بجو او ۳۰ دقیقو پورې پر ځای کیږی .


انا لله و انا الیه راجعون
ټول دوستان دې خبر وی


دمرحوم عصمتي صاحب لنډه پيژندنه :
ننګيالی بڅرکی – هالنډ


مرحوم عبدالله عصمتي دافغانستان پيژندل سوی شخصيت دمرحوم عبدالحق عصمتي زوی اودمحترمي معصومې عصمتي کشروروراود ذبيح الله عصمتي مشرورور دی . مرحوم عبدالله عصمتي په کال ١٩٤١م کې زيږيدلی او خپل ابتدائي زده کړي يې د کابل په اماني ليسه کې تر سره کړي دي ، چې بيا وروسته په کابل کې دحقوقو په پو هنځی کې شا مل شو . او دحقوقود پو هنځی څخه په علی درجه بريا لی شو او بيا يې خپل نور لوړدماسترۍ تحصيلات په ما سکو کې تر سره کړي دي . هغه يوقانون پوه او پيژندل سوی شخصيت وو ، مر حوم عصمتي صاحب دهيواد په بيلا بيلو ولايتونو کې ماموريتونه کړي کړي دي ، مرحوم عصمتي صاحب په کند هار کې دستري محکمې ريـس په توګه دنده تر سره کړې ده او بيا په همدغه ولايت کې د لوی څارنوا په تو ګه دنده تر سره کړې ده او دکابل په لو يه څارنوالي او دا شي نورو مهمو ځايونو کې د هيواد پالني په روحيه سر ه خپله دنده تر سره کړې ده . او وروستۍ دنده يې په افغانستان کې دريا ست جمهوري دحقوقي مشاور په تو ګه دنده تر سره کړې ده . مرحوم عصمتي صاحب په ډيررو ژبو پو هيده لکه پښتو ، فار شي ، روسي ، انګليسي او په ور شته کې په هالينډي ژبه هم خبري کولا ی سوای . اوس دهغه پر مينه څلور زامن او يوه دهغه مر حوم ميرمن پاته سوه .           ان لله وان الله را جعون