کور / ترخې خبري / دمکرسټل وحشیانه تګلاره !

دمکرسټل وحشیانه تګلاره !

 Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer 

Left photo US Government — inscribing a 2,000 pound bomb.

Right photo: Associated Press — In Afghanistan, the result of a 2,000 lb bomb dropped on a home in Kapisa on March 5, 2007, which killed 9 civilians in one family — including members of 4 generations. 

War on Afghanistan people by the US NATO and Western Countries.

Who wishes to delve into depravity that a mind can enter when it is directed by Illuminati and the disgusting murderers who obey: the controlled military, politicians, media managers and owners!

Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer.

COnbined photo: globalresearch.ca


 


کله چي په افغانستان کي دمیشتویرغلګروځواکونودمشرپه توګه مکرسټل و ټاکل سونوپه هغه لومړۍ ویناکي یې وویل چي : نوربه په دغه ملک کي دملکي تلفاتوپه مخنیوکي دپام وړهڅي کوي آن تردې چي ویل یې «که په  کومه سیمه کي طالبان حمله ورباندي وکړي اوهلته ملکیانوته دزیان وراوښتوبیره موجوده وي نوسره ددې چي مخالفین په سیمه کي موجودوي اوډیرامکان یې دوژلواویانیولوهم وي بیابه هم پرسیمه دحملې څخه ډده کوي ».اودابه یې لاهم ویل چي دامریکااوملګرویې په افغانستان کي دبریالیتوب یوازینی رازدملکي وګړودمرګ ژوبلي په مخنیوي کي دی ولي په  تأسف سره چي وافغانستان ته دمکرسټل په راتګ اودلته یې دموجودوپردیوعسکروپه مشرتوب سره دولسي وګړوپه مرګ ژوبلي ،تلاښیو،بمباریو،او…..نوروکي نه یوازي داچي کمښت را نغلی ،بلکي دیرغلګروپه بدچلندکي لاډیرزیاتوب اوپه اصطلاح نوښت ترسترګوکیږي دبېلګې په توګه دمکرسټل دقومانداني څخه مخکي به افغانانوته زیاتره وخت دهوایې بمباریواوپه لویولارواوښارونوکي دیرغلګروپه ډزوکي تاوانونه رسیدل .ولي اوس ددې څخه علاوه دافغانانودمړوجسدونه اوژوندي یې په سپیوخوړل کیږي .


Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer 

Women and children killed in Afghanistan by US bombing.

Victims of a U.S aerial bombing attack in the hamlet of Landigal in the Korengal Valley, April 15, 2006

War on Afghanistan people by the US NATO and Western Countries.

COnbined photo: globalresearch.ca


 اودتلاښیوپرمهال پرته له توپیره په یومخیزه توګه واړه زاړه ښځي اونارینه په ډیروحشت قتلوي ان پخپلوبستروکي په خواږه خوب بیده ملکي افغانان دطالبانوسره داړیکودرلودوپه شک شهیدانوي  ،ژوبلوي اوبندیانوي .دثبوت لپاره به دیادوسووپیښوڅو بېلګې کومي چي دبېطرفه رسنیواوژورنالیستانولخواتائیدسوي دي وړاندي  کړو.


Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer 

Afghan children watch a line of cars carrying dead bodies as they arrive to Lashkar Gah, Helmand Province, Afghanistan, Thursday, November 5, 2009. 

An overnight air strike by US NATO forces, controlled by a global elite, killed many people, including children.

Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer.

Photo: AP/Abdul KhaleqAfghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer 

An Afghanistan boy places dirt over the grave of one of his family loved ones after US air strikes in Ganj Abad of Bala Buluk district, in Farah province, May 5, 2009. 

US forces in Afghanistan on May 5 2009, have killed 123 Afghanistan men, women and children in US air strikes.

The non-combative people were sheltering from fighting in the western province of Farah when their houses were struck by cowardly US military air strikes sanctioned and abetted by Canada, Italy, UK, Germany, France and many other European countries.

Dr Atiqullah, a resident of the village, told Pajhwok Afghan News the bombardment destroyed the whole village and some of the mutilated bodies were beyond recognition.

He said they had so far retrieved 123 dead bodies from beneath the debris of the destroyed homes by using tractors.

Some of the injured people were provided first aid, Atiqullah said. One family lost 23 members alone, he claimed.

A tribal elder of the village, Abdul Manaan, told this news agency that 52 people in Ishaqzai area and 65 in Agha Sahiban area had been killed in the blitzkrieg.

'Our homes are destroyed and scores of people are killed, but the government is doing nothing,' he lamented.

Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer.

Photo: REUTERS/Stringer


ازادخبریال احمدضیاء لیکي چي :دارزګان ولایت دخاص ارزګان ولسوالی د ۲۰۱۰ کال دجنوری د۳۰ شپی زړه بنګونکی پیښه دارزکان ولایت دخاص ارزګان دولسوالی دلویدیځ طرفته دولسوالی  په ۲ کیلومتری کښی په ګرماب نومی کلی کښي دحاجی قاسم په کورکښی چی دنده یی د خپلی شخصی لاری یعنی خپل شخصی کامازموټر چلول او دنورو دریو وروڼو هریولکه حاجی حکمت الله ددوی مشرورور او حاجی امین الله ددوی دوهم ورور اوهم محمدعثمان چی ددوی کشرورور و اودهغوی دنده دخاص ارزګان دولسوالی په بازار کښی د خوراکی اوزراعتی موادو پلورل وو کوم چی حاجی قاسم به ورته دکندهار ښارنه په خپل موټر کښی انتقالول په پورته ذکرشوی نیټه دوی ټول مازدیګر مهال دبازارنه کورته لاړل او کله چی دشپی یولس نیمی (۱۱:۳۰) بجی شوی نو په نوموړی ولسوالی کښی میشت امریکایی ځواکونه او دهغوی افغانی ساتونکی چی هزاره ګان دی دحاجی قاسم کورته ورغلل او دکوردوازه یی ماته کړل او لومړی یی دکورپه منځ کښی عسکردهراطاق دروازه اوکړکی ته ودریدل اوژباړن یی وویل چی ونه خوځیږی  وروسته څونور امریکایی عسکراو دهغوی ژباړن لومړی دمحمد عثمان اطاق ته چی دحاجی قاسم کشروروردی ورننوتل او هغه یی دخپلی ښځی په وړاندی بیله څه ویلو په ډزو سره وواژه اوبیا  د حاجی امین الله اطاق ته ورننوتل او هغه یی هم پرته له څه ویلو په اطاق کښی په ډزو سره وواژی او بیاورغلل ددوی دمشر ورور حاجی حکمت الله داوسیدو اطاق ته او هغه یی راوویست داطاق نه او صرف دومره یی ژباړونکی ته وویل چی څه خبره ده چی تاسی مونږ وژنی ؟ خو صرف همدایی وویل او ورسته امریکایی عسکر په سرباند په ډزو وویشت او سمدستی ورغلل دحاجی قاسم داوسیدو اطاق ته او دهغه مخی ته دهغه میرمن  ولاړه وه او امریکایی عسکروته یی په  چیغواوژړاسره ویل  چی زماخاوند مه وژنی »! خو ددی سره سره امریکایی عسکروداطاق ددروازی نه په هغه ډزی وکړی او هغه یی هم وواژه اوهم دهغه په کوچنی زوی چی دتیر شوی لوی اخترنه دوه ورځي وړاندی زیږیدلی وواو موریی په مخ کښی ورته ونیوی ترڅو دماشوم له وجی نه یی خاوند باندی ډزی ونکړی ؛خو بیا هم امریکایانو په هغه ډزی وکړی او دمور په غیږ کی یی وواژه او ورسره یی مور هم په لاس او پښه باندی ولګیده او بیا ژباړن ورته وویل چی ځانونه ونه خوځوی که نه نو تاسی به هم ووژنواو بیا یی څو شیبی وروسته امروته وکړچی ټول کوچنیان او ښځي دکورنه بهرشی نو په همدی ترتیب ښځی او کوچنیان چی دوه ښځی پکښی ژوبل هم وی دباندی راوایستل او وروسته امریکایانو ددوی کورته هم انفجاروکړچی ټولی کړکی او دروازی یې ماتی شوی او دځینو دیوالونه یی چپه شول او دشپی تریوبجی اودیرشو دقیقو وروسته لاړل او په سبا یی دبازاردټولو هټیوالو په وړاندی ددوی دکانونه مات کړل او مالونه یی ورلوټ کړل البته هغه افغانی عساکروو کوم چی ددوی (یرغلګرو)سره په کمپ کښی دی او ددوی محافظین دی لوټ کړل . یاده دی وی چی ژوبل ښځه د کلیوالو په مرسته دارزګان ولایت مرکزته مازدیګر راورسول شوه او اوس هم دترینکوټ په ولایتی روغتون کښی بستر ده .


نوټ: پورته ټوله لیکل شوی واقعه دهغه ژوبل شوی ښځی دخولی بیان دی کوم چی دواقعی شاهده وه او دحاجی قاسم نومی وژل شوی کس میرمن ده او خپل کوچنی ددوه نیمو میاشتو زوی اوخاوند یی هم امریکایانو په هغه شپه وروژلی دی که خبریالان او رسنۍ په دی هکله نور معلومات وغواړی نو کولی شی چی د نووموړی میرمنی نه چه اوس هم د ترنکوټ په دولتی روغتون کښی بستر ده معلومات تر لاسه کړی .


Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer 

Child villager massacred by US NATO November 5, 2009.

The body of a teenager killed by a rocket attack of the NATO-led soldiers lies in a vehicle after the residents of Babaji brought the body to the provincial capital, Lashkargah, as a protest against the massacre of nine civilians.

Residents of Baba Ji area, who brought the body to Lashkargah, capital city, say nine people were killed in the US-NATO attack.

Photo RAWA/PAN/Zainullah Astanakzai


پژواک اژانس خبرورکړچي : دجنوري پر۲۹مه نېټه امریکايي عسکرودهلمندولايت دګرمسيرپه ولسوالۍکې ديو لړعملياتوپه ترڅ کي  پنځه(5) تنه عام خلک چې په خپلوکروندوکې يي اوبه لګولي شهيدان کړي دي  .خبرزياتوي چې لومړی امریکايي عسکروددې ولسوالۍد”کټوري “په سيمه کې د”خداي دادخان ” په کلي کي  په اولسي خلکودچورلکوڅخه   ډزي وکړې اوبيايي په سيمه کې دکورونوتلاشۍ پیل  کړي چي په پایله کي یې څلور(4)تنه نورملکي هیوادال  له ځانوسره دبنديانوپه توګه هم بیولي دي  .


 


په یوبل  خبرکی ویل شوی چي دجنوري پر۲۹مه    اشغالګرو عسکرو دغزنی ولایت دګیلان ولسوالۍ د(مطې پله )په سیمه کی پرعام سړک دسیمی پریوه شخصی سراچه موټر   ډزې  وکړې  چی ،له امله یی په موټر کی دوه تنه بې ګناه ملکی وګړی شهیدان او دوه نور یې ټپیان کړل .عینی شاهدان وایې ، دخلګو دسپرلۍ موټر داشغالګرو عسکرو دکاروان سره د تیریدلو په حال کی ووچی  ،د فوځیانودبې دریغه ډزوښکارسو.


Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer 

Afghan men peer into a car carrying a dead Afghan child killed by US NATO air strike, in Lashkar Gah, Helmand Province, Afghanistan, Thursday, Nov. 5, 2009.

An overnight air strike by US NATO forces, controlled by a global elite, killed many people, including children.

Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer.

Photo: AP/Abdul Khaleq


اسوشیټیډپریس اژانس خبرورکوي چي :دجنوري پر۲۸مه  دامريکايي عسکرو يوه کاروان پر سيمه ايز وخت سهار اته بجې په کابل کي پر يوه موټر ټکان وکړل چي ،د ملامحمديونس په نوم د يوه مسجد ملا امام يې ووژاه.عيني شاهدانو اسوشيټيډ پريس آژانس ته ويلي چي ملا يونس له خپلو درو ماشومانو سره په کورولا موټر کي سپور وو چي امريکايانو ټکان پر وکړل.اوله ژونده یې بې برخي کړ.


 


راپورونه وایې چي دجنوري پر۲۷مه نېټه دکونړولايت دماڼوګي ولسوالۍ “دعمار


په سیمه کې دامریکایې ځواکونوپه بمباریوکي دیادسوي  کلي يوکورپه بشپړه توګه تخريب شوی اوپکښې ميشت دوه(2) تنه ملکي کسان شهيدان اويوبل سخت ژوبل شوی دی .


راپورونه وایې چي :دننګرهارولایت په خوږیانوولسوالۍ کي دجنوري پر۲۶مه امريکايي عسکرودخپلوعملياتوپه لړکي يو(1)تن اولسي سړی شهيد اوپنځه(5) نوريي نيولي دي .خبروايي چې امریکايي عسکر دشپي ناوخته ددې ولسوالۍد”مملي” کلي ته ورغلي لومړۍ يي دخلکوپه کورونوکې تلاشۍ کړي اوبيايي ددې کلي په هغوبي دفاع خلکوچې له خپل کورونونه ددوی له ډاره دتيښتي په حال کې وه ناتاره ډزي کړي دي  .


 People stand near the body of a man killed in a US NATO pre-dawn attack on Mehtar Lam, in Laghman province, some 100 kilometers (60 miles) east of Kabul, Tuesday, Dec. 8, 2009. 

US NATO killed six non-combatant people, civilians, during a pre-dawn attack Tuesday on eastern Afghanistan.

Photo: AP/Rahmat Gul


د غزني ولايت د قره باغ اوسيدونکو په وينا چي تېره شپه ۲۰۱۰\۱\۲۱ پر سيمه بهرنيو پوځيانودیرغل په ترڅ کي  د دوو ماشومانو په ګډون څلور کليوال وژلي او د هغوی جسدونه يې له ځانه سره وړي دي .خبریا ل حاجي خان وايي چي د غزني د قره باغ اوسيدونکو د احتجاج په توګه  نن سهار په موشکي سيمه کي د کابل کندهار پر سړک ټيرونو ته اور واچاوه او دا لويه لاره يې د لنډ وخت لپاره د ترافيکو پر مخ بنده کړه .


 


خبریال همایون بابر۲۰۱۰\۱\۱۷مه په خپل خبر لیکي چي : دکندوزښارکابل بندرخاکنې ځنځير ترڅنګ بهرنيوځواکونو هغه دوه ځوانانو باندي بريد وکړ چې ،په يوه کرولا موټرکې دچاردرې په لورې روان وو،چې په پاېله کې ئي يومړاويوژوبل شو. يوتن عينې شاهد چې دنوم داخيستلونه ئي ډډه کړه وويل: چې يوتن شهاب الدين دشمس الدين ځوي دامام صاحب ولسوالې اوسيدونکې وروسته دسختوټپونوڅخه دکندوزپه سميېزروغتون کې ساه ورکړه اوانعام الله چې دچاردې اوسيدونکې دي روغتيايي حالت ئي نازکه دي هغه داهم وويل چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د دوي کرولا موټرچاردرې ته په لاره وه هغه زياته کړه چې دانعام الله دواده دري ورځې کيدلې اودتاخجمې دمراسمو لپاره چاردې ته روان وو ،چې بهرنيو ځواکونودهغه سپينې جامې يي ورته په سرووينو ولمبولې .
دشريف الله په نامه يوپوليس هم پېښه تائيدکړه اوزياته يي کړه چې بهرنيو ځواکونوهغه مهال بريد وکړ کله چې دوي دهغوې په امر موټرونه داروه دتيرې جمعې په ورځ هم داريبا دمخابراتې شرکت يوتن کارکوونکې په دغه ولايت کې جرمن ميشتو ځواکونو په ډزوټپې کړي وو.


Afghan men gather around bodies of villagers killed in a US NATO attack raid in the eastern province of Laghman, Afghanistan, on December 8, 2009.

US NATO killed six non-combatant people, civilians, during a pre-dawn attack Tuesday on eastern Afghanistan.

Photo: AFP/Str


اسوشیټیډپریس اواسلامي اژانس لیکي چي :د لښکرګاه په ښار کې د (ايمرجنسي روغتون) مخې ته ولاړ يو تن نور محمد چې خپل ټپي يې روغتون ته راوړې افغان اسلامي اژانس ته وويل چې: تيره ورځ ناوخته  شپه 2010-01-12 بهرنيو قواوو د ګرم سير د ولسوالۍ د “درويشانو” په کلي کې د عبدا لقيوم پر کور بريد کې د کور د څو تنو پر وژلو سربيره قرآنکريم هم په برچو وهلې چې له دې امله نن 2010-01-12 په زرګونو خلکو د ولسوالۍ په مرکز کې لويه مظاهره پيل کړه . هغه وويل «زه د خپلو کوچنيانو سره د ولسوالۍ مرکز ته راغلې وم چې بازار کې بد حال ؤ ډزې وې په ډزو کې زما يو خپل ټپي شو چې لښکرګاه ته مې راوړ ». يو بل تن چې پنځلس کلن ورور يې ټپي شوې ؤ هم د عبد القيوم پر کور د بهرنيانو د بريد له امله ورته کيسه وکړه او ويې ويل چې : « بهرنيانو او پوليسو په مظاهره کوونکو ډزې کولې چې لس (10) تنه شهيدان او پنځه ويشت (25) نور ټپيان شول » . د ګرم سير څخه راغليو يو شمير نورو کسانو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې بهرنيو قواوو د افغاني کلتور او عنعناتو پر خلاف د کور د ښځو سره هم ناوړه چال چلند کړې دې . د ګرم سير څخه په لښکرګاه کې روغتون ته راغليو کسانو افغان اسلامي اژانس ته وويل چې شپاړس (16) تنه ټپيان يې روغتون ته راوړي او يو شمير نور ټپيان لا تر اوسه پورې لښکرګاه ته راوړل شوي ندي .


 


دجنوري پر ۶مه نېټه د ننګرهار د روداتو ولسوالي کي امریکایې پوځیانودیولاسي بم په غورځولوسره  پنځه تنه ولسي افغانان ووژل او ٤١ نور يې ټپيان کړل.دغه پېښه هغه مهال سوې چي امريکايي پوځيان او افغان پوليس سيمي ته د بيا رغوني د يوې پروژې د ليدني په بهانه ورغلي وو .د سيمي خلګو تر چاودني وروسته په مظاهرو لاس پوري کړئ او د مړه دي وي امريکا شعارونه یې  ورکول .


Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer 

Afghan villagers mark new burial site of US air strike victims killed by coalition airstrikes in Bala Baluk district of Farah province, Afghanistan, on Tuesday, May 5, 2009.

US forces in Afghanistan on May 5 2009, have killed 123 Afghanistan men, women and children in US air strikes.

The non-combative people were sheltering from fighting in the western province of Farah when their houses were struck by cowardly US military air strikes sanctioned and abetted by Canada, Italy, UK, Germany, France and many other European countries.

Dr Atiqullah, a resident of the village, told Pajhwok Afghan News the bombardment destroyed the whole village and some of the mutilated bodies were beyond recognition.

He said they had so far retrieved 123 dead bodies from beneath the debris of the destroyed homes by using tractors.

Some of the injured people were provided first aid, Atiqullah said. One family lost 23 members alone, he claimed.

A tribal elder of the village, Abdul Manaan, told this news agency that 52 people in Ishaqzai area and 65 in Agha Sahiban area had been killed in the blitzkrieg.

'Our homes are destroyed and scores of people are killed, but the government is doing nothing,' he lamented.

Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer.

Photo: AP 


رسنۍ خبرورکوي چي :دجنوري پر۳مه اشغالګرو عسکرو دهلمند ولایت دکريشک ولسوالۍ د”يخچال”  په سيمه کې د”حاجې رشيداکا”په کلي کې ددې کلي په مسجداو کورونو يرغل وروړی دی .چي په ترڅ کي یې څلور(4)بي ګناه کسان شهيدان کړي اودوه (2)نوريي سخت ژوبل کړي دي .دسیمي خلک وايي اشغالګروامریکايانودخپل نارواعملياتوپه لړکې ددې کلي اوه(7) تنه نوربي ګناه کسان له ځانوسره دبنديانوپه توګه وړي  دي .


خبریال معصوم لیکي چي :دغزني ولايت چارواكي وايي چي پرون۲۰۱۰\۱\۰۳ بهرنيو ځواكونو دوه ملكي كسان وژلي او دوه نور يې ټپي كړي.د غزني ولايت د مقر ولسوال صاحب خان وايي، دا كسان په يوه ملكي موټرکي  سپاره ووچي د بهرنيو ځواكونو په ډزو كي و وژل سول .نوموړي وويل چي دغه موټر ته د درېدو امر سوى و خو د موټر د نه درېدو په پايله كي بهرنيو ځواكونو پر موټر ډزي كړي دي .


Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer 

An Afghan man touches the body of a boy killed along with his brother and father by U.S-led troops in Kabul, Afghanistan, early September 1, 2008.

His dead brother lies next to him.

Hundreds of protesters blocked a road in Kabul on Monday accusing U.S-led troops of killing three members of a family, including two children, in a raid in the city.

American missiles and bombing killed close to a 100 people, mostly children, in air strikes near the village of Azizabad in the western province of Herat, Afghanistan, August 22, 2008

The dead are 19 women, seven men, and the rest children all under 15 years of age.

Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer.

Photo: REUTERS/Omar Sobhani


 


اخرترڅواوپه کومه ګناه به افغان  مظلوم خوقهرمان ملت  په یوه اوبله بهانه بندي کیږي ،بمباریږي اووژل کیږي په داسي حال کي چي نورولسونه دساینس اوټیکنالوژۍ په راحت بخښونکوډګرونوکي دتمدن اوپرمختګ پراخي سیالۍ ترسره کوي ؛خودافغان ملت دترقۍ په  مخ کي په لوي لاس خنډونه اوبندونه جوړیږي  . مځکنۍ بشپړتیایې ګواښیږي ،ملي شتمنۍ یې لوټیږي ،ملي -اسلامي ارزښتونه اوعنعنات یې پایمالیږي  .


 


سړی نه پوهیږي  چي په پارلمان کي ناست په اصطلاح دولس استازواودبشردحقونومدافع سازمانونودکوم مصلحت اوحکمت له مخي په ګران هیوادافغانستان کي دروان ناورین په هکله خاموشي غوره کړي ده .ایادوی نورځانونه دولس استازي اودبشردحقونوڅخه دفاع کونکي نه ګڼي ؟ اوکه ځانونه دبشرخیرغوښتونکي بولي نوبیاولي درواني ملي تراژیدۍ عاملین دنړیوالوڅخه پټوي اونه یې محکوموي راپورته دي سي  اودډیموکراسۍ په نوم دي دافغان ملت دروان ناتارغملړلی داستان ددې خاوریني کرې دټولواستوګنوپرګنوترغوږونوورسوي اوکه دایې لاهم له وسه وتلې وي  لکه همداسي چي هم بریښي  .نوبیادي دولس داستازیتوب اودبشردحقونوڅخه ددفاع سندري نه زمزمه کوي دکومي بلي لاري دي دپیسوګټلومنترپه کارواچوي نه ددې سپیڅلوددندودښکلونومونوڅخه .


 


دحیرانتیاوړده چي امریکااوملګري یې دشوروي اتحادمردوده تګلاره اوس هم تعقیبوي اوپه لوي لاس ځانونه دهلاکت وکندي ته ورټېل وهي .دوی هم دافغانانوپه لاس دماته خوړلوپخوانیوښکېلاکګرانوپه شان فکرکوي چي افغانان به دزوراووحشت له لاري اېل کړي .خودوی بایددتېرواتوکلونوڅخه عبرت واخلي ځکه چي هرڅومره ډېربمونه چي  یې اورولي دي .دافغانانوکورونه یې ورران کړي اوپه ډله ییزه توګه یې شهیدانوي ،ژوبلوي اوبندیانوي نوهمدومره یې پرضدولسي کرکه زیاتیږي ،دمقاومت لیکي پیاوړي کیږي اوپه تلفاتوکي یې ډېروالی راځي لیري به نه  ځوکه یوازي په تېره (جنوري )میاشت کي په افغانستان کي دبهرنیوځواکونوزیانونوته وګورونوپه تېرواتوکلونوکي یې ساری نه دی لیدل سوی ځکه دتېر(۲۰۰۹)زکال دجنوري دزیانونوپه پرتله یې  دسږکال تاوانونه  دوه برابره وو.زماپه نظردیرغلګرودتلفاتودزیاتوالي عمده لامل ددوی لخوادافغانانوسره دناوړه چلنداوپه هغه کي بې کچي زیاتوب ،شدت اووحشت دي چي په پورته کرښوکي مویې بېلګې وړاندي کړې .


 


داوبامااومکرسټل دعملي ستراتیژۍ څخه معلومیږي چي لاهم دافغانانوپه لاس دتېروټوټه ټوټه سووامپراتوریوکړنلاره تعقیبوي اودبریالیتوب رازورمزیوازی اویوازي دزوراودهشت په فارمول کی ویني .خوکه یرغلګرپرهمدغه خره سپاره وي بېله شکه چي برخلیک به یې دماضي دهنداري اودپوهانودوړاندوینوله مخي دچنګېز،ګورګین ،انګرېزاوشوروي په څېراویاهم ترهغوی لابدتروي .


 


ماخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادۍ راډیو،اسوشیټیدپریس اژانس ،پژواک اژانس ،اسلامي اژانس ،لراوبرویبپاڼه ،بینوا،اوټول افغان .ددې ليکني لپاره عکسونه له دې ويبپاڼي څخه اخستل سوي دي http://www.thewe.cc/weplanet/asia/afghanistan/afghanistan.html

تبصره نسته

  1. خپل د مینې نه ډک سلامونه خپلو ټولو مسلمان او اتل پښتانه ورونو ته وړاندې کوم، ورونو څو ورڅې مخکې می د احمد تمیم ړنګ صیب لیکنه(ترهګر څوک دې) ولوست چې لیکنه ېې د حقیقت ترجمانی کوله د الله نه ورته جنت فردوس غواړم، ځینو ملګرو پرې تنقید هم کړې وه چې نوم ېې اخستل نه غواړم نن مې چی د سید سعید صیب لیکنه ولوست په زړه یې راته اور بل کړو دا تصویرونه مې چی ولیدل نو د د ژوند نه مې زړه تور شو زمونږهغه ننګ او غیرت چا واخیستو زمونږ ننګیالې څه شول، مونږ ولی دومره بې همته شولو نن د ډالرو په خاطر مونږ خپل هر څه ورکولو ته تیار یو رازی ورونو چې څان بیداره کو حق او باطل وپیژنو که په خپله حق نه شو ویلې بل خو ترې منع نه کړو ، الله دې هغه ټول لیکوالان خپل په حفاظت کې وساتې کوم چې د حقایقو څرګندونه کوې

  2. محترمولیکوالانواوخبرنیګارانوستاسوڅه ډیره مننه که ده انځورونوپه بدل کی ده انتقام اوعمل بړه ورکو ښه به نوی چی هغه مقدس جهاد دی پاته دی نوی چی ټولیه هم وحشیانه عمل بولو نوده ټولومسلمانانوڅه می هیله ده که ده تیرسوی اتل نارینوسره سیالی نسوکوالای نوده میوندی ملالی پیغلی تګ لاره به عملی کو په مینه ده اسلام

  3. دعزیز او ذوانتقام خدای په نامه :
    درنو لوستونکو :کیدای شي ددې لوړو تصویرونو په لیدلوبه موپه زړونوکې دژور درد څړیکې راخوټیدلي وي ځمکه به درباندې ګرځیدلي وي دمسلمان اوغیرتي اولس په بده ورځ به مو داوښکې نذرانې لورولي وي صلیبي بشرخوړونکي کافر او کورنیو غدارانوته به یې له قهره ایشیدلي وئ خودتش لاس دښمنۍ به بیاخپله بي وسي درپه زړه کړې وي .
    زمادردیدلو وروڼو په دې دنیايي ناخوالو ډيرمه ناامیده کیږي متعهد اومسلمان افغانان که په دې ګمراه شوي دنیاکې نور هیڅوک نلري خدای خو لري داسې خدای چې هم عزیر دي او انتقام اخیستونکی دخدای په نزد دهیچا درد غم یوڅاڅکی اوښکه او یوه قطره وینه هم نه ضایعه کیږي خدای هغه ذات دی چې دیوه بي ګناه بنده په وژلو عرش په لړزه راځي نوایا ددې بې وسو افغانانو له بدې ورځې اوورسره له کیدونکو مظالموبه غافل وي ….نه هیڅکله نه ..څکه خدای فرمایي (ولاتحسبن الله غافلاعما یعمل الظالمون ) یووخت به راشي چې قهارخدای به ددې مظلوم اولس انتقام له دې جلادانو واخلي که په دنیانه په اخرت خو یقیني ده .
    اللهم سلط الظالمین علی الظالمین ونجنا من بینهم سالمین غانمین اللهم لاتجعل مصیبتنا في دیننا اللهم اقسم لنا من الیقین ماتهون به علینا مصائب الدنیا
    اللهم اهلک الکفره والفجره والمنافقین والمتمردین والطاغین والیهود والهنود والامریکا وجمیع اعوانهم
    فول امورناخیارنا ولاتول امورنا شرارنا وادفع عنا وعن بلادنا عن قراءاناوعن مساجدنا ومدارسنا
    اللهم سهل علینا کل صعب بحرمت سیدالانبیاء والمرسلین صلی الله علیه وسلم

  4. زړه بګڼوونكي ده الله دي زموږ دښمنان تباه اوبرباد كړي هغه كه امريكايي وي كه ملا اوطالب

  5. بيا هم دپښتون قرباني جاري ده خداى خبر ترڅوپوري .دټولي نړۍ مسلمانان زرګونوميلونوته رسيږي دټولو داايمان او عقيده ده چه حضرت محمدص خاتمنبين دى دوحي اونوي شريعت لړۍ نوره ختمه سويده .خو پښتون دنياته داسي ښيي چه ده ته نوي شريعت اوالهمامونه هروخت راروان دي هرطالب ناعوذباالله پيغمبرګڼي جهاداوفساد حق اوباطل ځني ورك دى دپښتون پركور بلا وزرونه غوړولي دي دبدبختيو دتورتمنو څخه هيڅ كله نسي راوتلاي دپنجاب مزدوران هم دا ورته وايي چه ارام كښي نه ني بغاوت كوه ترتا بل سم اوراسخ مسلمان نشته ددنيا ټول مسلمانان منافقين دي يوازي ته اصلي مسلمان يي آي افسوس كاش تا دهغه مغز څخه كاراخستلاي كوم چه سترڅښتن ستا په سركي ايښي دي كاش تا قران اوحديث يو ځلي بيا مطالعه كړي وايي او كاش تا دالازهراو ديوبند دعلما وو سره يواري مشوره كړي واى كاش تا هغه كورونوته سر ورايسته كړي واي چه ستا دلاسه معصو م كوچنيا ن اوښځي دغم په ټغر ناست دي هغه هم پردي نه دي ستا خپل پښتانه دي خو تا دپرديو په اشاره بيګانه بللي دي .زموږ ليكوالان هم عجبه كوي دوحشي بهرنيو قواوو مظالم يادوي مګرهغه كسان چه همدغو وحشيانو دراتګ او ددي ټولو بدبختيو اصلي لاملين دي هيڅ نه يادوي داسي ښكاري لكه دوى ته چه هم د اى ايس اى لخوا كومه ګوله رسيدلي وي

  6. بيا هم دپښتون قرباني جاري ده خداى خبر ترڅوپوري .دټولي نړۍ مسلمانان زرګونوميلونوته رسيږي دټولو داايمان او عقيده ده چه حضرت محمدص خاتمنبين دى دوحي اونوي شريعت لړۍ نوره ختمه سويده .خو پښتون دنياته داسي ښيي چه ده ته نوي شريعت اوالهمامونه هروخت راروان دي هرطالب ناعوذباالله پيغمبرګڼي جهاداوفساد حق اوباطل ځني ورك دى دپښتون پركور بلا وزرونه غوړولي دي دبدبختيو دتورتمنو څخه هيڅ كله نسي راوتلاي دپنجاب مزدوران هم دا ورته وايي چه ارام كښي نه ني بغاوت كوه ترتا بل سم اوراسخ مسلمان نشته ددنيا ټول مسلمانان منافقين دي يوازي ته اصلي مسلمان يي آي افسوس كاش تا دهغه مغز څخه كاراخستلاي كوم چه سترڅښتن ستا په سركي ايښي دي كاش تا قران اوحديث يو ځلي بيا مطالعه كړي وايي او كاش تا دالازهراو ديوبند دعلما وو سره يواري مشوره كړي واى كاش تا هغه كورونوته سر ورايسته كړي واي چه ستا دلاسه معصو م كوچنيا ن اوښځي دغم په ټغر ناست دي هغه هم پردي نه دي ستا خپل پښتانه دي خو تا دپرديو په اشاره بيګانه بللي دي .زموږ ليكوالان هم عجبه كوي دوحشي بهرنيو قواوو مظالم يادوي مګرهغه كسان چه همدغو وحشيانو دراتګ او ددي ټولو بدبختيو اصلي لاملين دي هيڅ نه يادوي داسي ښكاري لكه دوى ته چه هم د اى ايس اى لخوا كومه ګوله رسيدلي وي

  7. Sher Agha ta ham laka che de monafeqat mar chechalai ye , ta lag da fikar wakra che kala dalta de talibano hokomat sam amneyat wo yawazi de shar aw fasad aw de monafiqino 1 so Ajeeran pati wo che SALEEB Yano las war sara yaw kar aw de hagho hokomat ye po zoor rang kar aw jang ye war sara shoro kar , Bombar Amrekayan kawe aw ta mordar khor gela la mojahidiono kawe> pashtoon wolas makhke ham khpal koor Afghaisntan aw Islam gatalai aw bya ba ye ham gati, ta dase gele kawe ta ba waye che da taliban po jazoo ke nast de aw bombar kawe.