کور / اسلامي / اسلام او نړيواله سوله

اسلام او نړيواله سوله

په سوله كې خلك د هوساينې احساس كوي، وېره، ډار له ژونده څخه نهيلي او دېته ورته څه نه وي، سوله هغه حالت دى، چې كورنۍ، كلى، ټولنه، سيمه، هېواد او نړۍ له جګړو، شخړو، خوف او ډار څخه پاكه وي او يا هم سوله هغه فضا ده، چې د جنګ او جګړې ځاى ورورۍ او آرامۍ نيولى وي او بشريت د پرمختګ او پراختيا په حال كې وي.


سولې او امن ته په عربي كې سلام ويل كېږي او سلام د الله د نومونو څخه يو نوم دى. د حشر سورت په ۲۳ آيت كې الله فرمايي: هو الله الذي لا اله الا هو الملك القدوس السلام المؤمن المهيمن العزيز الجبار المتكبر. (الحشر 23)


په آيت شريف كې دالله نومونه ذكر شوي، چې په هغې يو سلام هم دى.


د قرآن كريم د الذاريات سورت په ۲۵ آيت شريف كې راځي، كله چې ابراهيم عليه سلام ته ملايكې راغلې ترڅو په هغه باندې د اسحاق د زيږون زيرى وكړى، نو لومړى يې هغه سلام وكه، ډاډ او اطمئنان يې وركړ او بيا يې د اسحاق د زيږون زېرى پرې وكړ.


الله (ج) په قرآن كريم كې خپلو بنده ګانو ته امر كړى دى، چې په نبي كريم (ص) باندې درود او سلام ووايي، د احزاب سورت په ۵۶ آيت كې فرمايي:(بېشكه الله او دهغه ملايكې په نبي عليه السلام درود وايي، نو اى هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى، تاسې پر هغه درود او سلام وواياست.     


 براء بن عازب وايي: موږ ته نبي كريم (ص) د اوو څيزونو په كولو سره امرى كړى دى او هغه د ناروغ پوښتنه، د مسلمان په جنازه كې ګډون او د هغې بدرګه كول، د پرنجېدونكي لپاره (يرحمك الله) ويل او د كمزوري مرسته كول او دمظلوم مټ پياوړي كول او د سلام اچول او خورول او د وېشونكي بښل دي.


 اسلام د ليلة القدر شپه د عبادت له مخې له زرو مياشتو څخه غوره بللې ده او پدې شپه كې ملايكې را كښته كېږي او دا د امن او سلام شپه ده.


الله د سورت نساء په لومړي آيت كې ټول انسانان د يوه پلار او يوې مور اولاده بللې ده او ويلي دي، چې ټول بشريت له يوه نفس څخه را پيدا شوى دى او الله دټول انسانيت څارونكى دى.


اسلام د هر انسان په ضمير كې دا فكره او نظريه خښوي، چې ګورئ، تاسې ټول هر ډول خلك چې ياست بيا هم له يوه اصل څخه منځ ته راغلي ياست، دا خېلونه او قومونه مو د پېژندنې لپاره دي ، نو تاسې بايد د انسانانو په څېر ژوند وكړئ، ټول د سولې او امن په فضا كې واوسئ او يو له بل سره مرسته وكړئ، جنګ او جګړې ونكړئ او نه شخړو ته زړه ښه كړئ، پدې هكله په قرآن كريم كې بې شمېره آيتونه راغلي دي. اسلام مسلمانانو ته وايي تاسې چې يو له بل سره مخامخ كېږئ، نو ستاسې لومړى پيغام بايد سلام وي، ګواكي بل مسلمان ته بايد وواياست، چې زما لخوا په امن كې ياست او د الله له لوري رحمتونه او بركتونه درته غواړم.


د السلام عليكم په هكله د سعودي عرب يو عالم (سلمان العوده) وايي، چې سلام څلور ماناګانې لري:


۱- چاچې سلام درته واچوه، نو پوهه شه، چې هغه د الله نوم تاسې ته ډالۍ كړ، ځكه سلام د الله نوم دى. مانا يي داده، چې ته د الله په ساتنه، رحمت او بركت كې نغښتل شوى يې.


۲-  سلام د سلامتيا په مانا: يانې تاسې دې له آفتونو، نارغيو څخه سلامت وئ، ستاسې، دين، آبرو او عزت مو الله تل په امان كې لره. 
۳- سلام يعنې امن او امان: څوك چې سلام درته واچوي، د خپل ځان له لوري درته امن اعلانوي، يانې زما لخوا په امن او امان كې ياست، زما لخوا مه وېرېږه، مه په اندېښنه كې كېږه او ډاډه اوسه، چې په ځواب كې بل مسلمان هم دا ځواب وركوي.  
۴- سلام د پاكوالي، سوچه والي او ستره والي په مانا دى: يانې چا چې سلام درته واچوه پوهه شه، چې پدې سلام سره د ورورۍ نوى عهد اوژمنه تازه شوه، د وفادارۍ، مينې او محبت دروازې پرانېستل شوې.


اسلام په اخلاقو ډېر ټينګار كړى دى  او بهتره څوك يې هغه بللي دي، چې غوره او نېك اخلاق لري. دا ځكه چې اخلاق هغه څخه دي، چې په سوله او امان كې اساسي رول لري، قرآن كريم نبي عليه سلام ته وايي:”بېشكه ته ډېر لوړ او اوچت اخلاق لرې”. همدارنګه فرمايي:” كه ته توند او سخت زړى و اوسې، نو هغوى به ستا له شاوخوا نه لاړ شي”.


په انفال سورت كې راځي، چې كه هغوى یانی کافرانو د سولې غوښتنه وكړه او د سولې هيله يې وكړه، نو ته هم سوله ورسره وكړه او په انعام سورت كې راځي، چې ((والصلح خير)) يانې سوله غوره او ښه ده.


اسلامي تاريخ هم د سولې پيغام وركوي. كله چې نبي كريم (ص) مكه فتحه كوله، ټولو خلكو دا ګمان


كاوه، چې نن به حضرت محمد د هغو ۱۳ كلنو ظلمونو اوتېريو غچ اخلي، چې د مكې خلكو په حضرت محمد (ص) او مسلمانانو كړي دي، ځكه د مكې خلكو د اسلام په لومړيو ۱۳ كلونو كې په هېڅ سرپه نه كوله، مسلمانان يې وهل، ټكول، وژل او هم يې وشړل.


د مكې د فتحې په ورځ يوه صحابي وويل، چې نن د غچ ورځ ده، خو نبي كريم (ص) ورغبرګه كړه (نه، نن د مهربانۍ او بښنې ورځ ده).


نبي كريم (ص) په دې ورځ د خپل تره حضرت حمزه قاتل وبخښه، د مكې په زرګونو خلكو ته يې وويل، چې ځئ، ټول آزاد ياست، همدا رنګه د نبي كريم (ص) جنګونه ټول دفاعي وو.  وايي چې مقداد بن اسود نبي كريم (ص) ته وويل، كه زه له يوه كافر سره مخ شم، هغه زما سره جګړه وكړي او يو لاس مې غوڅ كړي او بيا زما نه يوې ونې ته پنا يوسي او ما ته وايي، چې اسلام مې راوړى دى، نو زه به يې وژنم، نبي كريم (ص) ورته وفرمايل، (نه، نه به يې وژنې)، اسود بيا ورته وويل، چې هغه خو زما لاس غوڅ كړى دى او وروسته يې اسلام راوړى دى، نبي كريم (ص) وويل (نه به يې وژنې، كه چېرې دې مړ كړ، نو داسې ده، لكه ته يې چې له اسلام راوړلو مخكې وژلى يې اوله نبي كريم (ص) څخه روايت دى، وايي چې هغه د مشركانو يوې قبيلې ته يوه ډله مسلمانان واستول، كله چې ور ورسېدل، نو يو مشرك په ناببره توګه ځينې مسلمانان ووژل، يانې په پټه به يې حمله كوله او مسلمانان يې وژل، وروسته اسامه بن زيد ځان ورته برابر كړ، چې په همدې سړي حمله وكړي، خو د حملې پر مهال مشرك ځان ناچاره وليد او يو پر يو يې لا اله الا الله وويله، خو اسامه هغه وواژه، دا خبره حضرت محمد (ص) ته راورسېده، نبي كريم (ص) اسامه را وغوښت او ويې پوښت چې ولې؟


هغه وويل، دا سړى په كمين كې وو، فلانكى او فلانكى يې مړ كړ، زه يې هم وژلم، خو كله يې چې زما توره وليده، نو بيا يې كلمه وويله، نو حضرت محمد (ص) ورته وويل، شه كه د قيامت په ورځ راشي او كلمه وايي بيا به ځه كوې؟ اسامه بخښنه وغوښته خو نبي كريم (ص) همغه ځواب وركړ.


حضرت محمد (ص) د خيبر په غزوه كې حضرت علي (رض) ته وويل، چې ته يو مسلمان نېغې لارې ته هدايت كړې، هغه تاته له دنيا او څه چې په دنيا كې لدې ټولو غوره او بهتره دى. اسلام ته د مسلمان ابرو او عزت د مكې مكرمې له ورانېدو څخه هم مهم دي.


لدې څخه په ډاګه كېږي، چې هېڅ دين دومره د انسانيت احترام او درناوى نه دى كړى لكه اسلام.


په پاى كې وايو چې د اسلام لومړى او وروستى هدف د ټول انسانيت سوله او آرامي ده، خو په دغه لږ وخت كې ټولې نړۍ وليدل، چې زورو د ديموكراسۍ او نورو نظامونو په نامه پر بشريت څومره تيري وكړل، يوازې د امريكې يوه وړه بېلګه به راواخلو. د ۲۰۰۲ كال د اكتوبر په ۱۱ نېټه د سهيلي افريقا ولس مشر او د امريكا ستر رقيب مانديلا وويل، چې نړۍ د ټولې نړۍ لپاره لوى ګواښ دى، ځكه امريكا په يوازې ځان د ټولې نړۍ پرېكړې كوي او د ملګرو ملتو اصولو ته درناوى نلري.


هغه زياته كړه، چې د امريكې نوى سياست د تېلو او وسلو جوړولو كمپنيو خوشالول غواړي او امريكا او برتانيې دواړو د عراق وژونكو وسلو په هكله قانع كوونكي ثبوتونه وړاندې نكړل، دا په داسې حال كې ده، چې اسراييل په ښكاره دا ډول وسلې لري خو هېڅوك څه نه وايي!


د ۲۰۰۳ كال د دېسمبر په ۲۶ نېټه تر سره شوې سروې دا وښود ده، چې د امريكې په سلو كې ۴۳ وګړي پدې اند وو، چې اسراييل د نړۍ لپاره ستر ګواښ دى. 


ÿÿÿ


aminwardak@gmail.com