کور / کتابتون - هنر او ادبيات / کتابتون ::: د ستورو ورا پــــــــر ليکه سوه ::: ډاونلوډ

کتابتون ::: د ستورو ورا پــــــــر ليکه سوه ::: ډاونلوډ

خیال محمددعبدلغفارزوئ په کال۱۳۲۹کې دپکتېکاد ولایت دمرکزدښرنې دملکانوپه کلې کې زېږېدلی،لمړنۍ
زده کړې یې دښرنې دعلي باباپه لېسه کې نورې زده کړې یې د رحمان بابا په لېسه کې اولوړې زده کړې یې دکابل پوهنتون دابیاتودژورنالیزم په څانګه کې پای ته رسولې .
له ۱۳۴۹کال څخه یې دراډیوافغانستان دخپرونوپه ډېروبرخوکې کارکړی دی ،په۱۳۵۵کې دراډیودخپرونو
دلوی مدیریت مرستیال په۱۳۵۷کې دراډیوتلوېزیون دوزارت معین اودسولې اوپیوستون ریس وو.
خیال محمد کټوازی د۱۳۵۸کال په پیل کې داطلاعاتو اوکلتور وزیر وټاکل شوخودهمدې کال دجدې په
شپږمه نېټه په افغانستان باندې دشوروي اتحادله خوا یرغل وشواوخیال محمدیې سمدلاسه زندان ته ور ټېل واهه چې دشورویانوداستعمارپه ټول دوران کې دببرک
کارمل دڅرخي پله په زندان کې څه ناڅه نهه کاله بې ګنا کوټه قلف ساتل شوی وو .

په۱۳۶۷کال کې څرنګه چې شورویان له افغانستان څخه په زورشړل شوي وودډاکتر نجیب دملي مصالحې
په دوران کې دنهه کاله زندان له تېرولو څخه وروسته دنوروزندانیانوسره یوځای راخلاص شو،یوکال وزګار ؤ
اوبیایې دباندنیوچارو په وزارت کې لمړی دسلاکاراو ورپسې یې دمعین په توګه دنده درلوده،په ۱۳۷۰ کې د سفیرپه توګه دلیبیا هیوادته ولاړ اویونیم کال وروسته دجهادي ډلوټپلودخپل منځي درنو جګړوپه وخت کې د دهالندهیواد ته مهاجرشو .
خیال محمد دهمدې کتاب په ګډون درۍ شعري کتابونه لري اوله ۱۳۴۹څخه تر ۱۳۵۷کال پورې دهیواد په ځینوخپرونو په تېره بیاپه راډیوکې لیکنې او څېړنې لري .