کور / نوميالي / پوهنمل طلا حبیب زی

پوهنمل طلا حبیب زی



پوهنمل طلا حبیب زی په ١٣٣٦ لمريز کال دپروان ولايت په دبګرام ولسوالي دچیکل په کلی کي زيږيدلی، په ۱۳۵۳ لمريز کال د پروان ولایت دنعمان (رح) ليسې څخه په عالی درجه فارغ او په ١٣٥٤ لمريزکال کې د کانکور ازمويني وروسته د کابل پوهنتون د علومو پوهنځی د ریاضی څانګي ته شامل شو ، په ١٣٥۷ لمريز کال يې دکابل پوهنتون د ليسانس دپلوم د پوهنتون دعلمی کدر په معیارونو پوره تر لاسه کړ. د همدې کال د کب په مياشت کي دپروان ولایت دنعمان (رح) په ليسه کی دښوونکې او بیا مدیر ، او د ۱۳۵۸ لمریز کال له اوړې نه دکندهار ولایت د البیرونی په لیسه کی د ښوونکې په څیر دنده تر سره کړی ده . نومړی په ۱۳۵۹ کال د کابل پوهنتون د علمي کادر لپاره په ازموينه کي برخه واخسته او دعلمی کدر د معیارونو په پوره کیدو دکابل پوهنتون د انجینری په پوهنځۍ کی دریاضی استاد په حیث مقرر شو . په ۱۳۶۰ لمريز کال کي د مکلفيت د دورې تیرولو ته چې شپږ میاشتی وه وليږل شو ، هغه محال د مکلفیت دوره دهغو اتباعو له پاره چی لوړی زدکړی یی درلودی شپږ میاشتی وه ، خو د دولت د نوو پریکړو له مخی دهغه او هغه ته دنورو ورته وګړو دوره جبراْ نوره شپږ مياشتي اوږده شوه او په دی ډول یی دولس مياشتو وروسته په ۱۳۶۱ لمريز کال په اوړی کې د مکلفيت د دوری څخه د تر خیص پاڼه تر لاسه کړه . ورسته له هغه بیا د کابل پوهنتون د علومو پوهنځی دریاضی ډيپارتمنت د علمي غړي په توګه دنده پيل کړه .
ښاغلي حبیب زی په ۳۶۲ ۱ لمریز کال کی دلوړو زده کړو له پاره دکابل پوهنتون په یو رسمی تحصیلې بورس کی المان ته ولیږل شو او په ۱۳۶۵ لمریز کال کی په بریالې ډول په لوړو ریاضیاتوکی د المان دبرلین دښار د هومبولدت ((Humboldt له پوهنتون څخه د ماستری سند په ترلاسه کولو بیرته هیواد ته راستون او خپله دنده یی په کابل پوهنتون کی بیا پیل او تر ۱۳۷۱ لمریز کاله پوری کله چی دمجاهدینو تر منځ په کابل کی خپل منځی جګړی نه وی نښتی ادامه ورکړه . په ۱۳۷۲ لمریز کال کی کله چی په کابل کی خپل منځی جګړو زور واخیست لکه نور هیوادوال دی هم له هیواده بهر کډه کولوته مجبور او دالمان هیواد ته یی له خپلی کورنی سره کډه سو چی تر اوسه پوری هلته ژوند کوی .

استاد حبیب زی له ۱۳۵۹ تر ۱۳۷۲ لمريز کاله پوري بېله ځنډه دکابل پوهنتون دعلمی کدر غړی اود ریاضی داستاد په توګه دنده تر سره کړېده .
استاد دعلمی څیړنیزو او درسی کتابونو په تالیف او څیړنه یی د علمی کدر له لایحی سره سم د پوهيالي کانديد رتبې څخه بيا تر پوهنملی پوري علمي رتبې ترلاسه کړيدي .

استاد حبیب زی له ۱۳۸۰ لمریز کال څخه راپه دیخوا دالمان د اورڅوبورګ دپوهنتون له لاری د المان دبهرنیو او پوهنیزو همکاریو د مرستی داداری په چوکاټکی د کابل پوهنتون د علومو د پوهنځۍ په بیا رغونه اود هرات دپوهنتون د علومو د پوهنځی په تاسیس او تدریسی چارو کی په پوره زیار برخه اخیستی ده .

ښاغلی حبیب زی له ۱۳۸۷ لمریز کاله را په دیخوا دپوهنی وزارت د تعلیمی نصاب د انکشاف د ادار ی دریاضې په څانګه کی دعلمی غړی په توګه د ښوونځیو د ریاضی کتابونو په تالیف بوخت دی .

استاد حبیب زی برسیره په خپله مسلکی او تخصصی څانګی ریاضی ، شاعر اولیکوال هم دی چی نژدی له ۱۳۵۴ لمریز کاله را په دیخوا په پښتو او دری ژبو لیکنی لکه دشعر ، ادبی طرحی او طنزونو هستونی هم لری چی زيات شمیر يې دهيواد دننه او بهر په بيلا بيلوورځپاڼو ،جریدو ،مجلو او نورو خپرونو کي اویا هم دکتاب په دول نشر اوچاپ شويدي . استاد له (۳۰)څخه زیات علمی او ادبی اثرونه لری چی څه یې چاپ او څه یی لا نا چاپ تر اوسه پوری پاتی او په لاندی ډول دی :


چاپ شوي اثار :

1- ریاضی د طبیعی علومو له پاره ګډ اثر ، کابل پوهنتون چاپکال ۱۳۶۲

2- کامپلکس انالیز 1 ګد اثر ، کابل پوهنتون چاپکال ۱۳۶۲

3- دکانفورم مپنګونو کارونی ، دماستری تیزسس ، برلین همبولدت پوهنتون ۱۳۶۵

4- د نیکه دور دطنزونو مجموعه ګډ اثر ،د افغانستان د کارکونکو ملی اتحادیه ۱۳۶۸

5- رباعیات ، آزاد چاپ پیښور ، چاپکال ۱۳۷۵

6- مڼه لکه چینار ،طنزونه ، دافغانستان کلتوری ودی ټولنه جرمنی ،چاپکال ۱۳۸۸

7- طنز او خندا ، څیړنیز اثر ، دافغانستان کلتوری ودی ټولنه جرمنی ،چاپکال ۱۳۸۸

8- ځلیدلې ستورې ، آزاد شعرونه ، دافغانستان کلتوری ودی ټولنه جرمنی ، چاپکال ۱۳۸۸

9- مینه او غزل ، شعرونه ، دافغانستان کلتوری ودی ټولنه جرمنی ،چاپکال ۱۳۸۸

10- غمی او ملغلری ، ادبی اثر ، دافغانستان کلتوری ودی ټولنه جرمنی ،چاپکال ۱۳۸۸

نا چاپ اثار :

1- عمومی ریاضی ، د کانکور د آماده ګی او پوهنتونونو د لومړی کال محصلینو له پاره

2- احتمالات ، د ریاضی ښوونکو او لوړو زده کړو دمحصلینو له پاره .

3- د احتمالاتو تمرینونه او حلونه .

4- د ریاضی تاریخ .

5- نسکور جامونه ، دآزادو شعرونوغونډ .

6- غزل او رباعیات ، منظوم شعرونه

7- ادبی طرحی .

8- د ملانصرالدین چپن ، د طنزونو غونډ

9- د طنزونو ټولګه

10- فضلوی پوده ، مجموعه طنز

11- طرهای ادبی

12- مجموعه طنزها

13- د ښوونځیو د ریاضی کتابونه ګډ اثرونه او اډیتور : ریاضې داووم ، ریاضې داتم ، ریاضې دنهم ، ریاضې دلسم ، ریاضې دیولسم او ریاضې ددولسم ټولګېو له پاره

په پای کی غواړم د استاد دشعرونو او لیکنو څو دکلام نمونې راوړم او هیله کوم چی د پام وړ وګرځې .

د طنزونو یوه نمونه

د بنګو بوټى

د طنز او خندا له اثره



يار مې د بنګو نينې راکړې

په سره منګي زړه لـګوم چې يخ يې کړمه



يارمې د چرسوچلم بل که

د سرو نتکۍ کې به سکروټې ورته وړمه



سليم خان بنګي او بيړانبي د چلم له نورو يارانو سره په ديره کې راګرد د اور لمبوته د چرسو د پخولو لپاره ناست وو.

بيړا نبي په دا سي حا ل کې چې د مزاري چرسو اوړه يې په ورغوي کې د پخولو لپاره لامده کړي وو، خټه چرس د اور دسکر وټو سر ته ونيول او چې ښه به په اور وريت او تاوده شول ، په دواړه ورغووکې به يې سره څوڅو واره ژر ژر ښه ومښل.

نبي نېشې ته خمار داسې لاندې کړى و، چې لکه اور تاوده چرس به يې لکه لمدې خټې لاسونو کې مښل او په تودوخه به يې هېڅ خبر هم نه و.

اخوا د بنګي سليم دواړه سترګې د چرسو په تلي کلکې نښتې وې او داور په انبور يې نبي ته د اور سرې سکروټې اخوا دېخوا اړولې چې په دې کې يو بل چرسي په بېړا نبي داسې غږ وکړ:

_ بيړا بچو په خمار دې مړه کړو، لږ لاس ژر ژر اچوه، دا چارپېر غمونه چې د ملنګانو په بوټي لوګي نه کو په بل ډول نه ورکېږي!

_ ياره اشنا ته خو هر وخت له ځانه سره د غمونو پنډونه ګرځوې، بيا څه کيسه ده؟

_ کيسې خو ډېرې دي خو د بې روزګارۍ کيسې له هر څه نه سختې دي، نه ګوری چې ډېر کاري ځوانان نصوار په سوال غواړي، کار او روزګار نشته، تش په نامه مشران خو ټول په چور او تالان بوخت دي!

_ ياره ټول سپېره غله دي، نور خو يې هرڅه لوټ کړه، خلک يې اوس له ډاره د چرګو له کوټنۍ نه تر کوره د چرګو هګۍ هم په بډه وړي چې څوک يې ترې ونه وهي!

_ ياره رښتیا چی سم د چرګو غله دی ، داسی ډاړه ماران دی چی د چرګ په کونه کی به هم هګۍ تری خلاصه نشې !

_ ياره د غلو کيسې پرېږدئ، چرس دې څنګه شول پاخه دي که نه؟ چې اوس دا څوک رانه و نه وهي!
_ مه ډاریږه بچو ، ځوانان تری چارپیره ناست دی
_ داده بچو پاخه دي په چلم سرخانه کېږده او تازه يې که !
بيړا نبي پاخه چرس د خپلي نرۍ پزې له څوکې د بوى لپاره په خوا تيرکړل او په خوند خوند يې بډوډو ته هوا کش کړه او بيا له کېفه په ملا کوږ او د پرې يارانو ته يې د رضايت په علامه سر وښوراوه.


نبي پاخه چرس ټوټه د چلم په سرخانه کې ډک او له انګاره سرې سکروټې يې د چرسو له پاسه کېښودلې او بيا يې ډک چلم د بنګي سليم مخې ته د لګولو او سر لپاره ونيو.

بنګي سليم مخکې له دې چې چلم سر کړي د پري د يارانود لا خوشحالۍ لپاره ديوې مستانه ترانې بندونه په لوړ اواز داسې پيل کړل:

مستانه بابه قو

نه مې اس شته نه ټټو

نه په بار لکه يابو

بي عمله سر کدو

باد مې وړى دى پټو

غمه تښته رانه لري چې دې سوځمه په پو،……….

سليم بنګې ددې ترانې له ويلو وروسته خوله د چلم په دروي کېښوده او خپل غمجن زړه يې د چرسو د لوګي په دوخوړو وپړساوو ، هغه به د چلمه له دروې داسې بيخچن دود کشاوه، چې د چلم له سر خانې به پوره يوه لوېشت لمبه پورته شوه.

ټولو يارانو په وار سره د چرسو په مست لوګي خمارونه مات کړل او په نيشه يې ځانونه لکه د ټوغکې چرګان وځنګول .بيانودتل په شان بنګي سليم مسينه کاسه په مخ واړوله او په وهلو سره يې جوخت په يو سروکي کې د زړه د بړاس د وېستلو لپاره په خواږه غږ داسې ويل:

سليم خانه چـــرسي ، کټ مې و باسه دالان ته

ماته خوب نه راځي ، کټ مې و باسه دالان ته

په غريبۍ مې ملا کږه شوه ٫٫٫٫٫٫ سليم خانه چرسي،ًًً٫٫٫٫٫٫٫ کټ مې…….

تشو لاسونو ته مې مکړه پېغورونه ٫٫٫٫٫٫ سليم خانه چرسي ٫٫٫کټ مې و باسه دالان ته

ماته خوب نه راځي،٫٫٫٫٫٫٫ کټ مې…….

د لوى اختر ورځ مې سپيره وه ٫٫٫٫٫٫٫ سليم خانه چرسي ، کټ مې………

لا لي په تشه خندا تير ايستم مَېنه ٫٫٫٫٫٫٫٫ سليم خانه چرسي ٫٫٫٫ کټ مې و باسه دالان ته

ماته خوب نه راځي، ٫٫٫٫ کټ مې…….

ملګرو به يې ورسره د سروکي په تاوولو يو ځاى ملګرتياکوله.

سليم به خپل ياران په خپل خواږه اواز چې هرې لنډۍ به په کې د راز راز غمونو نکلونه کول خوشاله ساتل ، او کله کله به يې ورته خوږې او په زړه پورې کيسې هم ويلې.

بنګي سليم لا پاسنى سروکى پاى ته نه و رسولى چې يو بل ملګري يې پرې غږ وکړ:

_ بنګي بچو اوس يوه ښه کيسه ووايه!

ددې خبرې په اورېدو سره بنګي سليم سروکى سم دستي پرې که، تا به وې چې همدې خبرې ته په تمه ناست و نو، خپلو ملګرو ته يې په مخ را اړولو داسې وويل:

_ يارانو نن به داسې خوږه کيسه درته ووايم چې ډېره زياته به مو خوښه شي.

_ ښه ده نو پيل يې کړه، توده کې سړه مه راوله.

ددې خبرې په اورېدو سره سليم کيسه داسې پيل کړه:

_ و، نه و، يو باچا و، عادل مست دمولاو ، مخلوک ترېنه رضا و، چې شاه و، که ګدا و د هر ړانده امسا و ، تخت و بخت يې په سلا و، و، نه و، يو باچا و،…

په ټول هېواد يې عدالت خور او سوله ټينګه وه.کار د کاريګرو او عدالت د ښو قاضيانو په لاس کې و، چا د چا حق نه شو خوړلى او امنيت خو لاتر دې سرحده و چې چا په توره شپه کې دچا له باغه يوه مڼه هم نه شوه شکولاي .

د عدالت چغه يې هره خوا خوره وه اونوم يې لر وبر په ژبه و ، هر چا دغه نومېالي پاچا په نوم او نصب لکه نژدې همزولى ښه پېژانده.

ټولو چرسيانو د بنګي سليم کيسې ته په ډېره مينه او پام غوږ نيولى و او دکيسې په هر بند کې به يې ښه ښه ويلې او د پاتې کيسې پوښتنه به يې کوله.

_ ښه بيا څنګه شو ؟

_ خو له بده مرغه کبر ليونى که ،په ځان د مغرورۍ له امله ورځ په ورځ له خلکو لرې او ځان ته به يواځې پاتې کېده ، ناکاره وزيرانو يې چې يوازې دخپل ځان او خپل جب په غمه کې وو د پاچا او خلکو تر منځ واټن لا پسې ډېراوه.

وايي کله چې زور زياتې په ملک کې ډير شي نو د خداى قهر هم راښکته شي او د يو افت په ډول په خلکو را ښکاره شي .

_ ښه بيا

_ نارواکارونه ډيرشول ،ظلمونو زور واخيست او خوار غريب تر پښو لاندې شول. هر چا سره د سر و ما ل سودا شوه.

دي سره سم په ښارکې داسې اوازي خپرې شوې، چې دبرکلي په غرونو کې يو داسې ښامار پيدا شوي چې په خوله او خېټه کې د لالونو خزانې ګرځوي، د لوږې او تندې په وخت کې يې له خولې داسې لمبې راووځي، چې کلي سوځي؛ او کله چې د اوبو څکلو لپاره په کوم ډنډ يا چينه کې اوبه وڅکي نو پس له هغه هر سړى چې د کلي له همهغه ډنډه او يا چينې نه اوبه وڅکي داسې لېونى شي، چې له خولې يې سپين ځګونه راځي.

نژدې يو لوي ښار په مرض اخته او نور کلي يو په بل پسې پرې ورځ په ورځ اخته کېږي . داسې ښکاريدل چې دا مرض ساري هم و ځکه چې په ډېرې چټکۍ يې پراختيا وموندله.

_ ښه بيا څه وشول ؟

_ د ښار له ډېرو خلکو ځګن لېوني جوړ شول. پاچا او دهغه ملګرو له ځانونو نه د اوسپنو ديوالونه تاو کړل او د خلکو له نارو نه يې خپل غوږونه کاڼه ساتل. د خلکو نارې سورې چا نه اورېدې ځکه چې خپله يې کله داسې رنځونه نه وو ليدلي او د لېونو په دردونو نه پوهېدل.

د خلکو نارې ان تر دې ورسېدې، چې ټولو په يوه خوله د بل نوي پاچا غوښتنه کوله، چې د پخواني پاچا ځاى ونيسي.

_ ځګن لېوني تر دې حده راورسېدل، چې د ارګ شاوخوا يې هم ونيوله. ټولو په يوه خوله دا وپتېيله چې يو بل څوک پاچاهۍ ته وټاکي.

لېونو خپل منځ کې پاچاهي ته نوي نفر لټاوه، خلک ټول ناراضه وو او د دربار له ظلم او ناروا نه په تنګ راغلي وو، په ښار او بازار کې ټولو چغي وهلي چې بدلون غواړو ، مونږ لکه ځان يو ليوني پا چا غواړو چې د مونږ په درد او ژبه پوه شي ، اوداسې نور.

_ ياره سليم خانه بچو همداسې يو ليوني باچا خو دمونږ هم اوس په کار دى که خداى يې راکي، ښه بيا!

_ تقدير ته ګوره چې مرض د ارګ په دروازو هم ورننوت پاچا او وزيران هم لکه نور خلک په مرض اخته شول.

_ ښه بيا څه وشول!

_ پا چا کونډي او تاج له سره وغورځول او لکه مست لېونى مخکې نور ورپسې د پاچاهۍ له تخته را کوز اونارې يې وهلې، بدلون غواړو، نوى مست لېونى باچا چې زموږ په دردونو پوه وي.

_ ښه سليمه بي_ داده بچو ا څه وشول؟

_ پا چا مخکې نور ورپسې له دننه يې د ارګ دروازه ماته کړه او د نورو ليونو منځ ته په شور او ځوږ ورننووت. د خلکو شور او خوشحالۍ زور واخيست او ټولو په يوه سا چېغي وهلي ، نوي پاچا غواړو داسې پاچا چې زمونږ په درد اخته او ښه مست لېونى وي.

د نوي پاچا د غوراوي لپاره جرګې پيل شوې، ټولو سره دا وېره وه، چې دا ځل بيا په ټاکنه کې خطا ونکړي او داسې څوک د باچاهۍ لپاره وټاکې چې د هغوى له منځه وي ، چا يو او چا بل څوک د پاچاهۍ لپاره ونوماوه؛ خو د ټولو به پرې له ډاره د منلو سلا نه راتله، پخواني پاچا د نورو خوا ته څيرې ګرېوان ولاړ و، چې نا ببره يې له خوا نه يو سپين ږيري ليوني د نوي وړاندېز لپاره لاس پورته که .

_ ښه بيا !

_ سپين ږيري پس له هغه چې د ممبر سر ته لاړ، غاړه يې تازه کړه اوپه لوړ اواز يې ټولو ته وويل:

– مونږ داسې څوک غواړو چې دمونږله منځه او دمونږ په درد اخته وي، تر ټولو ښه کانديد دمونږ له منځه داسې يو مست لېونى درپېژنم چې ګرېوان يې هم تر لمنې څيرې دى، د پاچاهۍ تجربه هم لري.

سپين ږيري لا خپله خبر تر پايه نه وه خلاصه کړي چې په يوغږ د راټولولو خلکو د رضايت چيغه پورته شوه، خوشحالۍ پيل شوې او ټولو په يو اواز پخواني پاچا بيا د پاچا په څېر وټاکه.

_ څه دې ويل؟ دا خو بيا زړه په زړه شوه ، ښه بيا څه وشول!

_ نه زړه په زړه نه ده، ځکه چې خلکو داسې څوک وټاکه، چې د هغوى له منځه او دهغوى په درد اخته کس دى ، پاچا د څووزيرانو په ځاى چې لا تر اوسه سم د خلکو په درد اخته نه و د خلکو له منځه څومست ليوني وټاکل او له هغوى سره يو ځاى په داسې حا ل کې چې ټول ورسره وو، بيرته په ارګ ورننوت او بيا د پاچاهۍ پر تخت کېناست، د ارګ له دروازو نه پيرې او عسکري پلټنې لرې شوې او ټولو ته امر وشو چې د ښامار وژلو ته لاړې شي. هغه سپين ږيري چې د پا چا بيا نومونه يې کړې وه پاچا ته د مبارکي لپاره رامخکې شو او پس له هغه چې پاچا ته يې مبارکي ويله زياته کړه:

خداى دې مل شه،

لېونى ولس يو لېوني پاچا ته اړتيا لري !

+++++++++++++++++++

د آزاد شعرونو څو نمونې



لونګ


څو ورځی مخګی دکلا
دڅنګ دباغ دونو
د څو سنځلو
څنګ نه
خوا کی تیریدلمه چی
دغوړیدلو
سنځل ګلو
دعطرونو درمندونو
غیږ کی ونیولم
او څو ځلی ورته په شا
مالت ته وګرځید م ،
بیا څنګ په څنګ
ورته په خلاصو ګروو
په پټو سترګو
په شیبوشیبوکی ودریدم ،
او څو ځلی می
دا نهر بډوډی
په هوا وپړسول
چی په کلو یی دباروتو
دلمبو
بویونه و ازمویل ،
او څو ځلی می
د سنځلو دوږمو
په سیند کی ولمبول ،
زړه ګی می غواړی څو ځلی
دباغ سنځلی نه
په شا او خوا کی راوګرځیږم
او بیا ورې ورې پڼدونه
دسنځلو نه مزل کی یووسم ،
او په همدی خوند کی ویده پاتی شم ،
ما می لا سترګی خلاصی کړی نه وی
او دنری پزی په زړه می
له سنځلی نه عطرونه کاږل
چی نا ببره می
د کلی په کو څه ګی
یوه پیغله څنګ نه تیره شوله ،
او ټول عطرونه یی له کلی
په پلو کی راټول کړی یوړل ،
لکه چی پیغلی
د سنځلی ونه
غیږ کی وه نیولی
بر ګودر ته لاړه ،
او لا تر اوسه بیا راغلی نه ده !
ځکه د باغ په هره پوله
اوس
د بوټو منځ کی
څو د لونګو
بوټی نوی کرم !!!

فرانکفورت- جنوری 2010



+++++++++
نصیب


تا خونصیبه بیا
گيډي گيډي
اغزي
دواړو لاسونو ته
بښلي راکړل
چي د سنځلي پر ځاي
له مرکنډيو
دپګړي لاندي
دغوږ په سر اغزي وټومبم
او د رنجو غوندي
ميده خاوره
دپيغلوپه سرو شونډو
لپه لپه ميلمنه پريږدمه .
ماته به کومه پيغله ؟
په سپينه ليچه
د سرلويږدي مټه وغزوي
دلته خو سترګي
دا سپيرو پيغلوته
نه شي کتي
ددي له چچه د بڼو او
توپانی څپو په کلی
بیا شیبی شیبی
غمونه اوري
اوله لنډيو
زنو
ویده خالونه ټول
ليونې پاچا په توره وړې .
دلته زلميو
تورو څڼوکي اغزي ټومبلې
دلته دپيغلو
د بڼو چچونه
شګی دانه دانه
له خاورو نه په چچ بیلوی
او پرونی د مینتوب مخونه
د مسلې کورکی بټی تودوی !!

کابل –تعليمي نصاب ١٣٧٨ د ثور ١٧


++++++++++++

لیونی مینه


ستا دمینی لیونې میینې
له لاسه می
په لاره
سور منګی چې
له ګودره ډکومه
په اوږه
باندی ماتیږی ،
داده دری ځله پوره شول
چی خیشته
لکه مرغۍ
له توپانې ژوندونه
کورته سا نیولی ننوځم !
بیابه مورته
په بانه چی
به ګودر
له شین آسمانه
اوریدل لکه د ګاټو بارانونه
او ټټریی راته لوند که !!

کابل دسمبر 2009



یادونه : د استاد د تیلفون شمیری اوبریښنا لیک په لاندی ډول دی :
المان : 004915775474442
کابل : 0093788506905
بریښنا لیک : habibzai@gmail.com