کور / د ډيورنډ کرښه / لويه پښتونخوا په ۲۱ پېړۍ کي بيا په خپلو بچيو کي اتلان غواړي

لويه پښتونخوا په ۲۱ پېړۍ کي بيا په خپلو بچيو کي اتلان غواړي

په یوویشتمه پېړۍ کښي لویه پښتونخوا په خپلو بچیو کښي بیا پیاوړي اتلان غوړي :
په نړۍ کښي ټول قومونه له وختونو په خپل تاریخي او جغرافیایي چوکاټونو کښي اوسي پر خپله خاوره خپلواک او د خپلو شتمنیو څخه برخمن وي،او یا ځیني ناخپلواکه او د هر څه څخه بې برخي وي او د بل تر استعمار لاندي وي که چېريٍ و تاریخي پېښو ته ځیر سو په دنیا کي ډېر بدلونونه راغلي او تېر سوي دي او همدا اوس د دنیا قومونه د ترقۍ او ابادۍ په هڅه کي دي خو ځیني ناخپلواکه او تر استعمار لاندي د خپل بقا تاریخ ساتلو وس نه لري. هغه قومونه چه پخوا د سیمي زبر ځواک وه او بیا وروسته د هغه غلام قومونو تر استعمار لاندي راغلي او پاته سوي دي. او داسي هم سوي دي چه ځیني قومونه د نورو قومونو په اړخ کي او د هغه قومونو په مټ سیالان جوړ سوي خو دغه ناسیال قومونه د خپلو بادارانو د تباهۍ او غلامۍ فکرونه یې کړی دي او همدا اوس شروع دي.چه موږ پښتون قوم هم د دنیا د قومونو څخه یو قوم یو د دنیا نور قومونه چه د پښتون افغان قوم تعریف کوي داسي وایي:ـ
چي پښتون افغان قوم یو غیرتمند،پاچاهي جوړوونکی، میلمه پال او غني قوم دی او د هر قوم د ازادۍ،خپلواکۍ او سوله ییز ژوند غوښتونکی دی.
دا چي نن پښتون افغان قوم په دهشت ګرد او جابر او یا وېره اچوونکي خلک بولي دا بې بنسټه خبره ده. دا هغه غلام قومونه چي د پښتون افغان قوم څخه نفرت لري او د پښتون افغان قوم د بربادۍ پلانونه جوړوي او د پښتون افغان قوم د غلامۍ په سوچونو کي ډوب خلک دي.
دا چي پخوا ولي پښتون افغان قوم یو اتل او بادار قوم وو علت یې څه شي دی…؟او دا نن یې ولي خلک سپکاوی کوي…؟

جواب یې زما په آند دا دی:- چه پخوا د تاریخ په اوږدو کښي پښتون افغان قوم په اتفاق،خواخوږي،همږغي او ملي پياوړي درلودل. د تاریخ په اوږدو کښي هر دښمن قوم پر موږ یرغل کړی دی بیرته د خپل سر په تاوان د دې خاوري څخه ناکامه تللي دي، ډېرو قومونو پر پښتون افغان قوم د بادارۍ فکرونه کړي او جګړې ته رارسېدلي دي کلونه ـ کلونه یې خپل پلانونه تطبیق کړي دي خو بیرته پښتون افغان قوم او د پښتون افغان قوم یو اتل سرغوڅوونکي جواب ورکړی دی. چه ځیني پېښي به یې دلته تشریح کړم:ـ

۱ـ په ۱۶۴۹ مېلادي کال کښي ایرانیانو غوښتل چه پښتون افغان قوم غلام کړي چي ګرګین یې و کندهار ته چه د پښتون افغان قوم پلازمېنه وه موظف کړ، چه د پښټون افغان قوم نسل وژنه یې شروع کړه. خو پښتون افغان قوم او د نازو انا له غېږي یو داسي ستر اتل را میدان ته سو چه د ګرګین وژنه نه بلکه د ایرانیانو د غلام کولو لاره یې و خپل پښتون قوم ته پرانستله .

۲-بیا په اتلسمه پېړۍ کښي مغولو او چنګېزیانو پر پښتون افغان قوم یرغل وکړ چه په پښتون افغان قوم کښي داسي نومیالي پیدا سول لکه خوشحال خان خټک بابا،ایمل خان مومند او دریا خان افریدي چه د مغلو د بربادۍ سبب سول .

۳- د اتلسمي پېړۍ په نیمایي کښي یعني په ۱۹۴۹ میلادي کال کښي بیا ایرانیانو د پښتون افغان قوم د غلامۍ او بربادۍ منصوبه جوړه کړه او پر عملي کېدو وه چي پښتون افغان قوم یو بل ستر میرویس خان د زرغونې انا له غېږي و نړیوالو ته یو داسي لوی فاتح پيداکړ چه ایرانیان څه کړې بخارا،ثمرقند،سند،پنجاب،او ټول هند ېې تر خپلي والکې لاندي راوست چي ستر غازي او لوی فاتح احمدشاه بابا وو.

۴- له ۱۸۳۸ نه تر ۱۸۴۲ میلادي کال پوري انګریزانو غوښتل چي پښتون افغان قوم تر خپلي ولکې لاندي راولي چي د پښتون افغان قوم ټولواک امیر دوست محمدخان ته یې ماته ورکړه او هغه یې بندي کړ، خو د انګریزانو د ظلم او ستم په نتیجه کښي ټول پښتون افغان ملت پاڅون شروع کړ چي په سرمشریزه کي یې غازي عبدالله خان اڅکزی،غازي امین الله خان لوګري،محمد جان خان او وزیر محمد اکبر خان شامل وه،چه وزیر محمد اکبرخان د انګرېزانو مشر مردار کړ او انګرېزانو ته یې ماته ورکړه.

۵- د ۱۸۷۸ نه تر ۱۸۸۱ میلادي کال پوري په دوهم ځل انګرېز بیا پر پښتون افغان قوم باندي یرغل وکړ چه په همدې وخت کښي د پښتون افغان د خپل منځي بیلتون کار هم یو ګوډاګي پښتون محمد یعقوب خان په راولپنډۍ کښي خپل انګرېز بادارانو ته نیمه پښتونخوا خاوره د ګندمک د شرمېدونکي معاهدې په لاسلیک کولو سره د ۱۰۰ کالو لپاره ورکړه چي دا د ګندمک معاهده د ټول پښتون افغان قوم لپاره د مرګ او یا د نیم ژوند خبر ورکړ.چي د انګرېز په دغه معاهده کي پر سند او پنجاب سربېره پر نیمه جلا سوې پښتونخوا منګولي ټینګي کړې. او په پاته پښتون افغان وطن(افغانستان) کښي به هر واکمن د انګرېز په خوښه کار اجرا کاوه چي دا سلسله تر څو کلونو پوري جاري وه، خو اخر په ۱۹۱۹ میلادي کال کښي د اګست د میاشتي پر نولسمه نېټه د پښتون افغان واکمن امیر حبیب الله خان تر مرګ وروسته د هغه زوی ستر غازي امان الله خان رحمه الله علیه چي پلار یې هم د خپلي واکمنۍ په دور کښي د انګرېزانو د امر تابع وو. ستر غازي د انګرېزانو څخه د خپلي خپلواکۍ د لاسته راوړلو په خاطر د جهاد اعلان وکړ نو په همدغه ذکر سوې نېټه یې د انګرېزانو څخه خپلواکي تر لاسه کړه چي دا ویاړ د ټول لر او بر افغان لپاره د ستایلو وړ سو او تر ننۍ نېټې پوري ټول پښتون افغان قوم د دې ورځي لمانځنه کوي په پاته پښتونخوا کي چي د انګرېز تر والکې لاندي وه په همدغه وخت کي د ګلستان په ولسوالي کي د عنایت الله کارېز د نورمحمد خان اڅکزي په کور کښي یو ځوان پیدا سو چه د ګندمک د شرمېدونکي معاهدې د بېرته اخیستلو او ټول پښتون افغان قوم د خاوري یو ځای کولو او د انګرېز د استعمارګرۍ د ختمولو تحریک شروع کړ. هلته په شمالي پښتونخوا کښي د چارسدې په ولسوالۍ کښي د اتمانزو په کلي کښي د محمدزو په قبیله کښي د خان بهرام خان په کور کښي یو بل ستر پښتون راپورته سو او د پښتون افغان د یووالي او خپلواکۍ تحریک یې شروع کړ. چي دغه دواړه پښتون افغان پالو د تحریکونو د چلولو په نتیجه کښي د نورو قومونو په ګډون او د قاید اعظم په مشرۍ په ۱۹۴۷ میلادي کال کښي د پاکستان په نوم یو ملک د نړۍ په نقشه کښي ځای کړ،چي ټول مسلمان قومونه پکښي ځای سول چي عبارت دي له:ـ پښتون افغان،بلوڅ،سندي،سرایکي او پنجابي قومونو څخه او بیا وروسته یې د پاکستان په موجودګۍ کښي دواړه پښتون افغان پاله مشرانو د خپل قوم د متحد کولو تحریکونو ته دوام ورکړ چه هر یوه د خپل ژوند نیمایي برخه د جېل خانو د تورو تمبو شا ته تېره کړه،چي وروسته خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی په ۱۹۷۳ مېلادي کال د ډسمبر پر دوهمه د غلامانو له خوا شهید کړل سو. او هلته په شمالي پښتونخوا کي پاچاخان بابا په ۱۹۸۸ مېلادي کال د جنوري پر شلمه نېټه باندي وفات سو او د خپل ګران وطن جلال اباد په ښار کي خاورو ته وسپارل سو. چي نن د پښتونخوا هره ټوټه هر وګړی دا نارې وهي خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی او فخر افغان پاچاخان بابا غواړي. په همدې وخت کي په لوی افغانستان کي سردار محمد داود خان یو بل ستر پښتون افغان د لر او بر پښتون افغان دیو ځای کېدو د خان شهید او پاچا خان بابا په مرسته په نړیواله سطح شروع کړ چه په نتیجه کي یې د افغانستان او پاکستان تر مینځ اړیکي ډېري خرابي سوې او څو ځله خو جنګ ته سره نژدې سول او د افغانستان استازي په ملګرو ملتونو کي دغه مسئله راپورته کړل چه پاکستان یې مخالفت وکړ او کله چه پاکستان د هند سره د کشمیر مسئله راپورته کړل نو افغانستا د پاکستان مخالفت وکړ. چي وروسته په ۱۹۷۸ مېلادي کي په افغانستان کي دننه د خلق دیموکراتیک ګوند د غړو په فوجي کودتا کي ستر اتل سردار محمد داود خان شهید کړل سو چي په افغانستان کي یې جنګ جګړې ته لاره هواره کړل او د غربیانو او شرقیانو تر مینځ سوړ جنګ د پښتون افغان قوم د ویني بهېدلو او خپلو شخصي اهدافو ته د ځان رسولو په خاطر یې د جهاد او کمونیستي په نامه جنګ شروع کړ. چي په ۱۹۸۷ کي د دغه جنګ په لړ کي یو بل ستر پښتون افغان ډاکتر نجیب الله خان د پښتون افغان وطن ټولواک سو له دې سره کوم روسي فوځونه چي افغانستان ته د بهرنۍ مداخلې لپاره راغوښتل سوي وه بیرته تګ پیل کړ چي دغه پروسه په ۱۹۸۸ مېلادي کي د روس،امریکا،پاکستان او افغانستان تر منځ د ملګرو ملتونو په ملګرتیا د ژنیو تړون وسو. د ژنیو په تړون کي دغه لاندي معاهدې شاملي وې :ـ

۱لف:ـ د افغانستان څخه به روسي فوځونه وزي
ب:ـ افغانستان به د پاکستان په داخل کي لاس وهنه نه کوي
ج:ـ پاکستان به د افغان جهادي ډلو څخه لاس اخلي
خو دغه د ژنیو تړون د افغانستان له خوا عملي سو او روسان له افغانستان څخه ووتل مګر د نورو ذکر سوو هیوادونو له خوا متآسفانه پرېکړه عملي نه سوه او په نتیجه کي د ډاکټر نجیب الله حکومت رانسکور سو، کابل د مجاهدینو له خوا ونیول سو او د مجاهدینو له خوا خپل منځي جګړې پیل سوې چه په نتیجه کي یې ښایسته کابل وران او په سلګونو زره افغانان شهیدان،کونډي او یتیمان سول.که چېري د ډاکتر نجیب الله د ژنیو تړون منل سوی وای نه به درپه دري،بې وزلي،مهاجرت،مرګ ژوبله او نه به هم د نړیوالي جګړې میدان وای،نه به افغانستان او پاکستان په خطره کي وای او نه به هم د ۲۰۰۱ میلادي کال د سیبټمبر د یوولسمي نېټې د پنتاګان حملې وای،نه به دهشت او دهشتګردي وای، نه به د امریکا پر افغانستان او پاکستان باندي د ډرون حملې او نه به یې عرضي تمامیت په خطره کي وای. نن ټول پښتون افغان ملت د تباهۍ او بربادۍ د استعمارګرو له خوا د ظلمت سره مخامخ دی.دا ظلمونه به پر ټول افغان ملت باندي تر هغه روان وي تر څو چي د پښتون افغان په کاله کي اتفاق،خواخوږي،همږغي،او داسي پياوړي لکه د نازوانا په غېږ کي میروس خان،د زرغونې انا په غېږ کي احمد خان او همداسي خوشحال خان خټک،ملاله میوندواله،غازي امان الله خان،خان شهیدعبدالصمدخان،پاچاخان،سردار محمد داود خان او ډاکتر نجیب الله پښتون افغان ملت په یوویشتمه پېړۍ کي پیدانکړي نو د ورکېدو سره مخامخ دي .