کور / نثر / زه سوله غواړم

زه سوله غواړم

ادبي ټوټه
کله چې ته وې نو زما د ښکلاوو په نړۍ داسې ځوانیمرګې ښاپیرۍ راتللې چې د پرو ګلابي جامې به یې په تن او هره ګړۍ به یې د خوږو شونډو شربت د مینې په څمڅه کې راچښل او ښایستوکو به د خپل خواږه دیدار پر مهال د نوو رنګونو بې شمیره پیمانې د وصال مخې ته کتار کړې.

ښکلې کله چې ته وې نو خدای شته چې د ژوند بڼه مې داسې رنګینه وه چې یوازې د ګلالیو ګلالیو زرغونو تاندو د پاللو مرغومي به مې د لیمو مخې ته تاویدل او حیران به شوم چې یا خدایه زه نو اوس د دې ښایستونو کوم لوري ته د خپل فکر، ذهن او خیال ستومانه نیلۍ و غزوم.
کله چې ته وې نو زه داسې بې پروا وم چې یوازې د ګلونو د زړه وړونکې نړۍ سره به لوبیدم، یوازې د محبت د زرغونو نیالګیو د پاللو په فکر کې به وم، یوازې د شنه آسمان د بې شمیره انوارو قیمتي لالونه به مې د خپل حسن په لمن کې راټولول، یوازې د مستیو د ډکو سیندونو په زرغونو غاړو به مې د خیال نیلۍ ته د چکر وهلو براق برابر کړی وو او یوازې د رحمت د پستو پستو څاڅکو له اورښت سره به مې د زړه خواله کوله.
کله چې ته وې نو ما به د خپلې کوډلې د خاورین بام څخه د سپینو کوترو غومبر ته لارښوونه کوله او کتار کتار به د خپلو هغو وړو خونګیو د پاسه تیرې بیرې کیدې چې د خوښیو په کورګي کې به مې د کوترو په ویاړ جوړې کړې وې. هغو ځانګړو کوترو به له نورو څخه د زیاتې نندارې لمبرې وړې چې په پښو به یې شرنګیدونکي پاولي را ځوړند او د ژرب، ژروب ترنم به په هوا کې په نڅا راوستلې وې.
هو کله چې ته وې زما د زاڼو په کاروان به د خوښۍ بیل تصویر خپور وو، په خپلو نازکو ژبو به یې له خوږو سندرو سره یو ځای د مینې دریا وهله، د نوو مستیو په نوې نشه کې به یې د خپل زرغون پسرلي د پاسه پروازونه کول او د نیکمرغیو پیغامونه به یې د ځمکې مخلوقاتو ته لیږل.
وی خدایه! زما د ښکلاوو په انځورونو څه ټکه را ولویده؟ زما د کوترو غومبر چیرې غلی شو؟ زما د زاڼو کتار ولې د دې سیمې په آسمان کې نه ښکاري؟ زما د حسن نیلۍ په کوم سراب کې د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي؟
لویه خدایه! ستا دربار خو ډیر مهربانه دی نو زه مې د خپلو ښایستونو ورک تصویر غواړم، زما په ورکه نړۍ یو ځل بیا د وړانګو هغه ریبار ته د راتلو لاره و ښایه چې زما له ځیګر څخه یې کلکه غیږه تاو کړې ده. هو زه ګل غواړم، بلبل غواړم، کوترې غواړم، زاڼې او د هغوی ښایستونه غواړم.
هو! زه سوله غواړم، کله چې سوله وه نو ما به داسې تصویرونه د خپلې نړۍ په هنداره کې لیدل. هو کله چې ته وې.