کور / نثر / يومثقال شرف

يومثقال شرف

خداي بخلي ملنګ جان ملي ملت پال شاعر ويلي يومثقال شرف ښه دي ديوخروار سره زر ځني٠ که څوک دقيق فکروکړي ملنګ جان ډيره ښه پخه خبره کړيده ديوانسان جوهراعتباراوشخصيت دادي چي په ټولنه،خپلوانو اوکورني کي اعتبار ولري هغه به څه کړي چه هيڅوک اعتبار پري نشي کولي اوهروخت ئي دهرچا سره دوکه کړي وي ٠دروغ ئي ويلي وي اوخپل اعتباردلاسه ورکړي وي ٠په هره ټولنه کي ښه اوبد خلک شته پخوابه بدخلک کم وه اوښه خلک به ډيروه ولي بدبختانه اوس په افغانستان بدخلک ډيردي اوښه خلک کم دي ٠چي دابد مرض مونږته دګاونډيانو راغلي دي ٠
بي غيرتي ،بي اعتباري،رشوتخوري اونوري رنګارنګ حيلي اوفريب رواج شوي ښه غټ داب سړي به وي دښي کورني به وي ښي خبري به کوي مګر ديوي افغاني اعتبارپري نشي کولي ٠اويائي په يوه خبر باور نشي کولي داڅومره لويه بدبختي ده٠
دپښتانه ژبه وه پښتون به دروغ نه ويل دروغ ئي دشان اوشوکت سره ئي نه جوړيده ويل به ئي زه پښتون يم څنګه دوکه وکړم اوڅنګه دروغ ووايم ما ژبه کړي همدا صداقت ايمانداري اوپښتونولي وه چي پښتون به افتخار کولو پښتانه به ننګ لرلوپښتانه به پردي ناموس ته په بده سترګه نه کتل ٠اوهري خبري سره به ئي ويل زه پښتون يم او پښتون په ټولنه يادخلکو په منځ کي اعتبار،قدر،اوعزت لرلوځانګړي صفات اوتاريخ ئي لرلوپښتون به ويل دونيادي چپه شي دپښتانه ژبه دي نه چپه کيږي ٠
ولي ډير افسوس اوس په پښتنوکي يوتعدادداسي خلک خصوصاپه ځوان نسل کي پيداشويدي چي پنجابي ور باندي شرافت لري ٠ چي ځواني، قداوخبروته ئي ګوري ته به وائي چي ده اوکه نه ده همداسړيده چي دبي غيرتي اوبي ايماني نه ئي چي خبرشي ته به وائي چي په سرئي خوله ولګوم ٠ دخداي دپاره پښتنو خپل اولاد پښتون تربيه کړي پښتون دامعنی نه چه په پښتوخبري وکړي بايدخپله پښتواودپښتوصفات وساتي دروند خصلت بايدولري پښتانه ډير دښمنان لري اورنګارنګ ئي تخريبوي مختلف بدنومونه پريږدي اوپه دونياکي ئي بدناموي دازمااوستاوظيفه ده چي په ټولنه اودونياکي داسي ځا ن ثابت کړو لکه پرښته دپښتون دنوم په اوريدو بايددونياوال حيران شي زمااوستا دپلار تاريخ ورپه يادشي او ووائي چه پښتون رښتياهم پياوړي ،ښاغلي ،توريالي اوننګيالي قوم دي اعتبار شرافت اوژبه لري ٠
بيابايد وليکم يوتعداد پښتانه دپره ديو مزدوران دي پښتون بدناموي اوپيسي ګټي داپه بي غيرتي ګټلي پيسي دي ددوي کفن شي ٠اويايوتعدادسياسي ګوندونه دغيرت ډبره په سينه وهي چي مونږ پښتوته کارکووعمل ئي سرچپه دي ٠ که مونږ پښتانه پښتوته کار ونکړو يوه ورځ به ډير بد تاريخ ولرو اوځني پښتانه خپل اولاد مکتب ته نه پريږدي چي زه پښتونيم دعلم زده کړه په نر اوښځي فرض دي پښتانه ښه استعداد لري خپل اولادونه دمکتب ويلونه مه منع کوي ددونياخلک اويانور قومونه ډير مخکي شوه ٠خبره به نه اوږدوم پښتونه دملنګ جان دايوه کرښه کفايت کوي