کور / راپور / دافغان کلتوري ټولنو جرګه

دافغان کلتوري ټولنو جرګه

بسم الله الرحمن الرحیم



د افغان کلتوري ټولنو جرګه په هېواد کې د کلتوري ټولنو د همغږۍ او ټولولو يو مرکز دی . په جرګه کې ټولې هغه آزادې او ناپيېلې افغاني کلتوري ټولنې غړيتوب لري ،چې د جرګې موخې او کړنلاره مني او دهغو د پلي کولو لپاره له نورو ټولنو سره په همغږۍ هلې ځلې کوي . په ټولنو کې به لويه او وړه ، کمزورې او پياوړې په پام کې نه نيول کيږي او ټولې ټولنې به خپل هويت او استقلاليت ساتي . دکلتوري ټولنو دهمغږۍ جرګه به ددی زمینه جوړه کړي چې :


دټول هيواد په کچه کلتوري ټولنې او اشخاص يو د بل له تجربو خبر شي اود کارونو د کيفيت په لوړولو کې يو له بل څخه زده کړه وکړي . د هيواد او ولايتونو هغه کمزورې سيمې وپيژندل شي ، چې کلتوري هڅې او ټولنې پکې نشته او يا کمزورې او ټکنۍ دي. دفردي او ډله ييزو اړيکو او نيټ ورک له لارې د مناسبو کارونو لپاره مناسب اشخاص وپېژندل شي، وروزل شي او وګومارل شي. او دژبې او ادب دپرمختيا اود فکري ودې زمينې برابرې شي.



دجرګې نښان :



هدفونه:



په يوه واحد اسلامي، ملي – افغاني نظر دټولو فرهنګي کړنو او کړيو راټولو ل .
دافغانانو کلتوري اومدني متوازن پرمختګ
دهيواد ټولو خلکو ته د متناسبو او مساوي کلتوري زمينو رامنځته کول
دپوهنې عامول ، دنجونو ښوونې او روزنې ته خاصه پاملرنه اود لويانو زده کړې
دځوانانو د ذهني اوعلمي سويې لوړول
هیوادوال په قانون پوهول ، دقانون درناوي او منلو ته يې هڅول او دقانون په چوکاټ کې دخپلو کلتوري حقونو دغوښتنې لپاره يې تيارول
د ولس د مثبتو دودونو پياوړي کول او له منفي دودونو سره مبارزه.
د انساني حقونو او وجايبو په باب د عامه پوهاوي لوړول :
فردي ازادي
دښځو حقونه
دماشوم پالنه
دروغتيايي کلتور ، نظافت او ورزش هڅول
دژبو پرمختيا اودقانون په چوکاټ کې يې په ښوونځيو ،پوهنتونونو ،ادارو، سوداګريزو او عامه چارو کې رواجول
دټول هيواد د کلتوري هڅو او فعاليتونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول.


 


پاليسي



کلتوري هڅې به له سياسي هڅو جلا وي، دکوم ځانګړي ګوند او ځانګړي سياسي نظر لپاره به کار نه کوي ، خو د غړو لپاره به ترټولنې بهر د مستقل سياسي فعاليت حق محفوظ وي.
خپل کلتوري حقونه به د قانوني او حقوقي موازينو په چوکاټ کې غواړي
دافغانستان لوړې ملي ګټې او د اولس خير به په هر قدم کې په پام کې نيول کيږي
دتيرو ستونزو په باب دلانجمنو بحثونو پر ځاې به روښانه راتلونکې ته ډيره پاملرنه کيږي او له نن څخه به ورته دمنظمو پلانونو له مخې کار پيل کيږي
دکار بنسټ به مشوره او د پريکړو معيار به اکثريت وي
کارونه به په عملي او واقعبينانه ډول پلانيږي او په يو وخت کې به هغومره کارونه پيليږي چې د عملي کيدو امکان ولري
په اولس کې کلتوري بيدارۍ او پورته هدفونو ته درسيدلو لپاره به له بيلابيلو لارو کار اخستل کيږي :
دکلتوري جرګو عامول ، هڅول او زياتول چې دمنظمو کړنلارو او تګلارو له مخې به خپل کار پر مخ بيايي
دادب او فرهنګ بيلابيل صنفونه روزل ، پالل او پرمخ بيول
کتابونه او نورې خپرونې ليکل ، چاپول او ويشل
دروزنې پروګرامونه جوړول او ځوانان په سيستماتيک ډول روزل
په ليکوالۍ کې
په ژورناليزم کې
په شعر،هنرونو او تخليقي ادبياتو کې
په سینما او تیاتر کې
په وينا کولو کې
په اداره کولو ، سمبالښت او لارښوونه (Leadership) کې
دپوهاوي په مهارتونو (Communication) کې
په کمپيوټر او معلوماتي تکنالوجۍ کې
په تاريخ ، بشر پيژندنه ، اروا پوهنه او ټولنپوهنه کې
دپوهې په نورو څانګو کې
په ملي او نړيواله کچه علمي ، فرهنګي او څېړنيزې غونډې جوړول
درسنيو له ټولو چينلونو څخه د افغانانو د کلتوري ودې لپاره کار اخېستل
دښوونځيو دپياوړتيا پروګرامونه جوړول
دعلمي څيړنو تر سره کول او دهيواد ، سيمې او نړۍ دتاريخ ، کلتورونو او تمدنونو په باب معلومات راټولول او خپرول
دقومي جرګو ، اولسي اصلاحي ټولنو او شوراګانو سره يوځای د ټولنيزو اصلاحاتو رواجول او هڅول
د کلتوري هڅو او ټولنيزو اصلاحاتو د بري لپاره له ديني عالمانو سره ګډ کار ، د دوی د مرستو جلبول او افغان ځوانان داسلام ددین په اساسي احکامو پوهول.
دکتابتونونو عامول او هڅول.


 


د جرګې جوړښت



لويه غونډه :


لويه غونډه د جرګې تر ټولو واکمن مقام دی ، چې د ولايتي جرګو له استازو، دجرګې له لارښودې شورا ، سلاکارې شورا ، کار ډلې او مالي کمېتې له غړو څخه جوړيږي . لويه غونډه په کال کې لږ ترلږه يو ځل جوړيږی او لاندې دندې او واکونه لري :


۱ ـ د جرګې د نوم او نښان تصويب او بدلول


۲ ـ د کړنلارې او کاري پلان جوړول ، تصويب او بدلون


۳ ـ د لارښودې شورا، سلا کارې شورا ، کارډلې او مالي کمېټې ټاکل


۴ ـ د سلاکارې شوراکارډلې او مالي کمېټې د رپوټونو اورېدل او دترسره شويو کارونو ارزول


۵ ـ د نورو مهمو کلتوري مسايلو په اړه پرېکړه



لارښوده شورا :


لارښوده شورا د لويې غونډې له خوا ټاکل کيږی . لارښوده شوراددوه لویو غونډو ترمنځ دجرګې ترټولو واکمن مقام دی چې د جرګې دورځنیو چارو په باب لارښوونه ،څارنه او ارزونه کوي او په مهمو غونډو کې د جرګې استازيتوب کوي .



دندې او واکونه :


۱ ـ د کاري پلان د پلي کېدوڅارنه


۲ ـ د کار ډلې دکړنو رپوټ اورېدل


۳ ـ کارډلې ته لازمې لارښوونې او ورسره مرسته


۴ ـ دکار ډلې په وړانديز د لويې غونډې رابلل



سلا کاره شورا :


د جرګې سلاکار مقام دی ، چې له کار ډلې او مالي کمېتې سره يو ځای په هرو درو مياشتو کې لږترلږه يوځل غونډه کوي . سلا کاره شورا د جرګې له غړو او يا له هغې څخه بهر له هغو فرهنګيانو او فرهنګپالو څخه جوړيږي ، چې کولی شي دجرګې د چارو په سمون ، سمبالښت، څارنه او ارزونه کې رغنده برخه واخلي .



کار ډله :


کارډله له هغو فرهنګيانو څخه جوړيږي ، چې په خپله خوښه او منظم ډول د جرګې ورځنۍ چارې سمبالوي . د کارډله په دوو اونيو کې لږترلږه يو ځل غونډه کوي او لاندې دندې او واکونه لري :


۱ ـ په منظمه توګه د لويې غونډې او لارښودې شورا له خوا ورسپارل شوې دندې پلي او تعقيبوي


۲ ـ د لارښودې شورا پرېکړې او وړانديزونه ولايتي جرګو ته رسوي


۳ ـ په ولايتونو کې د کاري پلانونو پلي کېدل په منظمه توګه څاري


۴ ـ له ولايتي استازو سره منظمې اړيکې ساتي


۵ ـ د ولايتي استازو وړانديزونه او ستونزې لارښودې شورا ته رسوي او له اړتيا سره اقدام کوي


۶ ـ کار ډله د چارو د ښه سمون لپاره په خپلو کې دندې وېشي او وظيفوي کمېټې جوړوي


۷ ـ که چېرې د کار ډلې غړي له معقول عذر پرته په دريو پرله پسې غونډو کې ګډون ونه کړي ، د لارښودې شورا په تاېيد له کار ډلې څخه ايستل کيږي



ولايتي جرګه :


ولايتي جرګه د ولايت په کچه د ټولو آزادو کلتوري ټولنو له استازو څخه جوړيږي او لږترلږه په هره مياشت کې يو ځل غونډه کوي .


دندې او واکونه :


۱ ـ د چارو د ښه سمون لپاره په هرو شپږو مياشتو کې دوه تنه په نوبتي توګه ټاکي او لارښودې شورا او کار ډلې ته يې ورپېژني


۲ ـ ولايتي کاري پلان پلی کوي او پلي کېدل يې څاري


۳ ـ د استازو کاري رپوټ اوري


۴ ـ کار ډلې ته مشورې او سپارښتنې ورکوي



د ولايتي استازو دندې او واکونه :


۱ ـ د ولايتي جرګې غونډې سمبالوي


۲ ـ د جرګې له کارډلې سره اړيکي ساتي


۳ ـ د ولايت ستونزې او وړانديزونه لارښودې شورا او کار ډلې ته رسوي


۴ ـ د لارښودې شورا پرېکړې او وړانديزونه غړو ټولنو ته رسوي


۵ ـ د لويې غونډې له خوا د تصويب شويو پرګرامونو په پلي کولو کې هڅې کوي


۶ ـ د ولايت په کچه د کلتوري ټولنو تر منځ همغږي رامنځته کوي


۷ ـ په لويه غونډه کې د ولايتي جرګې په استازيتوب ګډون کوي


۸ ـ کولی شي لارښودې شورا او کارډلې ته ځان او يا بل څوک کانديد کړي



مالي کمېټه :


مالي کمېټه د جرګې د مالي چارو د تنظيم لپاره دلویې غونډې له خوا ټاکل کيږي . مالي کمېټه پنځه تنه غړي لري او لاندې دندې پر مخ بيايي :


۱ ـ مالي پاليسي جوړوي او کار ډلې ته يې وړاندې کوي


۲ ـ مالي امکانات جلبوي


۳ ـ منظم مالي سيستم جوړوي او بانکي حساب پرانيزي


۴ ـ د مالي چارو اسناد ساتي او دقيق رپوټ چمتو کوي


۵ ـ د مرستو د جلبولو لپاره همکاران پيدا کوي



له بانکي حساب څخه د پيسو د راايستلو لپاره درې تنو ته واک ورکول کيږي ، چې له دوی څخه به لږترلږه دوه تنه لاسليک کوي .


جرګه به مهالنۍ خپرونې لري چې دجرګې کاري رپوټونه اودعلمي ، کلتوري او ادبي مسايلو په باب به تحلیلي او معلوماتي مطالب خپروي .


 


د کلتوري ټولنو تر منځ اړيکي ټينګول زموږ د هيواد  او  ولس په ګټه دي ، مهرباني وکړئ د خپلو ټولنو لنډه پيژندنه لراوبر ويبپآڼي ته راوليږئ .


کله که دنړۍ په هر ځای کي تاسو د افغانستان د يوې کلتوري ، علمي يا ټولنيزي غونډي کوربه يا مېلمه کېږئ ، مهرباني وکړئ د غونډي د جريان يادښت او عکسونه اخستل مه هېروئ ځکه چي تاسي په دې ډول د خپل شتون ، کار او فعاليت څخه لراوبر افغان ولس خبرولائ سئ .


د لراوبر ويبپاڼي سره اړيکي : larawbar.com@gmail.com