کور / د ډيورنډ کرښه / د ډيورنډ منحوسه کرښه او د افغانستان د خلکو وېشل

د ډيورنډ منحوسه کرښه او د افغانستان د خلکو وېشل

ليکونکی: محمد اقا شېرزاد

 د نړۍ د زبرځواک کرغېړن خوب

ټولو ته جوته ده چې د ډيورنډ د کرښې دواړو خواوو ته هغۀ څوک ژوند کوي چې شريک وطن، ګډه ژبه او ګډ کلتور او فرهنګ لري . دا ټول د يو نيکه اولاده ده، دوی د تاريخ په اوږدو کې د ګډ دوښمن په وړاندې همېشه په يو سنګر کې په پوره مېړانه د خپلې خاورې خپل ناموس، خپلو مقدساتو دفاع کړې او کوي يې. او دا باتور وياړلی قوم څوک په داسې کرغېړنو کرښو نه شي وېشلای .

که نن دی که سبا ددې نامنل شوې پولې داوړه غاړې به يو ځل بيا د انګرېزانو د وخت نه پاتې او د هغوی په لاس جوړ شوي حکومت په وړاندې د خپلې ازادۍ بيرغ اوچت کړي او دا ناولې معاهده چې هيڅ افغاني خلکو تراوسه منلی او نه به يې ومني . که نن د بلوڅو مقاومت ټکول کيږي او يا د وزيروخلک د القاعده او نورو ترنامه لاندې ټکول کيږي او يا د انګرېزي يرغلګرو له خوا د پښتنواويو څو ازادي غوښتونکي جلوسونه ټکول کېده او د چهارسدې قتل عام تاريخې پېښه د پرديو په لاس سرته ورسېده او په کلونو کلونو د پښتنواوبلوڅومشران زندانونو ته واچول شول او يا يې شهيدان کړل او يا د انګرېز په لاس جوړشوی پاکستان دپښتنواوبلوڅوپرخاوره نظامي قوت ساتلي اوکه چا دخپل حق غوښتنه کړې د پوځ په زور يې له منځه وړي.
د پاکستان ټول عمر نهه پنځوس کالو ته رسيږې مګر د افغانستان تاريخ تر زرګونو کلونو زيات دی . مګر د نړۍ زياتو زبرځواکونو د افغانستان جيوپوليتيکي موقيعت ته سترګې پټې کړي ، پنجابيانو، انګرېزانو، مغولانو، چنګېزانو، ايرانيانو، روسانواونورو زموږ په خاوره يرغل کړی مګر ددې باتور ولس لخوا شړل شوي دي. نږدې ۳۰ کاله پاکستان د اسلام د مقدسې کلمې څخه په استفاده افغان پر افغان ووژلو، کله د جهاد تر نامه لاندې اوکله د شمال او جنوب ترنامه لاندې .

ولې داټول وخت ددې دواړوخواوو هميشه جنجال زيات وي؟ اوددغې کرغېړنې کرښې دواړه خواوو ته پروت قوم همېشه د نورو د تائيد وړ نه وي . مثلآ کله چې روسان افغانستان ته راغله نو بياپښتون ددوی اصلي دوښمن و او ټول نظامي عمليات بيا په دغه سيمو کې کېدل اوکله چې جهادي تنظيمونو قدرت واخيست بيا پښتانه د ګلبدين حکمتيار ترنامه لاندې ټکول کېدل همداحکمتيار هم پاکستان سره و او دا نورې ۶ ډلې ، هم او چې کله طالب نسکورشو بيا ټول پښتانه دکرښې دواړو خواووته دالقاعدې سره اوطالب سره په تړاو کې ټکول کېده اوکيږي او همدا اوس دجنګ ګرم محاظ د پښتنو په سيمه کې جريان لري .

که واقيعت پربنا سړی قضاوت کوي نو ويلی شي چې پښتانه هيڅکله د القاعدې او طالب سره تړاو نه لري او نه يې درلود.پښتون قوم د سولې، جرګو او مشورو په کار تر بل هر چا ډېرغښتلي دي دوی هيڅکله دسولې په عوض جنګ ته ترجيح نه ده ورکړې مګر عوامل او علتونه هم غرب او هم ټول جهان ته معلوم دي چې اصلي ستونزه چېرې اودچا له خواپه څه ډول عملي کيږي .
هر کله چې په افغانستان کې د تحول او ترقۍ پروګرام رامخته شوی بيا يې په مقابل کې ددې خاورې ددې وطن دوښمنانو دسيسې پيل کړي د مثال په ډول کله چې شاه امان الله خان ديومترقي ريفورم لپاره د وطن د ازادۍ لپاره يو لړګامونه اوچت کړل اولين حرکت د چا په لمسون او له کومه ځايه راپيل شو؟
او شاه امان الله خان ددې پر ځای چې افغان د افغان سره په جنګ اخته شي د قدرت څخه تېر شو او ايټاليا ته ولاړ.

کله چې د وطن دوښمنانو په طمع جوړحکومتونه منځته راغلل بيا خير وخيرت و. ځکه دخپل انډيوال په وړاندې بيا مداخلې بندې شوې. امنيت و،سوله وه مګردکرښې دواړه خواوې بيا په نورو شکلو زورېدلی او له منځه تللې.کله چې مرحوم داود خان د پښتنو اوبلوڅو حق وغوښت بيا تر امريکا پورې د داود ضد کمپاين پيل شو ترڅو هغه د صدارت څخه استعفا وکړه. اوکله چې ديموکراتيک ګوندونه قدرت ته ورسېدل او يو لړ ټولنيز اصلاحات پيل شو د پښتنو او بلوڅو د حق غوښتنه وشوه، هغوی بيا دکفر او الحاد ترنامه لاندې وټکول شول.
غرب او شرق لاسونه سره يو کړل ترڅو مجاهدين په قدرت راولي او چې دا کار يې وکړو بيا نو دوی سره وجنګول چې دا تراژيدي تراوسه دوام لري او ختمه نه ده .
په لکونو خلک ووژل شول، اواره شول د ملت او خلکو عامه دارايي چور شوه.
بيا نو بله پروژه د سيمې د ستراتيژيکو ګټو د لاسته راوړلو لپاره پاکستان او ملګرو يې پيل کړه چې ګويا مجاهدين سوله نه غواړي او يا حکومت نه شي کولای .

نو د نصرالله بابر تر مشرۍ لاندې بيا طالب جمع عرب جمع پنجابي د نوي تنظيم لاندې پر افغانستان کې د قدرت په خاطر راپياده کړل هغوی چې کله وليده چې ددوی په وجود کې زموږ اصلي مرام نشي سرته رسېدلی او دا بيا اسلامي سرسخت بنيادګران دي نو يو ځل بيا غرب د امريکا په مشرۍ پخوانی دوست مسعود سره معامله وکړه او بيا يې هغه ډله په قدرت راوستله . په دې وخت کې پاکستان بيا د پښتنو د دوستۍ خبرې پيل کړې چې ګويا پښتانه څوک دي اکثريت دي او نور… د امريکا سره بيا په ښکاره د القاعده او ترورستانو د نيولواو له منځه و ړلو لوظنامه وکړه مګر په عمل کې ټول تحريکونه او جنجالونه د همدوی له خوا سرته رسيږي په ښکاره د دوستۍ او ملګرتوب خبرې کوي پخوا به يې ويل چې موږ خو افغانانو ته په خپله خاوره کې د اسلامي اخوت او وروۍ له مخې پناه ورکړې نظامي تربيه او وسله موږ هرګز نده ورکړې او که د ISIوروستي نشر شوي کتابونه او اسناد وليدل شي نو بيا دا کار چا کولو چا دا وطن داسې وران کړو او په کنډوالو يې بدل کړو په اخر کې زه وايم چې پښتون ملت ددې خاورې اصلي بچی او وارث دی دوی هيڅکله د چا لمسون نه مني او دوی اوس اصلي دښمن درک کړي او دا ناولې کرښه چې دا وطن په دوو برخو وېشي ونه مني او دا هم بايد علاوه شي چې سوله جرګه مشوره عزت ساتل د خاورې ساتل د افغانانو څخه بايد زده شي افغان که په هره ژبه خبرې کوي خو افغان دی او دوی خپل وطن لپاره ترقي سوله ازادي غواړي . دا کرښې نه دوی وېشلی شي او نه به يې ووېشي، دا هيچا ته هم د منلو وړ نه دي .