کور / نثر / د خيرات کچکول …

د خيرات کچکول …

د خيرات کچکول ، د مدارې او د هغه د شاګرد سوال ځواب

ډاکټر نجيب زاخېلوال

دا د مداري او د هغه شاګرد سوال او ځواب دي چې د لنډون نښې م = مداري او ش= شاګرد

م ـ زويه دلته راشه!

ش ـ ښه زويه! درغلم

م ـ زه څوک يم؟

ش ـ ستا لا نسب نه دی معلوم

م ـ هاغه څنګه خدای دی غرق که!

ش ـ خو ته ځان ته افغان نه وايې او نه ….

م ـ ښه نو دا خبره ده! ته څوک يې؟

ش ـ ستاپلار!

م ـ ای مټونګيه! زما پوښتنې ځوابوې

ش ـ هو

م ـ خو ريښتيا، ريښتيا به وايې

ش ـ ريښتيا وايم خو اول ميدان وګوره چې څوک واسکټ ماما پکې نه وي او يا…….

م ـ اي خلکو خپل خپل واسکټونه وغورځوۍ

ش ـ خو ګوره ته به م له ميدان نه تښتې

م ـ سمه ده، دا وايه دا يومن رايټ څه دي؟

ش ـ د انسانانو د حقوقو برابري د ټولو خلکو يانې هيڅ څوک په چا افضل او بهتر نه دي مګر په تقوا سره، د مور….

م ـ چوپ شه حرامي! حراميتوب دې وکه خبر دې په بله ديکه که!!

ش ـ نو کوم هيومن رايټس ته يادوې؟

م ـ زه اغه يومن رايټ يادوم چې شپه او ورځ په راډيوګانو کې پرې خبرې کيږي. آ چې امريکايان او اروپايان يې علمبرداران دي او موږ ته جاهل وايي چې موږ په يومن رايټ نه پوهيږو.

ش ـ ښه ښه دا يومن رايټ ښايې چې نن صبا فېشن جوړ شوی دی….. او ار سړی چغې وهي چې انسان دوستي په امريکا او اروپا کې ده. پوه شوم ته پوښتنه وکه زه ځواب درکوم.

م ـ ګوره پخوا دغه خلکو نيمه اسيا او اروپا نيولې وه په اغه وخت کې يومن رايټ چېرته وو؟

ش ـ نه کنه دلته غلط شوې په اغه وخت کې موږ ځنګليان وو،ځناور وو موږ يومن ( انسانان) نه وو دوۍ موږ نه انسانان جوړ کړل بيا يې راته وويل چې دا ستاسې رايټ ( حقونه) شو چې د اغې نه پخوا موږ امل رايټ ( څلور بولو حقونه ) درلوده، بس دې شين سترګو پر موږ احسان وکړ موږ نه يې انسانان جوړ کړل .

م ـ ښه نو ځکه يې په هيروشيما او ناګاسا بمونه ګزارکړ او تر څلويښتو لکو يې زيات خلک مړه کړل او په ويتنام يې نيپام بمونه استمال کړل …………..

ش ـ اوو کنه! اغه خلک انسانان نه وو او د انسانانو ځاي يې نيولې وو، دوی غوښتل چې دوۍ د زمکې له مخې نه پوپناه کړي او ځمکه انسانانو ته خالي کړي. دېنه بل غټ يومن رايټ څه وو.

م ـ شاګرده! دا را ته ووايه چې چلډن رايټ څه شی دي؟

ش ـ ګوره خداي دي غرق کړه دومره ځان نه ساده مه جوړوه. ښه پرې پويېږې خو ما ځوروې دا حقونه دېته وايي چې يو اړخ ته يې ورته پلاران وژني اوبل اړخ بيا په تلويزيون کې اعلانونه کوې او خلکو ته وايي چې د بې پلاره ماشومانو پلار شئ. او له دې لار ځان ته پيسي راټولوي. دا يې رايت دي کنه!

م ـ ښه نو د افغانستان ، عراق او فلسطين د ماشومانو حق څه شي دی؟

ش ـ په سترګو وړوند شي ته يې دا حقونه نه ګورې چې د ورځې په سلګونه ماشومان وژني.

م ـ اها ! دا نو څنګه؟

ش ـ ګوره کم عقله! که دا ماشومان ژوندي پاتې شي نو په کوم طرف به در په در کډه په سر ګرځي نو ښه داده چې په کوچنيوالي کې مړه شي، د نور تکليف نه خو به بېغمه وي. بس دوي پرې يو بم ګوزار کړي او حق ور په ځای کړي.

م ـ اها! دا چې يومن رايټ شو نو د اسامه پکې لا د کوم باغ مولۍ شوه؟

ش ـ اي خلکو څوک واسکټي خو نشته! د استاذ مې نن په چا د پل صراط نه تيروي!

م ـ ډېرې خبرې مه کوه پلاره ځواب راکه!

ش ـ ښه نيکه! اسامه د امريکا بيزو ده او د کم عقلو پيغمبر دي.

م ـ ښه شاګرده! نو دا القايده څوک ده؟

ش ـ بس دا چاته د سرو زرو مرغۍ ده او چا ته د تباهۍ برخليک او زموږ د پښتون توکم د وژني لپاره ښه مغلقه معادله ده چې حل نه لري!

م ـ ښه نو د هرې خوا پښتون وژنې!

ش ـ ولې ته پکې شک ګڼې ته نه ګورې چې د سوډان غوندې دلته ام جنوسيت روان دې او پکې په څلور لاسونو پښتانه لو کيږي.

م ـ دا طالبان څوک دي؟

ش ـ دا د ميدان چرګان! چې خاوند يې د جنګ نه خوند اخلې.

م ـ ګوره شاګرده! نو تر کومه به دغه راکټونو او بمونو لاندې ژوند کوو او خپل اواز به نشو پورته کولې؟

ش ـ نه دا کار خو امکان نه لري.

م ـ دا څنګه؟

ش ـ ځکه چې زموږ ژرنده د خيرات په اوبو ګرځي او په لاس کې مو د خيرات کچکول دي. نو څنګه لاس پورته کړو.

م ـ نو خوله خو مو بنده نه ده؟

ش ـ نه کنه که اواز پورته کړو خيرات بيا نه راکوي بيا به د لوږې مړه شو، خير که بمونه ورېږي خو خيرات هم راکوي په ګرمه بړستن کې هر څه رارسيږي. موږ خويې د پاکستان څخه په راشن عادت کړې يو اوس بې خيراته ژوند مزه نه کوي

ګوره! درته مې ويل چې ډيرې پوښتنې مه کوه، تښته! چې د څلور طرفه محاصره يو واسکټ، پوليس، شين سترګي او طالبان.

م ـ اه مورې مړشوم!!!

ش ـ ما درته نه ويل چې غلې شه خپل کچکول دې ګرځوه او خيرات دې ټولوه موږ ته دې هم کار وکاته.

يومن رايت= هيومن رايټس ( Humman rights ) يانې بشري حقوق

چلډن رايت = چلډرن رايتس ( children rights ) د ما شومانو حقوق

امل رايت = انيمل رايټس ( Animl rights ) د حيواناتو حقوق

جنوسيت = جينو سايډ (Genocide ) نسل وژنه، ديوه مخه وژنه