کور / نثر / وروستۍ زارۍ

وروستۍ زارۍ

له څه مودي راهيسي چي مي ګراني ته ليدلې يې نو زما د زړه پر تخت دي د پاچاهۍ نقطه د ځان كړى او هر ګړى مي پر زړه داسي وهي چي د يوه زړه سوانده پاچا سره داسي نه ښايي خوته يو زړه سواده انجلۍ ځكه نه يې چي زما نور ياران چي كله په دغې ناروغۍ اخته سويدي نو هغو دردونه نه بلكي خوشالۍ ليدلي .
زه نه پوهيږم چي تا به څه داسي درد كله هم ليدلۍ وي او كنه نه ليدلى خو دي نه دى كه دي ليدلى واى نو كيداسي چي بيا دي خپل خوار مين ته داسي څه نه واى وركړي .
نو ځكه زه وايم چي بې درده خلګ درد چا ته وركوي زه نه پوهيږم كه چيري پوهيدلاى نو كيداسي ستا سره مي پر لومړۍ اړيكي هم مخه ښه كړې واى ځكه چي زه نه د دردونو سړى يم او نه يې زغملاى سم خو ګراني تا د څو مياشتو په دوران كي په ما ډير دردونه وزغمل بله يې لا دا چي يوه تيره چاړه دي راواخيستله او زما زړه دي پرې داسي وتوږه چي او س يې هم ټوټې د خړي مځكي پر سر د خپلې شته ساه له امله نفس وهي .
خو يې ګراني زما ژونده زما د مين زړه مشرې نن درته زه په ډاګه وايم چي ددې پښتني ټولني د هري كورنۍ هر يو غړي كه زما او ستا د ژوندانه په كيسه پوه سي .
زه به پر شا نه سم او كه څوك پكي د خنډ اچولو په نيت راپاڅيږي نو زه بې وسه به يې په وړاندي راولاړ سم اوخپل د موټو زور به په كار واچوم .
داسي به يې په كار واچوم چي هيڅكله به يې څوك مات نه كړاى سي اوس زه له پاك الله ج څخه غواړم چي ستا په زړه كي زما د ميني لپاره يو نه ورانيدونكى ځاى پيدا كړي او د هغو خلګو كه څه ستا دوستان وي او يا هم زما پر زړه زما او ستا لپاره د رحم اوبه واچوي .
ګراني زه نور درته زارۍ نه كوم او نور ځان د پخوا په څير جوړم چي نه چاته زارۍ وكړم او نه نور وژاړم دا اوسنۍ ژوند به تر قيامته راسره وي او د تيرو شېبو قدر به يې كوم .
دا يوه خبره مي هيره نه سي تاته وايم يې زما ژونده چي تاته ولي زما مينه دا څو ورځي تكراري ښكاري نور داسي مه كوه ورستۍ زارۍ مي همدا وه چي دا سي مه كوه او ما مه هيروه په زړه كي مي وساته داسي مي وسا ته چي ژوندى پا ته سم كه څه هم نور خلګ خبر سي كه داسي نه كوي نو زه وايم چي خداى ج دې نور زما ژوند تاته در كړي .