کور / د ډيورنډ کرښه / پښتنو د خپلو ګاونډيو د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړي دي

پښتنو د خپلو ګاونډيو د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړي دي

پښتون افغان قوم د خپلو ګاونډي قومونو د ازادۍ لپاره ډېري قربانۍ ورکړي دي
په ډېره خواشینۍ سره مي د افغانستان د تجزیې رپورټ د ځينو انټرنیټ پاڼو له لاري ولید چه زموږ ځیني ګاونډي او ځیني غربي هیوادونه غواړي چه زموږ پنځه زره کلن هیواد را تجزیه کړي. نو زړه مي ډېر درد وکړ هغه د خپلي پښتو ژبي متل رایاد سو چه (سل دي ومره یو دي مه مره) نو د خپل ځان سره مي تبسم وکړ چه رښتیا یې ویلي دي چه میرویس خان،احمد خان،خوشحال خان،دریاخان،ایمل خان،اکبرخان،غازي عبدالله خان،امین الله خان،ایوب خان،ملالۍ،ستر غازي امان الله خان،باچاخان شهید،ستر شهید داود خان او ډاکټر نجیب الله غوندي پښتانه له دې نړۍ څخه تللي خو واقعي داسي څوک نسته چه د دښمن د دې نه منونکي عمل جواب ورکړي همدا اوس اوس خدای داسي مشران راکړي دي چه د خپل ځان اختیار نه لري یو ځل خو یعقوب ګوډاګي نیمه پښتونخوا و انګرېز خونخور ته ورکړه. او دا پاته وطن هم دا یرغلګرو قوتونو ته ورکوي موږ داسي د خپل اختیار څخه خلاص یو او دا ټولي ډلي ټپلي شا ته یو بهرنی بادار لري چه ځني په ښکاره او ځني په پټه راسره مل دي،نن د هغه بادارانو له اجازې پرته موږ د خپل ږغ توان نه لرو چه خپل ږغ او چت کړو نو دا محاسبه مي د خپل زړه سره کوله نو بیامي خپل د قوم ملت او مشرانو ملامتي پرېښودله چه په ډانګ اوبه نه بېلېږي نو اوس هم په موږ څه نه جوړېږي نو د خپلو ګاونډیو قومونو څخه مي یو څه ګیله وسوه چه موږ خو د تاریخ په اوږدو کي ستاسي د ازادۍ،خپلواکۍ،اسلامي ورولۍ،انسانیت او ګاونډي توب په خاطر ډېري مرستي کړي دي چه دغه مرستي زموږ د مرګ او مالي تاوانونو سبب سوي دي نو دلته سوال راته پیداسو:چه تاسي ولي زموږ څخه لاس نه اخلۍ او پر موږ مو وليٍ زړه نه سوځي؟ ایا تاسي خپل تاریخ نه دی ویلی چه زموږ قربانۍ چه ستاسو د ازادۍ په خاطر مو کړي دي دروښیي او که ویلي مو دي نو ولي سترګي ورباندي پټوۍ او که تاسو ته تاریخ نه دی درمعلوم نو موږ به یې دروښیو،او افغان ځوانانو تاسي یې هم په ښه غور سره مطالعه کړۍ چه د تاریخ په اوږدو کي او خاصتآ د نړیوال سیاست په کوم قشر(برخه) کي واقع وو قضاوت یې بیا تاسي وکړۍ او دلته به زه رڼا پرې واچوم:ـ کله چه په ۱۹۱۴ کال د جولای پر ۲۸ مه نېټه اطریش و سربستان ته د جنګ خبرتیا ورکړه المان د اطریش په طرفدارۍ و روسیې ته چي د سربستان طرفداري یې کوله د اګسټ پر اوله د جنګ اعلان وکړ او له دې سره لومړی نړیوال جنګ پیل سو چه په دې جنګ کي متحدین المان،اطریش،هنګري،ترکیه او بلغاریه وو او په مقابل کي یې متفقین برتانیه،فرانسه،روسیه،ایټالیه،امریکا،جاپان،رومانیه،سربستان،بلژیک،یونان او پرتګال و. او دلته ټول هند د انګرېز(برتانېې) تر استعمار لاندي وو او په ازاد افغانستان کي د ستر غازي بابا امان الله پلار امیر حبیب الله خان واکمن وو چه د دې جګړې په لومړیو کي برتانیې پر عثماني ترکیې باندي حمله وکړه څرنګه چه د ترکیې امیر د اسلامي خلافت رهبر وو نو پر اسلامي نړۍ یې ډېري منفي اغېزې وکړې چه په هند کي هم مسلمان ملت په غوصه سو مګر د انګرېز تر استعمار لاندي یې وس نه رسېد نو په هند کي د انګرېز پر ضد د خلافت پارټۍ راووته او د مهاجرت تحریک روان سو چه مسلمانان باید د هند د دارالکفر څخه ووځي دغه تحریک هغه وخت زور واخیست چه شیخ الهند محمودالحسن او د هغه ملګرو و پښتنو ته لاس راوغزاوه چه له دغه د انګرېز پر ضد جهاد پیل کړي انګرېز چه په اروپا کي د یو سخت جنګ سره مخامخ وو ډېر تشویش یې پیداکړ چه په هند کي یو لمن اور وانه خلي د هند او پښتنو دیني علماوو د افغانستان د امیر څخه وغوښتل چه د اسلامي رهبر په حیث د انګرېز پر ضد جهاد اعلان کړي څرنګه چه امیر د برتانیا سره ښه تودې اړيکي درلودې نو دوه زړه پاته سو یوې خوا ته د برتانیې دوستي بلي خوا ته د ترکیې اسلامي ورورولي او د جرمني ګډ نژادي وو. شیخ الهند محمودالحسن خپل یو رشید زده کوونکی مولانا عبیدالله سندهي((دی یو سیک وو چه مسلمان سوی وو او لوی اسلامي عالم وو)) و کابل ته راواستاوه چه امیر و جهاد ته تشویق کړي، په دې پسي د هند یو راجا (راپراتاب) چه د انګریز پر ضد وو او په المان کي اوسېدی د المان د امپراطورۍ له خوا و کابل ته راغۍ په دې لړ کي د جرمني او اطریش هیئتونه د هنتګ او نیترمایر په مشرۍ چه یو ترکي شخصیت کاظم هم ورسره وو و کابل ته راورسېدل.څنګه چه مخکي مو دا ذکر کړه چه د امیر د برطانیې سره تودې اړیکي وې نو بیا یې هم د هغې پروا ونه کړه چه په ۱۹۱۵ میلادي کال د سیپتامبر په ۱۲مه نېټه د برتانوي هند د باندنیو چارو سکرټر دا ګیله وکړه او مکتوبي یې امیر ته ولیکل چه دا کار د دوستۍ نه دی نو د دغه لومړي نړیوال جنګ په لړ کي چه امیر یې بیا هم یو پښتون زلمی وو پر خپل پښتو ولاړ شخص وو نو د برتانیې خیال یې ونه ساتی ځان یې تباهۍ ته ورکړ مګر په کابل کي یې د هند موقتي ازاد حکومت تآسیس کړ. په دغه وختو کي یو بل هندي مسلمان شخصیت مولوي برکت الله چه د جاپان څخه امریکا ته او له هغه ځایه المان ته او له المان نه و کابل ته راغلی وو له دغو دوو تنو((راجا مهمند راپراتاب او مولوي عبیدالله سندهي))سره یو ځای سو. څو دا وو چه په ۱۹۱۶ مېلادي کال کي دغو کسانو په کابل کي له باغ بابر څخه چه د دوی اوسېدنځای وو د هند موقتي ازاد حکومت اعلان سو.په دې حکومت کي راجامهمند راپرا
اب صدر،مولوي برکت الله وزیر اعظم او مولوي عبیدالله سندهي د کورنیو چارو وزیر وټاکل سو دغه حکومت په لومړي سرکي په دې کارونو لاس پوري کړ:ـ
۱- یو هیئت تزاري روسیې ته استول چه هغوی خپل سفیر کابل ته راواستوي
۲- هندوستان ته یو هیئت لېږل
۳- د فارس له لاري استانبول او برلین ته یو سفارت لېږل
۴- چین او جاپان ته یو یو هیئت لېږل
۵- هندوستان او برلین ته مکرر بل سفارتي هیئت لېږل
۶- د جنودالربانیه په نامه((د خدای لښکر یا د نجات لښکر چه د مسلم سالوشن ارمي)) په نامه هم یاده سوې په استانبول،تهران او کابل کي د کاغذ پر مخ جوړ کړ چه ټول عالم اسلام یې د هند څخه تر مصر او استانبول پوري په بر کي نیول او مربیان ېې خلیفه المسلمین قاجار احمد شاه او امیر حبیب الله خان وه سالاران او افسران یې ډېر شخصیتونه او پښتانه خانان وه. نو انګرېزان له دغه جریان څخه خبر وه او پر امیر حبیب الله خان یې زور راواچاوه چه دغه ماجرا ته خاتمه ورکړي مګر امیر ډاډ ورکاوه چه هیڅ مشکل نسته مګر په کابل کي د هند وزیر داخله مولوي عبیدالله دغه د کابل د فعالیت ګزارش په یو ډول کیمیاوي ترکیب رنګ پر وریښمینو دسمالو ولیکی او بیا یې د انګرېزانو یو ایجنټ ته چه دوی نه پېژندۍ او فکر یې کاوه چه د تحریک صادق غړی دی دا دسمالونه ورکړه چه په هند کي یې مولوي عبدالرحیم سندهي ته ورسوي او هغه یې بیا په عربستان کي شیخ الهند محمودالحسن ته ولېږي خو دغه څارګر(عبدالحق) دغه دسمالونه لوی انګرېز افسر خان بهادر رب نواز خان ته ورکړه او هغه هم انګرېزي مقاماتو ته وسپارل په دې توګه دغه د کابل راز افشا سو او انګرېز یوه اوږده محاکمه پیل کړه چه ډېر خلګ پکښی را ګېر سول. تر دغه افشاګرۍ وروسته په کابل کي د هند موقتي ازاد حکومت د ډېرو فشارو سره مخامخ سو نو څه یې په وس پوره نه وه د دغه تحریک دوه کسه غړي عبدالباري او شجاع الله لاهوري،مولوي عبیدالله د ایران له لاري ترکیې ته ولېږل خو د ۱۹۱۶ په اګست کښي د ایران په محمود اباد کي ونیول سول او ایراني سرحدي پولیسو روسي سرحدي ګارد ته وسپارل او هغو په تربت جام کي انګریزي مامورانو ته وسپارل څو په هند کي د ورېښمینو دسمالونو په محاکمه کي د سلطاني شاهدانو په توګه حاضر کړل سول. همدارنګه چین او جاپان ته د مهمند راپراتاب له لیکونو سره دوه کسه میراسنګ او شیخ عبدالقادر ولېږل سول خو هغوی هم په تاشکند کي ونیول سول او په مهمند کي د انګرېز قونسل ته وسپارل سول. دغه حوادث یو پر بل راتاوېدل د هند موقتي حکومت هم نور ختم سو او غړي یې سره وپاشل سول. خو امیر د دغو جریانو په عکس العمل کي خپل ژوند بایلاوه او په ټوله لویه پښتونخوا(لوی افغانستان) کي انګرېزانو او روسي څارګرو ادارو خپلي دسیسې په پوره ډول په چټکتیا سره شروع کړې چه په نتیجه کي یې دلوی افغانستان امیر حبیب الله خان د ۱۹۱۹ د فروري په شلمه شپه د لغمان په کله کوش کي چه په خپله خېمه کي بیده وو په بې ږغه تفنګچه وویشتل سو او شهید کړل سو.
نو اوس ګاونډي قومونو تاسي و دغه خپل او زموږ و تاریخي پېښو ته په ښه ځیر او دقت وګورۍ او مطالعه یې کړۍ او ما ته د دغه سوالونو جوابونه راکړۍ
۱- تاسي د اسلامیت،انسانیت او ګاونډیتوب په خاطر خپل په ژوند کښي زموږ سره څه کړي وه او دي؟
۲- ستاسي دوست او دښمن څوک دی؟
۳- ایا تاسي یو ازاد او خپلواک قومونه یاست تاسي تاریخ لرۍ که چېري تاسي تاریخ لرۍ او د ازادۍ خاوندان یاست نو ولي داسي سلوک زموږ سره کوۍ دا سلوک خو د ناسیالو او بې تاریخه قومونو کار دی؟
۴- زموږ زیان ستاسي په وړاندي کوم دی چه تاسي خطر احساسوۍ که چېري وي تاسي یې وړاندي کړۍ؟
او افغان ځوانانو ته:ـ هغه د پښتو متل دی وایي چه ((زه دي پر مسلمانۍ شک لرم ته مریدان راته نیسې))نو اوس دې بې عقلو او بې ضمیرو ته وګورۍ چه د میرویس خان،خوشحال خان خټک،احمد خان،غازي امان الله خان،ټاټوبه زموږ غلامان نیسي او امیریت راباندي چلوي مسلمان ما کړ،ازاد ماکړ،کور ما ورته جوړ کړ اوس و ما ته وایي ته راسه زما مریتوب وکړه، نو د طلايي ماهي کیسه یې نه ده اورېدلې….او بیا به پر خپلو کړو پښېمانه وي…او په دې هم نه دی  خبر چه پردی کټ تر نیمو شپو وي.
ماخذونه:ـ
۱ د افغانستان پر معاصر تاریخ لنډه کتنه(اکاډمیسن کاندید مرحوم محمد ابراهیم عطایي)
۲ تاریخ روابط سیاسي از زمان عبدالرحمان خان تا استقلال
۳ جنبش مشروطیت در افغانستان(پوهاند حبیبي)
۴ د لوی افغانستان ملي مبارزین(ظاهر پښتون ناچاپ)
۵ لوی افغان ملت او ګاونډي ملیتونه(ظاهر پښتون ناچاپ)