کور / نثر / بدلون

بدلون

هو كې زه پوهيږم چي زه يوازي تاپه خپل زړه كي ساتم او تل در سره بې كچي مينه لرم داسي مينه چي د ژوندانه پر محور را چاپيره سوې وي داسي چاپيره لكه يو ه پښتنه پيغله چي تنګ بنګړي په لاس كړي او بيا يې چي كله له خپل لاسه راباسي نو د ښايستو بنګړيو د ماتېدو خبره خامخا ورسره وي
داسي هم نه يم لكه ته چي پر شلو ځوانانو دي زړه ويشلى او ورته د زړه په تل كي دي ځاى ورته وركړى او هره ورځ يې د ټليفون پر كرښه هركلى كوي

د جا نا ن دا عا دت ښه نه دى
چي شلو تنو له دا يو زړ ه وركو ينه

خو زه يوازي ستا په ياد شپې رڼوم او ورځي تيروم او تل مي درته د زړه په تاخت كي درته يوازنى ځاى دركړى چي تر دې دمه مي داسي ځاى چاته نه دى وركړى
خو تا مكاري نه نه مكاره نه فنكاره به درته ووايم ځكه چي د فنكارۍ له وصولو څخه په پوره پوره اسعفادې دي داسي وكړل
يعني په ځان كي د بدلون راوستى چي ستا په خبره ستا په ګټه دى خو ماته لا اوس هم ګرانه يې او وايم چي دا كار دي زما په تاوان وكړى

افغان ازاده راډيو كندهار عينو مينه2010 7 27