کور / تازه خبرونه / په ننګرهار کي دبريد پر مهال عام وګړي ووژل سول

په ننګرهار کي دبريد پر مهال عام وګړي ووژل سول

 د ننگرهار د ولایت پولیسو ویلي دي چي درې ملکي خلک هغه وخت ووژل سول چی د امریکا په مشري ځواکونو په هغه ځای باندي چي گمان یې کاوه  طالبان پکښي اوسیږی حمله وکړه. 


 په همدې اړه داېتلاف قواوې وايي چې په ننگرهار کي درې کسان او دوه ماشومان پر هغه ودانۍ باندى په چپاو کې ووژل شول چې گومان کېده طالبانو ته به ېې د ساتلو ځاى برابر کړى وي.


 د امرېکا اوناټو چارواکى وايي چې طالبانو څو څو ځلي د ملکي خلکو کورونه د ساتني د ځاى په توگه استعمال کړېدي او ددې سبب شوېدي چي ملکي خلکو ته تلفات ور واوړي . دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان په هغه سيمو کي پښتون ولس اوسيږي په لسګونو ځله د بېلابېلو سيمو بېګنا وګړي ، سپين ږيري ، ښځي او ماشومان د ناټو او ايتلافي ځواکونو د ځمکني او هوايي بريدونو هدف ګرځي .