کور / تازه خبرونه / د فرا ولايت د بکوا ولسوالي طالبانو نيولي ده

د فرا ولايت د بکوا ولسوالي طالبانو نيولي ده

د فرا ولايت د بکوا ولسوالۍ تيره شپه د طالبانو لاسته ورغلې ده .


د طالبانو وياند قاري يوسف رسنيو ته وويل چي د څلورو ورځو په ترڅ کي يې د ګلستان ولسوالۍ څخه وروسته تيره شپه د همدې ولايت د بکوا ولسوالي هم نيولي ده . قاري يوسف همدا ډول په فرا کي د نورو پرمختګونو ادعا هم کو ي.


د فرا ولايت د بکوا ولسوالۍ ولسوال د بکوا ولسوالۍ له لاسه ورکول تاييد کړه او دا يې د مشرانو په لارښوونه يو تاکتيکي پرشاتګ وباله .


د فرا ولايت تر جګړو وروسته نن داسي ګنګوسي دي چي د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ شاوخوا هم زيات شمېر طالبانو پر شينډنډ ولسوالي بريد ته تياری نيولی دی .