کور / نوميالي / ملي مبارز الحاج غلام محي الدین زرملوال په حق ورسېد

ملي مبارز الحاج غلام محي الدین زرملوال په حق ورسېد

ښاغلی غلام محی الدين زرملوال


په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د هېواد ملي مبارز او ملی شخصیت الحاج غلام محی الدین زرملوال  د ۹۳ کالو په عمر د ورپیښي ناروغۍ له کبله نن د کاناډا په مرکز اوټاوا کښي وفات سو .


 انالله و انا الیه راجعون .


د مرحوم الحاج زرملوال د جنازې لمونځ همدا نن ( د اکسټ دیارلسمه ) په اوټاوا کښي د جمعې مبارکي د لمانځه پر مهال ادا کیږي او جنازه به انشاالله افغانستان ته وړل کیږي او په خپله پلرنۍ هدیره کښي به خاورو ته سپارل کیږي . الحاج زرملوال د افغانستان یو صادق خدمتګار و چي خپل ټول ژوند یې د عدالت او ټولنیزو ښېګڼو د عملي تعمیم مبارزې ته وقف کړئ و .


د لراوبر ويبپاڼي اداره په داسي حال کښي چي د ارواښاد غلام محی الدين زرملوال پاک روح ته د مغفرت لاسونه پورته کوي ، د نوموړي مړينه د لراوبر افغان وطن لپاره يوه نه جبرانېدونکې ضايع ګڼي . لراوبر ويبپاڼه به د ارواښاد زرملوال د ارمانونو پوره کولو په برخه کښي د نوموړي د اثارو په انلاين خپراوي کښي تر خپله وسه برخه واخلي . روح يې ښاد او ياد يې تلپاته


د ارواښاد زرملوال له پېژندني څخه يوه برخه :


غلام محی الدين زرموال (۱۲۹۸ – ۱۳۸۹هـ.ل – ) (په انګرېزي: Ghulam Muhaiudeen Zarmalwal) يو افغان ليکوال او د ويښو ځلميانو د غورځنګ پخوانی غړی و[1] . ښاغلی زرملوال ته نه يوازي په کاناډا بلکې د ټولو حق پرسته افغانانو په منځ کښې د يوه معزز مشر او غښتلي عالم په توګه دروند ځاي درلود. هغه د مهاجرت د ټولو ستونزمنو شرايطو او سپين ږير توب تر څنګ، په ټولو هغو کنفرانسو، غونډو او محفلو کښې فعاله برخه اخيستې کوم چې د افغانستان په اړه د نړۍ په مختلفو هيوادو کښې جوړ شوي. زرملوال ليکنې او ژباړې په افغان رساله، آئينه افغانستان مجله، دعوت اونيزه، روزګان ملي مهالنۍ خپرونه او دننه په هيوادکې هم په زيات شمير ورځپاڼو او مجلو کې خپرې شوي. د دې ترڅنګ د نوموړي يو شمير ليکنې په انترنت ويب پاڼو کې هم وخت په وخت خپرېږي. نوموړی نن د ۱۳۸۹ لمريز کال د زمري پر ۲۲مه په کاناډا کي په حق ورسېد. روح دې ښاد وي .

تبصره نسته

  1. اسلام اعليکم!
    په خواشينی مو خبر تر لاسه کړ، چې ملي شخصيت الحاج محی الدين له پاني دنيا وکوچېد، انا لله و انا الیه راجعون. د مرحوم کورنۍ او افغانانو ته د جميل صبر غواړم. وسلام. ډاکتر لمر

  2. اسلام و علیکم ورحمته الله۰
    زه د ساپی د پښتو څیړنواو پراختیا مرکزد تولو کارکونکو په نمایندګی د خدای بخلی ملی شخصیت الحاج زرملوال مړینه په اوس مهال کی چی وطن اشغال شویدی او دی هم زمونږ له منځه وکوچیده بد قسمتی ده الله تعالا دی ته جنت فردوس په نصیب کړی او کورنۍ زه د ساپی د پښتو څیړنواو پراختیا مرکزد تولو کارکونکو په نمایندګی د خدای بخلی ملی شخصیت الحاج زرملوال مړینه په اوس مهال کی چی وطن اشغال شویدی او دی هم زمونږ له منځه وکوچیده بد قسمتی ده الله تعالا دی ته جنت فردوس په نصیب کړی او کورنۍ ته دی صبر جمیل ورکړی۰
    ساپئ

  3. د وېښو زلميانو د غورځنګ د غړي ملي شخصيت او مبارز ښاغلي الحاج غلام محی الدين زرملوال پرمړينه سخت خواشيني يو ، له لويه خدايه دمغفرت دعا ورته کوو او له خدايه پر دې خاوره د داسي نورو پاکو خدمتګارانو پيدا کېدو په هيله يو .
    په درناوي
    افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ

  4. اسلاعلیکم ورخمته الله۰
    زه د ساپی دپښتو څیړنواو پراختیا مرکز دټولو کارکوونکو په نماینده ګی د خدای بخلی ملی شخصیت الخاج زرملوال مړینه په اوس مهال کی چی وطن اشغال شویدی زمونږ له منځه وکوچیده د پښتنو بد قسمتی ده خوالله تعالا ده ته جنت فردوس په نصیب کړی او کورنۍ ته دی صبر جمیل ورکړی ۰

    ساپی
    دلراوبر ویب پاڼی ښاغلو کارکوونکو ښی چاری۰
    د مرخوم زرملوال د خواشینئ په ډول دی که اصلاح یی کړی ډیره مهربانې به مو وی۰
    په پښتنی درنښت
    ساپئ

  5. اسلاعلیکم ورخمته الله۰
    زه د ساپی دپښتو څیړنواو پراختیا مرکز دټولو کارکوونکو په نماینده ګی د خدای بخلی ملی شخصیت الخاج زرملوال مړینه په اوس مهال کی چی وطن اشغال شویدی زمونږ له منځه وکوچیده د پښتنو بد قسمتی ده خوالله تعالا ده ته جنت فردوس په نصیب کړی او کورنۍ ته دی صبر جمیل ورکړی ۰

    ساپی
    دلراوبر ویب پاڼی ښاغلو کارکوونکو ښی چاری۰
    د مرخوم زرملوال د خواشینئ پیغام په پورته ډول دی که اصلاح یی کړی ډیره مهربانې به مو وی۰
    په پښتنی درنښت
    ساپئ

  6. زرملوال صيب د خدای اوس وبخشي په اخر کې يې سد سرته ورغلل ٠
    زرملوال صېب له وېښ زلميانو وروسته د ترکې ملګری وو ٠ په کارته چار ې کې يې کور وو او ټول زرمتيان يې خلقيان کړل او له لارېي ې وئيستل.
    لونګين

  7. انا لله وانااليه را جعون

    په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لا سه کړ چې زموږ د ګران هيوادافغا نستان يو وتلی ليکوال، محقق، ملي مبارز او پر افغا نانو مين انسان ارواښاد الحاج غلام محيي الدين زرملوال دخپل ګران هېواده لېرې دکا نا ډا د هېو اد په پلا ز مينه او تا وا کې د پر ديسۍ په حال کې له دې فا ني نړۍ نه ستر ګې پټې کړې٠
    ما ښا غلی ارواښاد زملوال له نږدې پېژاند او هغه وخت چې په ګران هېواد کې وم دده د خبرو او وينا وو ته مې له نږ دې غوږ نيولی او دده دمجلس نه مې ګټه او چته کړې وه٠ ما ښا غلی ارواښاد زر ملوال صا حب يو رښتيني انسان خو ښوونکی ، په افغا نانو او افغا نستان مين انسان ومو ند٠ پر افغا نستان با ندې يې د روسي ښکيلاکګرو او ير غلګرو په وړاندې يې ژوره کر که درلوده٠ همداراز ده ته زموږ په ګران هېواد افغا نستان او په مجموع کې دلرو و برو پښتنو پر سيمه با ندې دانګريزي ښکيلاککرو دظلم، بر بريت او وحشت تار يخي کيسي معلو مې وي ٠ دی پر افغاني نيشنلېزم مين او د لرو او برو پښتنو ديو والي پياوړی پلوی و٠
    ار واښاد زرملوال دويښ ځلميانو د ډلې نا متو څېره او هم د ډيورنډ د تپل شوي کر ښې سر سخت مخا لف او د لروپښتنو او ددوی دمشر با چا خان سر ه يې ژوره مېنه او ارادت در لود٠
    ارواښاد زرملوال نه يوازې په خپلې پښتو ژبې باندې ليکنې کولې ،بلکې په فارسي، اردو او انګريزي ژبې با ندې يې هم بشپړ حا کميت او بر لاسی درلود ٠ ارواښا زرملوال دمر ګ تر ورځې پورې خپل قلم له ګو تو ونه غو رزاوه او دهېواد او خلکو دکړاوونو په اړوند يې ليکنې کو لې چې دده دغه ليکنې په بينوا، ټول افغان، لراوبراودعوت ويبپا ڼو کې خپر يد لې ٠
    زه دښاغلي ارواښاد زرملوال صاحب مړېنه ټول افغان ولس او په تېره بيالرو او برو افغا نانو او په تېره بيا پښتنو ته يوه ستره ضا يعه بولم٠ دلوی او نياو من خدای جل جلا له له سپيڅلي دربار نه ده ته جنت الفردوس غواړم او دده ټو لې کو رنۍ ته دپاک خدای له درباره دجميل صبر غو ښتنه کوم٠ لوی خدای دې ده ته بخښنه وکړي !
    امين

    دکتور لطيف ياد- دپرت ښار- لوېدېځه استر اليا

  8. د وېښو زلميانو د غورځنګ د غړي ملي شخصيت او مبارز ښاغلي الحاج غلام محی الدين زرملوال پرمړينه سخت خواشيني يو ، له لويه خدايه دمغفرت دعا ورته کوو او جنت فردوس ورته غواړو، او له خدايه پر دې خاوره د داسي نورو پاکو خدمتګارانو د پيدا کېدو په هيله يو .
    په درناوي
    احمد روښان
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    (نقل شوى)

  9. په ډيره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې لوي مبارز ، غښتلي څيړونکي او ستر ليکوال او د لوړو نيکو خويونو خاوند الحاج محي الدين زرملوال ددې فاني نړي څخه سترګې پټې کړي ، لوي څښتن دې ښکلى جنت ځاي کړي.
    که څه هم اوس د زرملوال صاحب ځاي د افغانانو او په ځانګړي توګه د پښتون اولس په منځ کې تش دي خو دده د ارزښتناکې ليکنې د بښتنو د پاره يو ځلانده مشال دي چې د هغې په رڼا کې پښتانه د لوي څښتن په مرسته کولاي شي د اوسنيو ستونزو څخه په برياليتوب سره راووځي.

  10. سويډن دمالمو ښار
    د۲۰۱۰ ز کال داگست ۱۴
    دغمشريکۍاوخواخوږۍپيغام
    دا دغم له پاسه غم دۍ !
    چي ته پيداسوې تاژړاخلکو خندا کړه داسي ومره چې ته خاندې خلک ژاړي

    دهيواد يو پياوړۍ او غيرتي جرگه ماراوټولنيزشخصيت دابد لپاره له موږ نه جلاشو
    په ژوره خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هېواد د پوهنې او سياسی ډگر ټولنيز شخصيت د جرگو او مرکوپېژندل سوې څيره الحاج غلام محی الدين زرموال دورپېښې ناروغۍ له امله، له گران اوهغه ته منلي هيواد افغانستان څخه دبېلتون په شرايطو کښي خپل خوږ ژوند داگست پر ۱۳ مه دلاسه ورکړ،اوزموږ نه دابدی ژوند په لوردتل لپاره وکوچيدي . اناالله و انا اليه راجعون
    دغم خبره داده چي له يوې خوا دپرديو په بم اوريو، راکټونو اوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ بيگناه افغانان اوقومي مشران خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي کسان هم جلا کوې چي افغان ولس ئې په بيلتون ډير زيات خوار او زورېږي .
    ارواښاد الحاج غلام محی الدين زرموال ديوافغان او د ويښو ځلميانو د غورځنګ پخوانی غړی په توگه په خپل ټول ژوندکښي دافغان ولس دښېرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې تل زيار ايستلی اوپه پاکولاسويې ټولی ورسپارل شوی دندي سرته رسولي دې.
    دغه لوړعلمي شخصيت دخپلي ژبي اوافغاني کلتور،منلي دوداودستور دپياوړتيا په لارکښي دخپل توان او طاقت له مخي داسي گامونه اوچت کړي دي چي دتشې ډکول به ئي دډير وخت لپاره موږته گرانه وي .
    موږ پدې ټينگ باور لروچي ددغه ټولنيز اوسياسی شخصيت د ملي ،سياسی او فرهنگې چوپړ يادبه دتل لپاره دافغانانوپه زړونوکښي ديوې نه هيريدونکی خاطرې په توگه پاته وي .
    په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي ارواښاد الحاج غلام محی الدين زرموال مړينه دهيوادوالو لپاره لويه اونه جبرانېدونکې ضايع بولي، ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو،دهغه دعلاقمندانو،ملگرواو دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولي.
    دلوي خداي ((ج)) له دربار نه د ارواښاد الحاج غلام محی الدين زرموال دکورنۍ ټولوغړواودوستانوته دصبر اوحوصلې غوښتنه کوو .
    دسیمې ددې دستر مبارز، سیاسي او فرهنګي شخصیت ارواښاد الحاج غلام محی الدين زرموال روح دې ښاد ياد دي تلپاتی او ابدي وي . ومن الله التوفيق
    په سويډن کي ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان مهالنۍ ملي خپرونې ادارې دمشرتابه په استازيتوب حبيب اله غمخور

  11. موږ ډير خوابدي یو چي، ملی شخصیت محی الدين زرملوال له دي نړی وکوچید، انا لله و انا الیه راجعون.

    د هغه مبارزه لا پای ته نه وه رسيدلي،د ښاغلی محی الدين زرملوال مړينه افغان ولس ته په اوس وخت کي لویه کمي ده.

    الله دي د مرحوم کورنی او افغان ولس ته جميل صبر ورکړي.

    په درنښت

    بهیر

  12. ننګرهار ، جلال آباد
    د لراوبرویب پاڼي ټولومحترموکارکوونکوته دزړه له کومي سلامونه وړاندي کوم .
    په ډیري خواشینۍ سره موخبرولیدچه دهیوادوتلي لیکوال غلام محمد زرموال په حق رسیدلی دي ډیرپري خفه شوو دده مړینه زمونږټولوهیوادوالولپاره یوستره ضایعه ده خداي(ج) دي اوبښي اودده کورنۍ ټولوغړوته دي جمیل صبرورکړي .
    انا لله وانااليه را جعون

  13. Asalaam Aleikum,

    Dear Brothers and Sisters,

    I have very sad news today for the Afghan people. My mentor, Afghan national leader, true Pashtun Mujahid, highly respected intellectual and author, founder of the Weekh Zalmyan (Alert Youth), Afghan Najat Jerga executive committee member and founder of the current Afghan peace movement, Br. G.M. Zarmalwall Saheb, passed away this morning at 5:00 a.m. in Ottawa, Canada. He will be transported to Afghanistan for burial. Later on in Canada, there will be a prayer service, which will be announced. He left behind his wife, four sons, four daughters and nine grandchildren. Thanks to Allah I had a chance to know him and learn from his wisdom, leadership and experience. On behalf of the executive committee of the Afghan Najat Jerga, I give sincere condolences to his family. We all need to pray for his family. His family’s address in Canada is: 528 Rougemont Cres, Orleans (Ottawa) Ontario, K4A2Z9 Canada. I hope in his honor all Afghans lower the Afghan flag upon this sad news because he was a true leader of Afghanistan.

    With sad heart,

    Abdul Kadir Mohmand and Executive Committee Members of the Afghan Najat Jerga

  14. دافغانسـتان دکورنیوچـارو د وزارت
    پخوانی جـنـرال محمـدکـريـم ســرباز ســهاک

    ملي مـبارزاوسـیاسي لیکوال

    لوی څښـتن دې ارواښـاد الحـاج غلام محی الدین زرملوال ته مغفرت وکړي ، الله تعالی (ج) دې ده ته جنـتونه په نصیب کړي ، کورنۍ او دوستانوته یې ( زما په ګــډون ) دزړه صـبر غواړم .

    ارواښاد زرملوال داُتـوکـراتیک ( مطلقه ټولواکي ) رژیـم پرضـد مبارزه کې ( د ويښـوزلـمیـانو د مسالمت آمېزې سیاسي مبارزې) ډېـرغښـتلی ،خوځـنـد او زړورمبارزشخصیت ؤ، دده ځواکمن سیاسي تفکـراو دغـدارانوپه وړانـدې دده قلــم ترحُــم نه درلود.

    دارواښاد زرملوال هـرې مقالې به دشاهي ارګ ډبـریـن دیوالونه او د دولـتي دســپوتیـزم ماڼۍ لړزولې، کله به چې دده مقالې بې پښـتوټولواک اودکورنۍ غړیوته په پاړسو ژباړل کېـدې دوی یې په روحي رنځ اخته کړی ول .

    مرحوم زرملوال دسـپـېڅـلې سیاسي مبارزې په بهـیرکې دټـولواکي نظام د هـیـڅ ډول اســتبدادي ګواښـونو اوتـطمیعي چـلنـدونو په وړانـدې تسلیم نشو.

    دده ریالسـتیکه مبارزه دبـېوزلوهیوادوالوپه ملاتـړاو دظالمانوپرضـد روانه وه، دپښـتـنویووالی ،پوهه ، اقتصادي بســیا اوځواکمنـتوب د ارواښـاد زرملوال ارمان ؤ .

    غوړه مال،اپـرچونسـت ،دپـردیولاسـپوڅي ،بې کفایته اوپښـتون دُښـمنه کسان یې د « ټولنـې دمکروب » په نامه یاده ول .

    دافغانسـتان په اړونـد د « بُـن تړون » یي دافغانانوپرضـد د مافیـايي او ټـروریـسـتي تړون په نامه یاداؤ ،او په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کې يي په زغرده ویل چې « د بُن تړون دپښـتـنوضـد تړون دی » .

    زه له ټولو پښـتـني لیکوالو،پوهانو،دقومونوله مشرانوهیله کوم چې د پښـتـني یووالي په روحیه ( له پرونـيو اړېکو تېـرشئ ) په نه ماتېدونکې اوغښـتلي تړون سره راغونـډ شـئ او که نه ؛ نو بهرني ښـکېلاک کران اوکورني توطیه ګران به دپښـتون نسل نابود کړي .

    مرحوم زرملوال چې زمونږملي مبارزشخصیت اوســیاسي لیکوال ؤپه دې هیله چې ټول لیکلي چاپي اوقلمي اثاریې په پښـتـني ویـپاڼو کې خپاره او له هـرې لیکنې څخه یې دپښـتـنودیووالي په اړونـد زده کړې وشـي .

  15. په ډېرې خواشينۍ مو د لر او بر ويبپاڼې له لارې خبر ترلاسه كړ، چې ملي مبارز، ليكوال و شاعر او د ويښو ځوانانو د ګوند فعال غړى غلام محى الدين زرملوال ومړ. انا لله و انا اليه راجعون.
    دانش خپرندويه ټولنه د نوموړي ملي مشر په مړينه خورا خواشينې ده. ارواښاد زرملوال د دانش خپرندويې ټولنې له پخوانيو ملګرو څخه و، چې نېږدې دوه لسيزې يې له ټولنې سره ملګرتيا وپاللـه.
    دانش خپرندويه ټولنه په داسې حال كې چې د ارواښاد مړينه پښتون ولس او هېواد ته ستره ضايع بولي، په دې دروند غم كې ځان د ارواښاد له كورنۍ او دوستانو سره شريګ بولي. الله دې دوى ته ستر صبر وركړي. امين
    اروا يې ښاده

  16. د افغانانو د کلتوري پرمختیاټولنې د خوا شینۍ پیغام
    په ډېره خواشینۍ سره خبر شو چې زموږ غمجن او زوریدلي هېوادخپل یو دردمند ،زړه سواند اورښتنی هېوادپال بچی ملي مبارز الحاج غلام محی الدین زرملوال له لاس ورکړ .(لوی څښتن دې رحم پرې وکړي) .زموږ ټولنه باور لری چې دارواښاد زرملوال مینه د خپلو خلکو او هېواد سره نه هېرېدونکې ده او راتلونکي به يې یاد په پرله پسې توګه تازه ساتي .موږ د ارواښاد درنې کورنۍ ،خپلوانو،ملګرو، مینه والواو ټولو هېوادپالو افغانانو ته د زړه له کومي خپله خواشیني او تسلیت وړاندې کوو . اروا دې ښاده وي
    لوی څښتن دې وبښي
    دټولنې مشر
    ملوک ازاد

  17. په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد نوميالي او پياوړي سياسي او ټولنيز شخصيت، د ويښ ځلميانو د غورځنګ د مؤســسينو او فعالينو څخه را پاته نوميالي ښاغلي غلام محی الدين زرملوال د دي فاني نړي څخه وکوچيد.

    انا لله و انا اليه راجعون

    ارواښاد زرملوال نه يوازي د هېواد دننه په سياسي ډګر کې فعال بلکه د مهاجرت په ډګر کې هم د روس ښکيلاکګرو پر خلاف په مبارزه بوخت شخصيت وو او د هېواد په فرهنګي جهاد کې نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي او د نوي نسل د ذهن په روښانولو او ملي روزنه کې هر اړخيزه ونډه تر سره کړي وه.
    ارواښاد د ژوند تر وروستي سلګي پوري د ويښ ځلميانو د غورځنګ د فعاليتونو او هيلو په خپرولو کې خپله ملي فريضه تر سره کړي وه.

    دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد ښاغلي غلام محی الدين زرملوال صاحب مړينه هېواد ته يوه ستره سياسي، فرهنګي او ټولنيزه ضايعه بولي.
    ارواښاد ته د لوي څښتن تعالي د دربار څخه جنت الفردوس او درني کورني او ويښو فرهنګپالانو او سياستوالو ته جميل صبر غواړي.

    روح دي ښاد وي

    په درنښت،
    الحاج غرزي خواخوږی
    د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

  18. په ډنمارک کی داغوس دښاردیوموټی افغانانوداتحادیی اودwww.nahimi.dk/pashto ویبپاڼی دغړواوکارکنانوله خوادخواخوږی اوتسلیت پیغام

    په ډیره خواشینی موخبرواخیستی چی داګست دمیاشتی په دیارلسمه نیټه دافغانستان یومهربان اوخواخوږی سیاست پوه ارواښادالحاج غلام محی الدين زرموال چی دخپل خواږه ژوندډیرکلونه یی دولس په چوپړ کی په پوره ایمانداری اوصداقت تیرکړی وه، دورپیښی ناروغی له کبله دهیوادڅخه لیری داجل داعی ته لبیک ووایه. اناالله واناالیه راجعون

    زموږدهیوادپه اوسنی پیچلوشرایطوکی تربل هروخت نه زیات دارواښاد زرموال صاحب شتون دهیوادوالوترڅنګه اړینه وه. اوبایدووایوچی هغه تشه چی دارواښادپه نه شتون کی رامنځته شوه، هیڅوخت به ډکه نه شی. موږدارواښادروح ته دوعاکووچی رب العزت یی دفردوس جنت ورپه برخه کړی. دارواښادکورنی اومینه والوته دجمیل صبرغوښتنه کوو. په درناوی

    داتحادیی دمشرتابه لخوا دوبیپاڼی دمشرابراهیم نهیمی لخوا

  19. Aslamu Alikum Afghan Nation
    To day another of our respected, learned and true patriot, Gholam Mohammad Zarmalwal saib has left us. May Allah with His Glory and benevolence make the highest place in Janah for him. His daughters and sons should be proud that they were brought up under his fatherly blessings and we Afghan are proud to have had such a wonderful old man who stood with the nation in war and argued tirelessly for peace. He now takes his place like other Afghan patriots of our time like, Prof. Bahawodding Majruh, Rasul Amin, Abdur Rahman Pazhwak, Dr Abdul Hakim Tabibi and many more. I hope we will have a government one day, who will name national educational centres, streets and universities after such men who were really a gift from Allah to Afghanistan. May Allah give us the courage and the forbearance to work and help our country as these great men did in their time.

  20. خواشينوونکي مړينه د غلام محی الدین زرموال

    مرحوم غلام محی الدین زرموال د تیر نسل د فرهنګیانو د کاروان یو مخکښ له دي نړي نه سترګي پټي کړي .

    انا لله و انا الیه راجعون

    مرحوم زرموال د دفتر او ډګر اتل وو . ده د ویښ ځلمیانو د غورځنګ د مورچلونو نه نیولی د شورویانو سره ضد په فرهنګی جګړه کی د پام وړ رول لوبولی وو .
    کله چه افغانستان د سوسیالیزم او دیموکراسی تر نامه لاندی د ناورین سره مخ شو مرحوم زرموال د خپلو لیکنو له لاری چه په کی ملی جذبات په کافی اندازه محسوسیدل ، افغانان وحدت او سیاسی تشکل لوری ته رابلل .
    مرحوم غلام محی الدین زرموال جګړه ځپلی او ټپي افغانستان موږ ته پریښود بی له دی چه پخپل ژوند کی د خپل اوږد مهالی مبارزی محصول یعنی یو سر لوړي ، د ثبات خاوند او خپلواک هیواد ووینی .
    مرحوم زرموال د افغانستان د نجات جرګی د موسسانو څخه وو . د افغانستان د نجات جرګه د لوی څښتن نه استدعا کوی چه نوموړی ته د ده د دیانت او تقوآ په بدل کي اجر اود کورنی پاتی غړو ته يي صبر او استقامت ور په برخه کړی .
    د اګست ۱۴
    ۲۰۱۰ م کال

    د افغانستان د نجات جرګه

  21. Ma dee chodai bachalee aw deer motawazegh Melli shachsiat Mohtaram Zarmalwal sara po Holland kee pezandgalwee washwa, Mohtaram Zarmalwal yew zeeg Pachtoon wo, tool wacht ye po deer sadakat sara dee Afghanistan Mellat Azadee la para mobariza kee lagia wo, dee chodai bachalee da Arman dee da po zwand kee tar sara no shoo, umaid dee chee Afghanan dee da spezellee Arman po chater sar yew aw dee Mellat sadeek chademan shee aw dwaa macha lar pregdee! De lwarr Melli Shachsiat Zarmalwal deer lawarr Arman porakedo po hella aw Mohtarm Zarmalwal dee chodai maghferat karree aw chplwano aw dostano ta dee chodai pak tasalee wakarree!

  22. Assalaam Alaikum great Afghan Nation,

    Today one other great Talent Zarmalwal Saheb has left us. May Allah forgive Him for his Glory and Piousness.

    We (followers) can do nothing except learning his teachings and send prayers (Dua) for him.

    I say: 'O Allah, forgive Zarmalwal Saheb and elevate his Status among those who are guided. Send him along the Path of those who went before him. And forgive us and him. O, Lord of The Worlds widen for him his Grave and shed Light upon him in it.

    O Allah lead him to Paradise.

    Amin

  23. Us-salamu-alaikum

    The death of G.M. Zarmawall Sahib is a loss to the whole community of Afghans within and outside of Afghanistan. I had the opportunity to hear him through telephone conversations and have read his articles for many years. He was a man who loved Afghanistan as a true son of that great nation and has never compromised his stand of being fair and his determination to follow the truth throughout his life. We are glad that he has left his wisdom through many of his articles and publications that we could treasure.

    While I will keep praying for his soul to enter Janat Pirdowse, I would also like to take this opportunity to express my deep condolences to his family, friends and the “Afghanistan Najat Jerga” for loosing such a great person with many noble characters. Afghanistan will miss him and he can never be replaced.

    Inna Lillahi wa inna ilaihi rajaoon.

    Zarjon BahaWest Lafayette, Indiana, USAAugust 15, 2010

  24. دشپېتوزلميانو ورځ په ورځ کمی دی
    د محترم الحاج ارواښاد غلام محي الدين زرملوال دمړيني له کبله دخپلي خواشنۍ او غم شريکۍ د زړه له کومي مراتب د ارواښاد درنې کورنۍ،خپلوانو،دوستانو او د هغه دحق او عدالت دلاري لارويانوته په درناوي سره وړاندي کوم او په دې دروندغم کې ور سره شريک . يم .انا لله وانا اليه راجعون، خداوندمتعال(ج) د ې فردوس جنت په نصيب کړي،اللهً آمين يا ربالعلمين.ا
    په تاريکو کې د زلميانو رښانه شوي څراغونه اومشعلونه يو په بل پسي مري ،خو وړانکي يې لا ځلېږي، خدای مه کړه چې وړانګي يې په دې وحشتناکه تاريکه کې ورکي نه شي .ا
    که د دوی دلاري لارويانو دا وړانګي ځلېدونکي وساتلې ، نو دزلميانو ارواحي به دخداوندمتعال جله جلاله په فضل او مرحمت ښادي وي، نو د وحشت اودهشت د تورو انسان ورونکو تيارو سينې به څيري شي.ا
    په درنا وي
    سلام اندړ

  25. دخواشینۍ ډک خبرمو واورید چې ارواښاد زرملوال صاحب هم له نړۍ سره خدای پامانی وکړ . انا الله واناالیه راجعون
    دافغانستان د روڼ اندي کاروان نومیالي استازي زرملوال صاحب دویښ زلمیانو دغورځنګ له وروستیویارانوڅخه و، هغه غورځنګ چې افغانستان یې په خپل وخت کې دنړۍ دترقۍ له کاروان سره مل کړ ، دوی افغانستان ته په عامه او دپښتنو ژوند ته په ځانګړې توګه دپوهې ، ترقۍ او دموکراسۍ رڼاوې دپوهې ، هنراوتکنالوژۍ په زور سره ورسولې . دوی خلکو ته دپرمختګ درس له ښوونځي څخه ورپیل کړ ، هغه ښوونخي چې له بده مرغه اوس هم هغه دنادانۍ او جهل د تورتم له خوا دپردیو په لمسون ورانیږي اوسوځول کیږي .
    ارواښاد زرملوال په خپله په دغه برخه کې دخپل ژوند په اوږدوکې ډیرڅه وکړل او تردغه دمه هم ده دخپل ملت د آزادۍ او پرمختګ دکاروان لړۍ یوازې پری نښوده .
    موږ دهغه مړینه دافغان ملت دنوی ترقي غوښتونکی نسل په وړاندې یوه لویه اونه جبرانیدونکې ضایعه بولو ، دده کورنۍ ته د زړه له کومي تسلیت وایو اوده ارواښاد ته له بښونکي خدایه دجنتونه هیله .
    پرفیسورخالق رشید
    دنوي ډيلی دفرهنګیانو په استازیتوب

  26. دخداى بخښلى غلام محي الدين زرملوال په مړينه د ساپى د مرکز د خواشينۍ پيغام.
    پېښور: په خواشينۍ سره خبر شوي يو چې د هيواد ملي مبارز او نامتو ملي شخصيت الحاج غلام محي الدين زرملوال د درې اتيا کالو په عمر په کاناډا کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ، (انا لله و انا اليه راجعو) نوموړى د افغانستان يو رښتينى خدمتګار وو چې خپل ټول ژوند يې د عدالت او ټولنيزو ښېګړو د پلي کېدو د مبارزې لپاره ځانګړى کړى وو ، د ساپى مرکز مشر الحاج امام الدين ساپى او د دفتر نور غړي د نوموړي په مړينه ژوره خواشيني څرګندوي او د نوموړي تشه په سياسي او ملي ډګر کې ستر زيان او تاوان ګڼي،د يادونې وړ ده چې د نوموړي ليکنې د ورځ په مجله کې خپرې شوي او نورو رسنيو هم د نوموړي بيلابېلې ملي ليکنې ولس ته وړاندې کړې وې.

  27. دميدان ځوانانودټولنې خواخوږۍ پيغام
    داپه يـــاددمـــحـبـت درســره واخـــله
    دژوندون شمعه به مړه وي موږبه نـه يو
    په خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړچې ملي اومبارز شخصيت الحاج غلام محی الدين زرملوال د روژې د مبارکې مياشتې په درېيمه ورځ د دري نوي کلونو په عمرد له دې فاني نړۍ څخه دابدلپاره سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دتل لپاره دپاى ټكى اېښی دی.
    انالله و انا اليه راجعون
    ارواښاد زرملوال په ۱۲۹۸ لمريزکال کې دپکتياولايت دزرمل ولسوالۍ دمحال دکلالګوپه کلي کې زېږېدلی، چې وروسته بيالومړی هندوستان او وروسته بياپه ۱۹۹۱ ميلادي کال دکاناډاهېوادته مهاجرشوی و.
    دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه سترويركې ځان ددوي له کورنۍ سره شريك بولي،ارواښاد ته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت او پاتې شونوته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.
    څومره ظالم يې مرګه دومره صبرهم نكوې
    چې يې دزړه ناغوړېدلې هيلې وغــوړېږي
    په خواخوږۍ
    انجينير همت الله امين زى
    دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشر

  28. تېر او روانو جګړوو، مهاجرتونو او ناخوالو زموږ د ولس د فزیکي او مادي شتمنو ترڅنګ زموږ معنوي شتمني چي تر ټولو اساسي شتمني دي له موږ څخه واخیستي او یا دغو ناخوالو زموږ د ملي شخصیتونو هغه ارمانونه او خوبونه چي د خپل هېواد او ولس لپاره يي لرل پوره کېدو ته پرینښودل او له ځانه سره يي تورو خاورو ته یوړول.
    یو له دغو ملي شخصیتونو څخه مرحوم غلام محي الدین زرملوال دي.
    موږ د نوموړي په مړینه غمجن یو. کورني، خپلوالو، ملګرو، پکتیاوالو، زرملوالو او ټول ولس ته جمیل صبر غواړو.
    الله پاک د موږ ته ددي توفیق راکړي چي موږ د ټولو ملي شخصیتونو ارمانونو او خوبونو ته د عمل جامه ور واغوندو.
    باور لرم چي په دي سره به موږ د مړو او ژوندو ملي شخصیتونو پور ادا کړي وي.
    نوموړي ته له لوي او رحمان الله جل جلاله څخه فردوس جنت غواړم.
    روح دي ښاده او ارمان دي تحقق ومومي!
    محمد حلیم فدايي – د وردګو والي

  29. د حق له اسمان څخه هغه هسک اوځلاند ستوری راپرېوت

    په ډېره خواشیني سره مو خبر ترلاسه کړ چې نامتو مبارز، دحق لارې هسک او ځلانـــد ستوری خدای بخښلی او ویاړلی غلام محی الدين زرملوال له دې فاني نړۍ څخه وکوچېد.
    انالله و انا الیــــــــــــــــــــــــــــــــه راجعون .
    په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې اوپه ګردېزښارکې دلویې پکتیافرهنګي
    ټولنود ګډې جرګې په استازیتوب زه محمدامین بسمل دژورې خواشیني ترڅنګ د نومیـــالي زرملوال صاحب په دې دردونکي غم کې د هغه له قدرمنې اودرنې کورنۍ سره خپل ځان شریک ګڼم، زرملوال صاحب ته د فردوس جنت او عزتمنې کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړم .

  30. دارواښادغلام محی الدین زرملوال پرمړینه
    دااسمان مونه پرېږدي هیڅ پرکراره
    دبخت ستوري دي رالوېږي له مداره
    له سینومواسویلي دبېلتون وزي
    فریادونه دفراق اورو،بې واره
    جنازې دمېړنواخیستل کېږي
    قافلې دي پاته کیږي بې سالاره
    موږ" هاله دځان ماتم وکړپه وینو"
    چي رابېل سووله خپل کوره له خپل ښاره
    دغربت په دې تیاره ظلمتستان کي
    مرګي بېل کړبل نیازمن زموږله کتاره
    نن هغه مسافرکت دژوندجامې کړې
    لیري لیري له هیواده له دیاره
    تنورچې وو په خټه وراخښلی
    تنفُرچې ووهمېش له استعماره
    دملي وحدت شعارچې وِرد دخولې وو
    ترقۍ دخپل اولس ته تمه داره
    رابلل چې اولسونه غونډېدوته
    ورښوول چې دنجات پتمنه لاره
    چلاوه چې تېزقلم دمرګ تروخته
    لڅاوه چې حقیقت پټ وآشکاره
    پرهرځای چي به ووږغ دوطن پورته
    ورځغستل چې بې اختیاره بې اختیاره
    نې ستړیا احساسوله ،په لیکلو
    نه یې باک ووپردالارله خنډوخاره
    نن هغه زړګی خاموش سو،له خوځښته
    نن هغه ککره سوله بې دستاره
    دنیازمنوکوچ وبارته چي وګورم
    زړه مي تورسي له خپل ژوندله خپل روزګاره
    زه چي ګورم دې کاختۍ ته دسړیو
    خدای خبرچي سي پیدابل نازورداره
    چي مرګی دچاپه میاشت کي دروژې وي
    جمعه یې دوفات ورځ وي رویداره
    مغفرت به ګل په لاس ورته ولاړوي
    دجنت سترګي څلورله انتظاره
    په دې څواوښکویې حق نه اداکېږي
    بویه داچي(زرملوال)یادسي بې شماره
    دوطن میني ورکش کړخپلي غېږته
    ویښ زلمی وو، سوبیده پرخپله خاوره
    دیارلس سوه نه اتیایې دمرګ کال وو
    په لمریزحساب سوه داسانده تیاره
    اوکویل کاناډا
    ۱۴مه داګسټ ۲۰۱۰ع
    محمدمعصوم هوتک

  31. دويښ زلميانو د غورځنگ په هڅاند غړي او د پښتو ژبې په تکړه ليکوال باندې ټول غمجن يوو، ستر څښتن دې يې جنت الفردوس نصيب کړي ، څښتن مو دې له داسې بل غم خخه وساتي .
    امين

  32. د زرمت دادبي بهیر د خواشينۍ پيغام

    د نوميالي لیکوال او وطندوست سیاستوال غلامحی الدین زرملوال پر مړينه

    په خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د افغانستان نوميالی ليکوال او وطندوست سیاستوال غلامحی الدین زرملوال له نړۍ سترګې پټې کړې.
    انا لله و انا اليه راجعون

    غلامحی الدین زرملوال دافغانستان تکړه لیکوال ، پیاوړی فسیاسي او ټولنیز شخصیت او يو نه هېرېدونکی علمي فرهنګي شخصیت و ، د خپل ژوند یوه برخه یې دحق ویلو په لاره کې دغیر دموکراتیکو رژیمونوپه زمانه کې ډیرې سختۍ ګاللې دي .خو هیڅ وخت یې د واقعیتونو له ویلو څخه ویره ونه کړه.
    دزرملې ادبي بهیر د غلامحی الدین زرملوال مړينه د پښتو ادب لويې کورنۍ او ټول افغان ولس ته يوه ستره ضايعه ګڼي.
    موږ ارواښاد غلامحی الدین زرملوال ته د لوی خدای په دربار کې د مغفرت لاسونه پورته کوو او له کورنۍ ، دوستانواو خپلو ټولو ادبي او کلتوري کړيو سره په دغه غم کې ځانونه شريک بولو.
    په درناوي

    دپکتیا ولایت د زرمت ادبي بهیر


    د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام

    په ډیرې خواشینۍ سره مو دیوه لوی لیکوال او پیاوړي سیاستوال غلام محي الدین زرملوال دمړینې خبر ترلاسه کړ.
    انا لله و انا اليه راجعون
    میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دپښتو ژبې دتکړه لیکوال او په وطن مین سیاستوال او دافغان میرمنو دحقوقو اګاه مدافع غلام محي الدین زرملوال د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغه ستر شخصیت ته فردوس جنت په نصيب کړي .
    میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد دوی دکورنۍ غړو،دده دلارې لارویانواو ټولو افغانانو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغه درانه شخصیت ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.

    د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دارالانشآ


    ظفر سلطانزۍ څدراڼ جرمنی

    اناالله واناالیه راجعون،

    په ډیره خواشینې سره مو خبر تر لاسه کړ چی د ګران افغانستان ملې او مبارز شخصیت ،لیکوال د پښتانوډیوه محترم الحاج ښاغلۍ زرملوال له دی نړۍ سترګې پټی او وکوچیدو.
    الله(ج) نه دی ته د جنت فردوس دعا کوم او ګران عزتمندی کورنې خپلوانواودوستانو ته یې صبر او زغم له خدای متعال ځخه غواړم.
    ځه په دغه لوی او دروند ویر کښی ځان شریک بولم .

    دی ښاغلی زرملوال مړینه د مونږ ټولو پښتانو اوګران افغانستان لویه
    ضایع ده .
    ارواښاد ښاغلی زرملوال بی همیش د مونږ په زړه کی وی او همیش بی ژوندی وې .

  33. د غزني ادبي بهير لخوا د خواخوږۍ پيغام

    په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ ، چې د پښتو ژبې وتلى ليکوال او تکړه سياستوال غلام محى الدين زرملوال د خپلې ور پيښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ سترګې پټي کړي دي.
    اناالله و انااليه راجعون
    د غزني ادبي بهير ګډونوال او په غزني کې ميشت فرهنګيان د اروښاد استاد غلام محى الدين زرملوال مړينه د پښتنو په سياسي او ادبي ګلبڼ کې يوه لويه ضايعه بولي او د اروښاد پر مړينه د خواشيني څرګندولو تر څنګ اروښاد ته د سپيڅلي څښتن په دربار کې د معفرت او بخښنې دعاګانې کوي او د کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.
    روح دې يې ښاد وي

    د غزني ادبي بهير بنسټ ايښودونکى
    حبيب الله بختيال

  34. سلامونه او احترامات د لراو بر په کارکونکو او همکارانو و
    مه یو ځو وخته مخکی د محترم خدای بخښلی زرملوال فامیل ته د خواښوګې لیک لیږلی وو ، خو تاسو نشر کړی ندی ، نپوهیړم چه ولی .

    په درنښت ظفر سلطانزې څدراڼ