کور / تازه خبرونه / روسيې شانګهای ته د افغانستان په اړه وړانديز کوي

روسيې شانګهای ته د افغانستان په اړه وړانديز کوي

روسيه دشانگهاي دهمکاريوسازمان ته دافغانستان په اقتصادی جوړونه کې دگډون وړانديز کوي .


تاشکند،دنوستي دخبري اژانس دخبر له مخي دنومبرپردوهمه دروسيې دفراتيف جمهوريت دوزيرانودشورا رئيس “ویکتور زوبکوف” دتاشکندپه ښارکې دشانگهاي دسازمان په هغه غونډه کې چي دغړو هيوادودوزيرانوشورا رئيسانوپه گډون جوړه شوېده اعلان کړه ،روسيه تر هرڅه وړاندي دانرژۍ په برخه کښي وړانديزونه تنظيموي ،چې دافغانستان داقتصادي بيا جوړونې په هکله دي . 


هغه داپه گوته کړه چې دقرغزستان پلازمیني دبشکيک په ښار کې دشانگهاي دگډو مرستواوهمکاريو سازمان غړوهيوادومشرانوپه افغانستان کې دسولي دتامین اوټينگښت مسله وڅېړل .دتروریزم اومخدره موادوسره دمبارزې طرحه ئي په ډير غور سره ونومول . زوبکوف توضيح ورکړه وئې ويل : زماموخه دافغانستان په اړوند دمالي امنيتی  کمربندجوړول دي . 


دهغه په ويناپرمالي چارودروسيې کنترول اونظارت اداره تياره ده چې په کامله توگه پدې هکله د ټولوملگرو سره مرسته وکړي .


زوبکوف وویل : مگر زماپه نظردشانگهاي دهمکاری دسازمان داړيکوډله اوافغانستان هم بايدپرهغه ور ايضا فه شي .


روسیه، چین، قزاقستان، قرقیزستان، ازبکستان و تاجیکستاندشانگهاي دهمکاری په سازمان کې غړېتوب لري .