کور / تازه خبرونه / سندرغاړي يتيمانوته بانکي حسابونه پرانستل

سندرغاړي يتيمانوته بانکي حسابونه پرانستل








فرهاد دريا
فرهاد دريا خبريالانو ته وويل ددې کار موخه داده چې د مرستو په رسولو کې درغلي ونشي اود هرې کورنۍ يو ماشوم ښونځي ته د تللو جوگه شي.


د بي بي سي پښتو څخه په مننه


د افغانستان وتلي سندر غاړي فرهاد دريا ويلي دي چې دبې سرپرسته ماشومانو ٢٠٠٠ کورنيو ته يې په دغه هيواد کې بانکي حسابونه پرانيستي دي چې مرستې ورټولې کړي.

فرهاد دريا خبريالانو ته وويل ددې کار موخه داده چې د مرستو په رسولو کې درغلي ونشي اود هرې کورنۍ يو ماشوم ښونځي ته د تللو جوگه شي.


دى د افغانستان لومړنى سندرغاړى دى چې د څو کلونو راهيسې په دې هيواد کې د ماشومانو د حقونو ددفاع او له هغوى سره مالي مرستې کوي.


دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې جگړه ځپلي ماشومان چې پلرونه يې له لاسه ورکړي دي مخامخ بشري مرستو ته لار پيدا کوي.


له دې وړاندې له ماشومانو سره مرستې د خوراکي توکو په بڼه شوي دي چې ډيرې اغيزمنې نه دي پريوتلي.


سندرغاړي فرهاد دريادکابل ٢٠٠٠ زره کونډو ته چې ماشومان يې د ښار په کوڅو کې کار کوي بانکي حسابونه پرانستل چې دده په وينا لږ ترلږه د هرې کورنۍ يو ماشوم ښونځي ته د تللو جوگه شي.


ښاغلي دريا وويل دبانکي حسابونود پرانستلو موخه داده چې دمرستو په رسولو کې د فساد او درغليو مخه ونيسي:


((موږ ميندې يانې ښځې ددې کورنيود حسابونو دادارې لپاره غوره کړي دي.


ددې لپاره چې موږ دغه ځپل شوي پوړ ته که د يوې شيبې لپاره هم وي رواني ارامتيا وروبښو.


کله چې ښځې ته ډوډۍ او اوبه ورسيږي او پر اقتصادي اوضاع او ماشومانو يې واکمنه وي نو په پرتليز ډول خپلواکۍ ته رسيږي .


دغه ډول ښځه ټولنې ته اغيزمنه پريوځي اوټينگ ژوند لري اودوخت په تيريدو سره هغه ماشوم چې دا يې ښونځي ته ليږي، ددې اصلي پانگه جوړوي.))


دى لومړنى افغان سندرغاړى دى چې د خپل نړيوال شهرت په کارولو سره ماشومانو ته د مرستو په رسولو اودهغوى د راتلونکي د جوړلو لپاره پر هلو ځلو بوخت دى.


له دې وړاندې فرهاد درىا په کابل کې له هغو ماشومانو سره چې په کوڅو کې کار کوي او د کورنيواقتصادي اړتياوې ورغاړې دي،څو ټلويزوني پروگرامونه هم جوړ کړل چې له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.








دغه بانکي حسابونه مې ددې لپاره کونډو ته پرانستل چې دوى ته د مرستو د رسولو پر وخت ددرغليو مخه ونيول شي اودهرې يوې لږ ترلږه يو ماشوم ښونځي ته لاړ شي


فرهاد دريا


افغان دولت وايي چې په ټول هيواد کې ٦٠٠٠٠ زره ماشومان داسې دي چې د کورنيو مشران يې په جگړو کې له لاسه ورکړي دي اوپه کوڅو کې کار کوي.


بشري ټولنې وايي چې په افغانستان کې ډيرماشومان نه يوازې کور ته دډوډۍ دراوړلو دنده په غاړه لري بلکې په فزيکي او روحي ډول هم ځورول کيږي .


ښاغلي دريا وويل تر اوسه هيڅ يوه اداره نشته دى چې له دې بانکي حسابونوسره مرستې وکړي.


ده وويل په لومړيو پړاونو کې به له خپل ځانگړي حساب څخه هرې کورنۍ ته د مياشتې پنځوس امريکايي ډالره مرسته ورکړي.


ښاغلي درياوويل له شپږ مياشتو تر يو کال وخت ته اړتيا لري چې مرستندويه ټولنو ته له افغان ماشومانو سره د مرستې دغه بڼه تشريح کړي:


((کله چې کاري بهير پاى ته ورسيد، موږ ځو مرستندويه ټولنو اوخلکو پسې چې دوى د کورنيو دمالي لگښت ذمه وار شي او هر مياشت زموږ له لاسوهنې پرته دغو حسابونو ته مرستې وليږي.


موږ له کورنيو هم ژمنې اخلو چې څه بايدوکړي او له مرسته کونکو هم ژمنې اخلو چې داسې نه وي چې مرستې ودروي.))


سندرغاړي فرهاد دريا وويل که څه هم په هيواد کې امنيتي ستونزې ښايي خنډونه راپورته کړي خو ژمنه يې وکړه چې ارومرو به يې پروگرام د ټول هيواد ورته ماشومانو ته رسوي.


ټاکل شوې ده چې له اختر وروسته فرهاد درياپه امريکا ، اروپا او اسيايي هيوادونو کې کنسرټونه ورکړي اوخپل پروگرام مرستندويه ټولنو ته روښانه کړي.


د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو مرستيال وزير محمد غوث بشيري وويل وزارت يې د ښاغلي دريا د پروگرام د ملاتړ په لړ کې ژمنه کوي چې اقتصادي کارپوهان به يې هغو کورنيو ته مشورې ورکړي چې د بانکي حسابونو له لارې مرستې تر لاسه کوي.


فرهاد دريا هغه خيريه ټولنې هم وغندلې چې دده په وينا په افغانستان کې دماشومانو له روان حالت او د خپلو مرستو له څرنگوالي څخه ناوړه گټه اخلي.