کور / د ډيورنډ کرښه / مه پریږدۍ د پښتونستان ورځ هېره شي

مه پریږدۍ د پښتونستان ورځ هېره شي


څه مهال وړاندې هېواد ته په سفر ، د نورو ځایو تر څنګ کابل کې مې د پښتونستان پر چوک سترګې ولګېدي . که څه هم چوک پخپل ځای پاتې وو ، خو د پښتونستان بېرغ او نښان چې پخوا هلته موجود وو ، اوس له هغه ځایه لری شوی . په چوک کې د اوبو شراره وچه شوې او نوره ښکلا يي هم له منځه تللي . چوک یوې کنډوالې ته پاتیږي او دا هرڅه ارګ ته نږدې  په ۵۰ مترۍ کې د ولسمشر تر زنې لاندې تر سترګو کیږي . همداراز چال چلن جلال اباد کې پښتونستان واټ سره هم کیږي او په نورو ځایو کې هم حال دغسې بوله .
خو دا چوک لا اوس هم د خلکو په منځ کې د پښتونستان چوک په نوم یادیږي. کله چې خلک په سرویس ، ټکسې  یا بل موټر او یا پلي له دې ځایه تیریږي ترخپل منځ نښه يي د پښتونستان چوک وي. دې چوک کې تېرمهال د پښتنو وتلو مشرانو لکه ارواښاد فخرافغان باچاخان ، ارواښاد ولیخان د پښتونستان د خپلواکۍ په اړه د ورځې تودې خبرې کولې او کله به د پښتنو انقلابي شاعر ارواښاد اجمل خټک په دې اړه خپل سوځنده شعرونه لوستل .
سره له دې چې پخوانیو دولتونو هم د پښتونستان ورځ تر ډېره حده تشریفاتي او نمایشي لمانځله او یوازې به يي په دې ورځ د کوزو پښتنو او بلوڅو سره پيوستون ته پام کېده او نور ټول کال به د پښتنو او بلوڅو په اړه د پنجابي ښکېلاک چپه میچنو ته د خیرات پر غونډۍ ناست وو ،  خو د مجاهدینو په تېره بیا په دویمه سقاوۍ کې د رباني د واکمنۍ په مهال دا ورځ پنجاب ته ، پاکستان کې د مجاهدینو د استوګنې په بدله کې د سوغات پتوګه بیخي له پامه وغورځول شوه او له کوزو پښتنو او بلوڅو سره د پيوستون او ملاتړ ځای له هغو سره په کرکې او دوښمنۍ بدل شو .
 اوس هم د کرزي په اداره کې د وږي نهمې یانې د پښتونستان ورځې سره د میری مور چلن کیږي . په دولت کې ځيني کړۍ د پنجاب د خوښۍ لپاره حالات داسې برابروي چې دا ورځ ورو ورو له افغان دولت اوهم افغان ولس څخه هېره شی او کوز پښتانه او بلوڅ  له خپلو برو افغاني وروڼو له ملاتړ څخه بې برخې شي . تېر کال هم دا ورځ زړه نازړه یوازې د اقوامو او قبایلو وزارت له لارې په ډېره پيکه بڼه ولمانځل شوه .
دا اوس ټولو ته څرګنده ده چې د کوزو پښتنو او بلوڅوسره د پيوستون په اړه ، دلته موږ په افغانستان کې تل له دوه ګونې چلن سره مخ یوو . یو د افغان ملت او بل د افغاني بېلابېلو حکومتونو له چلن سره.
خو د وږې نهمه او د پښتونستان غورځنګ یوازې د افغانستان د دولتونو د نیتونو په شپول او لمن کې نه دی ایسار . دا غورځنګ د ډيورنډ د تپلې کرښې په دواړو غاړو له ځان سره پراخ ولسي ملاتړ لري . افغانان ، پښتانه او بلوڅ په لسګونو او سلګونو ګډې ریښې لري . دوی ګډ تاریخ ، یوه جغرافیوي سیمه ، ګډه ژبه او شریک روایات لري . لکه څنګه چې اوبه په ډانګ نه بېلیږي همداشان دوی هم څوک نه شي بېلولای .
« په ۱۳۲۸ لمریز کال ، په پغمان کې د ټولې پښتونخوا قومي مشرانو ، د لرو پښتنو د ملتپالو ګوندونو سرمشرانو او استازو ، د برو پښتنو د سیاسي کړیو استازو او د افغاني دولت لوړ پوړو چارواکو په یوې سترې ملي جرګې کې پریکړه وکړه چې د وږي ۹ مه به د افغانانو ، پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ وي او د پښتونستان د ورځې په نوم به یادیږي . همدارنګه نوموړې جرګه کې د پښتونستان په ملي ترانه هم هوکړه وشوه چې دا ترانه به تل د پښتنو او بلوڅو لپاره د کابل راډيو د هغه مهال د خپرونې په پای کې د شپې د اتو بجو د پښتو خبري سرویس څخه مخکې خپرېده . »
د ۱۳۲۸ کال روسته افغان ولس پرته له دې چې حکومتونو له دې ورځې او په ټولیزه کې د کوزو پښتنو د خپلواکۍ غورځنګ سره څه چلن کړي دا ورځ يي پخپلو غونډو ، لاریونونو ، مشاعرو او رسنیو کې په پراخ غبرګون سره پاللې ده .
د دولت برعکس افغان ولس اوس هم ، له پنجابي ښکېلاکه د خپلواکۍ لپاره د کوزو پښتنو او بلوڅو سره د هراړخیز ملاتړ روحیه ژوندۍ ساتلې ده.
د سړې جګړې په مهال کوم رول چې لویديځو هېوادو پاکستان ته د سیمې د ژاندارم پتوګه او یا په دې سیمه کې د خپلواکۍ غورځنګونو د ټکولو لپاره  ورکړی و ، د سړې جګړې په ختمېدو سره هغه پایته رسېدلی دی . اوس چې پاکستان نه یوازې سیمې بلکې ټولې نړۍ ته د ترهګرو د استولو زیرمتون ګرځېدلی او خپل زوړ یار لویدیځ هم پاکستان سره پزې ته راغلی ، د پاکستان د شتون په اړه پوښتنې رامنځته کیږي !
بلخوا دا چې د سړې جګړې روسته د یمن دوه بېل هېوادونه په یوه هېواد بدلېدلای شي ، د ویتنام دیموکراتیک جمهوریت کې سهیلي او شمالي ویتنام یوځايیدلی شي او د برلین دیوال ړنګ او په اروپا کې بېرته واحد او پياوړی جرمنې جوړېدلای شي ، د ډیورنډ تپلې کرښې دواړو غاړو ته په کوم لامل یو واحد پښتون ملت نشي جوړیدای او ولې د ډیورنډکرښه نشي ړنګېدلای !   
همدارنګه د حالاتو بهیر ښۍ چې د پنجاب پر ستوني د القاعده او ترهګرو د پالنې له کبله د نړیوال فشار کړۍ ورځ تربلې تنګیږي ، پنجاب په سیمه او نړۍ کې خپل اغیز له لاسه ورکوی او بلخوا د پنجاب په وړاندې د افغانستان دریځ په سیمیځه او نړیواله کچه غښتلی او پیاوړي کیږي چې دا پخپل وار له پنجاب څخه د افغانانو د ملي او تاریخي غوښتنو په طرحه او لاسته راوړلو کې مرستندوی واقع کیږي .     
له یادشویو خبرو څخه جوتیږي چې د وږي ۹ مه او د پښتنو او بلوڅو سره د افغانانو د پيوستون او ملاتړ په موضوع  باید د رامنځته شویو نویو حالاتو په چوکاټ کې له سره کتنه وشي .
نوې کتنه کې لاندې چارې په زغرده مطرح شي :
ــ د وږي ۹ مه د پښتونستان ورځ باید په ملي او دولتي پرتمینو مراسمو سره یوازې په کابل ، جلال اباد او د اقوامو قبایلو د وزارت په چوکاټ کې نه ، بلکې په ټول هېواد کې د دولت په کچه ولمانځل شي.
ــ د ډیورند کرښې تړون چې په ۱۸۹۳ کال کې د انګریز او د هغه مهال افغان امیرعبدالرحمان خان لخوا د واک د سیمو د ویش په اړه « نه د نړیوالو ارونو پر بنسټ د دوو بېلو او واکمنو هېوادو د سرحد پتوګه  » لاسلیک شوې ، هغه له ګونګتیا راووځي او د ولس پوهاوي لپاره د هغه په اړه سراسري کمپاین پکار واچول شي . په دې اړه افغانان حق لري افغانستان سره د ډیورنډ پورې غاړه پښتنې سیمو د بېرته یوځایولو خبره ، له انګریزدولت او پنجاب سره چې هیڅکله هم د پښتنو د سیمو په اړه د انګریز میراثخور نشي ګڼل کېدی ، راپورته کړي .
ــ اوس چې انګریز ، امریکا او د لویدیځ زیات شمېر هېوادونه افغانستان کې ښکېل دي ، د دوی له شتون څخه  پنجاب سره د ملي او تاریخي ستونځو په حل کې همکاري او مرسته جلب شي            
ــ  افغان دولت باید په صفا ټکو کې د کوزو پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون او ملاتړ په اړه خپله تګلار روښانه کړي . په تګلارکې باید ټولې تتې او ګونګې خواوې روښانه وي . د ګونګو خواو  رڼاوي کې دا هم راتلای شي د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو پښتنو قومونو ته واک ورکړل شي چې یوې ټولپوښتنه « ریفرنډم » کې د خپلې راتلونکې په اړه هوډ ونیسي ! کوزو پښتنو ته دا واک هم وي چې افغانستان سره یو ځاییږي او د لوی افغانستان پنوم یو هېواد جوړوي او یا د پښتونستان پنوم د پاکستان په تشکیل کې پخپل پوره ملي واک بسیا کوي !
د لروبرو پښتنو د پلپسې سرښندنو او هڅو په مټ پنجاب دې ته اړویستل شو چې له انګریزي ښکېلاک  پاتې نوم صوبه سرحد لری او پرځای د پښتونخوا نوم ومني . که څه هم پنجاب د پښتونخوا له نوم سره د خیبر روستاړی هم ورګډ کړی چې د پنجاب شوم او بد نیت څرګندوي ، خو بیا هم د پښتونخوا نوم د پښتنو یو بری ګڼل کیږي . که لروبر پښتانه د نویو حالاتو سره سم ځان جوړکړي په راتلونکې کې به ډېرې نوې ملي بریاوې ترلاسه کړي . که افغاني طالبانو په ریښتیا د افغان مور شېدې خوړلې وي ، ځان به د نړیوالو ترهګرو او القاعده څخه راجلاکړي او د خپلو ټوپکونه خوله به د خپل هېواد افغانستان  پرځای د پنجاب په لور وروګرځوي !    
ددې ملې او بختورې ورځې په ویاړ ټولو لروبرو پښتنو ته مبارکي وایم  !

د ۱۳۸۹ کال د وږي ۷ مه