کور / مرکه / افغانستان د امنیت شورا له سلاکار سره د واشنټن پوسټ مرکه

افغانستان د امنیت شورا له سلاکار سره د واشنټن پوسټ مرکه

ده ستمبر یوولسمی ۲۰۰۱ ده ترهګریز بریدونو وروسته افغانستان ده نړیوالو ده یوځائ کیدلو یو کمیابه بیلګه وګرځید.نړیوالی ټولنی ده سیمه ایز او نړیوالو مفاداتو ده رقابت برسیره ده ملګرو ملتونو ده امنیت ده شورا په تثبیت او مشروعیت سره پر افغانستان نظامی یرغل وکړ.ده ټولو ګډ فکر دا ؤ چی ده القایدی ډلی ده پاکستانی استخباراتی اژانس په مرسته افغانستان ده ترهګرئ یو ځاله ګرځولی ده.ده ترهګرئ ضد نړیوالی ستراتیژئ لپاره ده سیمی دغه ترهګریز جوړښت (القایده) له منځه وړل ډیر اړین وه.

ده هغه وخت ده امریکا ده باندنیو چارو ده وزارت مرستیال رچرډ آرمټیج په ۲۰۰۱ کی ده پاکستان ولسمشر جنرال پرویز مشرف ته یو پیغام واستوئ: یا خو کولائ سئ په نړیوال ایتلاف ګډ سئ او یا به هم ده داسی بموریو سره مخ سئ چی بیرته به مو ده کاڼو زمان ته بوزی.ده پولی آخوا ده طالبانو او القایدی ده ظلم ؤ استبداد او ده پاکستانی جنرالانو ده بادارئ څخه تنګ افغانانو په ورین تندی نړیوالی ایتلاف ته هرکلئ ووایه.موږ په تیرو کلونو کی ځانګړی لاسته راوړنی لرو خو ده روانی ترهګرئ او جنګ له کبله ده تعلیم،روغتیا او پرمختګ په ډګر کی زموږ ډیری لاس ته راوړنی ده منځه تللی دی

ده هیواد دننه او په نړیواله کچه اوس هم ده افغانستان ده دوستانو او حریفانو په پیژندګلو کی څه تذبذب سته.ده افغانستان خلګ ده نړیوالو ده مالی او ځانی قربانیو ډیر ممنون دی.له بده مرغه،زموږ ده ګاونډ هیواد استخباراتی کړئ اوس هم افغانستان تر خپل اغیز لاندی یو سیمه ګڼی.ده کورنئ ترهګرئ ده ګواښونو سره مخ پاکستان اوس هم ده کوټی شورا،حقانی شبکی،ده حکمتیار او القایدی ده ډلو سره مرسته کوی.ده ویکی لیکس له لوری وروستنی په ډاګه شوی اسناد کوم چی نه نوی دی نه حیرانونکی،ده طالبانو او القایدی ډلی سره ده پاکستانی جاسوسی اداری نژدی اړیکی نور هم په ثبات رسوی
په افغانستان کی ده نړیوالی ټولنی شتون ده نړیوالو ترهګریزو شبکو ده مینځه وړلو په موخه دئ.مګر دا بنسټیزه دنده په ډیره چټکئ سره کمزوری او ځائ یی یو ستراتیژکی ناکامئ ونیوئ:ددی ناکمئ دلیل ده هغه هیواد په حیث ده یو ستراتیژک ملګری قبلول وه کوم چی خپله ده ترهګرئ زیږونکئ او پالونکئ دئ

ده افغان حکومت ده سیاسی روحیی، په هیواد کی ده حکومتدارئ او فساد/بدعنوانئ په هکله ډیر څه ویل سوی دی.دا ټولی کورنئ ستونزی دی کومی چی بدلون میندلائ سی.دا رشتیا دی چی په افغانستان کی ستومانه او مجبور مشرتابه، په حکومت کی دننه او دباندی ده مفاد پرسته او نااهلو افرادو سره مخ، افغانی سیاست ته ده یو مافیا ده ننوتلو ضمینه برابره کړه.حکومتی اداری بی واکه او ده قانون چلند تر پښو لاندی سو.بی له شکه چی ده قراردادونو په ورکړه کی ده شفافیت نه شتون او ده خصوصی امنیتی شرکتونو شتون کوم چی ډیر ده حکومتی چارواکو دی، په افغانستان کی ده ګډوډئ او بی ثباتئ سبب وګرځیده لیکن په افغانستان کی ده نړیوالو ترهګرو شتون په افغان حکومت کی ده فساد/بدعنوانئ له کبله نه دئ.انګلستان،ترکیه،جرمنی او هندوستان هم ده ترهګرئ ښکار ګرځیدلی دی،هلته خو ده افغان حکومت بدعنوانی نه وه،هغه ټول په سیمه کی ده نړیوالو ترهګرئ ده زیږیندځائ ښکار سول
زما په فکر ده ترهګرو څخه ده افغانستان ده خلګو،ښارونو او ولسوالیو ساتل، ده قانون عملی کول، او ده فساد سره کلکه مبارزه کول ده هیواد ده استحکام لپاره ضروری ګامونه دی چی باید پورته سی.لیکن دا هر څه کافی نه دی.ده هیواد دننه داسی ګامونه نه شی کولئ چی ده نړیوالی ترهګرئ، پر ټولی نړئ ده یوی نظریی حاکمیت او ده ترهګرئ ملاتړی سیمه ایزی شبکو مخه ونیسی.زموږ ده ستراتیژئ مهم برخه ده ترهګرو زیربنا/جوړښت له مینځه وړل دی او ددی جز ده لاس ته راوړنی لپاره ضرور ده چی ده هغه هیواد مخالفت وسی کوم چی اوس هم ترهګرو ته ده خپلی بهرنئ پالیسی/کړنلاری لپاره ده سټراټیژک اثاثی په سترګه ګوری

واضح دی وی چی افغانستان وه خپلواکه هیوادونو ته ده هر رنګ جنګ جګړی ده غځیدلو یا نظامی یرغلونو مخالفت کوی خو ده ترهګرئ پر ضد ده نړیوالی جګړی هڅی به تر هغو بریالئ نه شی چی تر څو دوست او دښمن وه نه پیژندل سی

جګړه زموږ او نړیوالو لپاره ورځ په ورځ اوږده او په مالی توګه ګرانه پریوزی.افغان ولس نور ده یو داسی جګړی څخه په تنګ دی په کوم کی چی ده دوست او دښمن تر مینځ توپیر ګران وی.نړیوال فکر هم اوس زموږ مخالف دئ.ولی چی موږ ده یو داسی جګړی لپاره ده اکثریت ملاتړ ده لاسه ورکړئ دئ چیری چی جګړه خو یو ځائ ده او دښمن بل ځائ.څنګه کولائ سو چی ده افغانانو یا هم ده ایتلافی سرتیرو والدینو ملاتړ ده یو داسی جګړی لپاره خپل کړو په کومه کی چی یو ملګرئ/پارټنر/پاکستان ده هغوئ ده بچو په وژلو کی لاس لري؟ څه وخت چی مونږ هره ورځ په لسهاؤ نر او ښځی ده ترهګریز بریدونو په نتیجه کی ده لاسه ورکؤ په ورته وخت کی ده ترهګرو سرپرست (پاکستان) ده مرستی په نامه په میلیاردونو ډالر اخلی.ددی تضاد قضاوت به څنګه کیږي؟
دا افغانستان اولس نور ده نړیوالی ټولنی ده سادګئ او غلط اټکل ده قربانئ ګرځیدلو لپاره نه دی چمتو.یرغلګر/برید کونکئ فقط په یوه ژبه پوهیږی اه هغه ده زور او استقامت ژبه ده.افغانستان ،ده امریکا متحده ایالات او ورسره ګڼ شمیر هیوادونه ده ترهګرئ ښکار دی. نړیواله ټولنه باید ددغو قربانیانو سره واضح ایتلاف وکړی.نور افغان ولس ده بی یقینئ، تذبذب او ده یو داسی هیواد سره کوم چی ده ترهګرئ ذمه وار دئ به دوستئ یا ایتلاف قانع کړو