کور / د ډيورنډ کرښه / د پښتونخوا د کلیمې لنډ تاریخ او پېژندنه

د پښتونخوا د کلیمې لنډ تاریخ او پېژندنه

ليکنه: تلاښ احمدزی

ملی ترمینالوژی اوپه ملی ویاړونو افتخار کول دټولو ټبرونو اوملتونو طبعیی حق اوغوښتنه ده ُ دتاریخ په پیرونو کښی ډیرو قومونو اوملیتونو ددی حق دترلاسه کولو دپاره پوره هڅی ، هاند او سرښندنی کړی یایی دسیاسی هلو ځلو اویا هم که ډیر مجبور شوی دزور او وسلی ته دلاس وروړلو په وسیله یی خپل تاریخی اوملی هویت ژوندی او روښانه کړی اودهغی دساتلو دپاره یی هلی ځلی او پرله پسی مبارزه کړی ده.

 که دپښتنو په هکله تاریخی سترو اوباوری سرچینو او سندونوته مراجعه وکړو اوهغه په غور او دقت وشنو دا به راته دلمر غوندی روښانه شی چه پښتون قوم ډیر ویاړلی افتخارات او زرین پس منظر لری خودښاغلی سراولف کارو په وینا (( دپښتانه (پټان) تاریخ لا تر اوسه چا نه دی پرانستلی اولا تړلی پاتی دی.)) ددی تاریخ دنه پراستو پړه ددنیا دعالمانو ،تاریخ پوهانو اویا لرغون پوهانوپه غاړه نه ده داقصور زمونږ پخپله دی چه سره له دومره ستر اولرغونی تاریخ مونږ هغه نه یوازی نړی ته نه دی پرانیستی بلکه په خپله پری هم نه پوهیږو.

 په پشتنو کښی له شپانه نیولی ترقانونپوه ،انجنیر ، داکټر ، سیاست پوه ،فضانورد ،شاعر ،سپاه سالار، سوداګر ،ملا اوهرڅوک شته خو دوی هر یو دچا په وینا دخپل ځان په هکله فکر کوی اودا خبره خویی کټ مټ هیره کړی چه که چا خپل ملی هویت وساته تل به ژوندی وی اوکه یی دلاسه ورکړه دتل لپاره به دنړی له مخی ورک شی.

 اوس راځو خپلی اصلی خبری ته او پوښتنه کوو چه : زمونږ پلرونو اونیکونو دا زمونږ داوسیدو ټا ټوبی څه باله او په کوم نوم یادیده ؟ دا هغه پوښتنه ده چه که دپښتنو تاریخ پسی راوانخلی اوټکی په ټکی یی ونه پلټی څواب یی نشی موندی ددی کار دپاره هر پښتانه ته پکار ده چه په کره او پخو سر چینو پسی وګرڅی اود هغی پر بنیاد خپله جرړه اوشجره راوباسی او بیا خپل ملی هویت په هماغه ستره هینداره کښی وګوری ، خو دا کره کتنه هم څه اسان کار نه دی ځکه پښتنو هیڅکه نه خپل تاریخ لیکلی ڼه یی کوم یادګاری څلی یا منار جوړ کړی اونه یی دخپلو تیرو کارنامو اوبهادریو کوم شاه لیک (شاهنامه) پرییښیدی بلکی تل نورو زمونږ په هکله قضاوت کړی دی . بیا هم بده نده چه سړی یوڅل دنورو له هینداری هم خپل مخ ته وګوری او خپلی ځیری اوشکل ته ځیر شی.

فریدریک انګلس لیکی : پښتنو تل دخپلی خاوری لیری دنورو په خاورو کښی ستری امپراتوری جوړی کړی خو دځان دپآره دیوه ساده حکومت په جوړیدو نه دی کامیاب شوی.

ډیر هم مه پریشانه کیږی په پښتنو (افغانانو ) کښی ډیر داسی میړونه تیر شوی چه دمعتبرو تاریخی اسنادو او کتیبو په منڅ کښی یی ددغه میړنی اولس پراته او هیر شوی یادونه راسپړلی اوتر مونږ یی رارسولی دی خو اوس پرما اوتا ده چه دغه لرغونی میراث په میړانه ژوندی وساتو.

 پوهاند مرحوم عبدالحی حبیبی دخپلی تاریخی جغرافیی دپختونخوا تر نامه لاندی په ۴۵ ګنه مقاله کښی لیکی(( دپښتون نوم خورا زوړ اوپخوانی نوم دی په ریګوید کښی دانوم دپکښت په نامه راغلی او وروسته یونانی مورخینولکه هیرودت اونورو هم دهغی ذکر کړی دی.

،داسلام لومړی مورخین لکه بلاذری ، تبری ،مسعودی اونورو هم دپښتنو دفتوحاتو ذکر کړی دی مګر ددی څای (هیواد) نوم نه اخلی فقط دهر ښار نوم بیل بیل اخلی لکه بست ، سجستان ،داور ،رخج ،زابل ،کابل ،بامیان اونور…ددی سبب هم ښکاره دیڅکه چه داسلام به ابتدا کښی دلته ملوک الطوایف وو نو مسلمانان چه به هرڅای ته راتلل اونیوی به یی دهفه ښار نوم به یی اخیست دمملکت په حیث یی نه پیژاندی.))

په اتهرواوید کښی چه دویدا دڅلور ګونو کتابونو څخه یودی د ګنداریس (ګندهارا) داوسیدونکوترڅنګ دمنجوان دغره یادونه شوی چه همدا اوسنی منجان غردی چه دنورستان اوبدخشان تر منځ پروت دی ، په ویدی سرودونو کښی دلسو اریایی تبرونو دهغه جګړو یادونه هم شوی کوم چه دویدا دلیکلو ۱۴۰۰ م ز تر مخه دپنجاب دراوی(پاروشنی) دسند پر غاړو سرته رسیدلی ده .

 خدایبخښلی احمد علی کهزاد په خپل ویاړلی اثر (دافغانستان تاریخ) کښی لیکی:((دلسو ملکانو،لسو پاچاهانو یا لسګونو ټبرونو جګړه چه څیړونکو په ډول ډول اوهر اړ خیز ډول څیړلی اود هغه اهمیت له اړخه چه دویدی تاریخ دڅیړلو او دهغه ار یایی ټبرونو دریښو درابرسیره کولو دپاره یی لری پری ځانګړی اثار لیکل شوی له دی ډلی څځه د ؛ ریګوید ؛په دویم ټوک کښی د پکت ټبرونو ، دهغوی دنومیالیوکسانو او پاچاهانوڅو واره یادونه شوی ده چه دهغوی له منڅه یو پکته پاچاه ؛ توروینه؛ توروهونی (تورزن)څو واره یادونه شوی ده .))

 مرحوم پوهاند حبیبی په خپل یو بل ویاړلی اثر(پښتو او پښتونواله ) کښی دپښتنو دتاریخ اوږدی پاڼی داسی سپړی : (( نينوس او سميلراميس د اّشور شاهانو د خپل عظمت په وخت كي پر باختر هم خپلي حملې كولې، اما ددې ځاى خلكو سخت جنګونه ورسره وكړه د اّشورد ميخي خطو نوزاړه اّثار چي پيدا شوي دي، دا ښيي چي 1100 كاله تر مېلاد د مخه يو اّشوري بريالى(فاتح) تګالات فالازار Tagalath Phalazar په دوڅلوېښتو قبيلو كي چه دی ورسره جنګیدلی داراكوتو(ارچوتوس)، هراهوتي او نيسع او نيسا ذكر هم كوي، مګر دغو قبايلو دا فاتح بي وټه مات كى او ځان يې اّزاد كی .

اركوتو(ارچوتوس) خو د يونانيانو په ژبه اّراكوزيا Arachosia يعني قندهار دى، چي په پهلوي رخوت او عربو رخج او رخد كړ ، هراهوتي harahuate چي په اوستا كي هم راغلى او په ريګويد كي سارس وتي ذكر شوى دى، اوسنی ارغنداب دى.

اما نيسع يا نيسا غالباً اوسنى نېش دى، چي د قندهار شمالي مغربي خوا ته كاين دى او د زاړه مدنيت اّثار هم پكښي ښكاريږي، او مسعودي اسلامي موْرخ(332هـ) د بست او داور او رخج سره يو ځاى د(نېس) په ډول راوړى دى له دې څخه ښكاره شوه، چي پښتانه پخوا هم يو توريالى قوم و او د پرديو مريي توب يې نه مانه.

هيروډوټس د يونان زوړ موْرخ چي تر ميلاد د مخه (425-480) كاله اوسېدى، پښتانه د “پاكتويس” Paktves په نامه او د پښتنو اپرېدي قبيله يې”اپاروتي” راوړې ده. د موْرخينو پلار هيروډوټس وايي : ” هغه خلك چي د هند شمال ته د”پاكتي ايكي” په مملكت كي پراته دي، د هستوګني ډول يې د باكتريانو(بلخيانو) په ډول دى، دوى خورا توريالي او جنګيالي دي، چي د خشيارشا (486-465 ق م) هخامنشي فاتح سره مله وه او پوستينان يې اغوستي وه، لويي_لويي د غشو لېندۍ او خپلي وطني چړې(پېش قبض) يې درلودې”

هلبراندټر Hellebrandtr ليكي :

“په ريګويد كي راغلي دي، چي په اّراكوزيا(قندهار) كي يوه قبيله ده، چي (واسوديوا او د ده زوى سوداس) يې باچا و، دې قبيلې د سنده تر روده پوري برى وموند او جنګي كارنامې يې د افسانو او نقلو په ډول مشهوري وې .

 تر ميلاد د مخه(329-327 ق م) چي مقدوني سكندر د افغانستان پر خوا هندوستان ته تېرېدى، پښتنو د دې بريالي سر لښکر سره خورا سخته مقابله وكړه، د قندهار خلكو د ده سره جګړې وكړې، د نورو پښتنو په غرو كي هم سخت زحمتونه پری راغله، د صوات په لته كي د يونان دا فاتح چي ټوله اّسيا يې نيولې وه، ټپي شو .

د سكندر سره د پښتنو مقابله خورا شهرت لري، د پښتونخوا يو غر په يونانيانو كي خورا مشهور دى، چي د يونان زوړ افسانوي پهلوان”هركول” هم دا غر نه و نيولى، او سكندرهم چه کله پر دې غره يرغل وكئ پښتنو ډېر يونانيان پكښي مړه كړه. سكندر په پاى كي مجبور شو او له بېري پر شا شو، وروسته چي پښتنو دا ځاى تخليه كئ، نو سكندر ځني تېر سو، يعني سكندر په خپل قوت پښتانه نكړه مات.

اّريان او كنټ كورث د دې غره قوم Arne (اّرن) مګر يو بل موْرخ ډيوډوره يې Arnas ليكي چي دا غر په تاريخ كي “عجيب غر” بلل شوى، چي د پښتنو د مېړاني په سبب چا نشواى نیولای سكندرهم په خورا زحمت او داسي تلفاتو تر “پښتونخوا” تېر سو، چي ډېر سپاهيان يې مړه او نور خورا په ستونزو اخته شوي وو.

د ډيورډور موْرخ په قول، سكندر د پښتنو له بېري بېرته له هند ته پر دې خوا را نه راغى، ناچاره شو چي د عرب بحيری پر خوا ځان ايران ته ورسوي، او ډېر عسكر يې د لوږي او تندي څخه د بلوچستان په ريګونو كي مړه او په 324 ق، م كي يې ځان فهرج( دبین النهرین بابل) ته ورساوه، تقريباً درې كاله يې د پښتنو له لاسه ناورينونه وليدل.))

له دغو تاريخي بياناتو څخه ښه څرګنديږي، چي پښتانه له پخوانیو پېړيو څخه دغسي مستقل او اّزاد ، مغرور او توريالي او ګړندي وو او د دوى د پښتنوالي روح په هغه وختو كي هم ځلېدى او شهرت يې درلود، چي ټولو موْرخينو د دوى ښېګړي ذكر كړي او د اّريایانو په زړو كتابو كي يې نوم هم ذكر شوى دى.

دافغان نوم چه یوی څانګړی تاریخی څیړنی ته اړتیا لری پدی بحث کښی نه څیړو خویو بل نوم چه داسلام څخه ډیر پخوا اوپه خاص ډول دروښانیانو په زمانه کښی دهندی مورخینو له خوا ډیر یاد شوی دی ؛ روه ؛ او دهغی سیمی اوسیدونکی یی(روهیله) بلل اوتر اوسه هم دپښتنو مهاجرو څای ته په هند کښی ؛روهیل کند؛ وایی سره لدی چه دغه پورته نومونه هم لر غونی سابقه او ارزښت لری خو ځما په اند پښتو اوپښتون هم ښایسته اودتاریخی پلوه دارزښت وړ نومونه دی . پوهان حبیبی په دی اړه داسی لیکی ((دپښتون ذ ‌کر لکه دمخه چه مو وویل په زړو اثارو کښی شته نو څکه دغه نوم تر ډیرو نورو نومونو غوره او تاریخی اوداصالته ډک دی))

 اوس چه دپښتون اونورو نومونو تاریخی حیثیت لا ښکاره شو نوبه ددی مملکت پر زاړه نوم هم بحث وکړو ، پښتنو خو خپله مینه ( پښتونخوا )بلله دا نوم له ابتدا څخه د پښتو اد ب کښی داخل دی او فرانسوی مشهور ژبپوهاند (جیم دار مستقر) هم دا نوم غوره کړی دی ، هغه کتاب چه ده دپښتو پر ادب لیکلی دی نوم یی (دپښتونخوا دشعر بهار ) دی.

دی فرانسوی محقق او ژبپوهاند دا اصطلاح دپښتو له ادبه اخیستی ده اودا نوم یی هم دپښتنو دمملکت خپل او اصلی نوم ګنلی دی . په پښتو ادب کښی ددی نوم زیاته یادونه شوی او په ډیرو پښتو شعرونو کښی راغلی هم دی لکه ارواښاد خوشحال خان خټک چه وایی:

 هرچه ښه د پختونخوا دی حال یی دادی هغو بدوته یی څوک وایی سړی دی

پیر محمد کاکړ داحمد شاهی کورنی استاد وایی :

 لکه شعر دی دده په پختونخواکښی بل به لږ وی په داوخت دافغان شعر

اعلیحضرت احمد شاه بابا هم په خبل دیوان کښی دپختونخواه کلیمه راوړی اوخپل وطن یی په دی ډول ستایلی دی :

 دډیلی تخت هیرومه چه رایاد کړم څما دښکلی پختونخوا دغرو سرونه

لکه څنګه چه تر مخه وویل شو داکلیمی پختو او پختونخوا خورا زړی او لرغونی کلیمی دی اود اسلام تر مخه مورخینو دپښتنو دوطن نوم کټ مټ همدغه کلیمو ته ورته راوړی دی ، هیرودت یونانی تاریخپوه اود مورخینو پلار دپښتنوپه بحث کښی دپښتنو دوطن نوم (پاکتی ایکی) راوړی او په یونانی کښی داوسنی پښتون تلفظ دپاکتین،باکتین او پاکتی ایکی هم ددی قوم دزمکی لپاره ذکر کړی دی دی وایی : کله چه داریوش خپل سفیر سکایی لاکاس د اندس (سند ( دکشف لپاره واستوو دا سړی د پاکتی ایکی له مځکی تیر شو. مرحوم حبیبی په دی اړه لیکی :((پاکتی خو دغه اوسنی پښتون دی او(ښی) ابدال په (کی) اوښتی له همدغه کلیمی څخه ښکاری چه دیونانیانود (x) دتوری تلفظ عینآ لکه د پښتو(ښ)داسی دی.

پردو ملتونو زاید الف دپښتو دډیر کلیمو په سرکښی اچولی دی لکه دپښتو (لمر) چه ډیر ځلی موږ خپله هغه د(المر) په ډول وایو خو صحیح ډول یی لمر دی . دپښتو (ښ،خ) خوهم دیونانیانو په (ک)ابدال کیده نو دخوا (خ) هم په (ک)اوښتی ده.))

 له همدی لنډی یادونی سره سره دپختونخوا یادونه دسلیمان ماکو په تذکره الاولیا،دبابا هوتک په رزمیه سندره، دښکارندوی غوری په قصیده اوداخوند درویزه په مخزن الاسرار کښی هم شوی ده.

 که دغه ټول اسناد او معلومات لاپسی وشنو ددی کلیمو په لر غونتوب او اصیل والی به لا پوه او ډآډ من شو او ددی سیمی او خاوری دپاره د پښتونخوا(پختونخوا ) دنوم راوړل او استعمال ډ ‌یر مناسب اوپه زړه پوری دی اوپه زغرده ویلی شو ددغه نوم غوره والی دپښتون (پختون) اولس طبعی حق وو اودی.

زه په خپل وار سره ددغه نوم یووار بیا راژوندی کول او دپښتنو پر یوه لویه خاوری باندی دهغی رسمی اطلاق چه دپښتنو دلرغونی تاریخ داصالت څرګندونه کوی ټولو پښتنو په ځانګړی دول لرو پښتنو ورونو ته مبارکی وایم او تاکید کووم که پښتانه لږ څه ځان وخوزوی ، خود بینی او ځان غوښتنه یو خوا کړی او دپښتو او پښتنو پریوه لوی ټغر راټول شي لیري به نه وی چه یوځل بیا دغه دړی وړی قوم خپل تیر برم اوتاریخ راژوندی اودنړی دژوندیو ملتونو په قطار کښی ځای ونیسی . انشاالله

 تلاش احمدزی
سرچینی:

– خدای بخښلی کهزادعلی احمد ُ تاریخ افغانستان مجموعه سه جلدی

– خدای بخښلی حبیبی عبدالحی، پشتو او پشتونواله

ـ اولاف کارو ، پتهان دشیر محمد کریمی ژباره

– خدای بخښلی حبیبی عبدالحی، تاریخی جغرافیه ،پختونخوا