کور / تازه خبرونه / خوست كې ديوې لويې ديني مدرسې دبنسټ ډبره …

خوست كې ديوې لويې ديني مدرسې دبنسټ ډبره …

نوموړي مدرسه دولايتي بيارغونې ډلې لخواداتلس لكه امريكايي ډالروپه لګښت جوړيږي چې دجوړيدوچارې به يې نېږدې په يوكال كې بشپړې شي .
پدې اړه خوست والي ارسلا جمال وويل چې ددغه مدرسي ښوونيزنصاب اوښوونيزې چارې به دنوروديني مدرپه پرتله لوړې وي اوفارغانوته به يې نړيوال سندپه لاسو وركول كيږي .
دنوموړي په وينا په دغه مدرسه کې به دنوروديني لوستونو تر څنګ دانګليسی ژبی او کمپيوترښوونه هم کيږي او پدې مدرسه كې به په لومړي ځل پنځلس سوه طالبانوته دشموليت حق وركړل شي .
نوموړي زياته كړه چې موږ يادې شوې مدرسې ته له څلوېښتوجريبونيولي ترپنځوسوجريبوپورې ځمكه په واك كې وركولى شو اودديني ښوونودغه لوى مركزبه په ولسواليوكې هم څانګې ولري .