کور / د ډيورنډ کرښه / تر ډيورنډ کرښې ها خوا

تر ډيورنډ کرښې ها خوا

 زموږ نه بېلېدونکې برخه که تېر شوی تاريخ؟

محمد ابراهیم شینواری

د درې جنګونو په ترڅ کې انګرېزان په دې وتوانېدل، چې نيم پښتانه له افغانستانه جلا او له بريتانوي هند سره يې ونښلوي . متاسفانه چې ددې وېش په نتیجه کې ورونه له ورونو جدا او د یوه بدن په منځ کرښه راکښل شوه . ټولې یا زیاتره لوړې او حاکمې نقطې له هاغې خوا سره پاتې شوې، افغانستان له بحر څخه پرې او په وچه کې یو ایسار هیواد شو.

کله، چې انګرېزان د هند له نيمې وچې وتل؛ نو له افغانستانه بېل شوي خلک او ځمکه يې نوي تاسيس شوي دولت پاکستان ته پرېښوده . په دغه وخت کې د افغانستان حکومت هم کومه جدي غوښتنه نه لرله او انګرېزانو هم د راتلونکو سياستونو د پرمخ بيونې لپاره په نظريه ولاړ ظاهراً يو اسلامي پاکستان نسبتاً مقتدر غوښته، چې په نظريه ولاړ کمونستي شوروي اتحاد د پرمختګ مخنيوى وکړي، په سیمه کې تشنج ژوندی وساتي او هند او نور ګاونډیان وځوروي .
دغه وخت په کوزه پښتونخوا کې د پاچاخان تحريک نفوذ درلود؛ خو دوى د مستقل پښتون دولت او يا له افغانستان سره د يو ځاى کېدو کوم پلان نه درلود، یا یې نه و څرګند کړی او په اصطلاح دغسې کومه دعوه يې راجسټر کړې نه وه.  که څه هم د خدایي خدمتګارانو تحریک پښتنو ته څلور لوی خدمتونه وکړل : لومړی : پښتانه یې د پوهنې سره مینه وال کړل، دوهم : عدم تشدد ته یې راوبلل؛ اونړۍ ته یې د یو تمدن خوښوونکي او زغمناک قام په توګه معرفي کړل، دریم: ښاري کېدنې ته یې لیوال کړل او څلورم: له سوداګرۍ سره یې اشنا کړل . خو په سیاسي واک کې را نغلل، نه له خپلو برو ورونو سره یو ځای شول  او نه یې هم یو مستقل هیواد جوړ نه کړی شو.

شهید سردار محمد داود چې د مشرۍ او خدمت دواړو ډیر اورنی شوقي و، د ظاهر شاه په وړاندې یې ځان تیاراوه او په يوه ښکلي شعار پسې ګرځېده، د پښتونستان شعار د ده لپاره ډېر جذاب ښکاره شو او زر یې دا شعار اوچت کړ. د ځینو کارپوهانو په نظر دا شعار د وخت د حکومت هم خوښ شو، ځکه د پاکستان د پراختیا غوښوتونکې  ادعا د مخنیوي لپاره چې دسیمې د اسلامي امپراتوریو د وارث په توګه یې پرمختلونکې ستراتیژي په سر کې لرله، ورته یو دفاعي شعار پکار و.

نوي تاسيس شوي پاکستان ته دا ستر ګواښ ښکارېده، چې له يوې خوا د هند او له بلې خوا د افغانستان سره په دښمنۍ اخته وي؛ خو د افغانستان له خوا د پاکستان سره دښمني له امريکا او انګلستان سره د دښمنۍ په مانا وه؛ ځکه دوى دا هېواد د يوه ستراتېژيک مقصد لپاره جوړ کړى و. د افغانستان د کمزوري حکومت لپاره دغسې دښمني عملا ګرانه وه، خو د پاکستان د وړاندې تلونکي سیاست په وړاندې مجبورا کم تر کمه د شعار په کچه یو دفاعي عمل ګڼل کېدای شو.

افغانانو او حکومتونو يې ددې لوى مقصد لپاره نه لازم وسايل لرل، نه کافي عزم ، نه امکانات او نه هم نړيوال ملاتړ. موسى شفيق، چې تر ټولو هوښيار، کارپوه او عملي صدر اعظم و، د هلمند د اوبو ستونزه یې حل کړه، ده نه غوښتل له ګاونډیانو سره په مسلو کې افغانستان بند وساتي او پر ځای یې د هیواد اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته توجه کوله، چې هیواد د هوساینې او دایمي ثبات لور ته بوځي . هغه په یوه مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي و چې نه غواړي افغانستان له پښتونستان نه قربان کړي .

پخواني شوروي او هندوستان؛ افغان حکومتونه دې مسلې ته لمسول؛ خو عملي او موثره مرسته يې ورسره نه کوله . برعکس غربيانو پاکستان په سيمه کې د يوه خطرناک ژاندارم په توګه روزه او پياوړى کاوه .

د ډيورنډ ليکه يوه ظالمانه او وحشيانه کرښه ده، چې د يو بدن په سينه تېره شوې او ورور يې له ورور نه جلا کړى دى؛ که څه هم موده یې پوره شوې او حقوقي ارزښت یې له لومړي سره هم کمزوری و او اوس خو بېخي له منځه تللی دی؛  خو آيا اوس بېرته ددې دوه برخو يو ځاى کول څومره ضروري دي، څومره ممکن دي او څومره ګټور دي؟

د ډېروډیروشنونکو په اند، پاکستان له ځانه ددغو سيمو بېلول د خپل هېواد له منځه وړل ګڼي او په مقابل کې يې يوه خطرناکه ستراتېژي پر مخ بيايي، چې عمده عناصر يې دادي :
§         د ډيورنډ دې غاړې پښتنو کې بايد د تمدن ټولې نښې؛ لکه پوهنتون، روغتون، ښوونځى او پوهنځى، پول، سرک، برېښنا اوتخنيک ټول له منځه ولاړ شي .
§          د کار خلک دې له منځه لاړ شي، يا دې د پاکستان استخباراتي شبکې ته جذب شي .
§          د رهبرۍ او ليډرشيپ وړ کسان بايد پخپلو کې په جګړو واچول شي .
§          فقر او بې سرنوشتي دې  ددې غاړې په سیمو کې عام شي .
§         او تر ټولو خطرناکه دا چې پاکستان د خپل وجودي ضرورت ثبوت په دې کې لټوي، چې ځان د دې سیمې د اسلامي امپراتوریو وارث وګڼي او د سیمه يیزې مشرۍ لاس ته راوړل د خپلې ستراتیژۍ د عمق د ټکي په توګه پر مخ بوزي.
§         برعکس د ډيورنډ هاغې غاړې ته دې نسبي سهولتونه جوړشي او خلکو ته دې  یې دا احساس ورکړل شي، چې له خپلو افغانانو وروڼو سره د يو ځاى کېدو په نسبت يې له پنجابي پاکستان سره ګډ ژوند نېکمرغه دى . که په هر صورت د ډیورند ها غاړې ته هم کله بې ثباتي ورځي، نو هغه به هم د پښتنو په کور کې وي، او له آټک هاغاړه به په هر حال مصونه وي .

که چېرې د نړۍ حالت همداسې ترينګلى وي، هېوادونه او ملتونه د زور بالاى زور په فورمول د ځان پياوړي کولو او د بل د کمزوري کولو کوشش کوي؛ نو له افغانستان سره د لرو پښتنو له يوځاى کېدو پرته موږ يو پياوړى نظام او دولت نشو جوړولاى چې هیواد ته سوله، ثبات او ولس ته نیکمرغي راوړي؛ خو موږ په دې وخت کې ډیر ټپي او زخمي یو، او دغسې سترو مسلو ته جوړ نه ښکارو .

د دواړو غاړوخلکو تر منځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، ولسي او فرهنګي اړیکو ټینګول او دوام یو ګټور کار دی، چې د ولسونو د نژدې کولو لپاره سر ته ورسیږي .

که د نړۍ ددې برخې خلک هم د لویدیځوالو په شان پرمختللی شي، د مسئلو د حل نوې او ښې لارې ومومي او د تفاهم او نژدېوالي کوښښ وکړي؛ بيا په نورو بديلونو فکر کېداى شي؛ لکه :

§         کېداى شي د سيمې ټول يا ځينې هېوادونه پخپلو کې د اقتصادي ګډ بازار سيسټم رواج کړي، وېزې ختمې او ماليې کمې کړي او يو بل ته لازم سهولتونه برابر کړي، په دې صورت کې به کوز او بر پښتانه عملاً يو وي؛ خو د جلا- جلا هېوادونو تابعيت به لري . يو د بل له اقتصادي پرمختيا سره به مرسته او د سيمې د نورو هېوادونو او ملتونو په نژدې کېدو کې به مثبته او فعاله برخه اخلي . لاندې امکانات د دواړو هیوادونو په ګټه دي :
د افغانستان  له لارې د نل لیکې جوړول به د افغانستان او منځنۍ آسیا گاز جنوبي آسیا ته ولېږ دوي، چې د ټولې سیمې د اقتصادي غوړېدو سره به مرسته وکړي او پاکستان پکې ډېره ګټه کوي .
د افغانستان له لارې د ټرانزیټ پوټنشیل هم ډېر مهم دی: د ازبکستان 800 زره ټنه پنبه  د اوږدو لارو تر وهلو وروسته  بندرونو ته رسېږي او ډېر ټرانسپورټي فیس پرې لگېږي، د دې په مقابل کې پاکستان ډېرې پنبې ته اړتیا لري چې خپلو صنایعو ته وده ورکړي، او د دې دواړو هیوادونو تر منځ دا سوداګري د افغانستان له لارې ممکنه ده .
د افغانستان له لارې د اکمالاتو د ځنځیر جوړول به د افغانستان،  پاکستان او ازبکستان درې واړو عایدات ډېر کړي او لگښتونه به راکم کړي .
افغانستان د ګاونډیو هیوادونو، د هغې ډلې د پاکستان د سرحدونو د امنیت لپاره هم ډېر مهم دی . سوله يیز افغانستان به پاکستان او نور  گاونډیان له اضافي امنیتي لگښتونو بچ کړي او د هیوادونو تر منځونو پولې به د همکارۍ په زونونو بدلې شي .

§         کېدای شي د دواړو غاړو پښتنو ته دا حق ورکړل شي چې د پښتون مېشته سیمو په هر ځای کې ملکیت اخيستلای او کار کولای شي .

§          افغانستان او پاکستان کولاى شي د متقابل درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ ستونزه داسې هواره کړي، چې افغانستان منځنۍ آسيا ته د پاکستان له سوداګرۍ سره مرسته وکړي او پاکستان سمندر ته د افغانستان له وصل سره . په دې سوداګرۍ کې د سرحد دواړو غاړو ته پرتو افغانانو ته د کار او اقتصادي ګټې ښې زمینې جوړېږي . په دې صورت کې به د دواړو هېوادونو دولتونه او ولسونه ښې تجارتي زمينې تر لاسه کړي او د خپلو ولسونو په نېکمرغۍ کې به بريالي شي . د ولسونو تر منځ اړيکې او دوستي به هم ګرمه،دوامداره او پخه شي .

§         کېدای شي افغانستان، پاکستان، ايران او ترکيه او ورو- ورو نور اسلامي هېوادونه د ګډو اقتصادي ګټو پر بنسټ اتحاديې جوړې کړي، چې د لېرې والي پر ځاى به د اسلامي اخوت روحيه پياوړې او اقتصادي ښېرازي به له ځان سره ولري . دا کار هله کېداى شي، چې ددې هېوادونو حکومتونه د غرب له نفوذ نه ازاد او يا لږ تر لږه غرب ته د نه ضرر رسولو قناعت او تضمين ورکړاى شي .

که د سیاسي جوړ- جاړي او اقتصادي ملګرتوب زمینې ګرانې وي او یا لږ څه ډېره موده نیسي، نو لر او بر پښتانه باید خپلو کلتوري اړیکو او راشې ـ درشې ته دوام ورکړي . د پوهې، معلوماتو او تجربو د شریکولو له لارې د تفاهم، نژدېوالي او ورورۍ لپاره کار وکړي. د دواړو غاړو پښتنو او ټولو افغانانو تر منځ د ورورۍ روحیه ژوندۍ وساتي چې دا کار به  د سیاسي او اقتصادي حل لپاره زمینه سازي وکړي . په وروستیو کلونو کې د لرو او برو افغانانو تر منځ داړیکو دزیاتېدو او د دوی په ټولنیزو بنسټونو کې د بدلونونو؛ او د اړیکو او تفاهم د وسایلو د اسانتیاوو د زیاتېدو  له امله دا خبره ډیره درک شوې او لا ثبوت شوه چې دغه ولس یو له بله نه بیلیږي.