کور / خبرتیا او پيغامونه / په مورنۍ ژبه ((د پوهني وزارت د پاملرني وړ)

په مورنۍ ژبه ((د پوهني وزارت د پاملرني وړ)

 افغانمل له کابله
د تېر درسي کال په شروع کي په لويه کچه آوازه خپره شوه چې د پښتو ژبو نجونو او هلکانو دپاره په کابل کي د پښتو ښوونځي جوړيږي يعنې داسې ښوونځي چي د تدريس ژبه يې پښتو وي تر څو د کابل د ښار نيمه يي کوچنيانو ته د لومړي ځل لپاره دا زمينه برابره شي چي په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي. دا دی دغه درسي کال نور مخ په ختمېدو دی او په ډېر لږ وخت کي د ژمي رخصتۍ شروع کيږي. خو د پښتو د ژبې د ښوونځيو هيڅ درک معلوم نه شو. د آوازو له مخې په کابل کي د پښتو ښوونځيو موضوع د پوهنې وزارت له خوا د وزيرانو مجلس ته وړاندې شوې خو هغوی ويلي وه چي »بايد به تعصبات دامن نه زنيم«. تاسو فکر وکړئ دا څومره د عدالت څخه ليري يوه خبره ده. د يو مملکت په پلازمېنه کي د ښار نيمه يي برخه اوسېدونکي کوچنيان په پخله مورنۍ ژبه د درس څخه محروم وي او که څوک د هغوی د پاره د ښوونځيو د جوړولو ږغ پورته کړي نو دغه کار تعصباتو ته لمن وهل وي. تاسو به په دنيا کي بل داسې هيواد پيدا نه کړئ چي په هغې کي داسې بې عدالتي موجوده وي. او که نه نو يو څوک دې مهرباني وکړي او بل داسې يو مثال دې وړاندې کړي.  



خويندو او وروڼو! اساسي قانون د څه دپاره جوړيږي؟ د اساسي قانون وظيفه دا ده چي په يو هيواد کي د هغه د اتباعو گډ ژوند د حقوقو د مساواتو په بنياد ممکن شي. که وگورئ چي د ژبو په برخه کي د قانون حکم صريع دی. په هغه کي پښتو او دري د افغانستان رسمي او سراسري ژبي دي او د قانون په اساس پښتو د افغانستان لومړنۍ ژبه ده. د قانون نه عملي کول د قانون څخه سرغړونه ده او هر څوک چي قانون نه عملي کوي د قانون ماتوونکی دی. نو په دې صورت کي د پښتو د ښونځيون نه جوړول د قانون څخه سرکشي ده. سره د دې چي ځيني متعصبين پښتانه په دې بدناموي چي دوه نيم سوه کاله يې حکومت کړی دی او د نورو قومونو حقوق يې خوړلي دي، خو په عمل کي گورو چي د کومې ژبې او مربوطه قوم حقوق خوړل شوي دي. خو که محترم وزير صاحب او د هغه معينان هر څومره د پښتنو په حقوقو پښې کښيږدي نو متعصبين خپلې خبرې کوي او کله چي چوکۍ څخه ليري شول سل نورې خبري به ورته پيدا کړي چي درست کار يې نه دی کړی. د پښتنو سياستوالو او نورو مامورينو دا خاصيت دی چي کله په چوکۍ ناست وي نو د خپلې ژبې او کلتو هيڅ نه کوي او حتی د روا حقوقو څخه يې هم دفاع نه کوي او له دې څخه بيريږي چي څوک ورته ونه وايي چي تا د خپلو خلکو يا ژبې طرفداري کړې ده. او ځينې حتی په دې وياړي چې زما په وزارت يا دفتر کي يو پښتون هم نه شته. په داسې حال کي چې دا پخپله يوه غير دموکراتيکه خبره ده. نو له دې وېري په خپله ژبه خبرې نه کوي، ليکل پرې نه کوي، مشروع کار ورته نه کوي. خو کله چي د وظيفې څخه ليري شي نو بيا پښتون شي او وايي چي له ما سره له دې امله تعصب کېدئ چي زه پښتون وم. نو چي پوښتنه ترې وکړې چي تا د خپلې ژبې دپاره څه کړي دي هيڅ ځواب نه لري. دغسې نمونې لږ تر لږه د افغانستان په دوه نيم سوه کلن تاريخ کي ډېرې زياتې دي. که دا د شاهي دورې وي، يا د کمونيستانو د وخت او يا د اسلامي گروپونو د ولکې پر مهال چي دا لړۍ تر اوسه لا هم روانه ده.


خو زه نه غواړم چي دلته د چا نوم واخلم. زه د پوهنې له وزير صاحب د هغه د مرستيالانو او په لوړو چوکيو ناستو مامورينو څخه دا هيله کوم چي دا موضوع جدي ونيسي چي د خيره سره د راتلونکي درسي کال په شروع کي د پښتو ښځينه او نارينه ښوونځي جوړ شي. موږ نه وايو چي په لسگونو ښځينه او نارينه ليسې چي په دري ژبه د کابل په ښار کي موجودې دي، د هغو څخه کومه يوه په پښتو شي. خو غواړو چي د هغوی په خوا کي د پښتو د ښوونځيو په جوړولو او د پښتو په تدريس شروع وشي. تر څو پښتو ژبي کوچنيان هم د دموکراسۍ په رڼا کې د لومړي ځل دپاره د دې قانوني حق څخه استفاده وکړي.       


په درناوي