کور / هراړخیز / په ۲۰۰۸ م کال کې دافغانستان لپاره دغربی نړی پلان

په ۲۰۰۸ م کال کې دافغانستان لپاره دغربی نړی پلان


اندري سيرينکو- له روسی منابعو څخه

د۲۰۰۷ کال په منی کښي آمريکا،ناټواوددوي غربی متحدينولخوا د۲۰۰۸ کال لپاره په افغانستان کې دپوځی عملياتودستراتيژي ډيره برخه تدوين  شول .


تقريبأدنومبر دمياشتي تر پايه پوري  دواشنگتن اوناټو رهبري  داسی څرگندول چې غربي ايتلاف  غواړي دطالبا نوپر خلاف مبارزه کې  دمستقيم اوفعال  گډون  ستراتيژي  په گډه پر مخ بوزی  .آمريکادغې موخی ته رسېدولپاره دټولو امکاناتو څخه په گټې اخيستوسره تلاښ وکړ تر څو اروپايان وهڅوی  خپل پوځی ځواکونه  افغانستان ته دنوروعسکر وپه لېږلوسره پياوړي کړي .ددې لپاره آمريکا داروپايي هيوادو په مقابل کښي دځان  مثال ورکولونه نيولې له هڅو نکو اوډارونکو ميتودونو څخه کار واخيست  .


دتير کال داکتوبر په مياشت  کې سپيني ماڼۍ اعلان وکړ چې له عراق څخه به بحری پياده قطعات ،دامريکا دملي گارديوکنډک له امريکانه  ،داروپا نه په ځانگړې توگه له کوسواڅخه  به پياد قطعات افغانستان ته ولېږی . مگرغير له انگلستان  څخه چې تر دوهمې نړيوالی جگړې وروسته به دلومړی ځل لپاره  په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان  کې ستروديسانتي عمليات  تر سره کړی،او همدا ډول به  ځانگړی ممتاز پوځی قطعات او تر ټولووړاندي  دشاهی پراشوتی  ((۲۰۰۰) کسيز غونډلېږل ئي افغانستان ته پيل کړه، ناټودتير کال  منی کښي په جدی توگه خپل ځواک غښتلی نه کړل . ددې کار پايله داشوه تر څو سپينه ماڼۍ مجبوره شول  پر خپلو لومړنيو پلانونوله سره غورکولو وروسته هغه اصلاح  کړی . آمريکا په محاربوی عملياتوکې دناټودپراخی اومستقيمي  برخي اخيستنې دستراتيژی پر ځاي چې دناټو دپوځی ډلگيودزياتېدو مسله پکښی مطرح  وه دطالبانوپرخلاف   د جگړې يوه بله نوې سناريو طرح کړې  چې د هغې له مخې د۲۰۰۸ کال  په پوځی عملياتو کې دآمريکايي قواو اوافغانستان  دمحلی ځواکونو څخه  پراخي داستفادې  وړانديز شوئ دی .


واشنگتن پداسي حال کښي چې دخپلو اروپايي ملگرودنووځواکونو دزياتېدوپر خبره ټينگارکوي ،خپله زياته پاملرنه ئې دسيمه ايزی  پوځی پروژې  کاروته  را اړولې ده .


آمريکاددغودرو  پروژوپلی کېدوته ډيره ليواله ده،اوغواړي دا کار پر مخ بوزی  :


لومړی پروژه :


((دافغانستان دملي اردو پياوړتيا )) . داپروژه  دملي اردودپرسونل دزياتوالي ،په وسلودسمبالتيا اونوو آمريکا يي مربيانو (مشاورينو) رالېږلومسله  په بر کې نيسي . دآمريکا دبودجې څخه  درې ځله ناببره دپوځی مرستو زياتېدل چې په ۲۰۰۸ کال کې به ئې اندازه درې ميليارده ډالروته ورسېږي  دهمدې موخی  دپلې کېدو ښکار بېلگه گڼل کېداي شي .


پردې سربېره دځينو معلوماتو له مخې  په ۲۰۰۸ کال کښي به دافغانستان ملي اردو نوی  سپکی اودرنې وسلې اوهمداډول  اتومات خفيف ماشينگړی  تر لاسه کړي . دابه دافغانستان دملي اردوچې په ۲۰۰۷ کال کې ئي شمير((۵۵)) زره اوپه ۲۰۰۸ کال کښي به ئې  شمير ((۷۰)) زرو کسانوته  ورسېږي دجنگی(محاربوی) قطعاتودهر اړخيزی پياوړتيا لامل شی .


همدا افغانی اردو به په پسرلی کښي  دطالبانوپر خلاف دځمکنيو عملياتو بار داسی پر خپلو اوږو وړی لکه چې  ئې د۲۰۰۷ کال داکتوبر په مياشت کې  دطالبانوپر خلاف  دموسی قلعه  په پوځی عملياتو کې پر غاړه درلود.


دوهمه پروژه :


(( دسيمی د قومونو وسله وال کېدل .)) داپروژه به دآمريکاپه مالي اومادی  لگښت  تر سره کيږي ،په نظر کې ده په سرحدی سيمو کې يوه سرحدی قول اردوچې دپرسونل شمير به ئي ((۸۵))  زره تنو ته رسېږي  جوړه  شي، پدې  قول اردو کې  به دپولي دواړوخواته دافغانستان اوپاکستان پښتانه  ونډه ولري  . ددې قول اردو اساسي دنده به دپولی ساتنه اوله پاکستان څخه دطالبانو اوالقاعدي  دوسله والو کسانود راتيرېدومخ نوۍ وي .


دريمه پروژه :


د((وزيرستان عمليات)) داپروژه په جنوبی اوشمالی وزيرستان کې دپراخو پوځی عملياتووړاندوينه کوی ، چې  موخه ئي په پاکستان کې دطالبانودجبهی شاته دشبکو اوالقاعدي سازمان  دريښو ايستل دی . دوزيرستان عمليات به په لومړی مرحله کې دپاکستانی پوځيانولخوا دآمريکا دهوايي قواو تر حمايي لاندي تر سره شی  (له کابل نه درارسېدلو اطلاعاتو له مخی آمريکايانوپه تير منی کښي دپا کستاني چارواکو څخه په غير رسمی بڼۀ دپاکستان پر خاوره دامريکايي اوانگليسی بې پيلوټه الوتکو دپروازونو اجازه تر لاس ه کړيده.) داسي امکانات شته چې د۲۰۰۸ کال دفبروری دمياشتي په ورستيواودمارچ په لومړيو ورځوکې به په وزير ستان کې دعملياتو دوهمه مرحله پيل کيږي ،چې  پدې عملياتو کښي به دپښتنوسرحدي قول اردو،دامريکا او انگلستان ځانگړی قطعات برخه ولري  .


داسي ښکار ي سره لدې چې جنرال مشرف دخپلواک حرکت  ډبره پر ټټر ټکول په شمالي او جنوبی وزيرستان کې  دتير کال هغه پوځی عمليات چې دپاکستانی پوځ لخوا تر سره شول دهمدي گډپلان ياپه سيمه کې  دنوی ستراتيژی پيل و،اودپاکستان داعمليات  دامريکا او انگلستان په خوښه تر سره شوی دي  . ژباړن


په بل عبارت ويلاي شوچې  په ((۲۰۰۸ )) کال کې  به دغرب نوې ستراتيژی د محلی ځواکونودهر اړخيزي تقوېي پر بنياد له پخوانۍ سره  ډيرتوپير ولري .


داڅرگنده خبره ده چې دا گام  له يوې خوا دمجبوريتونوله مخې پورته کېږي  اودبلې خوا ددې ثبوت  او روښانه بېلگه ده چې آمريکاپه خپلو هغو تلاښونو کې پاتې راغلې کوم چې غوښتل ئي اروپايي  هيوادونه بايد دخپلو پوځی ځواکونوشمير  په افغانستان کې زيات کړي  . دهمدی احتياطی پوځي نيرو کمبود ياخاليگاه بايد اوس  دافغانستان په ملي اردو،دپاکستاني  اردو اودپښتنوپه سرحدی قول   ارودوډکه شی . يعنې دهغو احتياطی قواوو ځاي  به چې اروپايي هيوادو (ناټو) بايد افغانستان ته رالېږلي واي  دغه پورته په گوته شوی  پوځی ځواکونه ونيسي .


دپخوانيو جنگی تجريبوله مخی کيداي شي وړاندوينه وشی چې د((۲۰۰۸)) کال پسرلنی پوځی عمليات به دفبروری په ورستيو اودمارچ په لومړی لسيزه کې  دپاکستان په جنوبی اوشمالي  وزيرستان اوهمدا ډول دافغانستان په هغو ولاياتونوکې چې دطالبانو تر کنترول لاندی دی پيل شي . ددغو پوځی عملياتو په لړ کې به   دطالبانو اوالقادي  پر کليدی اواساسي  ځايو دآمريکا اوناټودهوايي قواولخوا مرگونی بم اوری پيل شی . داسی فکر کيږي پدې وخت کې  به يوه له اساسي دندو څخه  دغه سرحدي قول اردوچې د۲۰۰۸ کال دجنوري اوفبروري په مياشت کي به دامريکا دپوځی مربيانولخوا تربيه اومسلح شوی  وي  پر غاړه ولري .


دپسرلنی يرغل  برياليتوب چې دغربي ايتلاف  دځواکونو،دافغانستان اوپاکستان  داردولخوابه پيل کيږي تر ډيري اندازې ( بريده ) دافغانستان  ،امريکا،انگلستان اوپاکستان دڅارگريوادادرو په فعاليتونوپوری اړه لري  .


که چيري دتروريزم خلاف ايتلاف  دڅارگريو ادارو وکولاي شول  په ژمی او د۲۰۰۸ کال  دپسرلی  په لومړيو وختوکې  دطالبانويوشمير سياسی اوپوځی قوماندانان  له منځه يوسی ،په هغه صورت کې به په افغانستان کې نوي محاربوی ستراتژیک ابتکار په کابل اودهغه په غربی متحدينو پوري اړه ولری .